سوجورنر ټروت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سوجورنر ټروت
سوجورنر ټروت
سوجورنر ټروت

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه 26 نومبر 1883 (85–86 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه نېدرلنډي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه د غلامۍ پای   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سوجورنر ټروت (چې د زېږېدو پر مهال يې نوم «ايزابيل باومفري» اېښودل شوی و، ۱۷۹۷ – د ۱۸۸۳ز کال،د نومبر ۲۶) امریکاي تبعه د مریيتوب او ښځو د حقوقو فعاله وه. ټروت د نيويارک په «سوارټ کيل» کې د مریيتوب پر مهال وزېږېده، خو په ۱۸۲۶ز کال کې د خپلې کوچنۍ لور سره د آزادۍ پر لور وتښتېده. په ۱۸۲۸ز کال کې د خپل زوی د تر لاسه کولو لپاره محکمې ته له تګ وروسته، نوموړې لومړۍ هغه مېرمن وګرځېده چې د يو سپين پوستي په مقابل کې دا ډول يوه قضيه وګټي.[۶]

په ۱۸۴۳ز کال کې هغه مهال نوموړې خپل ځان ته د «سوجورنر ټروت» نوم ورکړ، کله چې قانع شوه چې خدای هغه وربللې، چې ښار پرېږدي او کلیوالې سيمې ته ولاړه شي، «تر څو د هغې هيلې شاهدي ورکړي، چې په هغې کې موجوده وه». هغې تر ټولو مشهوره وينا په ۱۸۵۱ز کال د «اوهايو اکرون» په ښار کې د اوهايو د ښځو حقوقو په کانوانسيون کې له يادو (في البديهه) څخه وکړه. دا وینا د کورنۍ جګړې پر مهال د «ايا زه يوه ښځه نه يم؟» تر عنوان لاندې ډېره مشهوره شوه، دا د اصلي وينا يوه بدله شوې بڼه وه چې یو بل چا د سويلي لهجې په کارولو سره بيا ليکلې وه، په داسې حال کې چې سوجورنر ټروت له نيويارک څخه او په هالنډي ژبه يې د اصلي ژبې په توګه خبرې کولې. د کورنۍ جګړې پر مهال، ټروت د اتحادي پوځ لپاره د تورپوستو سرتېرو په راټولولو کې مرسته وکړه، له جګړې وروسته هغې د پخوانيو مريي شويو خلکو لپاره له فدرالي حکومت څخه د ځمکو د مرستو تر لاسه کولو ناکامې هڅې وکړې («د څلوېښت جريبه او يوې قچرې» د ژمنې په ډول خلاصه شوې). هغې د ښځو او افريقايي الاصله امريکايانو په استازيتوب تر مرګه مبارزه وکړه. لکه چې د هغې د ژوندلیک ليکونکي «نيل اروين پينټر» لیکلي: «په داسې وخت کې چې ډېريو امريکايانو د ښځينه او نارينه مريانو په اړه د سپين پوستو په څېر فکر کاوه، ټروت يو داسې حقيقت جوړ کړ چې اوس هم بيا بيا تکراريږي: د تورپوستو په منځ کې ښځې شته؛ د ښځو په منځ کې بيا تورپوستې شته».[۷][۸]

په ۲۰۰۹ز کال کې د متحده ايالاتو د مرکزي ليدونکو مرکز په «ايمانسيپيشن هال» کې د ليدونکو په وړاندې د هغې  يادګاري مجسمه کېښودل شوه. هغه لومړۍ افريقايي الاصله امريکايۍ مېرمن ده چې په کاپيټول ودانۍ کې يې مجسمه اېښودل شوې ده. په ۲۰۱۴ز کال کې، د تروټ نوم د «Smithsonian» مجلې د «هر وخت ۱۰۰ مهمو امريکايانو» په نوم لړ کې شامل کړای شو.[۹][۱۰]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ټروت لس يا دوولس خوېندې وروڼه درلودل، د پلار نوم يې جيمز او د مور نوم يې اليزابيت بمفري و. ډګروال هارډنبرګ د مريانو له سوداګرو څخه جيمز او اليزابت بمفري وپيرل او د دوی کورنۍ يې په خپله ځمکه کې وساتله، کومه چې په هالنډي نوم «سوارټ کيل» (دا سيمه اوس د ريفټون سيمې شمال ته موقعيت لري) ياديده او په داسې سيمه کې وه چې ډېرې غونډۍ يې درلودلې، دا سيمه د نيويارک د ښار شمال ته پنځه نوي ميله (۱۵۳ کيلو متره) لرې د نيويارک ايالت په «ايسپوس» ښارګوټي کې پرته ده. چارلس هارډنبرګ ته له پلاره ځمکه په مېراث پاتې وه او د همدې ځمکې د شتمنۍ د برخې په توګه يې د خلکو مريي کولو ته دوام ورکړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

