روفس کېنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روفس کېنګ
(انګلیسي: Rufus King د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روفس کېنګ
روفس کېنګ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ مارچ ۱۷۵۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 29 اپرېل 1827 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک [۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال [۸]
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
۱۰   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
روفس کېنګ
روفس کېنګ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

روفس کېنګ (۲۴ مارچ ۱۷۵۵ – ۲۹ اپرېل ۱۸۲۷ زکال) امریکايي وکیل، سیاستوال، دیپلومات او د امریکا له بنسټګرو پلرونو څخه و. نوموړی په قاره یي کانګرس او د فلادلیفیا په کنوانسیون کې د ماساچوست استازی او په ۱۷۸۷ زکال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون یو له لاسلیک کوونکو څخه و. د نوي کانګرس له جوړېدو وروسته نوموړی د متحده ایالاتو په سنا کې د نیویارک استازی و. نوموړی د فدرالیست ګوند د پیاوړي غړي په توګه را څرګند شو او د ۱۸۱۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د یاد ګوند د وروستي نوماند په توګه خدمت وکړ.

د ماساچوست د بډایه سوداګر زوی کېنګ وړاندې له دې چې د امریکا د انقلابي جګړې پر مهال په رضا کارانه توګه له ملیشه ځواکونو سره مل شي، حقوق یې ولوستل. نوموړي په ۱۷۸۳ زکال کې د ماساچوست د مقننه قوې لپاره ټاکنې وګټلې او راتلونکی کال یې د کنفدریشن کانګرس ته لار ومونده. د ۱۷۸۷ زکال د فیلادلیفیا په کنوانسیون کې د یو مخکښ ملت پاله په توګه راڅرګند شو او د فدرال دولت لپاره د واکونو د زیاتوالي غوښتونکی شو. له دغه کنوانسیون وروسته کېنګ ماساچوست ته راوګرځېد او هلته یې د اساسي قانون د تصویب په موخه له خپل نفوذ کار واخیست. د الکساندر همیلټون په ټینګار هغه وکالت پرېښود او نیوریاک ته یې کډه وکړه.

نوموړي د ۱۷۸۹ زکال په ټاکنو کې د نیویارک په استازولۍ د متحده ایالاتو سنا جرګې ته لار ومونده او تر ۱۷۹۶ زکال پورې په دغه ځایګي کې پاتې شو. همدغه کال هغه د ولسمشر جورج واشنګټن له خوا د بریتانیا لپاره د وزیر په توګه خپله ګمارنه ومنله. په داسې حال کې چې کېنګ د همیلتون له فدرالیست ګوند سره مل و؛ دیموکراتیک جمهوري غوښتونکي ولسمشر توماس جفرسون د ۱۸۰۰ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته د کېنګ خدمات وستایل او د هغه ځایګی یې وساته. کېنګ په ۱۸۰۴ او ۱۸۰۸ زکال کې د فدرالیست ګوند په استازولۍ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماند د مرستیال په توګه خدمت وکړ او له سویلي کارولینا څخه یې د چارلس کوتیسورث پینکنی په ټکټ کې نا بریالۍ هڅه وکړه. په داسې حال کې چې ډېری فدرالیستانو د ۱۸۱۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات جمهوري غوښتونکي نوماند ډیویټ کلینټون څخه ملاتړ وکړ خو کېنګ د خپل ګوند له ملاتړ پرته د یو شمېر کمو هغو فدرالیستانو رایه ترلاسه کړې وه چې د کلینټون له نوماندۍ څخه یې ملاتړ ته لیوالتیا نه لرله. په ۱۸۱۳ زکال کې کېنګ سنا مجلس ته بېرته را ستون شو او تر ۱۸۲۵ زکال پورې په دغه ځایګي کې پاتې شو.

