سواد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

سواد د خپلې پراخې معنا له مخې «ځانته د فکري لیدلوري او د لیک لوست وړتیا لرلو» ته اړوندېږي چې له هغو څخه د ځانګړو مواردو اړوند د افکارو یا عقایدو د څرګندولو په موخه ګټنه کېږي. په بل عبارت په باسواده ټولنو کې وګړي د لیکلو د تولید او مصرف ټولګې لري او د دغو اعمالو اړوند یو لړ باورونه لري. د دغه لیدلوري له مخې لوستل تل د یوې موخې لپاره لوستلو او لیکل تل د یوې ځانګړې موخې  لپاره یو چاته لیکلو ته ویل کېږي. د یوې ټولنې او د هغو د اشخاصو لپاره د لیک لوست او د هغو د ارزښت اړوند باورونه تل د سواد د ښوونې، زده کولو او له هغو د ګټنې په لارو چارو اغېز لري. [۱][۲][۳][۴][۵]

یو شمېر څېړونکي وړاندیز کوي چې د «سواد» له مفهوم سره د لیوالتیا تاریخچه کېدلای شي په دوه دورو وویشل شي. لومړۍ دوره یې له ۱۹۵۰ زکال وړاندې ده، هغه مهال چې سواد یوازې د الفبايي سواد (د کلماتو او حروفو د پېژندنې) په توګه پېژندل کېده. دویمه دوره یې بیا له ۱۹۵۰ زکال وروسته ده چې سواد په تدریج سره د یو مفهوم او پراخ بهیر په توګه له دې ډلې د لیک لوست د ټولنیزو او کلتوري اړخونو او عملي سواد په توګه په پام کې ونیول شو (Dijanošić، ۲۰۰۹ زکال). [۶][۷]

معاصر سواد[سمول]

د شلمې پېړۍ له نیمايي وروسته د سواد پراختیا[سمول]

د یونسکو سازمان له خوا د باسوادۍ اړوند خپرې شوې شمېرې ښيي چې له ۱۹۵۰ زکال وروسته د نړۍ په کچه د لویانو ترمنځ د باسوادۍ کچه په هره لسیزه کې په منځنۍ کچه ۵ سلنه لوړه شوې چې له مخې یې د ۱۹۵۰ زکال د ۵۵.۷ سلنه څخه په ۲۰۱۵ زکال کې ۸۶.۲ سلنه ته لوړوالی لری. ورته مهال د څلورو لسیزو لپاره د نفوسو وده په دومره کچه چټکه وه چې له امله یې د بېسوادو لویانو شمېر مخ پر زیاتوالي شو او د ۱۹۵۰ زکال له ۷۰۰ میلیونو تنو بیسوادو وګړو څخه یې شمېر په ۱۹۹۰ زکال کې ۸۷۸ میلیون تنو ته ورسېد؛ دغه کچه په داسې حال کې له ۱۹۵۰ زکال څخه لوړه شوه چې د لسیزو لپاره د زده کړو نړیوالو سیاستونو، په روزنیو چارو کې مداخلاتو، چاپي توکو او همدارنګه ارتباطي او اطلاعاتي ټکنالوژیو هم شتون درلود. خو دغه موارد په ټولو سیمو کې په یو ډول نه و. [۸]

سیمه ئیزې نابرابرۍ[سمول]

شته نړیوال معلومات ښيي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د سواد په کچه کې بېلابېل توپيرونه شتون لري. شمالي امریکا، اروپا، لویدیځه آسیا او مرکزي آسیا د ښځو او نارینه وو لویانو (له ۱۵ کلنو څخه د لویانو) د سواد نږدې بشپړې کچې ته رسېدلي. د ختیځې اسیا او ارام سمندر په ډېری هېوادونو او همدارنګه د لاتین امریکا او کارابین په هېوادونو کې د لویانو د سواد کچه له ۹۰ سلنه څخه لوړه ده. ورته مهال په نور سیمو کې بېسوادي بیا په پام وړ بڼه شتون لري: د یونسکو د احصایوي انستیتیوت د ۲۰۱۳ زکال شمېرې ښيي چې په سویلي آسیا او شمالي افریقا کې په لویانو کې د باسوادۍ کچه یوازې ۶۷ سلنه او د افریقا د صحرا په سویل کې بیا ۵۹.۷۶ سلنه ده. [۹][۱۰]

