ریچارد رورټي
ریچارد رورټي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | نيويارک [۲] |
مړینه | پالو التو |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، پراګماتيزم |
مؤثر | |
سمول |
ریچارد مکې رورټي (د ۱۹۳۱ ز کال د اکتوبر له ۴ – د ۲۰۰۷ ز کال د جون تر ۸) یو امریکایی فیلسوف و. نوموړي چې د شیکاګو او یېل په پوهنتونو کې زده کړې کړې وې، هم د فلسفې په تاریخ کې او هم معاصره تحلیلي فلسفه کې پراخه لېوالتیا او روزنه ترلاسه کړې وه. رورټي د پرنسټن په پوهنتون کې د فلسفې په برخه کې د سټوارټ پروفیسور په توګه، د ویرجینیا په پوهنتون کې د بشري علومو په برخه کې د کینن پروفیسور په توګه او په سټنفورډ پوهنتون کې د پرتلیزو ادبیاتو د پروفیسور په توګه اوږد او متنوع علمي ژوند لري او د نوموړي په تر ټولو اغېزمنو کتابونو کې: فلسفه او د فطرت هېنداره (۱۹۷۹ز کال)، د رښتین پالنې پایلې (۱۹۸۲ز کال) او شونتیا، تناقص، او پیوستون (۱۹۸۹ ز کال) دي.
رورټي هغه اوږدمهاله تیوري رد کړه چې ګواکي په بهرنۍ نړۍ کې د شیانو په اړه غوره داخلي انځور د پوهې لپاره اړین شرط دی. د دې پرځای رورټي استدلال وکړ چې پوهه یوه داخلي او ژبنۍ چاره ده؛ په دې معنا چې پوهه یوازې زموږ په خپله ژبه پورې اړه لري. رورټي استدلال کوي چې ژبه له داسې اصطلاحاتو جوړه شوې ده چې لنډمهاله او تاریخي دي او دې پایلې ته رسېږي "[...] چې: له هغه ځایه چې اصطلاحات او لغات د انسانانو له خوا جوړېږي، همدا ډول حقیقتونه هم د دوی له خوا را منځ ته کېږي." د مخکینیو دلایلو منل د هغه څه لامل کېږي، چې هغه ته رورټي "تناقص پلوي" وایي؛ یعني یو داسې ذهني حالت چې په کې خلک په بشپړ ډول پوهېږي چې د دوی پوهه له تاریخي اړخه د دوی په وخت او ځای پورې اړه لري، او له همدې امله یو څه د خپلو باورونو څخه واټن اخلی. خو رورټي دا هم استدلال کوي چې "[...] یو باور لاهم کولای شي، یا لا هم ډېره لېوالتیا را منځ ته کولای شي، د هغو خلکو په منځ کې یوه کړنې ته بڼه وروبښي چې په دې پوهېږي چې دا باور د شونتیا د تاریخي شرایطو په پرتله کوم بل څه نه دی."[۳][۴][۵][۶][۷][۸]
ژوندلیک
[سمول]ریچارد رورټي د ۱۹۳۱ ز کال د اکتوبر په ۴ نیټه په نیویارک ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د نوموړي مور او پلار، جیمز او وینفرډ روټی، لیکوالان، فعالان او ټولنیز دیموکراتان وو. د هغه مورنی نيکه والټر راؤشينبوش د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د عیسی د زېرې د ټولنيز خوځښت نامتو څېره وه. پلار یې د ژوند په وروستیو کې دوه رواني کړکیچونه تجربه کړل. دوهم کړکېچ، چې د نوموړي د ژوند د ۱۹۶۰ ز کلونو په لومړیو کې را منځ ته شو، ډېر زیان رسوونکی و او "په هغه کې د الهی غیب پوهنې ادعاوې راپورته شوې." په پایله کې، په ځوانۍ کې ریچارد رورټي په خپګان اخته شو او په ۱۹۶۲ ز کال کې یې د رواني وسواس د رنځ له امله شپږ کلنه رواني شننه پیل کړه. رورټي د "ټروتسکي او صحرایي ارغوان ګلونه" تر عنوان لاندې په خپل لنډ ژوندلیک کې د زړه راښکونکې ښکلا او ټولنیز عدالت په یوځای کولو سره د نیو جرسي د کلیوالي ارغوان ګلونو د ښکلا په اړه لیکلنه کوي. د رورټي په اړه د هغه د همکار، جورګین هابرماس، یادښت د رورټي د ماشومتوب متضاده تجربې په ګوته کوي لکه د ښکلو ارغوان ګلونو او د خپل مور او پلار په کور کې د