Jump to content

روزا پارکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روزا پارکس
روزا پارکس

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل
روغتيايي څرنګوالی عقل زوال (۲۰۰۴–)  ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه د مدني حقونو خوځښتونه [۳]،  مدني او سياسي حقونه [۳]،  توکمیز بیلوالی (توپیر) [۳]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۱۹۹۵)  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
روزا پارکس

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

روزا لویس مک کاولي پارکس (انګلیسي: Rosa Louise McCauley Parks) (۱۹۱۳ ز، د  فبروري ۴مه – ۲۰۰۵ز، د اکتوبر ۲۴مه) د مدني حقونو په غورځنګ کې یوه امریکایۍ فعاله وه چې د مونټګومري په بس بایکاټ کې د هغې د مهم رول له امله مشهوره شوې ده. د متحده ایالاتو کانګرس د "مدني حقونو د لومړۍ مېرمنې" او "د آزادۍ غورځنګ د مور" په توګه د نوموړې ستاینه کړې ده.[۴]

د ۱۹۵۵ ز کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د الاباما ایالت په مونټګومري ښار کې، مېرمن پارکس د بس چلوونکي جیمز ایف بلیک هغه امر رد کړ، چې د یوه سپین پوستي مسافر لپاره د "رنګین پوستانو" په برخه کې د څلورو چوکیو یو کتار د "سپین پوستانو" د برخې له ډکېدو وروسته خالي کړي. پارکس لومړنۍ هغه څوک هم نه وه چې په بسونو کې یې له نژادي تبعیض او بېلوالي سره مقاومت کاوه، مګر د رنګین پوستانو د پرمختګ ملي ټولنه (NAACP) په دې باور وه، چې نوموړې د الاباما د نژادي یا توکمیز بېلوالي له قوانینو نه د سرغړونې په برخه کې د مدني نافرمانۍ له امله د هغې له نیولو وروسته په محکمه کې د لیدل کېدو لپاره تر ټولو غوره څېره وه او هغې د تور پوستانو د ټولنې له لوري د یوه کال لپاره د مونټګومري بسونو له بایکاټ سره مرسته وکړه. دا قضیه په ایالتي محکمو کې همداسې پاتې شوه، مګر د "براوډر او ګیل" تر نوم لاندې د مونټګومري فدرالي بس محاکمې د ۱۹۵۶ زکال په نومبر کې پرېکړه وکړه، چې په بسونو کې توکمیز بېلوالی د متحده ایالاتو د اساسي قانون د ۱۴ تعدیل د مساوي خوندیتابه د بند له مخې د اساسي قانون خلاف چاره ده.[۵][۶][۷]

د پارکس دا سرغړونه او د مونټګومري بس بایکاټ د دغه خوځښت پر مهمو سمبولونو بدل شول. نوموړې د نژادي توپیر پرضد د مقاومت پر یوه نړیواله نښان بدله شوه او د اډګر نیکسون او مارتین لوتر کینګ جونیر په ګډون د مدني حقونو له مدافع رهبرانو سره یې همکاري وکړه. پارکس هغه مهال په یوه سیمه ییز پلورنځي کې د ښځینه خیاطې په توګه کار کاوه او د رنګین پوستانو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) د مونټګومري څانګې منشي یا سکرتره وه. هغې په هایلینډر فلک روزنځي کې، چې په ټینسي کې د کارګرانو د حقونو او نژادي مساواتو لپاره د فعالینو د روزنې مرکز و، ګډون کړی و. که څه هم نوموړې په وروسته کلونو کې په پراخه کچه وستایل شوه، خو د خپلو کړنو له کبله یې ډېر زیانونه هم ولیدل. نوموړې له دندې ګوښه شوه او وروسته بیا د څو کلونو لپاره د مرګ ګواښونه هم ورته وشول. تر بایکاټ لږ وروسته نوموړې ډیټرویټ ښار ته ولاړه، چېرته چې هغې د لنډې مودې لپاره یوه ورته دنده وموندله. له ۱۹۶۵ ز کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې، هغې د یوه افریقایي-امریکایي استازي جان کونیرز د سکرترې په توګه دنده ترسره کړه. نوموړې د "تور ځواک" په غورځنګ او دغه راز په امریکا کې د سیاسي بندیانو په ملاتړ کې هم فعاله وه.[۸]

