مفهوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

مفاهیم د ذهني مفکورو په توګه تعریف کېږي او د اصولو، افکارو او باورونو تر شا د بنسټیزو جوړښتونو په توګه ګڼل کېږي. مفاهیم د معرفت په ټولو اړخونو کې لویه ونډه لوبوي. همدارنګه، مفاهیم د بېلابېلو څانګو، لکه ژبپوهنې، ارواپوهنې، او فلسفې، له خوا مطالعه کېږي او دا څانګې د مفاهیمو له منطقي او رواني جوړښت سره علاقه لري او دا چې څنګه د افکارو او جملو په ترکیب کې یوځای کېږي. د مفاهیمو مطالعه د معرفتي علومو په نامه د یوې راڅرګندېدونکي څو-دیسیپلنه کړنلارې د یو مخکښې بېلګې په توګه پېژندل کېږي.[۱][۲][۳][۴]

په معاصره فلسفه کې، لږ تر لږه د درېو بنسټونو له مخې د مفاهیمو په معنې پوهېدلای شو:  [۵]

  • مفاهیم د ذهني انځورونو په توګه، چېرته چې مفاهم هغه څه ګڼل کېږي چې په ذهن کې وي (ذهني شیان)
  • مفاهیم د وړتیاوو په توګه، چېرته چې مفاهیم د معرفتي لاملونو د ځانګړو وړتیاوو په توګه ګڼل کېږي (‌ذهني حالات)
  • مفاهیم د فزیکي حسونو په توګه، (حس او استنباط ته مراجعه وکړی)، چېرته چې مفاهیم د ذهني شیانو او ذهني حالاتو برعکس د معنوي شیانو په توګه ګڼل کېږي.

مفاهیم د مراتبو په یوه داسې سلسله کې تنظیم کیږي، چې لوړې کچې ته يې "مافوق" او ټیټې کچې ته یې "ماتحت" ویل کېږي. له دې سره، په دې ځای کې "بنسټیزه" یا "منځنۍ" کچه شته چې خلک په کې په اسانۍ سره یو مفهوم ډلبندي کوي. د بېلګې په توګه، د بنسټیزې کچې مفهوم به "څوکۍ" وي، د هغې مافوق، "فرنیچر"، او د هغې ماتحت، "راحته څوکۍ" دي.  [۶]

مفاهیم کېدای شي کره، یا نا کره وي. کله چې ذهن عموميت را منځ ته کوي لکه د ونې مفهوم، ذهن له ډېری بېلګو څخه مشابهتونه اخلي؛ ساده کول د لوړې کچې فکري وړتیا را منځ ته کوي. یو مفهوم د هغې د ټولو حقیقي یا احتمالي بېلګو  په واسطه وړاندې کېږي (ساده کېږي)، که هغه په ریښتینې نړۍ کې شیان وي یا هم نورې مفکورې وي. [۷]

مفاهیم د انسان د معرفت د اجزاوو په توګه د معرفتي ساینس په څانګو کې لکه  ژبپوهنه، ارواپوهنه او فلسفه کې مطالعه کېږي چې په کې یو روان بحث دا پوښتنه کوي چې آیا ټول معرفت باید د مفکورو له لارې واقع شي او که نه. همدارنګه مفاهیم په ریاضیاتو، کمپیوټر ساینس، ډیټابېس او مصنوعي ځیرکتیا کې د رسمي وسایلو یا ماډلونو په توګه کارول کېږي چې هلته ځینې وختونه د ټولګي، الګو یا کټګورۍ بلل کېږي. په غیر رسمي کارونه کې د دې اصطلاح مفهوم ډېری د هرې مفکورې معنی لري.

د مفاهیمو انتولوژي (ماهیت پېژندنه)[سمول]

د مفاهیمو په مطالعه کې بنسټیزه پوښتنه دا ده چې مفاهيم څه ته ویل کېږي. فیلسوفان دا پوښتنه د مفاهیمو د ماهیت پېژندنې په اړه د پوښتنې په توګه تعبیروي - یعنې کوم ډول شیان دي. د مفاهیمو ماهیت پېژندنه د نورو پوښتنو ځوابونه ټاکي، لکه، څنګه کولای شو چې مفاهیم  په یوه ذهني پراخه تیوري کې مدغم کړو، د مفاهیمو د ماهیت پېژندنې په بنسټ کوم کارونه اجازه لري یا منع دي او داسې نور د مفاهیمو د ماهیت پېژندنې په اړه دوه اصلي نظرونه شته: (۱) مفاهیم معنوي شیان دي، او (۲) مفاهیم ذهني انځورونه دي.  [۸]

مفاهیم د ذهني انځورونو په توګه[سمول]

د مفاهیمو د ارواپوهنې لیدلوری[سمول]