یو کتاب لوستل چې د سټالین په وړاندې د لیون ټروټسکي دفاع کوي، چې له فلسفې سره لومړنۍ لېوالتیا را منځ ته کړه. نوموړی روټي د یو متناقص کس په بڼه وړاندې کوي: [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د تناقص پلوي راورټي لپاره هېڅ شی سپېڅلي نه دي. کله چې له نوموړي د خپل ژوند په پای کې د "سپېڅلتیا" په اړه وپوښتل شول، سخت دریځه خدای-منکر د ځوان هیګل د ټکو په بڼه ځواب ورکړ: "زما د سپېڅلتیا احساس په دې هیله پورې تړلی دی، چې یوه ورځ به زما کړوسي په داسې نړیوال تمدن کې ژوند وکړي چې مینه په کې یوازینی قانون وي. [۱۴]
رورټي د ۱۵ کلنۍ عمر څخه لږ وړاندې د شیکاګو په پوهنتون کې ګډون ترلاسه کړ، چې په دې ځای کې نوموړي په فلسفه کې (د ریچارد مک کیون تر نظر لاندې) د لیسانس او ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او په ۱۹۵۲ – ۱۹۵۶ ز کلونو کې یې په یېل پوهنتون کې په فلسفه کې پی ایچ ډي (ډوکتورا) ته دوام ورکړ. هغه په ۱۹۵۴ز کال کې له یوې علمي څېرې، امېلي اوکسنبرګ (د هارورډ پوهنتون استاد) سره واده وکړ، چې له هغې څخه يې يو زوی جې روټي پيدا شو. د متحده ایالاتو په په پوځ کې له دوو کلونو وروسته، نوموړي تر ۱۹۶۱ ز کال پورې دری کاله د ويلزلي په کالج کې تدريس وکړ. رورټي خپله مېرمن طلاق کړه او وروسته یې په ۱۹۷۲ ز کال کې د سټینفورډ پوهنتون په بیولوژي کې د اخلاقیات پوهې، ماري وارني سره واده وکړ. دوی د کیون او پیټریشیا په نومونو دوه ماشومان درلودل. پداسې حال کې چې ریچارد رورټي یو "سخت دریځه خدای-منکر" (هبرماس) و، ماري وارني رورټي د مورمون مذهبې ډلې (د راتلونکې ورځې عیسي) پلوه وه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
رورټي په پرنسټن پوهنتون کې ۲۱ کاله د فلسفې پروفیسور و. نوموړي په ۱۹۸۱ز کال کې، د مک ارتور فیلوشپ ترلاسه کړ، چې زیاتره د "جینیوس اوارډ یا د نابغه جایزه" په نوم یادېږي. د اوارډ په لومړي کال، نوموړی په ۱۹۸۲ ز کال کې د ویرجینیا په پوهنتون کې د کینان پروفیسور په توګه د بشري علومو استاد شو، چې په ګڼو څانګو کې، په ځانګړې توګه په انګلیسي ژبه کې یې له خپلو همکارانو او زده کونکو سره نږدې کار کاوه. رورټي په ۱۹۹۸ز کال کې په ستنفورډ پوهنتون کې د پرتلیزو ادبياتو (او فلسفې) پروفیسور شو، چې په دې ځای کې نوموړي د خپل علمي ژوند پاتې برخه تېره کړه. د دې مودې په اوږدو کې نوموړی په ځانګړې بڼه مشهور و، او یو ځل داسې آوازه شوه چې هغه د "د عصري مطالعاتو د لېږد (پل) پروفیسور" په توګه ګمارل شوی و.[۲۰][۲۱][۲۲]
د رورټي د ډوکتورا رساله، چې د پټ ځواک د مفهوم تر نوم لاندې یوه تاریخي مطالعه وه، د پاول ویس تر څارنې لاندې بشپړه شوه، خو د نوموړي لومړی کتاب (د اډېتور په توګه)، چې د ژبني بدلون (۱۹۶۷ز کال) تر نوم لاندې و، اساساً په موجوده تحلیلي بڼې کې و، چې په تحلیلي فلسفه کې یې د ژبني بدلون په اړه کلاسیک مقالې راټولولې کړې. خو هغه په کراره د امریکایی فلسفی له غورځنګ سره چې د پراګماتزم یا عملي فلسفې په نوم یادېده، په ځانګړې توګه د جان ډیوي له لیکنو سره آشنا شو. هغه ارزښتمند کارونه چې د تحلیلي فیلسوفانو لکه ویلارډ وان اورمن کوین او ویلفرډ سیلارز له خوا ترسره شوي وو د هغه په فکر کې د پراخ بدلون لامل شو، چې د نوموړي په راتلونکي کتاب، فلسفه او د فطرت هنداره (۱۹۷۹ز کال) کې څرګند شو.
