زرلښت حفيظ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لورد ننگرهار د ښېوې ولسوالۍ دقلاټک د کلې دملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده پينځه کلنۍ کې دښېوې څخه ننگرهارته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده . دننگرهاردالاېې لېسې دولسم ټولگي څخه فارغه شوېده.

زده کړې او مخينه

عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې اودهغې نه وروسته ېې دموراوماشوم په برخه کې د نساېي وﻻدي څانگه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې . د زرلښتې ماشومتوب په ننگرهار وﻻيت کې تير شوی دى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى . زرلښته د طبيعت د ښکلاگانو سره ډېره مينه لري . زرلښته وايي دژوند هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ سره ډيره مينه لري .

دندې

په پيښور ښار ناصرباغ سيمې ته څېرمه د تاڼې ترڅنگ دسيدجمال الدين افغان په نوم روغتون کې ېې د قابلې په توگه دنده ترسره کړېده . زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده اوهلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم گړۍ د کاناډا د البرټا په ولايت پيترلاهي روغتون کې رسمي دنده لري خوسره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي .

چاپ شوي آثار

د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهر په ورځپاڼو، مجلو او دنيټ پر مخ گڼو افغاني ويب پاڼو کې خپرې شوي دي چې دا لړۍ لا روانه ده . څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توگه دي:

  1. ځوانيمرگ ارمان
  2. شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولگه
  3. ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولگه
  4. دسولې انتظار شعري ټولگه

ناچاپه آثار

زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي

  1. دښاغلی کاروان چنار خبرې کوي فارسي ژباړه
  2. زما ژوند
  3. زما مور
  4. ښځه د ژوند په هنداره کې دوهم جلد
  5. سوله مې ارمان
  6. پلچرخي زندان
  7. دژوند خوږې لمحې

باندنۍ تړنې