رامسي مکډونالډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رامسي مکډونالډ
(انګلیسي: Ramsay MacDonald د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رامسي مکډونالډ
رامسي مکډونالډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: James Ramsay MacDonald)
(انګلیسي: James McDonald Ramsay د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ اکتوبر ۱۸۶۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 9 نومبر 1937 (71 کاله)[۹][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اتلانتيک سمندر  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 6 [۱۰]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۲ جنوري ۱۹۲۴  – ۴ نومبر ۱۹۲۴ 
سټنلي بالډوین 
سټنلي بالډوین 
د برېتانیې لومړی وزیر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۵ جون ۱۹۲۹  – ۷ جون ۱۹۳۵ 
سټنلي بالډوین 
سټنلي بالډوین 
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۱]
خبريال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
رامسي مکډونالډ
رامسي مکډونالډ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جېمز رامسي مکډونالډ، د شاهي ټولنې غړی (Fellow of the Royal Society) (اصلي نوم یې جمېز مکډونالډ رامسي، د ۱۸۶۶ ز کال د اکتوبر له ۱۲ نه د ۱۹۳۷ ز کال د نومبر تر ۹ مې پورې) د بریتانیا اول لومړی وزیر و چې د کارګر ګوند غړی او په ۱۹۲۴ ز کال کې یې د نهه میاشتو لپاره د کارګر ګوند لږه کی حکومت پرمخ یووړ او د ۱۹۲۹ ز او ۱۹۳۱ ز کلونو تر منځ یې بیا دا چوکۍ ترلاسه کړه. نوموړي د محافظه کار ګوند تر برلاسی لاندې د ولسي حکومت مشري وکړه چې د کارګر ګوند د یوازې څو غړو له خوا یې ملاتړ کېده. په پایله کې مکډونالډ له کارګر ګوند نه وشړل شو.

مکډونالډ د کایر هارډي او ارتور هېنډرسن سره یو ځای، په ۱۹۰۰ ز کال کې د کارګر ګوند له درېیو اصلي بنسټ ایښودونکو نه و. نوموړی د ۱۹۱۴ ز کال نه مخکې  د پارلمان د کارګرو غړو مشر و. له ۱۹۱۴ ز کال نه وروسته د نړیوالې جګړې سره د مخالف له امله یې په مسلک کې یو څه ځنډ را منځ ته شو، خو له ۱۹۲۲ ز کال نه وروسته بېرته د کارګر ګوند مشر شو. د کارګر ګوند دویم حکومت (۱۹۲۹ – ۱۹۳۱ز) د ستر ناورین تر اغېز لاندې و. نوموړي ولسي حکومت رامنځته ته کړ، تر څو ریاضتي سیاست (دلګښت کموالی) پلی کړي او د سزو زرو له معیار نه ملاتړ وکړي، خو دا ګامونه د اېنورګورډن له پاڅون نه وروسته پرېښودل شول او هغه په ۱۹۳۱ ز کال کې د اقتصاد د ښووالي لپاره، "د یوې روغیایي نسخې" په لټه کې ټول ټاکنې را وبللې. ولسي ائتلاف په لوی توپیر ټاکنې وګټلې او د عوامو په مجلس کې د کارګر ګوند چوکۍ شاوخوا ۵۰ ته راټيټې شوې. نوموړی له روغتیايي ستونزه سره مخامخ شو او په  ۱۹۳۵ ز کال کې د لومړي وزیر چوکۍ ته له نومانۍ نه په شا شو او په ۱۹۳۷ ز کال کې تر تقاعد پورې د شورا د رئیس په توګه پاتې شو. نوموړي د همدې کال په وروستیو کې له نړۍ سترګې پټې کړې.  

د مکډونالډ د خپلو ویناوو، مقالو او کتابونو پر مټ اغېزمن تیوریسن شو. تاریخ لیکونکی جان شیفرډ وايي چې: "د مکډونالډ طبیعي وړتیاوې، لکه: د هغه زړه راښکونکی ظاهر، ښایسته ځانګړتیاوې او هڅونکې ویناوې چې په غوره لوړه لهجه وړاندې کېدې، له نوموړي نه مشهور کارګر مشر جوړ کړ". مکډونالډ له ۱۹۳۱ ز کال نه وروسته په پراخه اوسخته توګه د کارګر غورځنګ له خوا د خپل خوځښت پر وړاندې د غدار په توګه وغندل شو. له ۱۹۶۰ کلونو نه را په دې خوا، تاریخ پوهانو د نوموړي له شهرت نه دفاع کړې، چې د کارګر ګوند په بنسټ کې د نوموړي پخوانۍ ونډه ارزښتناکه ګڼي، د ستر ناورین پروړاندې د هغه کړني یادوي او نوموړی، د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ز لسیزو په اوږدو کې د سیاسي جوړښتونو مخکښ بولي. [۱۳]

د  ژوند لومړي کلونه[سمول]

لاسیموت[سمول]

