منځپانگې ته ورتلل

روبن مورګن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روبن مورګن
روبن مورګن
روبن مورګن

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۹ جنوري ۱۹۴۱[۱][۲]
استوګنځای منهټن   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۳][۱][۴][۵][۶]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم کولمبيا پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک شاعر [۱][۴][۶]،  خبريال [۱][۵][۶]،  ليکوال [۱][۷][۵][۶][۸]،  مبارز [۱][۶]،  سمونګر [۱]،  لوبگر [۷]،  غږ ورکونکی ستوری   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۳][۱][۴][۹][۱۰]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه شعر ،  فیمینزم [۱۱]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

روبن مورګن (د ۱۹۴۱ز کال د جنورۍ په ۲۹ نېټه زېږېدلې) یوه امريکايۍ شاعره، ليکواله، فعاله،ژورنالسته، ښوونکې او پخوانۍ ماشومه لوبغاړې ده. د ۱۹۶۰ز لسيزې له لومړيو راهيسې، هغه د امريکايي ښځو د خوځښت سخت دريځې ښځمنپاله غړې او په نړیوال ښځمنپال خوځښت کې مشره ده. د «خوروالی ځواکمن دی» په نوم د هغې د ۱۹۷۰ز کال د غورچاڼ ستاينه له دې امله کېږي چې په متحده ايالاتو کې يې د ښځمنپالنې د عصري خوځښت په پيل کې مرسته کړې، همدا کتاب د نيويارک د عامه کتابتون له خوا «په شلمه پېړۍ کې د نړۍ د لسو اغېزناکو کتابونو» له جملې څخه شمېرل شوی دی. هغې په شاعرۍ، نکلونو او غیر خيالي نکلونو په برخو کې له شلو زيات کتابونه ليکلي دي اود «Ms» مجلې د مديرې په توګه شهرت لري.

د ۱۹۶۰ز لسيزې په اوږدو کې، هغې د مدني حقوقو او د ويتنام د جګړې ضد خوځښتونو کې برخه اخستې، د ۱۹۶۰ز لسیزې په وروستيو کې، هغه د يو شمېر بنسټپالو ښځمنپالو سازمانونو بنسټګره غړې وه، لکه د نيويارک بنسټپالې (سخت دريځې) ښځې او «W.I.T.C.H». هغې يا خپله او یا له نورو سره په ګډه د ښځمنپالو ښځو روغتيايي شبکه، ځورول شويو ښځو ته د پناه ورکولو ملي شبکه، د رسنيو ښځې، د جنسي تيري د بحران د مرکزونو ملي شبکه، د ښځمنپالو ليکوالو ټولنه، د ښځو بهرنۍ تګلارې شورا، په هنر کې د ښځو ملي موزيوم، خوروالی نړيواله مؤسسه ده، GlobalSister.org او د ګرين سټون ښځو رايډيوي شبکه جوړ کړي دي. هغې همدا راز له فعالې «ګلوريا سټينيم» او اداکار/فعال «جين فونډا» سره په شریکه د ښځو رسنيز مرکز بسنټ هم ايښی. په ۲۰۱۸ز کال کې هغه د بي بي سي د سلو ښځو په نوملړ کې شامله شوې وه.[۱۲]

د ماشومې لوبغاړې په توګه

[سمول]

د هغې د زېږېدو د شرايطو له امله، د هغې مور ادعا کړې چې رابن مورګن له خپل اصلي زېږد وخت څخه یو کال وروسته زېږېدلې او د ماشوم لوبغاړې په توګه د هغې په ټوله موده کې، هغې خپله او نورو د هغې په اړه باور درلود چې له خپل اصلي عمر څخه يو کال کشره ده.

د یوه کوچني ماشوم په توګه، د هغې مور «فيت» او د مور خور يې «سالي» رابن مورګن د يو ماشوم ماډل په توګه په کار وګومارله. په پنځه کلنۍ کې، په دې باور سره چې بايد دا مهال څلور کلنه وای، هغې د نيويارک راډيو سټيشن WOR کې خپل پروګرام تر لاسه کړ چې نوم يې و «کوچنۍ رابن مورګن». نوموړې د « Juvenile Jury» اصلي راديوي شبکې ته هم منظم تګ راتګ کاوه. د هغې د اداکارۍ اصل کار په اته کلنۍ کې پيل شو، کله چې هغې په يو تلويزيوني سريال Mama کې کار پيل کړ، په دې سريال کې هغې ته د «ډګمار هنسن» په نوم د کشرې خور رول ورکړل شوی و. دا پروګرام په ۱۹۴۹ز کال کې په سي بي ايس وښودل شو چې «پيګي وډ» هم په کې کار کړی و او ستره بريا يې تر لاسه کړه.

