ریچارډ کوبډن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ریچارډ کوبډن
(انګلیسي: Richard Cobden د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ریچارډ کوبډن
ریچارډ کوبډن

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ جون ۱۸۰۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 2 اپرېل 1865 (61 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) [۱۰]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۰]
ليکوال [۱۱]
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ریچارډ کوبډن (۳ جون ۱۸۰۴ – ۲ اپرېل ۱۸۶۵ زکال) انګلیسي راډیکال او لیبرال سیاستوال، صنعت ګر او د آزادې سوداګرۍ او سولې لپاره مبارز و. هغه د غله جاتو د قانون ضد ټولنې او همدارنګه د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د آزادې سوداګرۍ په اړه د کوبډن – شوالیه هوکړې ته اړوند و.

کوبډن په ځوانۍ کې بریالی سوداګریز سفر کوونکی و چې په سابډن ښار کې چې دی ورسره ښه بلد و؛ په یوه مطبعه کې شریک و، خو په مانچستر کې اوسېد. له دې سره هغه ډېر ژر ځان په سیاست کې بوخت ولید او سفرونو یې هغه په دې باوري کړ چې د نړیوالو اړیکو د کلي په توګه د آزادې سوداګرۍ (د محافظت شوې سوداګرۍ ضد) فضلیت لوړ دی.

په ۱۸۳۸ زکال کې، هغه او جان برایټ د غله جاتو د قانون ضد اتحادیه د هغو قوانینو د لغو کولو په موخه جوړه کړه چې په وارداتي غنمو باندې یې د مالیې د لګولو له مخې د ځمکو د مالکینو ګټې خوندي کولې، خو له امله یې ډوډۍ قیمته کېدله. له ۱۸۴۱ زکال راهیسې د پارلمان د یوه غړي په توګه هغه د پیل له وزارت سره په مخالفت مبارزه پیل کړه او په ۱۸۴۶ کې یې وکولای شول دغه قانون لغوه کړي.

د آزادې سوداګرۍ په برخه کې د هغه بل ابتکار په ۱۸۶۰ زکال کې د کوبډن – شوالیه هوکړه وه چې د بریتانیا او فرانسې ترمنځ یې یو بل ته متقابل تړاو رامنځ ته کاوه. سره له دې چې بریتانوي پارلمان په فرانسویانو هېڅ باور نه درلود، خو په دغه چاره کې د جان برایټ او فرانسوي اقتصاد پوه میشل شوالیه په مرسته بریالی شو.

لومړني کلونه[سمول]

کوبډن د ساسکس په هیشات کې میډهورسټ ته څېرمه د ډانفورډ په نامه کرونده کې وزېږېد. نوموړی د ویلیام کابډن او د هغه د میرمنې میلیسنټ (کورنی نوم یې امبر و) له یوولسو ماشومانو څخه څلورم و. د هغه د کورنۍ ګڼ شمېر نسلونه په همدغه سیمه کې میشت و چې یو شمېر یې په سوداګرۍ او یو شمېر نور یې په کرنیزو چارو بوخت و. د هغه نیکه ریچارډ کابډن په هیشات کې د بېکس میل څښتن او همدارنګه د وربشو د اوبو (بیر) پیاوړی او بډایه پلورنکی و چې په میډهورسټ کې یې د مخکښ قاضي په توګه خدمت کاوه او په سیمه ئیزو چارو کې یې نسبتا پام وړ ونډه لرله. پلار یې ویلیام د بیرو د پلور پر ځای کرنیزې چارې غوره وګڼلې او په ۱۸۰۹ زکال کې یې د ریچارډ له مړینې وروسته د ډانفورډ کروندې مسئولیت پر غاړه واخیست. نوموړی بې وزله و او د کروندې له ناکامېدو سره هغه د دغې کروندې ملکیت وپلوره او ګلاردز اوک ته څېرمه یوې کوچنۍ کروندې ته یې کډه وکړه. د دوی اقتصادي وضعیت ښه نه شو او له څو ځایه کډې کولو وروسته په ۱۸۱۴ زکال کې د هغه کورنۍ د اجاره کوونکې کروندګرې کورنۍ په توګه د همپشایر په وسټ میون کې آلټون ته څېرمه مېشت شوه. [۱۳]

کوبډن لومړی په ډیم ښوونځي (کوچني خصوصي ښوونځي و چې د معاصر دورې په لومړیو کې د انګلیس په جزایرو او مستعمراتو کې جوړ شول) کې او بیا د یوکشایر د نارت رایډېنګ سیمې په بووز هال نومي ښوونځي کې شامل شو. هغه مهال چې ۱۵ کلن و لندن ته لاړ او هلته د خپل تره ریچارد ورکول، ګودام ته لاړ او موسلین او کالیکو ته په سفرکوونکي سوداګر واوښت. د هغه خپلوانو له مطالعې سره د هغه ډېرې لېوالتیا ته په پام په جدي ډول هغه ته خبرادرۍ ورکړ چې دغه کار به په ډېر احتمال سره د هغه د سوداګریزې بریا پر وړاندې مهلک خنډ وګرځي. کوبډن منصرف نه شو او د لندن د روزنیز انستیتیوت له کتابتون څخه یې غوره ګټه وکړه. هغه مهال چې د تره سوداګرۍ یې ماته وکړه هغه په ایسټ چیپ کې د خپل تره یو پخواني شریک ته له اړوند پارتریج پرایس نومي شرکت سره یوځای شو.

