سوزن انتوني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سوزن انتوني
(انګلیسي: Susan Brownell Anthony د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سوزن انتوني
سوزن انتوني

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Susan Anthony د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ فبروري ۱۸۲۰[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 13 مارچ 1906 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری [۶]
سینه بغل [۶]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره پاريس   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک د بشري حقوقو فعال
ليکوال [۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سوزن انتوني
سوزن انتوني

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سوزن بي انتوني (د ۱۸۲۰ ز کال د فبرورۍ ۱۵مه – د ۱۹۰۶ ز کال د مارچ ۱۳مه) یوه امریکايۍ ټولنیزه اصلاح‌غوښتونکې او د ښځو د حقونو فعاله وه چې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو په غورځنګ کې یې مرکزي رول ولوباوه. دا په یوه کواکر [مذهبي] کورنۍ کې وزیږېده چې ټولنیزې برابرۍ ته ژمنه وه. په ۱۷ کلنۍ کې یې د غلامۍ ضد غوښتنلیکونه را ټول کړې. په ۱۸۵۶ز کال کې د نیویارک ایالت لپاره د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې استازې شوه.

په ۱۸۵۱ ز کال کې یې له «الیزابېت کډي سټانټون» سره وکتل، چې د ټولنیزو اصلاحاتو او د ښځو د حقونو په اړوندو فعالیتونو کې يې ملګرې او دایمي همکاره شوه. اغلې انتوني په ۱۸۵۲ ز کال کې د ښځینوالي له امله د برابرۍ په یوه کنفرانس کې له خبرو منع شوه، بیا یې له کنډي سره یوځای د نیویارک ښار د ښځو د برابرۍ ټولنه جوړه کړه. په ۱۸۶۳ ز کال کې یې د ښځو د وفادارۍ ملي بهیر جوړ کړ، چې د متحدو ایالتونو په تاریخ کې یې تر ټولو لویه عریضه وکړه چې د غلامۍ د له منځه وړلو په ملاتړ یې کابو ۴۰۰۰۰۰ لاسلیکونه را ټول کړل. په ۱۸۶۶ ز کال کې يې د امریکا د برابرو حقونو ټولنه جوړه کړه چې د ښځو او افریقايي‌الاصله امریکایانو د برابرو حقونو لپاره یې مبارزه کوله. په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د «ریوولوشن» (The Revolution) په نامه د ښځو د حقونو یوه خپرنۍ جوړه کړه. په ۱۸۶۹ ز کال کې یې د ښځو په غورځنګ کې د یوې برخې په توګه د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو ملي اتحادیه جوړه کړه.

انتوني په ۱۸۷۲ ز کال کې د خپل ټاټوبي «نیویارک» ایالت په «روچسټر» ښار کې له هغو قوانینو نه سرغړونه وکړه چې یوازې نرانو ته یې د رایې ورکولو اجازه ورکړې وه. دا په یوه عمومي محکمه کې محاکمه شوه، خو د جریمې له ورکړې یې ډډه وکړه او په دې اړه چارواکو هم نور اقدامات ونه‌کړل. په ۱۸۷۸ ز کال کې انتوني او سټاټون کانګرېس ته د یوه داسې تعدیل پلان ورکړ چې ښځو ته یې د رایې حق ورکاوه. دغه پلان سناتور «ارون اې سرجنټ» وړاندې کړ، خو وروسته بیا په خبرو کې د «سوزن بي انتوني» د تعدیل یا اصلاحیې په توګه وپېژندل شو. په پای کې دغه پلان په ۱۹۲۰ز کال کې د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د نولسم تعدیل په توګه تصویب شو.

انتوني د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره ډېر سفرونه وکړل، هر کال یې له ۷۵ تر ۱۰۰ ویناوې کولې او په ډېرو دولتي کمپاینونو کې یې کار کړی. دې د ښځو د حقونو لپاره په نړیواله کچه کار وکړ او د ښځو د نړیوالې شورا په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه، دا ټولنه لا هم فعاله ده. اغلې انتوني په ۱۸۹۳ ز کال کې په شیکاګو کې د کلمبیا(Columbian) په نړیوال نندارتون کې د استازو ښځو د نړیوال کانګرس له جوړېدو سره مرسته وکړه.