عمل پلویان زیاتره په دې اند دي چې د فرضیي معنی په ژبني عمل کې د هغې د کارولو له لارې ټاکل کېږي. رورټي د حقیقت او نورو مسلو په اړه عملي فلسفه د ژبې د وټګینسټنین د وروستنۍ فلسفې سره ګډ کړ چې بیانوي چې معنی یو ټولنیز-ژبنی محصول دی، او جملې د توافق د اړیکې په مفهوم کې نه "اوبدل کېږي:". رورټي په خپل د شونتیا، تناقص، او پیوستون (۱۹۸۹ز کال) اثر کې لیکلي:
حقیقت په دې ځای کې نشته - یعنې د انسان له ذهن څخه په خپلواکه توګه شتون نلري - ځکه چې دلته جملې شتون نلري. نړۍ دلته شته، مګر د نړۍ توضیحات شتون نلري. یوازې د نړۍ توضیحات ریښتیا یا غلط کېدای شي. نړۍ په خپله د انسانانو د توصیفي کړنو له مرستې پرته نشي کولای ځان څرګند کړي."
ډا ډول نظرونه د دې لامل شول چې رورټي د فلسفې زیاتره لومړنۍ انګیرنې تر پوښتنې لاندې راولي — او همدارنګه د دې لامل شول چې هغه له موډرن-نه-وروسته / پرانیست-کوونکی فیلسوف په توګه شهرت ترلاسه کړي. په حقیقت کې، رورټي د ۱۹۸۰ لسیزې له وروستیو څخه تر ۱۹۹۰ ز کلونو پورې، د اروپا د وچې په فلسفي (براعظمي فلسفي) دود تمرکز وکړ او د فریډریش نیچه، مارتین هایدګر، میشل فوکو، ژان فرانسوا لیوټار او ژاک دیریدا اثار یې تر سپېړنې لاندې ونیول. د نوموړي کارونه له دې دورې څخه، شونتیا، تناقص، او پیوستون (۱۹۸۹ز کال) د هایدګر او نورو په اړه مقالې: فلسفې مقالې ۲ (۱۹۹۱ز کال) او حقیقت او پرمختګ: فلسفې مقالې ۳ (ز کال) دي. وروستني دوه آثار هڅه کوي چې د تحلیلي او د اروپا د وچې د فلسفې (براعظمي فلسفې) تر منځ بېلوالی په دې دلیل کم کړي چې دا دواړه دودونه یو بل بشپړوي، نه د دا چې د یو بل مخالف دي.
د رورټي په وینا: شونې وه چې تحلیلي فلسفه تر خپل تظاهر پورې ژوندۍ پاتې نه شي او داسې نه انګېرل کېدل چې له خپلې وړتیا سر سم لانجې حل کړي. خو بیا هم دې ډول فلسفې، له تظاهر او لانجو څخه د لاس په سر کېدو لپاره د دلایلو د موندلو په بهیر کې، مرسته کړې چې د افکارو په تاریخ کې ځانته مهم ځای پیدا کړي. د تظاهر د وړتیا او قطعیت د سپېړلو څخه لاس اخیستل چې اډمونډ هوسرل له روډولف کارنپ او برټرانډ رسل سره شریک کړل او د دې فکر لپاره یې د نویو دلیلونو په موندلو سره چې دا ډول سپېړل به هیڅکله بریالي نشي، تحلیلي فلسفې داسې یوه لاره وړاندې کړه چې پخوانۍ ساینس پالنه یې په هغه ډول رهبري کړه چې آلماني آرمان پالونکو (ایډیالیسټانو) د تجربې پالنې د رهبرۍ لپاره لاره وړاندې کړه.