د نړۍ په ډېرو برخو کې د ځوانانو د سواد لوړه کچه ښيي چې دغه ځوانو نسلونو د خپلو مشرانو په ځای نیولو سره په تدریجي بڼه د بېسوادۍ کچه له راکمولو سره مخ کړې. له دې سره د افریقا د صحرا په سویل او سویلي اسیا کې چېرې په زیاته کچه ځوان بېسواده وګړي شتون لري؛ په ابتدايي ښوونځیو کې د نوم ثبتونې بهیر څرګندوي چې په دغه سیمو کې به بیسوادي تر ډېر مهاله دوام ولري. په ۲۰۱۳ زکال کې د یونسکو د شمېرو له مخې په سویلي آسیا او شمالي افریقا کې د ځوانانو (له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۲۴ کلنۍ) د باسوادۍ کچه ۸۴.۰۳ سلنه او د افریقا د صحرا په سویل کې ۷۰.۰۶ سلنه وه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

جنسیتي نابرابري[سمول]

په ۲۰۱۵ زکال کې د یونسکو د احصایوي انستیتیوت د شمېرو له مخې د نړۍ د بیسواده لویانو له ډلې دوه په درې (۶۳٪) برخه یې ښځې جوړوي. دغه نابرابري په تېرو لسیزو کې له دې هم زیاته وه: له ۱۹۷۰ زکال څخه تر ۲۰۰۰ زکال پورې د سواد د جنسیتي نابرابرۍ کچه نږدې ۵۰ سلنه راکمه شوه. په وروستیو کلونو کې دغه وده راکمه شوه او باقي جنسیتي نابرابري د نږدې دوه لسیزو لپاره ثابته پاتې شوه. په ټولیز ډول په سواد کې جنسیتي نابرابري د سیمه ئیزې نابرابرۍ په کچه پام وړ نه ده؛ په دې معنی چی د سواد په برخه کې د هېوادونو ترمنځ توپیر په هېوادونو کې د ننه جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې زیات دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د افریقا د صحرا سویلي هېوادونه هغه هېوادونه دي چې په ټولیزه کچه د سواد ټیټه کچه لري او همدارنګه په کې د سواد په برخه کې جنسیتي نابرابري لوړه ده: یوازې ۵۲ سلنه بالغې ښځې یې باسواده دي چې دغه کچه د نارینه و ترمنځ ۶۸ سلنه ده. ورته جنسیتي نابرابري په دوه نورو سیمو کې هم شتون لري چې شمالي افریقا او سویلي اسیا دي؛ په شمالي افریقا کې ۸۶ بالغ نارینه او ۷۰ سلنه بالغې ښځې او همدارنګه په سویلي اسیا کې ۷۷ سلنه بالغ نارینه او ۵۸ سلنه بالغې ښځې باسواده دي. [۱۹]

د ټولو لپاره د زده کړو په موخه د ۱۹۹۰ زکال نړیوال کنفرانس چې د تایلنډ په جومتین کې ترسره شو د باسواده وګړو ترمنځ جنیستي توپیر ته یې پام وکړ او مخ پر ودې ډېری هېوادونه یې مکلف وګڼل چې د ښځو سواد ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي. [۲۰]

په ډېرو برخو کې د ښځو د بېسوادۍ موضوع د جنسیتي نابرابرۍ له نور اړخونو سره هم اړیکه لري. مارتا نوسبام څرګندوي چې دې ته په پام چې بیسوادي نه یوازې د ښځو کاري فرصتونه محدود کوي او په کور د ننه د هغو ناندرۍ کوونکي ځایګی له منځه وړي هغوی تر ډېره د یو ځورونکي واده سره هم مخ کوي. له دې سربېره نوسبام د ښځو لپاره سواد هغې قوه بولي چې پر مټ یې په اغېزمنه توګه کولای شي «د سیاسي بدلونو لپاره په یوه لوی خوځښت کې» له یوبل سره اغېزمنې اړیکې او همکارۍ رامنځته کړي.[۲۱]

د ښځو د سواد کچې د لوړېدو پر وړاندې ننګونې[سمول]

ټولنیزې ستونزې د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې ننګونې رامنځته کوي. د سواد زده کړو د ټولګیو جوړول هغه مهال اغېز نه لري چې د ښځو او نجونو د با ارزښته محدود وخت سره په ټکر کې وي. د ښوونځي په عمر کې نجونې په ډېری برخو کې د خپلو نارینه سیالانو په پرتله د کور د چارو د سمبالښت او له خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو څخه د پالنې له تمې سره مخ دي. نسلي تحرک هم کېدای شي دغه نابرابریو ته دوام ورکړي: بې سواده والدین کېدلای شي د خپلو لوڼو لپاره د سواد ارزښت په اسانۍ درک نه کړي؛ په ځانګړې توګه په سنتي او کلیوالي ټولنو کې چې تمه لري نجونې په کور کې پاتې شي. [۲۲][۲۳][۲۴]