کېنګ چې په باالفعل/ډي فکټو توګه د ۱۸۱۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د فدرالیست ګوند نوماند و له جیمز مونرو څخه یې کلکه ماته وخوړه. فدرالیست ګوند له ۱۸۱۶ زکال وروسته په ملي کچه منحل شو او کېنګ ولسمشریزو ټاکنو ته د یاد ګوند په استازولۍ وروستی نوماند شو. له دې سره کېنګ وکولای شول تر ۱۸۲۵ زکال پورې په سنا کې پاتې شي او د نیویارک دیموکرات جمهوري غوښتونکي ګوند ته په انشعاب سره وروستی فدرالیست سناتور شو. له دې وروسته کېنګ د ولسمشر جان کوینسی آدامز له خوا د دویمې دورې لپاره لویې بریتانیا ته د سفیر په توګه خپله ګمارنه ومنله، خو ناوړه روغتيايي حالت کېنګ اړ کړ څو له دولتي دندو لاس پر سر شي او په ۱۸۲۷ زکال کې ومړ. کېنګ پنځه ماشومان لرل چې تر لویوالي پورې یې ژوند کړ، همدارنګه یې ګڼ شمېر مخکښ لمسیان لرل.

لومړی ژوند[سمول]

کېنګ د ۱۷۵۵ زکال د مارچ په ۲۴ مه په سکاربرو کې چې هغه مهال د ماساچوست برخه وه او اوس مین ته اړوندېږي وزېږېد. هغه د ایزابیلا (براګډون) او د بډایه سوداګر او بزګر ریچارد کېنګ زوی و چې د سکاربرو په دونسټان لنډنګ کې پورټلند، مین ته څېرمه استوګن و او د روفس د زېږون تر کاله یا تر ۱۷۵۵ زکال پورې یې یوه اندازه شتمني راغونډه کړې وه. مالي بریا یې د ګاونډیو کینه راپارولې وه او هغه مهال چې په ۱۷۶۵ زکال کې سټمپ قانون په خلکو قبول شو او پاڅونونو ته لږ درناوی را پیدا شو؛ یوه ډله وګړو یې کور چور کړ او د هغه د کور ډېری وسایل یې له منځه یووړل. له دې امله چاته جزا ورنکړل شوه او راتلونکی کال یې د هغه د کور انبار ته اور واچواه. دغه موضوع په دې سره تائید شوه چې جان آدمز هغه مهال د اساسي قانون کنوانسیون ته د «یاغیانو» پر وړاندې د محدودیتونو رامنځته کولو اړوند اشاره وکړه او خپلې مېرمنې ابیګیل ته یې په یوه لیک کې دغه صحنه داسې توصیف کړه: [۹][۱۰]

زه په یوه ډېره مشهوره قضیه کې بوخت یم: د یاغیانو پر وړاندې د سکاربرو د کېنګ قضیه، چې یاغیان/لنډغر د هغه کور ته ننوتي د هغه ورقې یې ویشتلې او هغه، مېرمن، ماشومان او غلامان یې په شپه کې وېرولي. د دغې کورنۍ ترور، تشویش، ویره او وحشت په کلماتو نه شي توصیف کېدلای او یا هم د نقاشۍ په یوه پاڼه نشي انځور کېدلای. کافي ده چې یوه مجسمه ځای پر ځای کړې، د ډبرې زړه اوبه کړې او دغه کیسه ولولې.... دا حیرانونکې نه ده چې ریچارډ کېنګ په یو وفادار اوښتی خو له دې سره د هغه ټول زامن د امریکا د خپلواکۍ په جګړه کې په وطن پالو اوښتي. [۱۰][۱۱]

زده کړې او لومړنی مسلک[سمول]

کېنګ په ۱۲ کلنۍ کې د ماساچوست د سویلي بایفیلډ په ډومر اکاډمي (اوس مهال د ګورنر اکاډمي) کې شامل شو. وروسته هغه هاروارډ کالج ته ولاړ او له هغه ځایه په ۱۷۷۷ زکال کې فارغ شو. نوموړي د تئوفیلوس پارسونز تر نظر لاندې د حقوقو په لوستلو پیل وکړ، خو زده کړې یې په ۱۷۷۸ زکال کې هغه مهال ودرولې کله چې د امریکا په انقلابي جګړه کې د شبه نظامي دندې د ترسره کولو په موخه داوطلب شو. هغه د ډلګۍ مشر په توګه وټاکل شو او د جنرال جان سالیوال د یاور په توګه یې د روډ آیلنډ په جګړه کې خدمت وکړ. له دغې مبارزې وروسته کېنګ بېرته د پارسونز تر نظر لاندې شاګردۍ ته راوګرځېد. په ۱۷۸۰ زکال کې یې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده او د ماساچوست په نیوبوري پورټ کې یې حقوقي چارې پیل کړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سیاسي ژوند[سمول]