کله یې چې د ښځو د حقونو لپاره لومړی ځل مبارزه پیل کړه، ډېرې ملنډې پرې ووهل شوې او د واده د بنسټ پر له منځه وړلو تورنه شوه. د ژوند په اوږدو کې د دې په اړه عمومي نظر په ډېرې چټکۍ سره بدل شو. د ۸۰ کلنۍ زېږد کلیزې مراسم یې د ولسمشر «ویلیم مک کینلي» په بلنه په سپینه ماڼۍ کې جوړ شول. دا لومړنۍ ښځه وه، چې په ۱۹۷۹ ز کال کې یې د متحدو ایالتونو د پیسو پر نوټونو تصویر چاپ شو.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

سوزن انتوني د ۱۸۲۰ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه د«ماساچوسټ» ایالت په «اډمز» ښار کې د «ډانیل انتوني» او «لوسي ریډ» په کورنۍ کې وزېږېده. اغلې انتوني د مورنۍ  انا «سوزنا» او خپلې ترور«سوزن» په خاطر په دغه نامه نومول شوې ده. دې او نورو خویندو یې په ځوانۍ کې د خپلو نومونو په منځ کې یو یو توری زیات کړ چې دې په کې د «بي» توری خوښ کړ.[۸][۹]

کورنۍ یې ټولنیزو اصلاحاتو ته ډېره لېوالتیا لرله. وروڼه یې «ډانیل» او «مریټ» کانزاس ته لاړل، تر څو د غلامۍ ضد غورځنګ ملاتړ وکړي. مریټ د کانزاس د خونړي کړکېچ په جریان کې له «جان براون» سره د غلامۍ پلوو ځواکونو پر ضد جګړه وکړه. ډانیل په پای کې د یوې خپرنۍ څښتن شو او د «لیونورت» ښاروال شو. د انتوني خور «مري» چې په وروستیو کلونو کې له دې سره په کور کې ګډه اوسېده، په «روچسټر» ښار کې د دولتي ښوونځي مدیره او د ښځو د حقونو فعاله شوه. [۱۰][۱۱][۱۲]

کله چې انتوني شپږ کلنه وه، کورنۍ یې د «نیویارک» ایالت «باتنویل» ښار ته لاړه، هلته يې پلار د پنبې لویه کارخونه چلوله چې تر دې وړاندې یې د پنبې کوچنۍ کارخونه لرله.[۱۳]

کله چې اوولس کلنه شوه، په «فیلاډلیفا» کې د کواکر لیلیه ښوونځي ته لاړه. انتوني اړ شوه چې خپلې زده‌کړې د کال په نیمايي کې پای ته ورسوي، ځکه کورنۍ یې په ۱۸۳۷ ز کال کې په اقتصادي توګه له مالي پلوه ژوبله شوه. دوی اړ شول چې هر څه یې په یوه لیلام کې وپلوري، خو خاله یې ډېری وسایل وپېرل او بېرته یې دوی ته ورکړل، چې کورنۍ وژغورل شي. انتوني له خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره خپل کور پرېښود، چې د کواکر په لیلیه ښوونځي کې تدریس وکړي.[۱۴]

په ۱۸۴۵ز کال کې یې کورنۍ د «نیویارک» ایالت د «روچسټر» ښار شاوخوا ته ولاړه او هلته یې یوه برخه د مور په میراث وپېرله. هلته یې له هغو کواکر ټولنیزو اصلاح‌غوښتونکو سره اړیکه پيدا کړه چې پر اصلاحي فعالیتونو د محدودیتونو له امله یې خپله ټولنه پرېښې وه او په ۱۸۴۸ ز کال کې یې د دوستانو ټولنه په نامه نوې اداره جوړه کړه. د انتوني د اوسېدو ځای ډېر ژر د یکشنبې له غرمې وروسته د محلي فعالانو د را غونډېدو پر ځای بدل شو، په دغو فعالانو کې فرېډریک ډاګلاس هم شامل و چې پخوانی غلام  او د تور پوستانو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو کلک پلوی و او وروسته د انتوني یو دایمي ملګری شو.[۱۵][۱۶]