پارکس له تقاعد وروسته خپل ژوندلیک ولیکه او ټینګار یې کاوه چې د عدالت لپاره په مبارزه کې باید لا ډېر کار وشي. هغې په ملي کچه نوم او نښان وګاټه، چې په کې د رنګین پوستانو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) د ۱۹۷۹ ز کال سپینګارن مډال، د آزادۍ لپاره د ولسمشرۍ مډال، د کانګرس د سرو زرو مډال، او د متحده ایالاتو د پلازمینې د ملي مجسمې په تالار کې تر مړینې وروسته مجسمه یې پکې د یادولو وړ دي. په ۲۰۰۵ز کال کې د هغې له مړینې وروسته، نوموړې لومړنۍ ښځه وه چې د کانګرېس د جرګو د ودانۍ په ګومبزه (Capitol Rotunda) کې په افتخاري توګه خاورو ته وسپارل شوه. کالیفورنیا او میسوري د فبروري ۴مه، چې د هغې د زیږون ورځ ده، د روزا پارکس د ورځې په توګه نمانځي او اوهایو، اوریګون او ټیکساس د ډسمبر لومړۍ نېټه د هغې د نیول کېدو د کلیزې په توګه نمانځي.[۹][۱۰]

د ژوند لومړني پړاوونه

[سمول]

روزا پارکس د ۱۹۱۳ ز کال د فبرورۍ په ۴مه د الاباما ایالت په توسکګي ښار کې د روزا لویس مک کاولي له نوم سره د یوې ښوونکې لیونا (کورنی نوم یې ایډوارډز)، او یوه نجار جیمز مک کاولي په کور کې زیږېدلې ده. پر افریقایي اصل او نسب سربېره، د پارکس یو نیکه سکاټلنډي-آیرلینډی و او یوه نیا یې بومي امریکایۍ غلامه تېره شوې وه. نوموړې په ماشومتوب کې د ستوني د پړسوب له امله له خرابې روغتیا نه کړېده. کله چې د هغې مور او پلار سره جلا شول، هغه له خپلې مور سره له ایالتي مرکز مونټګومري نه بهر "پاین لېول" ته ولاړه. نوموړې له خپل مورني نیکه او مورنۍ نیا، مور، او کوچني ورور سلویسټر سره په یوه فارم کې رالویه شوه. دوی ټول د افریقایي مېتودېست اسقفي کلیسا (AME) غړي وو، چې یوه پېړۍ مخکې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د آزادو تور پوستانو له خوا د پنسلوانیا ایالت په فلاډیلفیا ښار کې د یوې خپلواکې تورپوستې کلیسایي فرقې په توګه جوړه شوې وه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مېرمن مک کاولي تر یوولس کلنۍ پورې په کلیوالي ښوونځیو کې زده کړې وکړې. تر هغه وړاندې د نوموړې مور هغې ته "د ګنډلو پوره روزنه" ورکړې وه. دا چې د نوموړې مور او نیا روجایي ګانې جوړولې، نو هغې هم د شپږ کلنۍ په عمر کې د روجایي ګانو پر جوړولو پیل وکړ او د شاوخوا لس کلنۍ په عمر کې یې خپله لومړۍ روجایي په خپله جوړه کړه، چې دا چاره خورا غیر معمول وه، ځکه د روجایي ګانو ګنډل تر ډېره د ټولې کورنۍ یو داسې فعالیت ګڼل کېده چې په بهر کې د کار نه موندل کېدو پر مهال به ترسره کېده. هغې له یوولس کلنۍ وروسته په ښوونځي کې د ګنډلو لا ډېرې زده کړې وکړې او د ځان لپاره یې خپلې لومړنۍ جامې په خپله وګنډلې. په مونټګومري کې د نجونو لپاره د صنعتي ښوونځي د یوې زده کوونکې په توګه، هغې علمي او مسلکي کورسونه واخیستل. پارکس د ثانوي زده کړو لپاره د الاباما د ایالتي کالج له خوا جوړ شوي ښوونځي ته ورغله، مګر کله یې چې نیا او بیا وروسته مور ناروغانې شوې، د هغوی د پالنې لپاره یې زده کړې پرېښودې.[۱۵][۱۶][۱۷]