د اساسي قانون کنوانسیون[سمول]

کېنګ د لومړي ځل لپاره په ۱۷۸۳ زکال کې د ماساچوست مقننې قوې (Massachusetts General Court) ته وټاکل شو او تر ۱۷۸۵ زکال پورې هر کال بیاځلي د دغه ځایګي لپاره وټاکل شو. ماساچوست له ۱۷۸۴ زکال څخه تر ۱۷۸۷ زکال پورې نوموړی د کنفدریشن کانګرس ته ولېږه. نوموړی په کنفرانس کې یو له ځوانو غړو څخه و. [۱۲][۱۶]

په ۱۷۸۷ زکال کې کېنګ د اساسي قانون کنوانسیون ته چې په فلادلیفیا کې جوړ شو ولېږل شو. کینګ له خپل قد او قامت او ځوانۍ سربېره په دغه کنوانسیون کې ځانګړی ځایګی درلود ځکه «هغه یو له پیاوړ ویناوالو څخه و». له جمیز مډیسون سره په خوا کې، «هغه د ملي توب په برخه کې په یوه مخکښه څېره واوښت». له دې سربېره یې په هره ناسته کې ونډه کې لرله. [۱۲]

په داسې حال کې چې هغه مهال چې نوموړی دغه کنوانسیون ته راغی، دا باور یې نه درلود چې باید په کنفدریشن کې پام وړ بدلونونه رامنځته شي، خو د هغه نظریاتو د بحثونو په اوږدو کې حیرانونکی بدلون وموند. هغه له رئیس ویلیام ساموئل جانسون، جیمز مډیسون، ګوورنور موریس او الکساندر همیلتون سره د متحده ایالاتو د اساسي قانون د مسودې جوړولو د سبک او تنظیم په کمېټه کې کار وکړ. کېنګ یو له هغو مخکښو استازو څخه و چې د حکومتولۍ د بنسټیزې شخصیت جوړونې په ستونزمنه چاره کې یې مهمه ونډه لرله. د سپټمبر په ۱۷ مه د اساسي قانون له لاسلیک کولو وروسته هغه کور ته راستون شو څو د اساسي قانون د تصویب په موخه هڅه وکړي؛ ځان یې سنا ته نوماند کړ خو بریالی نه شو. اساسي قانون د ۱۸۷ او ۱۸۶ رایو له مخې په ډېر لږ توپیر تصویب شو. د اساسي قانون په تصویب سره ماساچوست د متحده ایالاتو شپږم ایالت شو چې د ۱۷۸۸ زکال د فبروري په لومړیو کې یې هغه تصویب کړ. [۱۲][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 1034288547  — د نشر نېټه: ۲۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sx6hkc — subject named as: Rufus King — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6473810 — subject named as: Rufus King — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=kingr — subject named as: Rufus King
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/30965 — subject named as: Rufus King — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  6. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=31512 — subject named as: Rufus King — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  7. پیوستون : 1034288547  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  8. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  9. Passos, John Dos (2011). The Men Who Made the Nation: Architects of the Young Republic 1782–1802. New York: Knopf Doubleday Publishing. د کتاب پاڼې 480. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Ernst, Robert (1968). Rufus King: American Federalist. University of North Carolina Press. د کتاب پاڼي 1–15, 209, 263. OCLC 284601. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Adams, John (July 7, 1774). "John Adams to Abigail Adams, 7 July 1774" (Web). Founders Online. National Archives and Records Administration. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ "The Founding Fathers: Massachusetts". The Charters of Freedom. Archives.gov. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Siry, Steven E. (February 2000), "King, Rufus"; American National Biography Online.
  14. Purvis, Thomas L. (1997). A Dictionary of American History. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 214. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57718-099-9. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Vinci, John (2008). "Biography of Rufus King". Colonialhall.com. د اصلي آرشيف څخه پر November 18, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 22, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "King, Rufus, (1755–1827)". Biographical Directory of the United States Congress. Congress. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Morton, Joseph C. (2006). Shapers of the Great Debate at the Constitutional Convention of 1787: A Biographical Dictionary. Berkeley: Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 160–62. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)