سعد بن معاذ (چي په ۵ هجري کال کي مړ سوی دی) د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت نه مخکي په یثرب (مدینه منوره) کي د عربانو د اوس ټبر له مشرانو څخه وو. نوموړي د مصعب بن عمیر په لاس چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم (ﷺ) له لوري مدیني منورې ته لیږل سوی وو اسلام قبول کړ او له دې سره یې ټبر چي عبد الشحل نومېدی ټول اسلام ته داخل سوه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت وروسته سعد بن معاذ له هغه مبارک سره د بدر،احد اوخندق په غزاوو کي ملګری پاته سو چي له همدې امله یې ځیني زخمونه هم ولیدل. په مدینه منوره کي د بنو قریظه یهودانو تر غدر وروسته کله چي رسول اکرمﷺ هغوی محاصره کړه امر یې وکړ چي ددوی محکمه به د سعد بن معاذ له لوري کیږي. سعد بن معاذ سره ددې چي دا وخت د ناروغۍ پر بستر پروت وو، بیا یې هم د حضرت محمدﷺ امر ومانه او حکم یې وکړ چي د بنو قریظه یهودان دي د هغه غدر او خیانت له امله چي د مسلمانانو سره یې په خندق غزا کي ترسره کړی وو، ټول قتل او کوچنیان او ښځي دي یې مینځي وګرځول سي. له یادي پیښي وروسته سعد بن معاذ هم له نړۍ سره مخه ښه وکړه او په 637 زیږدیز کال کي وفات سو.