د تلويزيون د زرين پړاو پر مهال، مورګن د «کيس اينډ ټيل» او «اليس اين ونډرلينډ» په څېر تلويزيوني پروګرامونو کې کار وکړ، همدا راز د « Omnibus, Suspense, Danger, Hallmark Hall of Fame, Robert Montgomery Presents, Tales of Tomorrow,  او  Kraft Theatre» په څېر په ژوندۍ بڼه ډرامو کې يې د ميلمه اداکارې په توګه کار وکړ.هغې د « Sidney Lumet, John Frankenheimer, Ralph Nelson» په څېر د پروګرامونو له لارښودونکو، « addy Chayefsky» او « Rod Serling» په څېر ليکوالانو سره کار وکړ، او د « Boris Karloff, Rosalind Russell, Bill "Bojangles" Robinson او Cliff Robertson» په څېر لوبغاړو سره يې په پروګرامونو کې برخه واخېسته.

له څلورکلنۍ څخه يې هيله وه چې د تمثیل پر ځای لیکوالي وکړي، مورګن د مور له دې هڅو سره مقابله وکړه چې هغه په انځوريزه سوداګرۍ کې وساتي اوپه پای کې په څوارلس کلنۍ کې يې د Mama په نوم ډرامه کې برخه اخېستل خوشې کړل.

د بلوغ پر مهال دنده

[سمول]

له بلوغ سره سم رابن مورګن د کولمبيا په پوهنتون کې د ليسې د سند نه لرونکې زده کوونکې (هغه محصل چې د پوهنتون په شرايطو برابر نه وي) په توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. هغې د «کورټس براون ادبي ادارې» سره د منشۍ په توګه کار پيل کړ، چېرې چې د ۱۹۶۰ز لسيزې پر مهال د «W.H.Auden» په څېر شاعرانو او ليکوالانو سره اشنا شوه او له هغوی سره يې کار وکړ. هغې له وړاندې څخه د خپلې شاعرۍ په خپرولو پيل کړی و (د هغې شاعري وروسته د مونسټر په نوم په يو کتاب کې راټوله شوه او په ۱۹۷۲ز کال کې خپره شوه). د راتلونکې لسيزې په اوږدو کې، د سياسي فعاليت، افسانوي او غیر خيالي نثرونو او د ښځو د حقوقو په اړوند په کالجونو او پوهنتونونو کې د ويناوو تر څنګ، مورګن خپله شاعري هم کوله او خپروله.

په ۱۹۶۲ز کال کې، مورګن له «کينيت پيچفورډ» سره واده وکړ. په ۱۹۶۹ز کال کې يې د «بليک مورګن» په نوم يو زوی وزېږېد. په ۱۹۸۳ز کال کې د ښځې او خاوند تر منځ طلاق رامنځ ته شو. دا مهال هغې په «ګرو پريس» کې د مديرې په توګه کار کاوه او د خپرېدو د صنعت د رايوځای کولو په هڅه کې وه. کله چې «ګرو» هغه او د دې اتحاديې نور خواخوږي په ډله ييز ډول له دندې لرې کړل، نو هغې د ۱۹۷۰ز کال د پسرلي په موسم کې د هغوی د دفترونو د نيولو او اشغالولو مشري وکړه، د دې اتحاديې د ختمولو تر څنګ يې د «ميلکم ايکس» کونډې «بيټي شاباز» ته د ناعادلانه امتيازاتو ورکولو په وړاندې اعتراض کاوه. په دې ورځ مورګن او اته نورې ښځې ونيول شوې.

د ۱۹۷۰ز لسيزې په منځ کې مورګن د Ms مجلې همکاره مديره شوه او په راتلونکې ټوله لسيزه کې يې د پوره يا نيمه وخت لپاره له هغوی سره د مديرې په توګه په اړیکه کې پاتې شوه. هغې له ۱۹۸۹ز څخه تر ۱۹۹۴زکال پورې د دې مجلې د مديرانو د مشرې په توګه خدمت وکړ، دا مجله يې په يوې ډېرې بريالۍ، له اعلاناتو پاکې، دوه مياشتنۍ نړيوالې خپرونې بدله کړه چې هم يې د بڼې او هم يې د ليکلو لپاره جايزې وګټلې او د ژورنالستانو په منځ کې يې زیاته ستاينه کېده.

