Jump to content

سدوم او عموره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سدوم او عموره (د هغه څه له مخي چي په تورات کي راغلي دي) څو کلي وه چي د خدای لخوا د خلکو د ګناهونو له امله ویجاړ او لمنځه ولاړه. دا کیسه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دریو ابراهیمي دینونو لکه اسلام [۱] عیسویت [۲] او یهودیت کي بیان سوې ده. [۳]

Sodom and Gomorrah
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
نور اړين مالومات
برخې
Sodom (en) ژباړل
Gomorrah (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
برخه د
Genesis 18 (en) ژباړلGenesis 19 (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۱۲′شمال ۳۵°۳۰′ختیځ / 31.2°شمال 35.5°ختيځ / 31.2; 35.5 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

ډیری څیړونکي او دیني عالمان په دې باور دي چي د سدوم او عموره کلي د مردار سمندر او د اردن د دره په سیمه کي موقعیت لري. د عبراني سرچینو په وینا دا کلي سدوم، عموره، ادومه او سبیم نومېدل.

الهي عذاب

[سمول]

په اسلام کي

[سمول]

د قرآن کریم پر بنسټ د لوط (ع) د قوم د لمنځه تللو اصلي لامل د دوی همجنسبازي وه. په داسي حال کي چي ځيني لويديځ پوهان په دې اند دي چي د سدوم او عمورې د تباهۍ لامل د جنسي تيري، غلا او د هغوى د ميلمه پالني له قانون څخه سرغړونه وه. [۴] [۵] [۶]

د لوط قوم په شعوري توګه د خدای حدود مات کړه. لوط خدای ته دعا وکړه چي دئ له هغه کارونو څخه وساتي کوم چي دده قوم یې کوي. د الله تعالیﷻ له لوري جبرائیل لوط ته ولیږل سو ترڅو د ښار د پرېښودلو ورته ووایي. قرآن کریم په دې اړه فرمايي چي د لوط ښځه په ښار کي د خدای له حدودو څخه د سرغړونې له امله دننه پاته سوه، او هغې هم خپل برخلیک په هغه ناورین کي ولیدی چي په یاد ښار کي راغی. په پېښه کي یوازي لوط او د هغه پاته کورنۍ ژوندۍ پاته سول. [۷]

26 سورت (سورة الشعراء) -

فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ ﴿١٧٠﴾ إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ ﴿١٧١﴾


  1. Jackson, Roy (2014). What is Islamic Philosophy?. p. 119.
  2. Schwartz, Howard; Loebel-Fried, Caren; Ginsburg, Elliot K. (2007). Tree of Souls: The Mythology of Judaism. Oxford University Press. p. 465. ISBN 978-0-19-535870-4. Archived from the original on 12 مايو 2021. {{cite book}}: Check date values in: |archive-date= (help)
  3. Metzger, Bruce Manning; Coogan, Michael D (2004). The Oxford Guide To People And Places Of The Bible. Oxford University Press. p. 294. ISBN 978-0-19-517610-0. Archived from the original on 7 مايو 2021. {{cite book}}: Check date values in: |archive-date= (help)
  4. Kugle, Scott Siraj al-Haqq (2010) Homosexuality in Islam: Critical Reflections on Gay, Lesbian, and Transgender Muslims. Oxford: Oneworld Publications. pp. 51–53. the story is really about infidelity and how the Tribe of Lot schemed for ways to reject his Prophethood and his public standing in the community [...] They rejected him in a variety of ways, and their sexual assault of his guests was only one expression of their inner intention to deny Lot the dignity of being a Prophet and drive him from their cities.
  5. Noegel, Scott B.; Wheeler, Brannon M. (2010). Lot. The A to Z of Prophets in Islam and Judaism. Rowman & Littlefield Publishers, Incorporated. pp. 118–126. ISBN 978-0-8108-7603-3.
  6. Wunibald Müller, Homosexualität – eine Herausforderung für Theologie und Seelsorge, Mainz 1986, p. 64-65.
  7. Kaltner, John (1999). Ishmael Instructs Isaac: An Introduction to the Qurʼan for Bible Readers. p. 97. ISBN 978-0-8146-5882-6. Archived from the original on 2021-05-07.
  8. کينډۍ:Quran-usc