Jump to content

جين کوبډن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

«ايما جين کترين کوبډن» (28 اپريل 1851 – 7 جولای 1947) یوه برتانوۍ ليبرال سياستواله وه، چې په ګڼو بنسټپالو موخو کې فعاله وه. نوموړې د ويکټوريايي سمونپال او دولتدار «ريچارډ کوبډن» لور وه چې د ښځو د حقوقو له لومړيو پلويانو وه، د هغو دوه ښځو له جملې يوه وه چې په 1889ز کال کې د لندن د ولسوالۍ د شورا غړيتوب ته وټاکل شوې. د نوموړې ټاکنه اختلافي وه؛ د نوموړې وړتيا په وړاندې قانوني ننګونو خنډونه پيدا کړل او بالاخره د شورا د غړې په توګه له کار کولو منع شوه.

له ځوانۍ څخه «جين کوبډين» له خپلو خوېندو سره يوځای هڅه وکړه چې د خپل پلار ميراث خوندي او وده ورکړي. نوموړې په خپل ژوند کې د ځمکې اصلاحاتو، سولې او ټولنيز عدالت "کوبډيني" (کوبډن ته منسوبې) موضوعاتو ته ژمنه پاتې شوه، او له برتانيې څخه د ايرلينډ د خپلواکۍ دوامداره پلوې وه. له نارينه وو سره په برابرو شرايٍطو د ښځو د رايې ورکولو د حق جګړه، د کومې لپاره چې نوموړې په 1875ز کال کې خپله لومړۍ ژمنتيا وښودله، د هغې ډېره دوامداره مبارزه وه. که څه هم نوموړې د خپلې خور «اين کوبډن سينډرسن» په ګډون د هغو سره هم خواخوږي ښودله، چا چې د بغاوتګرو او غېر قانوني مبارزو کارول غوره کړل، بيا هم نوموړې خپل فعاليتونه د قانون په دايره کې وساتل. نوموړې په ليبرال ګوند کې پاتې شوه، سره له دې چې د رايې ورکولو د موضوع پر سر يې د دې ګوند له دريځ سره ژور اختلاف درلود.

په 1892ز کال کې له خپرونکي «تاماس فشر انون» سره له واده وروسته، «جين کوبډن» د خپلو لېوالتياوو داېره تر نړيوال ډګر پراخه کړه، په ځانګړي ډول استعماري سيمو کې د اصلي اوسېدونکو خلکو د حقوقو پر مخ وړلو لپاره. د ېوې قانعې امپرياليستۍ ضد شخصيت په توګه نوموړې د 1899–1902 کلونو د «بوير» جګړې مخالفت وکړ، او په 1910ز کال کې د سويلي افريقا د اتحاديې له جوړېدو وروسته، نوموړې د دې اتحاديې د ګوښه پالو تګلاروپه وړاندې کولو اعتراض وکړ. له لومړۍ جګړې مخکې کلونو کې، نوموړې د خپل پلار د ازادې سوداګرۍ د اصولو پر بنسټ د «جوزف چيمبرلين» د تعرفې د اصلاحاتو د خوځښت مخالفت وکړ، او د ليبرال ګوند له خوا د ځمکو د اصلاحاتو د موضوع په راپورته کولو کې يې د پام وړ ونډه درلوده.په 1920ز لسيزه کې، نوموړې تر ډېره بريده له عامه ژوند څخه تقاعد شوه، او په 1928ز کال کې يې د کوبډين کورنۍ زوړ استوګنيز کور «ډنفورډ هاوس» د کانفرانس او تعليمي مرکز په توګه کوبډين يادګاري ټولنې ته ډالۍ کړ، کومه ټولنه چې د هغو موضوعاتو او مقاصدو لپاره وقف وه چې «کوبډينزم» تعريف کړي وو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

د کورنۍ شاليد او ماشومتوب[سمول]

«جين کوبډن» د 1851ز کال د اپريل په اته ويشتمه نېټه د لندن په «ويسټبورن ټيرس» کې زېږېدلې وه. نوموړې د «ريچارډ کوبډن» درېيمه لور او څلورم بچی و، چې د هغې د زېږېدو پر مهمال د «ويسټ رايډنګ» له سيمې څخه د راډيکل ګوند د پارلمان غړی و. نوموړي له «جان برايټ» سره په شريکه د کارن قانون ضد ټولنې (کارن قانون په برتانيه کې د تعرفې اوسوداګريزو محدوديتونو يو قانون و) بنسټ کېښود، کومې ټولنې چې په 1840ز لسيزه کې د «کارن» د قوانينو د پای ته رسولو لپاره بريالۍ مبارزې کړې وې. د جين مور «کيترين اين» چې په وليام پېژندل کېده، د «ويلز» د «مچينليت» د يو استونګن لور وه چې د لرګيو سوداګر و؛ د کوبډين مشران بچيان ريچارډ ("ډیک") زېږون 1841؛ کيټ، زېږون 1844؛ او ايلن زېږون 1848 وو. له جين وروسته د هغوی دوه نورې لوڼې وزېږېدې: اين زېږون 1853، او لوسي زېږون 1861. [۱]

د 1830ز په لسيزه کې، ريچارډ د «کاليکو» چاپخونې بريالۍ سوداګرۍ واک خپلو وروڼو ته وسپاره، تر څو هغه په عامه خدماتو تمرکز وکړای شي. تر 1849ز کال پورې، دا سوداګري د ناکامېدو په لور روانه وه او ريچارډ مالي ويجاړۍ ته نږدې و. نوموړی د يو ولسي ګډون په مټ له افلاس وژغورل شو، کوم چې نه يوازې د هغه پورونه تصفيه کړل، بلکې هغه يې په «سسيکس» کې د «بيشوټ» سره نږدې په «ډنفورډ» کې د يوې کروندې او کور د تر لاسه کولو وړ هم وګرځاوه، چېرته چې نوموړی په 1804ز کال کې زېږېدلی و. نوموړي دا ځمکه د يو تفريحي ځای (ويلا) په توګه بېرته اباده کړه، چې ډنفورډ هاوس و، کوم چې د 1854ز کال له پیل راهيسې د جين کوبډين د ماشومتوب کور وګرځېد. د 1856ز کال په اپريل مياشت کې، «ډيک» له يوې لنډې ناروغۍ وروسته مړ شو، څوک چې د المان په وين هايم کې په ښوونځي کې و. دا خبر د دې کورنۍ لپاره ويجاړونکې صدمه وه، او د لنډ مهال لپاره له عامه ژوند څخه د ريچارډ د وتلو لامل وګرځېده. دا وقفه هغه مهال نوره پسې اوږده شوه، کله چې په 1857ز کال کې نوموړي په پارلمان کې خپله څوکۍ له لاسه ورکړه. نوموړی په 1859ز کال کې د برتانيې د عوامو مجلس ته له «راچډيل» څخه د لبرال د استازي په توګه راستون شو.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د پارلمان او نورو چارو لپاره له خپله کوره د ډېرو غېر حاضريو په سبب، ريچارډ کوبډن تر يو بريده د خپلو لوڼو لپاره يوه لېرې څېره وه، سره له دې چې د هغه له ليکنو څرګندېږي چې د خپلو لوڼو په وړاندې يې ګرم احساس درلود او دا چې هغه هيله درلوده د هغوی د سياسي زده کړو لارښونه وکړي. په وروستيو کلونو کې دوی ټولو په خپلو اندونو د هغه اغېز منلی و. مور او پلار دواړو يې په سیمه ييزه ټولنه کې د بې وزلو په وړاندې د خپلو مسئوليتونو له امله په لوڼو اغېز درلود؛ د جين کوبډن د 1864ز کال په يادښتونو کې له کورونو او کار ځايونو څخه د هغوی ليدنې ثبت شوي دي. هغې او خور يې «اين»، چې په ترتيب سره دولس او لس کلنې وې، د سيمه ييز کلي په ښوونځي کې ټولګيو ته درس ورکاو. پلار دا نجونې هڅولې وې چې په لاس کې شته پيسو په ورکولو سره د سيمه ييزې بې وزلۍ په لېرې کولو کې مرسته وکړي: "پيسې مه ساتئ...لکه چې اوس تاسو اراده کړې بې وزلو ته يې ورکړئ، نو خپلو ګاونډيو ته يې ورکړئ. ستاسو مور به تاسو ته ووايې چې هغه څنګه ولګوئ، او بيا ماته د هغې په اړه هر څه ووايئ".  [۹]

