سالمون پی چیس
| سالمون پی چیس | |
|---|---|
| [[language|]]: Salmon P. Chase | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۳ جنوري ۱۸۰۸[۱][۲][۳][۴][۵] |
| مړینه | 7 می 1873 (65 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵] نيويارک |
| تابعیت | |
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) [۶] ديموکراتيک ګوند |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، قاضي ، قانونپوه [۷]، ليکوال [۸] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۹] |
| لاسليک | |
| سمول |
|
سالمون پورټلینډ چیس (۱۸۰۸، ۱۳ جنوري – ۱۸۷۳، ۷ می) یو امریکایي سیاستوال او قانون پوه و، چا چې د متحده ایالاتو د شپږم لوی څارنوال په توګه خدمت کړی. هغه همدارنګه د «اوهایو» د درویشتم والي په توګه خدمت کړی، د متحده ایالاتو په سنا کې یې د اهایو استازیتوب کړی او د متحده ایالاتو د خزانې د پنځه ویشتم وزیر په توګه یې دنده تر سره کړې. چیس له همدې امله د امریکا د هغو لږو سیاستوالو له ډلې و، چا چې د فدرالي دولت په دریواړو څانګو کې خدمت کړی.
د نیو «هامسپشایر» په «کارنیش» کې زېږدلی چيس مخکې له دې چې په «سنسنياټي» کې قانوني فعاليت منځ ته راوړي، د لوی څارنوال «ویلیم وریټ» څخه يې قانون زده کړ. هغه د مرییتوب مخالف شو او په مکرر ډول یې د تښتیدليو مريانو څخه په محکمه کې دفاع وکړه. چیس په ۱۸۴۱ز کال کې چیس د «وای» ګوند پریښود، څو له «ليبرټي» ګوند مشر شي. په ۱۸۴۸ز کال کې، هغه د «ازادې خاورې» (Free Soil Party) له ګوند سره مرسته وکړه او پخوانی ولسمشر «مارټین وان بورین» یې بیا ځلې وګماره چې د دې د دې ګوند د مشرۍ د نوماند په توګه کار وکړي. په همدې کال کې «چیس» د سنا مجلس ټاکنې وګټلې او هغه د ۱۸۵۰ز کال جوړ جاړي او د کانساس - نبراسکا قانون سره مخالفت وښود. د کانساس–نیبراسکا قانون وروسته، چیس د جمهوري ګوند په جوړولو کې مرسته وکړه، کوم چې په سیمو کې د مرییتوب پراختیا سره مخالف ګوند و. د سنا له پریښودو وروسته، چیس د ۱۸۵۶ز څخه تر ۱۸۶۰ز کال پورې د اوهایو د والي په توګه خدمت وکړ.
چیس په ۱۸۶۰ز کال کې ولسشمرۍ ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسشمرۍ نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو دې ګوند په خپله ملي جرګه کې ابراهیم لینکن وټاکه. وروسته له هغې چې لینکن ټولټاکنې وګټلې، هغه د «چیس» څخه د خزانې د وزیر په توګه د خدمت غوښتنه وکړه. چیس په هغه مقام کې د ۱۸۶۱ز څخه تر ۱۸۶۴ز کال پورې خدمت وکړ، سخت کار یې وکړ، څو ډاډ ترلاسه کړي چې د کورنۍ جکړې په اوږدو کې اتحاديه ښه تمویل شوې وه. چیس د ۱۸۶۴ز کال د جون په میاشت کې د کابینې څخه استعفا وکړه، خو په سخت دريځو جمهوري غوښتونکو کې یې خپل ملاتړ وساته. تر يو بريده د سخت دريځو جمهوري غوښتونکو د خوشحالولو لپاره، لینکن چیس نوماند کړ چې د سترې محکمې تشه ډکه کړي، کومه چې د سترې محکمې د رئیس «راجر ټاني» د مړينې له امله منځ ته راغلې وه.
چیس د ۱۸۶۴ز څخه په ۱۸۷۳ز کال کې د هغه تر مړينې د سترې محکمې د رئیس په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۸۶۸ز کال کې د اتهام د پروسې په اوږدو کې د ولسشمر «انډریو جانسون» د سنا د محاکمې مشري وکړه. محکمې ته د هغه د نوماندۍ سره سره، چیس د مشرۍ لټه هم جاري وساتله. په ۱۸۶۸ز کال کې هغه د دیموکراتیکمشرۍ نوماندۍ او په ۱۸۷۲ز کال کې د ليبرال جمهوري غوښتونکو مشرۍ نوماندۍ هڅه وکړه، خو بريالی نه شو.
