Jump to content

رومانوف پسونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یو رومانوف پسه یا ګډ

رومانوف د کورنیو پسونو یو نسل دی چي د روسیې د پورتنۍ ولګا سیمي څخه سرچینه اخلي. په 18 پیړۍ کي دا پسونه د لومړي ځل لپاره د روسیې څخه بهر ولیدل سول. په 1980 کي د کاناډا د حکومت لخوا 14 رومانوف میږي او 4 پسونه وپیرل سوه او د 5 کلونو لپاره قرنطین سول. تر ازمویني وروسته د رومانوف ځیني نسلونه متحده ایالاتو ته هم یووړل سوه. د دې بې ساري نسل ویش په ټوله نړۍ کي خور سوی دی.