ريچارډ هولبروک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ريچارډ هولبروک

ريچارډ چارلس البرټ هولبروک (زېږون: ۲۴ د اپرېل, ۱۹۴۱ – مړینه: ۱۳ د ډسمبر , ۲۰۱۰)د امریکې يو جگپوړی ډيپلوماټ ، د يوې رسنۍ مسول چلوونکی ، لیکوال ، د پوهنتون پروفیسور، د د سولې د ډلې رسمي مامور او بانکي پانگه وال و . هغه يوازینی کس و چې د کورنیؤ چارو د مرستيال وزیر په توگه ېې د نړۍ په دوه ؤ لويو وچو (براعظمونو)کې (اسيا له ۱۹۷۷م زېږيز ـ ۱۹۸۱ز او اروپا کې له ۱۹۹۴ زېږيز ـ ۱۹۹۶ ز پورې)په دندو گومارل شوی. وروسته ېې بیا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانگړي استازي په توگه د اوباما په اداره کې دندې درلودې . له ۱۹۹۳ زېږيز کال څخه تر ۱۹۹۴ زېږيز کاله د امریکا لخوا په جرمني کې سفیر و. که څه هم چې د ژورنالیزم او ډیپلوماسۍ په چاپېريال کې پېژندل شوی کس و ، خو د هولبروک تر ټولو لویه لاسته راوړنه د بوسنیا په جگړه کې د څو ښکېلو ډلو ترمنځ د منځگړي په توگه د سولې د تړون رامنځته کول و چې وروسته ېې د ډېټون د سولې تړون په نوم په ۱۹۹۵ زېږيز کال ېې لاسلیک کړ. هولبروک د بل کلنټن په اداره کې د وارين کرسټوفر سره د کورنيو چارو د وزیر په دنده گومارنې باندې مخالفت درلود ،خو برسېره د هغه په ټينگار ېې ميډلین البرايټ ته هم د کورنيو چارو د وزیر دنده وبايلله . له ۱۹۹۹ زېږيز کال خخه تر ۲۰۰۱ م زېږيز کال پورې هولبروک په ملگرو ملتونو اورگان کې د امریکې لخوا سفیر وټاکل شو. هغه د ۲۰۰۴ م زېږيز کال په ټولټاکنو کې د سناتور جان کېري مشاور و . وروسته بیا د هلري رودهام کلنټن سره يوځای شو او په باندنیؤ چارو کې د تگلارې يو جگپوړی مشاور وټاکل شو . هولبروک د کلنټن او اوباما په ادارو کې د کورنيؤ چارو د وزیر دندو لپاره نوماندی گڼل کېږي . په ۲۲مه د جنورۍ د ۲۰۰۹ م زېږيز کال هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما او هلري کلنټن د ادارې لخوا د ځانگړي استازي په توگه ونومول شو او ده دغه دنده تر خپل د مړینې ۱۳م د ډسمبر ۲۰۱۰ م زېږيز پورې پر غاړه درلوده .