په ۱۸۲۸ زکال کې کوبډن د جان لوئیس په پانګه له شېرېف او ژیلت سره په ګډه خپله سوداګري پیل کړه او په مانچستر کالیکو مطبعه کې یې د فورټ وروڼو د شریک په توګه په لندن کې کار پیل کړ. په ۱۸۳۱ زکال کې دغه شریکان د لانکشایر په سابډن کې کلیتور ته څېرمه د فورټز یوې کارخونې د اجاره کولو په لټه کې شول. خو له دې سره دوی د دغې چارې په موخه کافي سرمایه نه لرله. کوبډن او ملګرو یې فورټ دومره تر خپل اغېز لاندې راوست چې دوی ته یې په پام وړ کچه د اسهامو له ورکولو سره هوکړه وکړه. نوي شرکت وده وکړه او ډېر ژر یې درې نور بنسټونه هم خپل کړل – په سابډن کې چاپ ځای او په لندن او مانچستر کې د پلور لپاره ځایونه. د مانچستر پلورنځای د کوبډن تر مستقیم مدیریت لاندې و، چې له امله یې په ۱۸۳۲ زکال کې همدلته مېشت شو او بیا یې له دغه ښار سره اوږد مهاله اړیکه پیل کړه. هغه د کوی سړک په یوه کور کې ژوند کاوه چې اوس د کوبډن د کور په نوم یادېږي. په دغه سیمه کې د هغه د یادونې په موخه لوحه شتون لري. د دغه شرکت بریا، ټاکونکې او چټکه وه چې د غوره کیفیت له مخې د «کوبډون چاپ» په ډېره ښه توګه پېژندل کېده.

که چېرې کوبډن خپله ټوله انرژي دغې سوداګرۍ ته وقف کړې وای کېدای شي چې ډېر ژر به بډایه شوی و. له دغې سوداګرۍ څخه کلنۍ عاید له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پونډه و، خو د هغه د ټول ژوند عادت هغه د زده کړو او څېړنو خوا ته جلب کړی و. نوموړي چې د لیبرا په مستعار نوم لیکنې کولې، ګڼ شمېر مقالې یې په منچستر ټایمز کې خپرېدلې او تر ډېره به یې په کې د سوداګریزو او اقتصادي مسائلو په اړه بحث کاوه. د هغه یو شمېر باورونه له ادم سمېت څخه اغېزمن و.

په سیاسي ډګر کې لومړي ګامونه[سمول]

کوبډن ډېر ژر په منچستر کې په سیاسي او فکري مخکښې څېرې واوښت. هغه د مانچستر اتنائوم (Manchester Athenaeum) په نامه ټولنې بنسټ کېښود او د هغو پیلنۍ وینا یې وکړه. نوموړی همدارنګه د سوداګریزې خونې غړی او د ښاروالیو د ادارې لپاره ټاکنیز مبارز و چې بیا د هغو د لومړنیو مشرانو له ډلې څخه شو. هغه همدارنګه له عامه زده کړو سره کلکه لېوالتیا ومونده. د عامه ویناوو لپاره د هغه لومړنۍ هڅې په هغو غونډو کې وې چې په منچستر، سالفورډ، بولټون، روچډیل او نورو نږدې ښارونو کې د بریتانوي ښوونځیو د پرانیستو په موخه جوړې شوې وې. هغه مهال چې د همدغې موخې لپاره روچډیل ته په ماموریت تللی و د لومړي ځل لپاره یې له جان برایټ سره ولیدل. په ۱۸۳۷ زکال کې د څلورم ویلیام مړینه او واک ته د ملکې ویکټوریا رسېدل د عمومي ټاکنو لامل وګرځېدل. کوبډن له ستوکپورت څخه نوماند و، خو ماته یې وخوړه. [۱۴]

له ۱۸۳۰ مې لسیزې څخه تر ۱۸۴۰ مې لسیزې پورې د نوموړي په نورو علایقو کې له جورج کامب سره د هغه ملګرتیا او د منچستر په فرنولوژیکي ټولنه کې د هغه ونډې ته اشاره کېدلای شي.

مړینه[سمول]

کوبډن د څو کلونو لپاره په مختلفو مهالي دورو کې له برونشي تحریک او په ساه ویستو کې له ستونزو رنځېده. له همدې امله یې د ۱۸۶۰ زکال ژمی په الجزایر کې تېر کړ او په راتلونکو ژمو کې به یې ځان ته ډېر پام کوه او په کور کې به پاتې کېده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې هوا به مرطوبه او غبار لرونکې وه. د ۱۸۶۵ زکال د اپرېل په ۲ مه نېټه هغه په خپل کور کې په ارامه توګه مړ شو.

نوموړی د اپرېل په اوومه د ساسکس په لویدیځ کې په وېسټ لیونګټون کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د جنازې په مراسمو کې د ګلادسټون، برایټ، میلنر ګیبسون او چارلز ویلیرز په ګډون د هېواد له ټولو سیمو څخه وګړو ونډه اخیستې وه. په ۱۸۶۶ زکال کې په لندن کې د کوبډن کلپ تاسیس شو، څو آزاده سوداګري ترویج کړي او په دې برخه کې د سیاسي تبلیغاتو په مرکز واوړي. د هغه په نامه په اکسفورډ او کمبرېج پوهنتونونو کې جایزې جوړې شوې. [۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119230011  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123422224 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Richard-Cobden — subject named as: Richard Cobden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61c20rj — subject named as: Richard Cobden — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/cobden-richard — subject named as: Richard Cobden
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0018376.xml — subject named as: Richard Cobden — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15649 — subject named as: Richard Cobden — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=12143 — subject named as: Richard Cobden — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Кобден Ричард — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/5741 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123422224 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. Hurley, Ann (2007). "The Father and Mother of Cobden". Hurley and Skidmore Family History. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link).
  15. Encyclopædia Britannica (الطبعة Ninth). 1902. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)