کله چې په ۱۸۰۶ز کال کې چارلس هارډنبرګ مړ شو، نهه کلنه ټروت (چې د بيلي په نوم پېژندل کېده) د نيويارک د «کينګسټن» سره نژدې، په يوه بولۍ کۍ د پسونو له يوې رمې سره يو ځای د سل ډالرو په مقابل کې په جان نيلي وپلورل شوه. تر دې مهاله ټروت يوازې په هالنډي ژبه خبرې کولې او د انګليسي ژبې له زده کولو وروسته، هغې په هالنډي لهجه کې انګليسي ويله، نه د تقليدي «تور مريي» د انګليسي په څېر. وروسته هغې «نيلي» ظالم او سخت زړی وباله چې هغه به يې هره ورځ وهله او ان يوه ورځ يې هغه د لکړو په يو ګورت ووهله. په ۱۸۰۸ز کال کې «ميلي» هغه د نيويارک د «پورټ ايون» څخه د يوې شراب خانې پر ساتونکي «مارټينوس سکراوير» د يو سل او پنځه ډالرو په ارزښت سره وپلورله او له هغه سره يې اتلس مياشتې تېرې کړې. «سکراوير» بيا ټروت په ۱۸۱۰ز کال کې په «جان ډومونټ» وپلورله چې د نيويارک د «ويسټ پارک» اوسېدونکی و. د جان ډومونټ مېرمنې «الزابت وارنګ ډومونټ» هغه نوره هم سپکه او وځوروله او د هغې ژوند يې لا پسې سخت کړ.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۸۱۸ز کال په شا او خوا کې ټروت له يو مريي سړي سره بلده شوه او له هغه سره يې مينه پيدا شوه، د هغه نوم «رابرټ» او د دوی د ګاونډۍ کروندې اړوند و. د رابرټ څښتن (چارلس کاټن جونير. د طبيعي منظرو انځورګر و) د دوی اړيکه منع کړه، هغه نه غوښتل چې مريان له هغه چا سره ماشومان ولري چې د ده مريان نه دي، ځکه چې دا به د دې ماشومانو څښتن نه اوسي. يوه ورځ رابرټ په پټه سره د ټروت د ليدلو هڅه وکړه. کله چې «کاټن» او د هغه زوی نوموړی وموند، هغوی رابرټ ډېر سخت وواهه، تر دې چې ډاومونډ لاسوهنه وکړه. له دې ورځې وروسته ټروت بيا هېڅکله رابرټ ونه ليد او هغه څو کاله وروسته مړ شو. دا پېښه د ټروت په ژوند کې بيا بيا هغې ته وريادېده. ټروت په پايله کې له يو عمرخوړلي مريي سره واده وکړ، چې نوم يې تاماس و. د هغې پنځه اولادونه وزېږېدل: جيمز د هغې لومړی بچی چې په ماشومتوب کې مړ شو، ډيانا (۱۸۱۵ز کال) کومه چې د جان ډاومنټ له خوا د جنسي تيري پايله وه او پيټر (۱۸۲۱ز کال)، اليزابت (۱۸۲۵ز کال) او سوفيا (۱۸۲۶ ز کال)، دوی ټول د ټروت او تاماس له يو ځای کېدو وروسته وزېږېدل.[۱۸][۱۹]

آزادي[سمول]

په ۱۷۹۹ز کال کې د نيويارک ايالت د مریيتوب د ختمولو په قانون جوړولو پيل وکړ، خو د ۱۸۲۷ز کال د جولای تر څلورمې نېتې په نيويارک کې د ټولو مريانو د ازادولو پروسه بشپړه نه شوه. ډاومنټ له ټروت سره ژمنه کړې وه چې د ايالت له آزادۍ يو کال مخکې به هغه ازاده کړې، «خو که چېرې هغه ښه کارونه وکړي، او وفاداره و اوسي». خو هغه خپله پرېکړه بدله کړه او ادعا يې وکړه چې د لاس د ټپ له امله هغه د ډېر کار وړ نه ده. هغه په دې چاره غوصه وه، خو بيا يې هم کار کاوه، سل پاونډه (۴۵ کيلو ګرامه) وړۍ به يې اوبلې، تر څو د خپل مالک په وړاندې د خپلې تابعدارۍ احساس ته خوښي ورکړي.[۲۰]