مکډونالډ د سکاتلنډ، مورای، لوسیموت په ګریګوري سیمه کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې چې د کروندګر، جان مکډونالډ او اېن رامسي، چې د کور وینځه وه، نامشروع زوی و. د زېږون پرمهال (دقیق) د جیمز مکډونالډ رامسي په نوم ثبت شوی، خو نوموړی د جېمي مکډونالډ په نوم یادېده. په ۱۹مې پېړۍ کې په پریسبتر مذهبه سکاتلنډ کې نامشروع اولاد یوه جدي سرغړونه وه، خو په شمال او شمال ختیځ کروندګرو ټولنو کې دا لویه ستونزه نه ګڼل کېده. په ۱۸۶۸ ز کال کې د کرنې په برخه کې د ماشومانو، ځوانانو او ښځو د ګومارنې په اړه د شاهي کمیسیون یو راپور څرګنده کړه چې، د نامشرع اولادونو کچه شاوخوا ۱۵ سلنه وه – یعنې هر شپږم ماشوم له بې واده اړیکې زېږېدلی و. د مکډونالډ مور الویز ته نږدې د کلایډل په کرونده کې، چې پلار یې هم دلته کار کاوه، وینځه وه. دوی هوډ درلود چې واده وکړي، خو واده د بېلابېلو لاملونو له امله و نه شو، ښایې دوی د دعوا له امله پرېکړه کړې وي چې واده و ونه کړي، یا دا چې د اېن مور ایزابیلا رمسي، د خپلې لور لپاره دا سړی نه و خوښ او د واده مخه  یې ونیوله. [۱۴][۱۵][۱۶]

رامسي مکډونالډ له ۱۸۷۲ ز کال نه تر ۱۸۷۵ ز کال پورې د لاسیموته په سیمه کې د سکاتلنډ د وړیا کلیسا په ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې ترلاسه کړې او وروسته د ډریني سیمه ییز ښوونځي ته لاړ. په ۱۸۸۱ ز کال کې نوموړی د ۱۵ کلنۍ په عمر د دوبي له دورې وروسته ښوونځی پرېښود او په نږدې کرونده کې یې کار پیل کړ. هغه د ۱۸۸۱ز کال د ډسمبر په میاشت کې د ډریني په سمه ییز ښوونځي کې مرستیال ښوونکی وټاکل شو. نوموړي په ۱۸۸۵ ز کال کې بریسټول ته ولاړ، ترڅو د مورډانت کرافټون د مرستیال په توګه دنده ترسره کړي. کرافتون یو روحاني و چې هڅه یې کوله، په سینټ سټیفن کلیسا کې د هلکانو او ځوانانو ټولنه جوړه کړي. رامسي مکډونالډ په بریسټول کې د دیموکراتیک فدراسیون سره یوځای شو، چې یو سخت درېځه بنسټ و، چې څو میاشتې وروسته یې نوم د سوسیال دیموکراتیک فدراسیون (SDF) ته واوښت. کله چې دا ټولنه د برسټول سوسیالیست ټولنه شوه، نوموړی په دې ډله کې پاتې شو. د ۱۸۸۶ ز کلونو په لومړیو کې نوموړی لندن ته کډه شو.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په لندن کې د سوسیالیزم په لټه کې[سمول]

په فلیټ سټریټ کې د سایکل ځغاستې په هېوادنۍ اتحادیه کې په لیک پاکټونو باندې د پتې لګولو د لنډ مهاله دندې نه وروسته، نوموړی وزګار شو او اړ شو چې هغه په لږو هغو پیسو خپلې شپې او ورځې تېرې کړي چې نوموړي په ​​بریسټول کې سپما کړې وې. وروسته هغه د کوپر، باکس د شرکت په ګودام کې د رسیداتو د کاتب په توګه دنده وموندله. نوموړي په دې وخت کې خپل سوسیالیستي اند پراخ کړ او د چارلز فتزجېرلاد له سوسیالیستي اتحادیې سره یو ځای شو چې د SDF په پرتله یې کړنې پراخې وې او د پارلماني نظام له لارې یې سوسیالیستي لیدلوري ته وده ورکوله.د ۱۸۸۷ ز کال د نومبر په ۱۳ مه نېټه مکډونالډ د ټرافالګر په واټ کې د خونړۍ یکشنبې شاهد و او په ځواب کې یې نوموړې د پال مال د جرېدې له لارې (د ټرافالګر د چوک په یاد: په ۱۸۸۷ ز کې د توری ترهګري) تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه. [۲۲][۲۳][۲۴]

