Jump to content

سورپوستو جونګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سورپوستو کوډله
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
يوه اپاچي جونګړه. ۱۹۰۳ ز
يوه اپاچي کوډۍ.

سورپوستو جونګړه يا کوډۍ د بېلابېلو اصلي امریکايي سورپوستو قبیلو د یو ډول دودیز لنډمهاله کور نوم دی. د شمالي امریکا په مورنیو ژبو کې دا جونګړې د ویګوام او ویکیپ په نوم یادیږي. د متحده ایالاتو په سویل لوېدیځ او لوېدیځ کې ، دا کوډۍ معمولا د ویکياپ په نوم یادیږي ، او د متحده ایالاتو او کاناډا په شمال ختیځ کې ، بيا ورته ویګوم وايي.

دا ډول کوډۍ او ګونبدي جونګړې تر ډېره په امريکايي کلتور کې رايج دي،ځکه د هغې هواره منحني ډوله ګونبدي چت تر ډېره د سرپنا لپاره يو ګټور کور بلل کېده.

دا جوړښتونه معمولا د لرګیو او د لرګیو چوکاټونو څخه جوړ شوي چې د ونې په پوټکو او پاڼو پوښل شوي. د دې کوډلو ساختماني توکي او جوړښت د ځایی کلتور او ځایي توکو شتون سره توپیر کوي. ځینې هغه مواد چې د دې کوډلو د چت پوښلو لپاره کارول کیږي عبارت دي له واښه، کبلو، د ونې پوستکي، ونې تنې، د څارویو پوستکي یا ټوکر.

د هندي کيږديو په پرتله، د سورپوستو کوډلې جوړول معمولاً ډېر وخت نيسي او د کيږديو په څېر د لېږد وړ نه دي.

سرچینې

[سمول]