د ۱۸۲۶ز کال په وروستيو کې، ټروت له خپلې کوچنۍ لور سوفيا سره د آزادۍ پر لور تېښته وکړه. هغې بايد خپل نور ماشومان پرېښې وای، ځکه دوی د آزادۍ په حکم کې په حقوقي ډول نه و آزاد شوي، تر څو دوی د لازمي خادمانو په څېر د دوی تر شل کلنۍ پورې خدمت وکړ. هغې وروسته وويل: «ما تېښته نه وه کړې چې ما د دې ګناه په اړه فکر کړی وي، خو زه په دې باور ولاړم چې هر څه به سم وي».[۲۰]

هغه په «نيو پالټز» کې د «ايزاک» او «ماريا وان واګينين» کور ته ورسېده، چا چې هغه او ماشوم يې له ځآنه سره وساتل. ايزاک وړانديز وکړ چې د قيمت په بدل کې د پاتې کال لپاره د هغې خدمات په بيه واخلي (تر څو ايالتي آزادي نافذه شوه)، ډاومنټ د شل ډالرو په بدل کې دا وړانديز ومانه. نوموړې په دې ځای کې تر هغه وخته واوسېده، څو چې يو کال وروسته د نيويارک ايالت د آزادۍ قانون تصويب کړ. [۲۱]

ټروت خبره شوه چې د هغې زوی پيټر چې هغه مهال پنځه کلن و، د ډاومنټ له خوا پلورل شوی او له هغې وروسته بيا په ناقانونه توګه په «الاباما» کې په يو بل چا د دويم ځل لپاره پلورل شوی دی. د «وان ويګينينس» په مرسته سره، هغې په ۱۸۲۸ز کال کې دا قضيه تر محکمې پورې ورسوله، د څو مياشتو قانوني کړنو څخه وروسته، هغې خپل زوی تر لاسه کړ، څوک چې خپلو مالکانو ډېر ځورولی و. په دې ډول ټروت لومړی هغه تورپوستې ښځه وګرځېده چې د يو سپين پوستي سړي په مقابل کې محکمې ته ولاړه شي او قضيه وګټي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6d799nm — subject named as: Sojourner Truth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1044 — subject named as: Sojourner Truth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. subject named as: Sojourner Truth — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=27351 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. http://www.nytimes.com/2000/11/19/books/children-s-books-serving-no-master-but-the-truth.html
  5. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  6. اشرف غنیمتی
  7. The Norton Anthology of African American Literature, 3rd Edition, Vol 1
  8. National Women's History Museum. "Sojourner Truth". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "Meet the 100 Most Significant Americans of All Time". The Smithsonian. November 17, 2014. Retrieved September 14, 2015.
  11. The "ten or twelve" figure is from the section "Her brothers and sisters" in the Narrative (p. 10 in the 1998 Penguin Classics edition edited by Nell Irvin Painter); it is also used in Painter's biography, Sojourner Truth: A Life, A Symbol (Norton, 1996), p. 11; and in Carleton Mabee with Susan Mabee Newhouse's biography, Sojourner Truth: Slave, Prophet, Legend (New York University Press, 1993), p. 3.
  12. Whalin, W. Terry (1997). Sojourner Truth. Barbour Publishing, Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59310-629-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Amazing Life page". Sojourner Truth Institute site. د اصلي آرشيف څخه پر June 26, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 28, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "WOMEN IN HISTORY – SOJOURNER TRUTH". Women in History Ohio. February 27, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gordon-Reed, Annette (June 2021). "Black America's Neglected Origin Stories". The Atlantic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "State University of New York at New Paltz". On the trail of Sojourner Truth in Ulster County, New York by Corinne Nyquist Librarian, Sojourner Truth Library. د لاسرسي‌نېټه March 6, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Washington, Margaret (2009). Sojourner Truth's America. Urbana, Illinois: University of Illinois Press. د کتاب پاڼي 39–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780252034190. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Nell Irvin Painter, Sojourner Truth: A Life, A Symbol (Norton, 1996), p. 19, and Margaret Washington, "Sojourner Truth's America" (Illinois, 2009), 51–52.
  19. "The Narrative of Sojourner Truth". Digital.library.upenn.edu. د لاسرسي‌نېټه September 18, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ "WOMEN IN HISTORY – SOJOURNER TRUTH". Women in History Ohio. February 27, 2013. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. "Sojourner Truth Biography". Encyclopedia of World Biography. Advameg, Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Slavery and Indentured Servants:Law Library of Congress". loc.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Nichelle Rascoe (January 18, 2018). "A Timeline of Black History in Westchester". Westchester Magazine. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kenneth C. Crowe II (2022-02-01). "State Archives find Sojourner Truth's historic court case". Timesunion.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)