مکډونالډ د سکاتلنډ په سیاست کې خپله لېواتیا ساتلې وه. د ګلډسټون د آیرلینډ د کورني واک د چارو لومړي قانون، په اډینبورګ کې د سکاتلنډ د کورنیو چارو د اتحادیې بنسټ ته انګېزه را منځ ته کړه. مکډونالډ د ۱۸۸۸ ز کال د مارچ په ۶ مه نېټه په لندن کې د سکاټلنډیانو په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې په خپل نوښت سره یې د سکاټلنډ د کورنیو چارو د ټولنې د لندن عمومي کمیټه را منځ ته کړه. هغه د سکاتلنډ له کورنۍ واکمنۍ نه د یو څه مودې لپاره ملاتړ وکړ، خو د لندن مېشته د سکاتلنډیانو ترمنځ د لږ ملاتړ شاهد و، خو مکډونالډ د سکاتلنډ د سیاست او د کورنۍ واکمنۍ په اړه خپله لېوالتیا هېڅکله له لاسه ورنه کړه. نوموړي د (سوسیالیزم: انتقادي او رغنده) تر نامه لاندې مقاله کې، چې په ۱۹۲۱ ز کال کې خپره شوه، لیکلي: "د انګلیسي کلیسا اصولو ته د سکاتلنډ اړول، د دې هېواد د ښوونې، موسیقۍ، ادبیاتو او نبوغ د زیانمنولو لپاره ګام دی او هغه نسل چې تر دې اغېز لاندې وده کوي، له خپل تېرتاریخ نه یې ریښې غوڅېږي." [۲۵][۲۶][۲۷]

په ۱۸۸۰ ز کلونو کې مکډونالډ ته زده کړې د سیاست په پرتله لاهم ډېر ارزښت درلود. د ۱۸۸۶ او ۱۸۸۷ ز کلونو تر منځ مکډونالډ د برکبیک په ادبي او علمي انستیتیوت (اوس د لندن برکبیک پوهنتون) کې د نباتاتو، کرنې، ریاضیاتو او فزیک په برخه کې زده کړې وکړې، خو له آزموینو نه یوه اونۍ مخکې، د ناڅاپه روغتیايي ستونزو له امله ستومانۍ  نوموړی ناکام کړ، چې دې کار د نوموړي لیدلوري د علمي مسلک په اړه پای ته ورساوه، خو وروسته په ۱۸۹۵ ز کال کې نوموړی د دې انستیتیوت مشر وټاکل شو او په ورستیو کلونو کې یې د برک بیک له ماموریت سره ډېره لېوالتیا څرګنده کړه.   [۲۸][۲۹]

مکډونالډ په ۱۸۸۸ ز کال د توماس لو د خاص منشي په توګه دنده ترلاسه کړه. توماس د چای سوداګر او یو سخت درېځه سیاستوال و. په ۱۸۹۲ ز کال کې توماس د ویسټ اسلینګټن په استازیتوب د لیبرال ګوند نه پارلمان ته لاره وموندله. په دې وخت کې ډېری دروازې مکډونالډ پر مخ پرانیستل شوې: نوموړي د لیبرال ولسي کلب او د لیبرال او رادیکال ورځپاڼو اداري دفترونو ته لاسرسی وموند. نوموړي ځان د رادیکال او کاګر سیاستوالو تر منځ د لندن بېلابېلو رادیکال کلبونو ته وښود. مکډونالډ د ټاکنیزو هلو ځلو په برخه کې ارزښتناکه تجربه او اړیکې ترلاسه کړې. په همدې وخت کې نوموړي د توماس سره دنده پرېښوده او د آزاد ژورنالیست په توګه یې کار پیل کړ. نوموړی په بل ځای کې د یو څه مودې لپاره د فابیان ټولنې د غړي په توګه، د لندن اقتصاد پوهنځي او نورو ځایونو ته ولاړ او هلته یې لکچر وړاندې کړ.  [۳۰][۳۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13082267j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Ramsay-MacDonald — subject named as: Ramsay MacDonald — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gt66nq — subject named as: Ramsay MacDonald — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11439 — subject named as: James Ramsay MacDonald — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p21868.htm#i218676 — subject named as: Rt. Hon. James Ramsay MacDonald — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1266036 — subject named as: Ramsay Macdonald — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038916.xml — subject named as: James Ramsay Macdonald — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=37820 — subject named as: James Ramsay MacDonald — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Макдональд Джеймс Рамсей — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/34704 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  11. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-ramsay-macdonald — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13082267j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. Shepherd 2007، صص. 31–.
  14. Marquand 1977، ص. 5.
  15. Marquand 1977، ص. 6.
  16. Marquand 1977، صص. 4–5.
  17. Bryher, Samual: An Account of the Labour and Socialist Movement in Bristol, 1929
  18. Elton, p.44
  19. Marquand 1977، صص. 9, 17.
  20. Marquand 1977، ص. 15.
  21. Marquand 1977، ص. 12.
  22. Tracey, Herbert: J. Ramsay MacDonald, 1924, p. 29
  23. Marquand 1977، ص. 21.
  24. Marquand 1977، ص. 20.
  25. MacDonald, James Ramsay (1921). Socialism: critical and constructive. Cassell and Company Ltd. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Morgan, J. Ramsay MacDonald (1987) p. 17
  27. Marquand 1977، ص. 23.
  28. "Letter from Ramsay McDonald to Birkbeck College – Birkbeck, University of London". Google Arts & Culture (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Elton, pp. 56–57
  30. Conor Cruise O' Brien, Parnell and his Party 1957, p. 275
  31. Marquand 1977، ص. 22.