لومړني فعالیتونه

[سمول]

په ۱۹۳۲ ز کال کې، روزا په مونټګومري کې له یوه نایي ریمونډ پارکس سره واده وکړ. هغه د رنګین پوستانو د پرمختګ ملي ټولنې (NAACP) غړی و، چې هغه مهال یې د "سکاټسبورو هلکانو" د دفاع لپاره پیسې راټولولې. سکاټسبورو د تور پوستانو هغه ډله وه چې پر دوو سپین پوستو ښځو د جنسي تېري دروغجن تور پرې لګول شوی و. روزا د کورني کاریګر له دندې نیولې په روغتون کې د مرستیالې نرسې تر دندې پورې پر بېلابېلو دندو کار کړی دی. هغې د خپل مېړه په غوښتنه په ۱۹۳۳ ز کال کې د لېسې زده کړې پای ته ورسولې، حال دا چې هغه مهال تر ۷٪ لږ افريقايي امریکایانو د لېسې ډیپلوم درلود.[۱۸][۱۹][۲۰]

مېرمن پارکس د ۱۹۴۳ز کال په دسمبر کې د مدني حقونو په غورځنګ کې فعاله شوه، د رنګین پوستانو د پرمختګ ملي ټولنې (NAACP) له مونټګومري څانګې سره یوځای شوه، او داسې وخت یې سکرتره وټاکل شوه چې دا د یوې ښځې دنده ګڼل کېده. هغې وروسته بیا ویلي: "زه هلته یوازینۍ ښځه وم او دوی یوې سکرترې ته اړتیا لرله او زه له نه ویلو ډېره وېرېدم." هغې تر ۱۹۵۷ ز کال پورې هلته د سکرترې په توګه دندې ته دوام ورکړ. هغې د NAACP له ځايي مشر اډګر نیکسون سره کار کاوه، که څه هم د هغه باور دا و چې: "ښځې باید له پخلنځي پرته بل ځای کې نه وي." کله چې پارکس ترې وپوښتل: "ښه، نو زما په اړه ولې؟" هغه ځواب ورکړ: "زه یوه سکرتر ته اړتیا لرم او ته یوه ښه سکرتره یې."[۲۱][۲۲]