انتوني په هېڅ یوه کنوانسیون کې هم ګډون ونه کړ، ځکه په ۱۸۴۶ ز کال کې «کانجوهري» ته لاړه، چې د دغه ځای په اکاډمۍ کې د ښځینه برخې مدیره شي. اغلې انتوني د کواکر له اغېزو نه لرې په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره په ۲۶ کلنۍ کې د دودیزو او ساده جامو پر ځای د لوکسو جامو اغوستلو ته مخه کړه او د ځینو هغو کلیماتو کارولو ته یې شا کړه چې کواکرانو [د دوستانو د ټولنې غړو] به کارول. انتوني ټولنیزو اصلاحاتو ته لېواله وه. د دې تر څنګ، له دې امله خواشینې وه چې د برابر کار په مقابل کې د نرانو په پرتله کمه تنخوا اخلي، خو د روچسټر د ښځو د حقونو د کنوانسیون په اړه یې د پلار له هڅولو راضي وه. دې وروسته وویل چې: "زه رایې ورکولو ته نه وم چمتو، نه مې غوښتل رایه ورکړم، خو غوښتل مې د کار لپاره برابره تنخوا ولرم."[۱۷]

کله چې په ۱۸۴۹ز کال کې د کانجوهري اکاډمي وتړل شوه، انتوني په روچسټر کې د خپلې کورنۍ د کروندې اداره پر غاړه واخیسته، تر څو یې پلار د بیمې تجارت ته ډېر وخت ورکړای شي. دې څو کاله دا کار وکړ، خو پام یې شو چې ورځ په ورځ یې د اصلاحي کارونو خوا ته لېوالتیا ډېرېږي، له همدې امله، د مور او پلار په ملاتړ ډېر ژر په اصلاحي کارونو کې ښکېله شوه. د ژوند تر پایه یې په هغو پیسو ژوند وکړ، چې د ویناوالې په توګه یې پیدا کولې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

وروستی ژوند[سمول]

انتوني په ۱۸۹۶ز کال کې د رایې د حق ترلاسه کولو په کمپاین کې په کیلفورنیا کې ۸ میاشتې تېرې کړې او د ورځې به یې څه باندې ۳ ځله په دېرشو ځایونو کې وینا کوله. په ۱۹۰۰ ز کال کې يې د امریکايي ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو د ملي اتحادیې د وروستي کنوانسیون مشري پر غاړه واخیسته. انتوني د خپل ژوند په وروستیو شپږو کلونو کې د دغې اتحایې په شپږو نورو کنفرانسونو او د کنګرې په څلورو استماعیه غونډو کې وینا وکړه، د ښځو د رایې د حق د تاریخچې د کتاب څلورم ټوک یې بشپړ کړ او اتلسو ایالتونو او اروپا ته یې سفرونه وکړل. د انتوني په مشهورېدو سره ځینې سیاستوال (ټول نه) له دې سره له عمومي اړیکو نه خوشحاله وو. د دې اویایمه کلیزه په ملي مراسمو سره په واشنګټن کې د پارلمان د مهمو غړو په ګډون ونمانځل شوه. اتیایمه کلیزه یې د ولسمشر «ویلیم مک کینلي» په بلنه په سپينه ماڼۍ کې ونمانځل شوه.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

مړینه او میراث[سمول]

سوزن بي انتوني د ۱۹۰۶ز کال د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه د زړه او سږو د ناروغۍ له امله د ۸۶ کلونو په عمر د نیویارک ایالت په روچسټر ښار کې په خپل کور  کې مړه شوه. د روچسټر ښار په «مونټ هوټ» هدیره کې خاور ته وسپارل شوه.