په ۲۰۱۵ زکال کې نړیوال بانک او په ښځو باندې د څېړنو نړیوال مرکز په علمي ادبیاتو باندې په بیا کتنې سره دا وموندله چې د ماشومانو واده تر ډېره په نجونو کې د سواد سره د هغوی د لیوالتیا د کچې پر کمښت اغېز کوي. په ۲۰۰۸ زکال کې په بنګلادیش کې د دغې موضوع تجزیې او تحلیل و ښووله چې د یوې نجلۍ په واده کې په هر یو کال ځنډ سره د هغو د سواد احتمال ۵.۶ سلنه لوړېږي. په همدغه توګه په ۲۰۱۴ زکال کې یوې څېړنې وښووله چې د افریقا د صحرا په سویلي هېوادونو کې ژر واده کولو په پام وړ توګه د نجونو د سواد کچې پر کمښت اغېز لرلی. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

په پرمختللو هېوادنو کې د هلکانو لپاره جنسیتي نابرابري[سمول]

په داسې حال کې چې ښځې اونجونې د نړۍ د بیسواده وګړو لویه برخه جوړوي، په یو شمېر پرمختللو هېوادونو کې د سواد جنسیتي نابرابري په مخالف لوري کې شتون لري. د نړیوالو زده کوونکو د ارزونې د پروګرام (PISA) موندنو په پرلپسې د اقتصادي همکاریو او پراختیا د سازمان په ډېری غړوهېوادونو کې د سواد په برخه کې د هلکانو لږ بریا ته اشاره کړې. دغو موندنو ته په پام د زده کړو د برخې ډېری متخصصینو د زده کړو په ټولګیو کې د درسي میتودونو د بدلون لارښوونه کړې څو د هلکانو د زده کړې کولو سبکونه په ښه توګه پلي کړي او هر ډول جنسیتي کلیشې چې لیک لوست د ښځینه فعالیتونو په توګه بولي له منځه یوسي. [۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Street, Brian (2001). "Introduction". Literacy and Development: Ethnographic Perspectives. London: Routledge. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rowsell, Jennifer; Pahl, Kate (2020). The Routledge Handbook of Literacy Studies. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780367501723. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Calvet, Louis-Jean (1999). Towards an Ecology of World Languages. Cambridge: Polity. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7456-2956-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lankshear, Colin; Knobel, Michelle (2007). "Sampling the 'New' in New Literacies". A New Literacies Sampler. New York: Peter Lang. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8204-9523-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lindquist, Julie (2015). "Literacy". Keywords in Writing Studies. Logan: Utah State UP. د کتاب پاڼي 99–102. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Réka, Vágvölgyi; Bergström, Aleksandar; Bulajić, Maria Klatte;Falk, Huettig (May 2019). "Understanding functional illiteracy from a policy, adult education, and cognition point of view: Towards a joint referent framework, researchgate.net". د کتاب پاڼې 111. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  7. Gee, J. (1991). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Socio-Cultural Approaches to Literacy (Literacies). Annual Review of Applied Linguistics 12]. pp. 31–48. doi:10.1017/S0267190500002130. 
  8. UNESCO (2017). Reading the past, writing the future: Fifty years of promoting literacy (PDF). Paris, UNESCO. د کتاب پاڼي 21–23, 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-100214-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. UIS. "Education : Literacy rate". data.uis.unesco.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. UNESCO Institute for Statistics (September 2015). "Adult and Youth Literacy". UIS Fact Sheet No. 32. http://www.uis.unesco.org/literacy/Documents/fs32-2015-literacy.pdf. Retrieved 2 May 2016. 
  11. Wagner, Daniel A., Fatima Tuz Zahra, and Jinsol Lee. (2016). Literacy Development: Global Research and Policy Perspectives. In Childhood and Adolescence: Cross-Cultural Perspectives and Applications. Ed. Uwe P. Gielen and Jaipaul L. Roopnarine. Santa Barbara: ABC-CLIO. p. 105. کينډۍ:ISBN.
  12. UIS. "Education : Literacy rate". data.uis.unesco.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wagner, Daniel A., Fatima Tuz Zahra, and Jinsol Lee. (2016). "Literacy Development: Global Research and Policy Perspectives." In Childhood and Adolescence: Cross-Cultural Perspectives and Applications. Ed. Uwe P. Gielen and Jaipaul L. Roopnarine. Santa Barbara: ABC-CLIO. p. 106. کينډۍ:ISBN.