د د خپل ژوند په وروستیو پنځلسو کلونو کې، روټي خپلو لیکنو ته دوام ورکړ، پشمول د کلتوري سیاست په توګه فلسفه (د فلسفې مقالې IV)، او زموږ هیواد ته رسیدل (1998)، یو سیاسي منشور چې یو څه برخه یې د ډیوي او والټ ویټمن په لوستلو ولاړه وه چې په هغه کې هغه د هغه څه په مقابل کې چې هغه فکر کوي د ماتې غوښتونکي، لیبرال ضد، د بشریت ضد دریځونو په وړاندې د کیڼ اړخو او براعظمي ښوونځي لخوا ملاتړ شوي د یو پرمختلونکي، پراګماتیک بائیں نظریې دفاع وکړه. رورټي احساس وکړ چې دا د انسانیت ضد دریځونه د نیټز، هیډیګر، او فوکو په څیر شخصیتونو لخوا مشخص شوي. دا ډول تیوریسټان هم د "الوتونکي افلاطونزم" مجرم و چې په هغه کې یې هڅه کوله چې پراخه، مابعدالطبعي، "عالي" فلسفې رامینځته کړي - کوم چې په حقیقت کې د دوی اصلي ادعاګانې د اوسپنې او متقابلو ادعاوو سره مخالفت کوي. د رورټي وروستي اثار، د سټینفورډ پوهنتون ته د هغه د تګ وروسته په معاصر ژوند کې د مذهب ځای، لیبرال ټولنو، مقایسوي ادبیاتو او فلسفې ته د "کلتوري سیاست" په توګه اشاره وکړه.
نوموړي له خپلې مړینې لږ وړاندې، د "د ژوند اور" په نوم یوه مقاله ولیکه، (چې د شعر د مجلې د ۲۰۰۷ ز کال د نومومبر په ګڼه کې خپره شوه)، چې په کې هغه د خپل تشخیص او د شاعرۍ آرامامتیا په اړه ژور فکر وړاندې کوي. په پای کې هغه بیانوي: "ای کاش ما د خپل ژوند یو څه نوره برخه د شعر له کرښو سره تېره کړې وای. دا له دې امله نه چې زه ویره لرم چې هغه حقیقتونه مې له لاسه ورکړي چې په نثر کې د بیان وړ ندي. دا ډول حقیقتونه نشته؛ د هغه مرګ په اړه چې سوینبورن او لینډر پوهېدل، هېڅ نشته، خو ایپیکورس او هایدګر يې په پوهیدو کې پاتې راغلل. خو دا له دې امله چې ما به ډیر بشپړ ژوند کړی وای که ما لږ نوره سپېړنه کړې وای - لکه څنګه چې ما به ډېر نږدې ملګري پیدا کړي وای. هغه دودونه چې د لغاتو بډایه ذخیرې لري بشپړ انسانان دي - یعنې له حیوانتوب څخه لرې شوي - د هغو کسانو په پرتله چې لږ او کمزوري د لغاتو ذخیرې لري؛ نارینه او ښځینه وګړي هغه وخت ډېر بشپړ انسانان دي چې د دوی یادونه د شعر له کرښو ډک وي."[۲۳]
رورټي د ۲۰۰۷ ز کال د جون په ۸ په خپل کور کې د پانقراس د سرطان له امله له نړۍ سترګې پټې کړې. [۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ پیوستون : 118970623 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118970623 — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Robert Brandom summarizes Rorty's anti-representationalism like so: "In a nutshell, this is how I think Rorty's critique of semantic representationalism goes: Normative relations are exclusively intravocabulary. Extravocabulary relations are exclusively causal. Representation purports to be both a normative relation, supporting assessments of correctness and incorrectness, and a relation between representings within a vocabulary and representeds outside of that vocabulary. Therefore, the representational model of the relation of vocabularies to their environment should be rejected." Brandom, Robert. [[[:کينډۍ:GBurl]] Vocabularies of Pragmatism: Synthesizing Naturalism and Historicism. (In: Rorty and His Critics)]. Malden, Mass. p. 160. ISBN 0-631-20981-6. OCLC 43109795.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ Rorty distinguished between knowledge-that and knowledge-how; only language users can have knowledge-that (epistemically valid knowledge) while all life forms, including bacteria and virus, can have "knowledge-how" (know-how). Rorty, Richard. [[[:کينډۍ:GBurl]] Response to Barry Allen. (In: Rorty and His Critics)]. Malden, Mass. pp. 238–239. ISBN 0-631-20981-6. OCLC 43109795.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ Rorty, Richard (1989). [[[:کينډۍ:GBurl]] Contingency, irony, and solidarity]. Cambridge. p. 6, 21. ISBN 0-521-35381-5. OCLC 18290785.