خورولي[سمول]

ريچارډ کوبډن د جين له څوارلسمې کليزې څو اونۍ مخکې د 1865ز کال د اپريل د مياشتې په دويمه نېټه د سرې مرۍ د سختې حملې له امله ومړ. دوی د کورنۍ بې ثباتۍ او مالي ستونزو سره مخ شول، بالاخره له حکومت څخه په يو کال کې د 1500 پاونډه تقاعد، او دهغه د ملګرو او پلويانو له خوا د "کوبډن يادګاري صندوق" په مرسته يې دا ستونزې حل شوې. د پلار له مړينې وروسته جين او اين د «مايده هل» په «وارنګټن لاج» ښوونځي کې زده کړې وکړې، خو د يو لړ اختلافاتو له امله چې نوعيت يې څرګند نه دی، دواړه خوېندې له ښوونځي ووېستل شوې – "زما لاسونو ته راوغورځول شوې" د هغوی مور شکايت وکړ. په دې سخت وخت کې، «کيترين» ځان ګوښه نه کړ؛ په 1866ز کال کې نوموړې د خپل مېړه د سياسي ليکنو بيا خپرېدو څارنه وکړه، او په همدې کال کې د "ښځو په عريضه" د 1499 لاسليک کونکو له جملې يوه شوه، دا داسې يوه پېښه وه چې تاريخ پوهې «صوفيا وين وينګرډن» يې د ښځود رايې ورکولو د خوځښت د منظم پيل نښه بولي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په 1869ز کال کې، ډنفورډ هاوس پرېښودل شو. کيترين او د هغې څلور ځوانې لوڼې په «سويلي کينسنګټن» کې يو کور ته ولاړې ـ مشره لور يې «کيټ» په 1866ز کال کې واده شوې وه. د کورنۍ غړي ناډاډمن ثابت شول، الين، جين او اين اوس د ډېرې خپلواکۍ څرګندونه کوله، او د مور او لوڼو تر منځ د رايې اختلاف پيدا شو. کيترين له خپلې تر ټولو کشرې لور «لوسي» سره يوځای له کوره ووته او «ويلز» ته ولاړه، چېرته چې په 1877ز کال کې تر مړينې پورې و اوسېده. په سويلي کينسنګټن کې، ايلن، جين او اين به ډېر وخت له «کيټ» سره يو ځای کېدې، د خورولۍ يوه ټولنه يې جوړه کړه، کومه چې هم د ريچارډ کوبډن يادښتونو او اثارو خوندي کولو او هم د خپلو خپلو کارونو په مټ د کوبډن اصولو او بنسټپالو موخو ساتنې ته ژمنه وه. دوی په شریکه سره د خپل پلار د يو يادښت د خپرېدو مخه ونيوله، چې د هغه د يو پخواني همکار له خوا يې مالي تمويل کېدو او او د دې کورنۍ د يو ملګري «جولي سيلس شوابي»  له خوا ترتيب شوی و. دا چاره د یو څه جرم لامل وګرځېده؛ «شوابي» د ريچارډ له مړينې وروسته دې کورنۍ ته يو څه مالي او احساساتي ملاتړ ورکړی و. په هر حال، په ځانګړي ډول جين ډېر مهم يادګار غوښت، او د «جان مورلي» خدمات يې تر لاسه کړي و، چې د هغه له خوا د ريچارډ کوبډن ليکل شوې ژوند ليک په 1881ز کال کې خپور شو.[۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite ODNB کينډۍ:Subscription required
  2. Morley, pp. 117–18
  3. کينډۍ:Cite ODNB کينډۍ:Subscription required
  4. "The Cobden Archives". West Sussex County Council. خونديځ د اصلي څخه ۱۴ جولای ۲۰۱۴. لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Rogers, pp. 84–91
  6. Rogers, pp. 115–16
  7. Morley, p. 689
  8. Morley, p. 657
  9. Richardson, pp. 235–36
  10. Rogers, pp. 175–76
  11. Rogers, p. 178
  12. Rogers, p. 179
  13. Van Wingerden, pp. 1–2
  14. Rogers, pp. 180–81
  15. Richardson, p. 231