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]چیس د ۱۸۰۸ز کال د جنورۍ په ديارلسمه نېټه د «نیو هامپشایر» په «کارنیش» کې زېږېدلی و، د مور بلار نومونه يې «رالسټون» او «ایتامار چیس» وو، څوک چې په ۱۸۱۷ز کال کې مړه شول، کله چې «سالمون» نهه کلن و. د هغه پلرني کډوال نېکه د انګلیستان د «کارنویل» «اکیولا چیس» و، څوک چې د بېړۍ مشر او د ۱۶۴۰ز کال په شا اوخوا د ماساچوسټس په نيوبري کې مېشت شو، په داسې حال کې چې د هغه مورني نيا او نېکه «الیکزانډررالسټون» او «جانیټ بالوچ» و چې په اصل کې د سکاټلینډ د فالکریک اوسېدونکي وو. د هغه مور د کموسرچينو او لسو بچيانو سره پرېښودل شوې وه، او «سالمون» د ۱۸۲۰ز څخه تر ۱۸۲۴ز کال پورې په اوهایو کې د هغه له اکا مذهبي مشر «فیلانډر چیس» سره اوسیده، څوک چې په لویدیځ کې د پروټیسټانټ اسقفي کلیسا یو مخکښ شخصیت و. د د متحده ایالاتو سناتور «ورمونټ» «ډوډلي چیس» یې بل اکا و. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مخکې له دې چې د «ډارټماوټ» کالج د کوچنيانو په ټولګي کې شامل شي، هغه د «ورمونټ» د «وینډسټر» او د «اوهایو» د «ورتینګټن» په عام ښونځي او په «سنسنياټي» کالج کې زده کړې وکړې. هغه د «الفا ډیلټا فای» او «فای بیټا کاپا» ورورولۍ ټولنو غړی و او له «ډارټماوت» څخه په ۱۸۲۶ز کال کې په عالي درجه فارغ شو. کله چې په «ډارټماوت» کې و، هغه د «ورمونټ» د «رویالټن» په «رویالټن اکاډمۍ» کې درس ورکاوه. چیس وروسته د کولمبیا ولسوالۍ ته ولاړ، چیرته چې هغه یو معیاري ښونځی پرانيست، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د څارنوال جنرال «ویلیم وریټ» څخه یې زده کړې کولې. هغه په ۱۸۲۹ز کال کې د وکيلانو ټولنې ته داخل شو. د «سالمون پی چیس» د زیږدو ځای او د کوچنیوالي کور تر اوسه د «نیو هامپشاير په «کارنیش» کې دی. [۱۱][۱۲]
حقوقي او سياسي مسلک
[سمول]چیس د اوهایو «لولینډ» ته نږدې کليوال کور ته ولاړ، او د ۱۸۳۰ز څخه یې په سنسنياټی کې حقوقي فعالیتونه پر مخ وړل. نوموړی د دولت د قوانينو په اړوند د خپل اعتبار وړ راټولولو له امله شهرت ته ورسېد، کوم چې د اوږدې مودې لپاره په دې موضوع يو معياري اثر وګرځېد.[۱۴][۱۱][۱۵]
له پيل څخه، د هغه ژوند ته له ګواښ سره سره، نوموړي له هغو خلکو دفاع وکړه چې له مرییتوبه تښتیدلي او يا د دوی سره د مرستې له امله د قانوني تعقیب لاندې وو، په کال ۱۸۳۷ز کال کې د «مالټیډا» قضيه يې د يادولو وړ ده. هغه د هغه مهال يې د مرییتوب د مخنیوي لور ته پاملرنه زياته شوه، کله چې په ۱۸۳۵ز کال کې د هغه لومړۍ میرمن «کاترین جین ګارمیس» مړه شوه، دوی ۱۸۳۴ز کال د مارچ په مياشت کې واده کړې و او هغه له واده ډېره ژر وروسته مړه شوه، همدا پېښه د هغه د روحاني بيا وېښېدو لامل وګرځېده. نوموړي په بيل کې د امريکايی سنډی ښوونځي اتحاديې سره کار وکړ.په داسې وخت کې چې په سنسنياټي کې په عامو افکار د سویلي سوداګریزو اړیکو واکمني درلوده، په ۱۸۳۶ز کال کې د سنسنياټي بلوا پر مهال د «جیمز جي بیرني» په چاپ ځای د برید په ګډون له سيمه ييزو پېښو څخه اغېزمن شوي چیس خپل ځان د مرییتوب مخالف خوځښت سره وتاړه. چیس همداراز د ادبي «سيمي کالون کلب» ټولنې غړی هم و؛ د دې ټولنې په غړیو کې «هاریټ بیچر سټو» او «کالوین الیس سټو» هم شامل وو. چیس د سیاسي اصلاح کونکو مشر شو او د «ګاریزونیايي» مرییتوب ختمولو غورځنګ سره يې مخالفت وکړ. [۱۱][۱۶][۱۷]
په ۱۷۹۳ کې د تښتدلي غلام قانون تر مخې په «اوهایو» کې د نیول شويو خلکو د دفاع لپاره، چیس د «د تښتیدلو غلامانو څارنوال» و نومول شو. د متحده ایالاتو د سترې محکمې په وړاندې له اساسي قانون سره د تښتیدلي مریی قوانینو د سمون په اړوند د «جونز وی وان زینډټ» په قضیه کې د هغه استدلال ځانګړې پاملرنه راجلب کړه. چیس ادعا وکړه چې مرییتوب سيمه ييز حيثيت لري، نه ملي او دا چې دا یواځې د مثبت دولت قانون له مخې شته. هغه استدلال وکړ چې فدرالي حکومت ته د اساسي قانون له مخې واک نه دی ورکړل شوی چې په هر ځای کې مرییتوب رامنځته کړي او دا چې کله یو مریی سړی د داسې دولت قانوني دايرې څخه ووځي، چيرته چې مرییتوب قانوني وي، نو هغه مريی نه پاتې کېږي؛ هغه یو سړی پاتې کیږی او هغه قانون شاته پریږدي، کوم چې دا مریی کړی و. په داسې او ورته نورو قضيو کې، محکمې د هغه پر ضد حکم وکړ او د «جان وان زانډټ» پر ضد پرېکړه پر ځای پاتې شوه.[۱۸]