The world can, once we have programmed ourselves with a language, cause us to hold beliefs. But it cannot propose a language for us to speak. Only other human beings can do that. [...] [S]ince truth is a property of sentences, since sentences are dependent for their existence upon vocabularies, and since vocabularies are made by human beings, so are truths.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ Rorty, Richard (1982). [[[:کينډۍ:GBurl]] Consequences of pragmatism: Essays, 1972-1980]. Minneapolis. p. 158. ISBN 0-8166-1064-9. OCLC 8222790.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ Rorty, Richard (1989). [[[:کينډۍ:GBurl]] Contingency, irony, and solidarity]. Cambridge. p. 189. ISBN 0-521-35381-5. OCLC 18290785.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ "The ironist spends her time worrying about the possibility that she has been initiated into the wrong tribe, taught to play the wrong language game. She worries that the process of socialization which turned her into a human being by giving her a language may have given her the wrong language, and so turned her into the wrong kind of human being. But she cannot give a criterion of wrongness. So, the more she is driven to articulate her situation in philosophical terms, the more she reminds herself of her rootlessness by constantly using terms like «Weltanschauung,» «perspective,» «dialectic,» «conceptual framework,» «historical epoch,» «language game,» «redescription,» «vocabulary,» and «irony.»" Rorty, Richard (1989). [[[:کينډۍ:GBurl]] Contingency, irony, and solidarity]. Cambridge. p. 75. ISBN 0-521-35381-5. OCLC 18290785.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) - ↑ Bernstein, Adam (11 June 2007). "Richard Rorty, 75; Leading U.S. Pragmatist Philosopher". washingtonpost.com. نه اخيستل شوی 26 September 2012.
- ↑ "Richard Rorty: The Making of an American Philosopher". press.uchicago.edu. 1931-10-04. نه اخيستل شوی 2012-09-26.
- ↑ Bruce Kuklick. "Neil Gross, Richard Rorty: The Making of an American Philosopher." Transactions of the Charles S. Peirce Society 47.1 (2011):36.
- ↑ Casey Nelson Blake, "Private Life and Public Commitment: From Walter Rauschenbusch to Richard Rorty," in A Pragmatist's Progress?: Richard Rorty and American Intellectual History, ed. John Pettegrew (Rowman & Littlefield, 2000), 85. ISBN 9780847690626
- ↑ "Jürgen Habermas: Philosopher, poet and friend (12/06/2007)". signandsight. نه اخيستل شوی 2012-09-26.
- ↑ "Jürgen Habermas: Philosopher, poet and friend (12/06/2007)". signandsight. نه اخيستل شوی 2012-09-26.
- ↑ "Richard Rorty, distinguished public intellectual and controversial philosopher, dead at 75" Archived 2010-03-16 at the Wayback Machine. (Stanford's announcement), June 10, 2007
- ↑ Marchetti, Giancarlo. "Interview with Richard Rorty." Philosophy Now Volume 43, Oct.–Nov. 2003.
- ↑ Ryerson, James. "The Quest for Uncertainty: Richard Rorty's Pragmatic Pilgrimage" Linguafranca Vol. 10, No. 9. December 2000/January 2001.
- ↑ Ramberg, Bjørn (August 1, 2009). Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – via Stanford Encyclopedia of Philosophy.
- ↑ Bruce Kuklick. "Neil Gross, Richard Rorty: The Making of an American Philosopher." Transactions of the Charles S. Peirce Society 47.1 (2011):36.
- ↑ Ramberg, Bjørn (August 1, 2009). Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – via Stanford Encyclopedia of Philosophy.
- ↑ Ryerson, James. "Essay: Thinking Cheerfully." The New York Times Book Review. July 22, 2007: p. 27.
- ↑ "Richard Rorty, Philosopher, Dies at 75" (NY Times Obituary), June 11, 2007
- ↑ Rorty, Richard (November 2007). "The Fire of Life". Poetry Magazine. Archived from the original on 2020-03-28. نه اخيستل شوی 2022-05-12.
{{cite journal}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ "Richard Rorty, distinguished public intellectual and controversial philosopher, dead at 75" Archived 2010-03-16 at the Wayback Machine. (Stanford's announcement), June 10, 2007
- ↑ "Richard Rorty, Philosopher, Dies at 75" (NY Times Obituary), June 11, 2007
- ↑ "Richard Rorty," (short obituary), June 9, 2007.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- مخونه چې ناسم اېنټرنيټي لينکونه لري
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې