ستره موراویا واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کې

Velkomoravská říše
ستره موراویا واکمني
۸۳۳ زېږد–۹۰۶ زېږد
Location of Velkomoravská říše
پلازمینه وېليگراد
دین
دولت نامعلوم
President مویمیر ۱ (لومړۍ)
مویمیر ۲ (وروستی)
تاریخ
 - پیل ۸۳۳ زېږد
 - پای ۹۰۶ زېږد
موراویا د سواټوپلوک واکمنۍ لاندې
د سترې موراویا واکمنۍ ځانگړي او د اختلاف وړ سرحدونه چې د سواټوپلوک I (ز870–894) تر واکمنۍ لاندې ول.
كيرلس وميټوديوس
د هلاهوليڅه لیکدود

ستره موراویا واکمني يا د مويميرانو واکمني (په چېکی: Velkomoravská říše په لاتين:Moravia Magna) د ۸۳۳ کال څخه تر ۹۰۶ کال پورې په منځنۍ اروپا کې د لويديځې سلاوي قبيلو تر ټولو لویه او قدرتمنده واکمني وه چې په بوهيميا، سلواکيا او مجارستان هېوادونه یې ځان کې رانغښتل. د ستره موراويا د واکمني بنسټ ایښودونکی مویمير ۱ وو. د ستره موراويا د واکمني نوم لمړني ځل د بیزانس امپراتور کونسټانټین ۷ په یو اثر (De administrando imperio - د واکمني اداره)کې یاد شوي وو.

تاريخ[سمول]

په ۸ پېړی کې آواريانو واکمني د فرانکياو لخوا ويجاړ شو او آواريانو قبيلو د قومو خلکوسره يو ځاي شول. په منځني اروپا کې د مويمير واکمني او نيټرايي واکمني جوړې شوې او واکمنانو یی عیسويت ومنل. په دی وخت کې مسيحيت د شرقي فرانک واکمني څخه منځني اروپا ته د فرانکو کشیشانو لخوا پراخ کېده. خو فرانکو کشیشانو يوازې په لاتيني ژبې خطبې ويل او مذهبي کتابونه په لاتين کې هم ليکل شوي وو. په ۸۳۳ کال کی نيټرايي واکمني د مويمير ۱ لخوا ونيول شو او نيټرايي واکمن پريبينا مجبور شو چی د شرقي فرانک واکمني ته تېښته وکړي. په ۸۳۳ کال کی د ستره موراويا واکمني هم منځ ته راغلی او خلکو مسیحيت ومنل. په ۸۶۰ کال کې واکمن روستيسلاف د پاپ نيکلاس ۱ څخه غوښتنه وکړي چی مذهبي پوهان د ستره موراويا ته است کړي. خو پاپ چی د فرانکيانو پلوي وو نو د روستيسلاف غوښتنه یی رد کړ. د دي لپاره روستيسلاف د بیزانس امپراتور ميخاييل ۳ ته استازان هم ولېږل او په ۸۶۳ کال کی بيزانسی مذهبي پوهان كيرلس وميټوديوس د ستره موراويا ته ورسېدل. كيرلس وميټوديوس په ستره موراويا کې نوي مذهبي ژبه جوړ کړل او انجل په دي ژبې یی هم ترجمه کړه. نوموړي پوهانو هم نوي ليکدود جوړ کړل چې په اوس وخت کی د گلاگوليتي الفبا په نوم پېژندل کېږي.