د ذهني انځور د تیوري په چوکاټ کې، کولای شو چې د مفاهیمو جوړښتي موقعیت په لاندې ډول درک کړو: مفاهیم د ذهني انځور لپاره د جوړښت د اجزاوو په توګه کار کوي. (په عامه ژبه په ذهن کې د مفکورو په نوم یادېږي). ذهني انځورونه، په خپل وار سره، د فرضي دریځ د جوړښت اجزا دي. (په عامه ژبه، هغه موقف یا لید چې موږ یې د نظرونو په وړاندې اخلو، که هغه "باور" وي، یا "شک"، "حیرانتیا"، "منل"، او داسې نور وي) . او دا فرضي دریځ، په خپل وار سره، زموږ د افکارو د پوهاوي د جوړښت اجزا دي چې ورځنی ژوند او همدارنګه د  شعوري ارواپوهنه تر اغېز لاندې راولي. په دې توګه، موږ د داسې تحلیل خاوندان یو چې د افکارو په اړه زموږ ورځنۍ پوهه د مفاهیمو له ساینسي او فلسفي پوهې سره تړي.  [۹]

د مفاهیمو فزیکي لیدلوری[سمول]

د ذهن د فزیکي تیوري په بنسټ، مفهوم یو ذهني انځور دی، چې په بنسټ یې مغز په نړۍ کې د شیانو د یوې ټولګې تشخیص کوي. په تحت الفظي ژبه داسې ویلای شو چې سمبولونه یا د سمبولونو یوه ټولګه چې له دماغ څخه د فزیکي شیانو په توګه اخیستل کېږي.  مفاهیم هغه ذهني انځورونه دي چې موږ ته اجازه راکوي چې د ورځنیو شیانو په هکله سم استنباط ترلاسه کړو. مفاهیم ټول ذهني انځورنه په خپله دایره کې نه رانغاړي، بلکې یوازې د هغوی یوه فرعي برخه ده. په معرفتي بهیر کې لکه ډلبندي، حافظه، تصمیم نیول، زده کړه او استنباط کې د مفاهیمو کارول اړین ګڼل کېږي.  [۱۰][۱۱][۱۲]

د ځانګړو شیانو او پیښو د اتفاقي حافظې برعکس چې په هیپوکامپس کې ذخیره کېږي، داسې انګیرل کېږي چې مفاهیم په اوږدمهاله غشایي حافظه کې زخیره کېږي. د دې جلاتوب شواهد د هیپوکامپس د زیانمن شوو ناروغانو لکه هنري ګوستاو مولیسن څخه لاس ته راځي. د ورځنیو د هیپوکامپل حافظي د پیښو او شیانو څخه د غشایي مفاهیمو تجزیه ډېری د خوب او خوب لیدلو اصلي (ځینې پړاوونه) ګڼل کېږي. ډیری خلک (چې په ارسطو سره پیل کېږي) د خوبونو د خاطراتو یادونه کوي چې ورځنۍ پېښې د ورته یا اړوند تاریخي مفاهیمو او یادونو سره مخلوط کوي او وایي چې خاطرات په نورو ذهني مفکورو کې ترتیب یا تنظیم شوي دي. ("ترتیب" په خپله د مفهوم لپاره بله کلیمه ده، او "ترتیب" په مفاهیمو که د تنظیم په معنی ده.) [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Joseph Goguen "What is a Concept?" Proceedings of the 13th international conference on Conceptual Structures July 2005 Pages 52–77 https://doi.org/10.1007/11524564_4
  2. Chapter 1 of Laurence and Margolis' book called Concepts: Core Readings. کينډۍ:ISBN
  3. Carey, S. (1991). Knowledge Acquisition: Enrichment or Conceptual Change? In S. Carey and R. Gelman (Eds.), The Epigenesis of Mind: Essays on Biology and Cognition (pp. 257-291). Hillsdale, NJ: Lawrence Erlbaum Associates.
  4. "Cognitive Science | Brain and Cognitive Sciences". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Eric Margolis "Concepts". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab at Stanford University. 
  6. Eysenck. M. W., (2012) Fundamentals of Cognition (2nd) Psychology Taylor & Francis.
  7. Joseph Goguen ""The logic of inexact concepts", Synthese 19 (3/4): 325–373 (1969).
  8. Margolis, Eric; Laurence, Stephen (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Ontology of Concepts—Abstract Objects or Mental Representations?"]. Nous 41 (4): 561–593. doi:10.1111/j.1468-0068.2007.00663.x. 
  9. Jerry Fodor, Concepts: Where Cognitive Science Went Wrong
  10. Carey, Susan (2009). The Origin of Concepts. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-536763-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Murphy, Gregory (2002). The Big Book of Concepts. Massachusetts Institute of Technology. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-13409-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. McCarthy, Gabby (2018) "Introduction to Metaphysics". pg. 35
  13. Eysenck. M. W., (2012) Fundamentals of Cognition (2nd) Psychology Taylor & Francis