  14. "THE 17 GOALS | Department of Economic and Social Affairs". sdgs.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Dorius, Shawn F.; Firebaugh, Glenn (1 July 2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Trends in Global Gender Inequality"] (in en). Social Forces 88 (5): 1941–1968. doi:10.1353/sof.2010.0040. ISSN 0037-7732. PMID 21643494. 
  16. UNESCO Institute for Statistics (September 2015). "Adult and Youth Literacy". UIS Fact Sheet No. 32. http://www.uis.unesco.org/literacy/Documents/fs32-2015-literacy.pdf. Retrieved 2 May 2016. 
  17. The World Bank. (2012). "Education and Health: Where do Gender Differences Really Matter?" in Gender Equality and Development: World Development Report 2012. Washington, D.C: The World Bank: 114.
  18. UNESCO (2017). Reading the past, writing the future: Fifty years of promoting literacy (PDF). Paris, UNESCO. د کتاب پاڼي 21–23, 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-100214-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. UNESCO Institute for Statistics (September 2015). "Adult and Youth Literacy". UIS Fact Sheet No. 32. http://www.uis.unesco.org/literacy/Documents/fs32-2015-literacy.pdf. Retrieved 2 May 2016. 
  20. Agnaou, Fatima (1 January 2004). Gender, Literacy, and Empowerment in Morocco (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415947657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Nussbaum, Martha C. (1 January 2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Women's Education: A Global Challenge"]. Signs: Journal of Women in Culture and Society 29 (2): 332–333. doi:10.1086/378571. ISSN 0097-9740. 
  22. Hill, M. Anne; King, Elizabeth (1 July 1995). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Women's education and economic well-being"]. Feminist Economics 1 (2): 21–46. doi:10.1080/714042230. ISSN 1354-5701. 
  23. "The Economic and Social Cost of Illiteracy: A Snapshot of Illiteracy in a Global Context" (PDF). World Literacy Foundation. 24 August 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Al-Mekhlafy, Tawfiq A. (2008). "Strategies for Gender Equality in Basic and Secondary Education: A Comprehensive and Integrated Approach in the Republic of Yemen." In Girls’ Education in the 21st Century: Gender Equality, Empowerment, and Economic Growth, ed. Mercy Tembon and Lucia Fort. Washington D.C.: The World Bank.
  25. Wodon, Quentin, et al. "Child Marriage and the 2030 Agenda: Selected Findings from Early Research." (September 2015). The Economic Impacts of Child Marriage. http://www.costsofchildmarriage.org/publication/child-marriage-and-2030-agenda
  26. Field, Erica; Ambrus, Attila (1 October 2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Early Marriage, Age of Menarche, and Female Schooling Attainment in Bangladesh"]. Journal of Political Economy 116 (5): 881–930. doi:10.1086/593333. ISSN 0022-3808. 
  27. Parsons, Jennifer; Edmeades, Jeffrey; Kes, Aslihan; Petroni, Suzanne; Sexton, Maggie; Wodon, Quentin (3 July 2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Economic Impacts of Child Marriage: A Review of the Literature"]. The Review of Faith & International Affairs 13 (3): 12–22. doi:10.1080/15570274.2015.1075757. ISSN 1557-0274. 
  28. Nguyen, Minh Cong and Quentin Wodon. (September 2014). "Impact of Child Marriage on Literacy and Education Attainment in Africa Archived 29 June 2016 at the Wayback Machine.." In Child Marriage and Education in Sub-Saharan Africa, ed. Quentin Wodon. Washington, DC: World Bank.
  29. Senn, Nicole (1 November 2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Effective Approaches to Motivate and Engage Reluctant Boys in Literacy"] (in en). The Reading Teacher 66 (3): 211–220. doi:10.1002/TRTR.01107. ISSN 1936-2714. 
  30. Manitoba Education; Citizenship and Youth (January 2006). Me Read? No Way!: A Practical Guide to Improving Boys' Literacy Skills (په انګلیسي ژبه کي). Government of Manitoba. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780771135064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Watson, Anne; Kehler, Michael; Martino, Wayne (1 February 2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Problem of Boys' Literacy Underachievement: Raising Some Questions"] (in en). Journal of Adolescent & Adult Literacy 53 (5): 356–361. doi:10.1598/JAAL.53.5.1. ISSN 1936-2706.