په ۱۹۴۴ ز کال کې، هغې د الاباما ایالت د ابویل ښار پر یوې تور پوستې ښځې رئیسي ټیلر د ډله ییز جنسي تیري په اړه څېړنه وکړه. پارکس او د مدني حقونو نورو فعالانو "د مېرمن ریسي ټیلر لپاره د عدالت غوښتنې کمیټه" تنظیم کړه، چې د شیکاګو ډیفېنډر ورځپاڼې "په یوه لسیزه کې د عدالت غوښتنې ترټولو قوي کمپاین" بللی. پارکس پنځه کاله وروسته یو ځل بیا د جنسي تیري ضد فعالې په توګه فعالیت وکړ او د ګیرټروډ پرکینز په ملاتړ د لاریونونو په تنظیم کې یې مرسته وکړه. ګیرټروډ پرکینز یوه تور پوستې ښځه وه، چې د مونټګومري د دوو سپین پوستو پولیسو افسرانو له خوا جنسي تېری پرې شوی و.[۲۳][۲۴]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119472678  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.npr.org/templates/story/story.php?storyId=4973548&sourceCode=gaw
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0253112 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. کينډۍ:USPL. Retrieved November 13, 2011. The quoted passages can be seen by clicking through to the text or PDF.
  5. "An Act of Courage, The Arrest Records of Rosa Parks". National Archives. 15 August 2015. نه اخيستل شوی 1 December 2020.
  6. کينډۍ:Cite episode
  7. Branch, Taylor (1988). "Parting the Waters: America in the King Years". Simon & Schuster. Archived from the original on May 23, 2013. نه اخيستل شوی February 5, 2013.
  8. "Commentary: Rosa Parks' Role In The Civil Rights Movement". Weekend Edition Sunday. NPR. June 13, 1999. کينډۍ:ProQuest.
  9. Theoharis, Jeanne (December 1, 2015). "How History Got Rosa Parks Wrong". The Washington Post.
  10. "HB 3481, 87th Regular Session". Legislative Reference Library of Texas. Legislative Reference Library of Texas. September 1, 2021. نه اخيستل شوی November 30, 2021.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  11. Gilmore, Kim. "Remembering Rosa Parks on Her 100th Birthday". Biography.com. A&E Television Networks. نه اخيستل شوی December 11, 2019.
  12. Douglas Brinkley, Rosa Parks, Chapter 1, excerpted from the book published by Lipper/Viking (2000), ISBN 0-670-89160-6. Chapter excerpted Archived October 19, 2017, at the Wayback Machine. on the site of the New York Times. Retrieved July 1, 2008
  13. Brinkley, Douglas (2000). "Chapter 1 (excerpt): 'Up From Pine Level'". Rosa Parks. Lipper/Viking; excerpt published in The New York Times. ISBN 0-670-89160-6. نه اخيستل شوی July 1, 2008.
  14. Webb, James (October 3, 2004). "Why You Need to Know the Scots-Irish". Parade. Archived from the original on July 4, 2009. نه اخيستل شوی September 2, 2006.
  15. Shipp, E. R. (October 25, 2005). "Rosa Parks, 92, Founding Symbol of Civil Rights Movement, Dies". The New York Times. p. 2. نه اخيستل شوی January 1, 2010.
  16. Barney, Deborah Smith (1997). "An Interview with Rosa Parks, The Quilter". In MacDowell, Marsha L. (ed.). African American Quiltmaking in Michigan. East Lansing, MI: Michigan State University Press. pp. x, 133–138. ISBN 0870134108. OCLC 36900789. نه اخيستل شوی October 12, 2020.
  17. Shraff, Anne (2005). Rosa Parks: Tired of Giving In. Enslow. pp. 23–27. ISBN 978-0-7660-2463-2.
  18. Theoharis, Jeanne (2013). The Rebellious Life of Mrs. Rosa Parks. Beacon Press. ISBN 9780807076927. نه اخيستل شوی July 19, 2016.
  19. Crewe, Sabrina; Walsh, Frank (2002). "Chapter 3: The Boycott". The Montgomery Bus Boycott. Gareth Stevens. p. 15. ISBN 9780836833942. نه اخيستل شوی July 19, 2016.
  20. Whitaker, Matthew (March 9, 2011). Icons of Black America: Breaking Barriers and Crossing Boundaries. ABC-CLIO. ISBN 9780313376436.
  21. Feeney, Mark (October 25, 2005). "Rosa Parks, civil rights icon, dead at 92". The Boston Globe. نه اخيستل شوی July 31, 2009.
  22. Olson, L. (2001). Freedom's Daughters: The Unsung Heroines of the Civil Rights Movement from 1830 to 1970. Scribner. p. 97. ISBN 9780684850122. نه اخيستل شوی August 1, 2015.
  23. "More Than A Seat On The Bus". We're History (په انګليسي). 2015-12-01. نه اخيستل شوی 2021-03-10.
  24. McGuire, Danielle (December 1, 2012). "Opinion: It's time to free Rosa Parks from the bus". CNN. Archived from the original on January 19, 2013. نه اخيستل شوی December 22, 2012.