په ۱۹۷۹ز کال کې، کله چې د «Supersisters» په نوم د سوداګريزو کارتونو ټولګه توليد او خپره شوه، په کوم کې چې د سياست، رسنيو او تفريح، کلتور، لوبې او د برياوو له نورو برخو سره اړيکه لرونکې مشهورې مېرمنې شاملې وې، په دې ټولګه کې يو کارت د مورګن نوم او انځور درلود. نن سبا دا سوداګريز کارتونه د «ماډرن ارت» د موزيم او د «ايوا» کتابتون په ټولګو «کليکسیونونو» کې شته.[۱۳]

په ۲۰۰۵ز کال کې، مورګن له خپلو ملګرو هر يو لوبغاړی «جين فونډا» او فعالې «ګلوريا سټينيم» سره په ګډه د «د ښځو رسنيز مرکز» په نوم د ښځو غېر انتفاعي پرمختګيز رسنيز سازمان جوړ کړ. اوه کاله وروسته په ۲۰۱۲ز کال کې،  هغې د «له روبين مورګن سره په ژوندۍ بڼه د ښځو رسنيز مرکز» په نوم يو راډيوي اونيز پروګرام او «پوډکاسټ» پيل کړ. دا خپرونه په متحده ايالاتو کې خپره شوه او د يو پوډکاست په توګه د WMCLive په نوم ويبپاڼې پر ليکه خپره کړه او په iTunes باندې په يو سل او لسو هېوادونو کې ووېشل شوه. «هفنګټن پوسټ» (يو امريکايي بلاګ دی) د دې پروګرام «له دماغو سره د راډيوي خبرو» په توګه ستاينه وکړه، په دې کې د روانو خبرونو په اړوند د مورګن تبصرې او له فعالينو، سياستوالو، ليکوالانو، ادکارانو او هنرمندانو سره د مورګن مرکې شاملې وې. د دې پروګرام له پيل دوه اونۍ وروسته CBS راډيو د دې اونيز ساعتونه غوره کړل او د هرې شنبې په ورځ د سي.بي.ايس اړوند د «WJFK » له خوا خپريږي. په دې پروګرام کې د روانو خبرونو په اړوند د مورګن تبصرې او له فعالينو، سياستوالو، ليکوالانو، ادکارانو او هنرمندانو سره د مورګن مرکې شاملې دي.[۱۴]

فعاليت

[سمول]

تر ۱۹۶۲ز کال پورې مورګن د جګړې ضد چپ اړخ کې فعاله شوه او هغې د آزادۍ، راټ، وين او نيشنل ګارډين په څېر چپ اړخو او کلتور ضد مجلو کې ليکنې او شاعري خپاره کړل.

په ۱۹۶۰ز لسيزه کې، هغه تر ډېره بريده د ټولنيز عدالت په خوځښتونو کې ښکېله وه چې د يادولو وړ يې مدني حقوق او د ويتنام جګړې ضد دي. د ۱۹۶۷ز کال په لومړيو کې، هغه له «ايبي هوفمن» او «پال کراسنر» سره په شريکه د ځوانانو نړيوال ګوند کې فعاله وه (چې په رسنيو کې يې د « Yippies» په نوم شهرت درلود). خو په YIP (او په عموم کې په نوي کیڼ اړخو کې) کې د جنس پرستۍ اړوند اختلافات هغه وخت زيات شول، کله چې مورګن د ښځو په خپلواکۍ او عصري ښځمنپالنه کې زياته ښکېله شوه.

== سرچینې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6573680 — خپرېدونېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸
  2. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n50006105 — خپرېدونېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — خپروونکی: کانګرس کتابتون
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ منود پېژندونکی: https://viaf.org/viaf/79076048 — خپرېدونېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — خپروونکی: OCLC, Inc. — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12197094b — خپرېدونېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/1151055026 — خپرېدونېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016908485 — خپرېدونېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸
  7. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0604999/ — خپرېدونېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸
  8. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0604999/ — سرليک: American Women Writers
  9. idRef پېژند: https://www.idref.fr/030584817 — خپرېدونېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — سرليک: Identifiants et Référentiels — خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur — منښتلیک: Licence Ouverte
  10. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016908485 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  11. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016908485 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  12. "BBC 100 Women 2018: Who is on the list?". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 19 November 2018. بياځلي په 23 July 2019.
  13. Wulf, Steve (2015-03-23). "Supersisters: Original Roster". Espn.go.com. بياځلي په 2015-06-04.
  14. "Women's Media Center Live with Robin Morgan". Wmclive.com. بياځلي په 2017-04-13.

<ref> tag with name "wp" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "hhumanist" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "nyorker" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "an" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "glob" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "wm" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "nypl" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "oed" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "msms" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "s" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "toofar" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "burning" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "dry" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "airwaves" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "wsj" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "jaw" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "poet" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "enotes" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "ep" defined in <references> is not used in prior text.
<ref> tag with name "biohome" defined in <references> is not used in prior text.

<ref> tag with name "nyorker1" defined in <references> is not used in prior text.

==