که څه هم په ۱۸۴۰ز کال کې د سنسنياټي ښار شورا کې د یو کال مودې لپاره د «وای» په توګه وټاکل شو، په بل کال کې چیس دا ګوند خوشې کړ. په ۱۸۴۰ز کل کې، هغه د ازادۍ ګوند جوړولو کې مرسته وکړه. د اوه کلونو لپاره، چیس په اوهایو کې د ازادۍ ګوند مشر و. هغه د خپل عملي اند او سیاسي فکر په مرسته د خپل ایډیالیزم له انډول ساتلو سره مرسته وکړه. چیس د تګلارو او ويناوو په چمتو کولو کې مهارت درلود او په ۱۸۴۳ز کال کې يې د ملي ازادۍ تګلاره او په ۱۸۴۵ز کال کې يې د ازادۍ وينا چمتو کړل. د ازادۍ ګوند جوړول کرار کرار پر مخ روان و. د ۱۸۴۸ز کال په رارسید، چیس د نیو یارک د «بارنبرنرز» یا »وان برن» ډیموکراټانو سره د ازادۍ د ګوند د یوځای کولو په هڅو کې لارښود و، څو د آزادې خاورې ګوند جوړ کړ.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb13777942b — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Salmon-P-Chase — سکالو پېژند: Salmon P. Chase — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sb4468 — سکالو پېژند: Salmon P. Chase — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/192 — سکالو پېژند: Salmon Portland Chase — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=chases — سکالو پېژند: Salmon P. Chase
- ↑ ليکوال: Doris Kearns Goodwin — سرليک: Team of Rivals: The Political Genius of Abraham Lincoln — خپروونکی: Simon & Schuster
- ↑ منښتلیک: CC BY-SA 3.0 او GNU Free Documentation License
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13777942b — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ The Centennial Book of American Biography - By James Dabney McCabe
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ The Life and Public Services of Salmon Portland Chase Archived May 15, 2020, at the Wayback Machine. - By Jacob Schuckers
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ "Salmon P. Chase". خوندي شوی له اصلي څخه په May 11, 2020. ترلاسهکېدو نېټه September 20, 2015.
- ↑ Blue, Frederick J., Salmon P. Chase: A Life in Politics, 1987, page 8
- ↑ Morris, William W.; Krieger, E. B., eds. (1921). The Bench and Bar of Cincinnati: Commemorating the Building of the New Court House. Cincinnati: New Court House Publishing Company. p. 16. خوندي شوی له اصلي څخه په April 1, 2019. ترلاسهکېدو نېټه November 13, 2019.
It is a coincidence that his county home near Loveland, later came into the possession, for a few years, of Judge Charles J. Hunt, during the years the latter occupied the local Common Pleas Court bench.
- ↑ Chisholm 1911، م. 955.
- ↑ Gates, Henry Louis, Jr; and Hollis Robbins. The Annotated Uncle Tom's Cabin. WW. Norton, p. xxxii
- ↑ Ross, Ph.D., Kelley L. "Six Kinds of United States Paper Currency". خوندي شوی له اصلي څخه په May 1, 2020. ترلاسهکېدو نېټه May 26, 2014.
- ↑ "Salmon P. Chase, of Ohio, known as 'attorney-general for fugitive slaves,' on account of his frequent appearance as counsel in fugitive slave cases. - NYPL Digital Collections". جولای 26, 2016. له اصلي څخه خوندي شوی په جولای 26, 2016. ترلاسهکېدو نېټه فېبروري 26, 2018.
{{cite web}}: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ Niven, John (1995). Salmon P. Chase: A Biography. New York, NY: Of=xford University Press. p. 58. ISBN 978-0-1950-4653-3. خوندي شوی له اصلي څخه په August 19, 2020. ترلاسهکېدو نېټه August 10, 2019 – via Google Books.
- ↑ Gruber, Robert Henry (1969). Salmon P. Chase and the Politics of Reform. College Park, MD: University of Maryland. p. 61 – via Google Books.
- ↑ https://scholarlycommons.law.case.edu/cgi/viewcontent.cgi?referer=&httpsredir=1&article=1212&context=caselrev کينډۍ:Bare URL inline
- ↑ Foner, Eric (1995). Free Soil, Free Labor, Free Men: The Ideology of the Republican Party Before the Civil War (Second ed.). Oxford: Oxford University Press. p. 83.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1873ز مړينې
- 7 می مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

