ستم ملي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستم ملي په افغانستان کې د يوه سياسي خوځښت نوم و چې د دغه غورځنگ مشر او بنسټگر طاهر بدخشي و. د افغانستان پخوانی شاهي نظام او د افغانستان د خلق ډيموکراتيک گوند دواړه د ستم ملي سره سياسي مخالفت درلود او د فعاليت مخنيوی يې کاوه. د پخواني شوروي اتحاد او روسانو لخوا دا سياسي خوځښت ته د يوه ماويستي کيڼ لاسي سياسي تنظيم په سترگه کتل کېده. [۱]

په ۱۴ د فېبروري، ۱۹۷۹ ز. کال کې د ستم ملي څلورو فعالينو چې د پوليسو جامې يې په تن وې د امريکا سفارت ته ورننوتل او د امريکا سفير يې د ځان سره وتښتاوه. د دغو څلورو تنو فعالينو د خپل د گوند يو سياسي رهبر او بندي بدرالدين باحس د خوشې کېدو په بدل کې د امريکايي سفير خوشې کېدو شرط وړاندې کړ. کله چې د حفيظ الله امين حکومت د باحس د خوشې کېدو نه انکار وکړ او د ټوپکوالو سره د هر ډول خبرواترو نه يې ډډه وکړه، نو ټوپکوالو د کابل هوټل په ۱۱۷ مه کوټه کې د امريکا سفير اډولف ډب ساتلی و.[۲] کله چې افغان امنيتي ځواکونه او د روسانو مشاورين په دې خبر شول نو هغوی د هوټل د چت پر سر او لاندې ټول هوټل يې محاسره کړ. په دې وخت کې د ټوپکوالو او امنيتي ځواکونو تر منځ خبرې اترې په ټپه ودرېدلې او په ۱۲.۳۰ دقيقو باندې د امنيتي ځواکونو او يرغمل گرو لخوا ډزې پيل شوې او د همدغو ډزو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امريکا سفير په ډزو ووژل شو.[۱]

د نور محمد ترکي او د حفيظ الله امين د واکمنيو په وخت کې ستميانو په فعاله توگه خپل فعاليتونه نه شو کولی نو د افغانستان په شمال کې يې کليوالي سيمو کې فعاليتونه پيل کړل، خو کله چې ببرک کارمل د روسانو سره افغانستان ته راغی ، نو دا هغه وخت و چې ستميانو په ښکاره خپل فعاليتونه پيل کړل. طاهر بدخشي چې د ببرک کارمل نژدې ملگری و نو د ببرک کارمل د واکمنۍ په وخت کې يې په دولتي ارگانونو کې نفوذ پيل کړ.[۳] په ۱۹۸۳ ز. کال کې د ستم د ډلې يو سياسي مشر بشير بغلانی د افغانستان د عدليې وزير شو.[۴]

اوس هم ستميان د افغانستان په شمال کې د نا-پښتون مېشتو سيمو کې نفوذ لري.[۵]

سرچينې

  1. Alexander Lyahowskiy. Afghan Tragedy an Glory. Archived 2013-12-20 at the Wayback Machine. Iskona, 1995. Nord, 2004. Moscow. Google translator
  2. Harrison, Selig (1995). Out of Afghanistan: The Inside Story of the Soviet withdrawal. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 34–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-506294-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gilles Dorronsoro. Revolution unending: Afghanistan, 1979 to the present.[مړه لينکونه]. C. Hurst & Co. Publishers, 2005. ISBN 1-85065-703-3, ISBN 978-1-85065-703-3
  4. J. Bruce Amstutz. Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. DIANE Publishing, 1994. ISBN 0-7881-1111-6, ISBN 978-0-7881-1111-2
  5. Gilles Dorronsoro. Revolution unending: Afghanistan, 1979 to the present.[مړه لينکونه]. C. Hurst & Co. Publishers, 2005. ISBN 1-85065-703-3, ISBN 978-1-85065-703-3