سمایلوډون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Smilodon
سمایلوډون
مملکه ژوی
بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
خېل تی لرونکي ځناوران
ډله داړونکي ځناوران
تیره Machairodontinae

سمایلوډون (په یوناني: Smilodon) د مړ شويو پرانگانو څخه یو ښکار کونکي ځناور وو. هغه پړانگ چي د تورې غوندي غاښونه يي وو په امريکا کی ۲،۵ میلیون کاله مخکې د پلیستوسن په وخت کی یی ژوند کاوه خو نوموړي پرانگ د یخی عصر په ختم کی د خواړو د کمبود په امله مړ شو. سمایلوډون تر ټولو لوی د پيشو گانو ځناور وو چی لوی جنگلي ځناوران یی ښکار کاوه.

توصيف[سمول]

د سمایلوډون اسکلت په ۱۸۴۱ کال کی په برازیل کی د ډېنمارکي عالم پټر ويلهېم لونډ لخوا کشف او وڅيړل شو. د سمایلوډون وزن د ۵۵ کیلوگرامو څخه تر ۳۰۰ کيلوگرامو پورې وو. لکۍ یی لنډ وو او پښه گان یی ډېر ځواکمند وو. سمایلوډون د نېښ لوړ غاښونه درلود چی اوږدوالي یی ۱۷ سانتيمتر وو او د دي غاښونو په مرسته لوی ځناوران یی وواژه.



د سمایلوډون ډولونه[سمول]

  • Smilodon gracilis
  • Smilodon fatalis
  • Smilodon populator