رمضان بشردوست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رمضان بشردوست
رمضان بشردوست
رمضان بشردوست

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۶۱
قره باغ ولسوالۍ  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای کابل  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رمضان بشر دوست د افغانستان د پلان پخوانی وزير او د ۲۰۰۹ کال د ولسمشريزو ټاکنو د ۴۴ کانديدانو څخه يو کانديد وو. هغه د لوړو اکادميکو زده کړو خاوند دی.

مخينه[سمول]

ښاغلى رمضان بشر دوست د محمد علي زوى دى او په (۱۳۴۰) لمريز كال يې د غزني ولايت د قره باغ په ولسوالۍ كې دې نړۍ ته سترگې وغړولې.

زده کړې[سمول]

ښاغلي بشردوست خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدكړې د غزني ولايت د قره باغ او مقر په ولسواليو كې او همدارنگه د فارياب ولايت د ميمنې په ښار كې پاى ته رسولې دي.

د (۱۳۵۷) كال د مرغومۍ د اوومې نېټې له كودتا څخه وروسته د ايران هېواد ته مهاجرشو، چې د ليسې له فراغت څخه وروسته يې د پاكستان هېواد ته هجرت وكړ.

ډاكټر بشردوست په (۱۳۶۰) كال د پاكستان هېواد فرانسې ته د هجرت په نيت پرېښود او په فرانسه كې يې د سياسي پناه غوښتنه وكړه خو هېڅ كله يې هم د فرانسې د تابعيت غوښتنه ونكړه.

بشردوست په (۱۳۶۱) كال د فرانسې د دېژن په ښار كې په كار او د نوموړي ښار د ادبياتو په پوهنځي كې د ژبې په زدكړه پيل وكړ.

په (۱۳۶۳) كال كې يې د (فرانسوي ژبې عملي لومړۍ درجه تصديق پاڼه) د دېژن ښار له پوهنتون څخه تر لاسه كړه.

په (۱۳۶۴) كال كې وروسته د آزموينې په وركولو څخه د گرونوبل د ښار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالى شواو له (۱۳۶۸) كال كې يې د حقوقو او سياسي علومو ماسټري تر لاسه كړه.

په (۱۳۶۹) كال كې يې د ژان موني په پوهنتون كې د ديپلوماسۍ په څانگه كې خپلو زدكړو ته دوام وركړ او د(عالي تخصصي زدكړو) (له ماستر څخه لوړ) ديپلوم په ترلاسه كولو بريالى شو.

او خپل مونوگراف يې په شمالي افريقا كې د ديپلوماسۍ او جنگ په هكله وليكه.

په كال (۱۳۷۱) كې يې د (ټولوز پوهنتون) د سياسي علومو په برخه كې نوم وليكه او د (ژورې څېړنې د زدكړو) ديپلوم يې تر لاسه كړ.

او خپل مونوگراف يې د روسانو په واسطه د افغانستان د اشغال په وخت كې د نړيوال سازمان د رول په اړه وليكه.

او په (۱۳۷۲) كال كې يې په افغانستان كې د جنگ او ديپلوماسۍ په اړه د دوكتورا تېزس ليكل پيل كړل.

ښاغلي بشردوست په (۱۳۷۴) كال كې د ټولوز له پوهنتون څخه د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د دوكتورا په اخيستلو بريالى شو. (پنځم سند) د نوموړي تېزس ۱۱۵۰ مخه دى چې په ځانگړي ډول يې په افغانستان كې د جگړې په وخت كې د امريكا، روسيې، پاكستان او ايران ديپلوماسي څېړلې ده.

بشردوست په كال ۱۳۶۸ د اكسفورډ (O,I,S,E) د انگليسي ژبې له اكادمۍ څخه سند تر لاسه كړ.

او په كال ۱۳۶۹ يې د برايټون (G,E,O,S) دانگليسي ژبې له اكادمۍ څخه د انگليسي ژبې تصديق پاڼه تر لاسه كړه.

ښاغلي بشردوست له كال ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۲ پورې د پاريس په پوهنتونونو كې د حقوقو، سياسي علومو، او ديپلوماسۍ په تدريس كې د همكار استاد په توگه دنده درلوده. او همدارنگه د پاريس له دارالوكالو سره يې همكاري كوله. بشردوست په ۱۳۸۱ كال كې د څو مياشتو لپاره په پاريس كې د افغانستان د سفارت درېيم سكرټر پاتې شو. خو په نوموړي هېواد كې يې د افغانستان له سفير سره د كلكو اختلافاتو په رامنځ ته كېدو له امله چې سفير غوښتل سفارت په يوه كورني سفارت بدل كړي، او بل دا چې د سفير د ډېرو لويو لگښتونو له امله بيت المال خوړل كېدو له دندې څخه گوښه شو، او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت په غوښتنه چې د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز جوړ كړي هېواد ته راوغوښتل شو او بيا وروسته له يوې مودې د بې سرنويشته او او اداري ميرزاقلمۍ څخه د نړيوالو سازمانو او نړيوالو كنفرانسونو د څانگې د مرستيال په توگه او وروسته بيا د لوديځې اروپا هېوادونو د سياسي ديپارتمنت د مدير په توگه د بهرنيو چارو په وزارت كې وټاكل شو.

دندې[سمول]

په ۲۰۰۴ يا ۱۳۸۳ كال د مارچ په ۸ مه چې د ښځې له نړيوالې ورځې سره سمون خوري د ښاغلي كرزي په حكومت كې د پلان د وزير په توگه وټاكل شو. او د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه يې د۲۳۶۵ انجوگانوله جملې څخه د ۱۹۳۵ انجوگانو د منحل كېدو هوډ د افغانستان خلكو ته اعلان وكړ چې داهوډ د ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او دستگاوو له شديد مخالفت او غبرگون سره مخ شو. د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه چې د كرېسمېس له ورځې سره برابره ده خپله استعفاء د پلان له وزارت څخه اعلان كړه، او له ۱۳۸۳ كال څخه يې د البېروني پوهنتون د حقوقو او شرعياتو په پوهنځي كې د سياسي او حقوقي علومو تدريس پيل كړ او په ۱۳۸۴ كال د ملت د استازي په توگه په پالمان كې وټاكل شو او تر نن ورځې د ملت د استازي په توگه او په پوهنتون كې د افتخاري استاد په توگه د خپل ملت په چوپړ كې دى.

سرچينې[سمول]

باندنۍ تړنې[سمول]