د انتوني لیکنې د هاروارډ پوهنتون په کتابتون او راډکلیف انستېتیوت، راتګرز پوهنتون د کانګرېس په کتابتون او سمېټ کالج کې ساتل کېږي. اغلې انتوني په ۱۸۸۱ ز کال کې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو د تاریخچې په اړه یو ۶ ټوکه اثر لیکلی دی.[۲۸][۲۹][۳۰]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Susan-B-Anthony — subject named as: Susan B. Anthony — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61z45zx — subject named as: Susan B. Anthony — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/31 — subject named as: Susan B. Anthony — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/anthony-susan-brownell — subject named as: Susan Brownell Anthony
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=susanbrownellanthons — subject named as: Susan B. Anthony
  6. https://www.nytimes.com/1906/03/13/archives/miss-susan-b-anthony-died-this-morning-end-came-to-the-famous-woman.html
  7. سرليک: American Women Writers
  8. Harper (1898–1908), Vol. 1, p. 12
  9. (په February 2, 1896 باندې). [{{{url}}} Champion of Her Sex – Miss Susan B. Anthony Tells the Story of Her Remarkable Life to 'Nellie Bly']. The World. This interview is reprinted along with extensive notes in Gordon (2013) pp. 24–40.
  10. Harper (1898–1908), Vol. 1, pp. 144, 231
  11. McKelvey (April 1945) Archived March 4, 2016, at the Wayback Machine., pp. 16, 18
  12. Harper (1898–1908), Vol. 1, pp. 10, 37, 57
  13. Harper (1898–1908), Vol. 1, pp. 11, 17
  14. Harper (1898–1908), Vol. 1, pp. 24–31, 35, 39
  15. Harper (1898–1908), Vol. 1, pp. 45–46, 60
  16. Hugh Barbour, Christopher Densmore, Elizabeth H. Moger, Nancy C. Sorel, Alson D. Van Wagner, Arthur J. Worrall, ed. (1995). Quaker Crosscurrents: Three Hundred Years of Friends in the New York Yearly Meetings, pp. 135–35. Syracuse, N.Y: Syracuse University Press. p. 135. کينډۍ:ISBN.
  17. Harper (1898–1908), Vol. 1, p. 59
  18. Harper (1898–1908), Vol. 1, pp. 49–50
  19. National Woman Suffrage Association, Report of the International Council of Women, Volume 1, 1888, p. 327
  20. Harper (1898–1908), Vol. 1, pp. 55–56
  21. Sherr (1995), p. 226
  22. Sherr (1995), pp. 265–70, 310
  23. Sherr (1995), pp. 320–21, 120
  24. McKelvey (April 1945) Archived March 4, 2016, at the Wayback Machine., pp. 22–23
  25. "Women's Educational and Industrial Union". Western New York Suffragists: Biographies and Images. Rochester Regional Council Library. 2000. د اصلي آرشيف څخه پر November 24, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 7, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Harper (1898–1908), Vol. 2, p. 831
  27. Barry (1988), pp. 262, 300
  28. Harper (1898–1908), Vol. 3, p. 1409. According to Sherr (1995), p. 367, footnote 324, a variation of this statement appeared in several newspapers, but it also ends with "Failure is impossible".
  29. Wilson, Scott. Resting Places: The Burial Sites of More Than 14,000 Famous Persons, 3d ed.: 2 (Kindle Location 1369). McFarland & Company, Inc., Publishers. Kindle Edition.
  30. (په March 13, 1906 باندې). MISS SUSAN B. ANTHONY DIED THIS MORNING; End Came to the Famous Woman Suffragist in Rochester. ENTHUSIASTIC TO THE LAST Wished All Her Estate to Go to the Cause for Which She Labored – Her Deathbed Regret.. The New York Times.