رادرفورد بیرچارد هېز
رادرفورد بیرچارد هېز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۴ اکتوبر ۱۸۲۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
مړینه | 17 جنوري 1893 (71 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 174 سانتي متره |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | قانونپوه ، سياستوال ، پوځي افسر |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [۱]، لاتيني ژبه ، يوناني ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | بريد جنرال |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
رادرفورد بیرچارد هېز(د اکتوبر ۴ مه ۱۸۲۲- د جنوری ۱۷ مه ۱۸۹۳ ز) امریکایي وکیل او سیاستوال و چې په کانګرس کې له خدمت او د اوهایو د والي په توګه له دندې ترسره کولو وروسته یې له ۱۸۷۷ ز کال څخه تر ۱۸۸۱ ز کال پورې د امریکا د نولسم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د امریکا د کورنۍ جګړې څخه وړاندې هغه سخت سری ابولیشنېسټ (abolitionist) یا د غلامۍ مخالف و، چې په محاکمو کې یې د مهاجرو غلامانو دفاع کوله. ولسمشرۍ ته له رسېدو وړاندې هغه د اتحادیې په ځواکونو او کانګرس کې خدمت وکړ. د هغه ولسمشري د امریکا په تاریخ کې د عطف ټکی دی، ځکه تاریخ پوهان د ده ولسمشري د بیارغونې رسمي پای بولي. هېز د سویلي دموکراتانو په کرارولو ټولو هغو فدرال هڅو ته چې نژادي توپیر یې رامنځته کاوه، د پای ټکی کېښود.[۱۱][۱۲]
په اوهایو ایالت کې د وکیل په توګه، هېز له ۱۸۵۸ ز کال څخه تر ۱۸۶۱ ز کال پورې د سیسیناټي (Cincinnati) ښار وکالت وکړ. د کورنۍ جګړې د پیل پر مهال، هغه خپل نوي سیاسي مسلک ته شا کړه او د اتحادیې له ځواکونو سره د افسر په توګه یوځای شو. هېز پنځه ځله ټپي شو، چې په سخت ډول په ۱۸۶۲ ز کال کې د جنوبي غرونو په جګړه (Battle of South Mountain) کې و. هغه په جګړه کې د شجاعت ښوولو له امله، د سرلښکر تورن جنرال رتبې ته ارتقا وکړه. له جګړې وروسته نوموړي له ۱۸۶۵ ز کال څخه تر ۱۸۶۷ ز کال پورې د کانګرس د جمهوري غوښتونکي استازي په توګه خدمت وکړ. هېز د اوهایو ایالت د والي څوکۍ د ترلاسه کولو په موخه کانګرس پرېښود او له ۱۸۶۸- ۱۸۷۲ ز کال پورې، د دوو پرله پسې دورو لپاره دغې څوکۍ ته وټاکل شو. هغه وړاندې له دې چې د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، له ۱۸۷۶ تر ۱۸۷۷ ز کال پورې د خپلې درېیمې دوه کلنې دورې نیمایي پوره کړې وه.
په ۱۸۷۷ ز کال کې، الکترال کالج د ۱۸۷۶ ز کال په ټاکنو کې، چې د امریکا د تاریخ تر ټولو جنجالي ټاکنې وې، هېز د ولسمشر په توګه اعلان کړ. هغه د دیموکرات نوماند سامویل جی ټایلډېن (Samuel J. Tilden) په وړاندې ډېرې عامه رایې له لاسه ورکړې، خو وروسته له هغې په ډېر کم اختلاف یې ټاکنې وګټلې، کله چې د کانګرس کمیسیون هغه ته د الکترال کالج ۲۰ رقابتي رایې د ۱۸۷۷ ز کال د جوړجاړي په ترڅ کې ورکړې. د ټاکنو جنجال د تړلو دروازو شاته هوکړې ته په رسېدو حل شو، دیموکراتانو په دې شرط له هېز ملاتړ اعلان کړ، چې نوموړی به د پخواني کنفدریشن د ایالتونو په بیارغونه کې په مستقیمه توګه فدرال ملاتړ غوڅ کوي.
هېز شتمنۍ، ټولنیز ځایګي او یا هم نژاد ته له پام کولو پرته پر ښایسته سالارۍ د باور لرلو له امله خپله ولسمشري پر مخ وړه. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال تر ټولو اغېزمنه پېښه، د ۱۸۷۷ ز کال د اوسپنې د پټلۍ د کارګرانو اعتصاب (د بالتیمور او اوهایو ترمنځ د درېیم ځل لپاره د اوسپنې د پټلۍ پرې کول و) ، چې د وسله والو ځواکونو په کارولو یې دغه ستونزه حل کړه. د کاریګرانو او اعتصاب ماتونکو ترمنځ د تر ټولو خونړي کړکېچ په توګه پاتې شوی. د ولسمشر په توګه، هېز د مدني خدمتونو د اصلاحاتو په برخه کې یو لړ ګامونه واخیستل، چې په ۱۸۸۰ مه او ۱۸۹۰ مه لسیزه کې یې نورو اصلاحاتو ته زمینه برابره کړه. هغه د ۱۸۷۸ ز.کال بلنډ- الیسون (Bland–Allison Act of 1878) قانون، چې د سپینو زرو پیسې یې په بازار کې دودولې او اسمي قیمتونه یې لوړول،ویټو کړ. هېز د اقتصادي ودې لپاره د سروزرو د سټنډرډ ساتل اړین بلل. د لویدیځو سور پوستو لپاره د هغه پالیسي، د ۱۸۷۸ ز کال د داویس قانون (Dawes Act) د یو شان کېدو د پروګرام وړاندوینه کوله.
هېز ولسمشرۍ ته د بیاځلي نوماندي څخه د ډډه کولو په خپله ژمنه عمل وکړ، په اوهایو کې په خپل کور کې کښېناست او د ټولنیزو او روزنیزو اصلاحاتو ملاتړی شو. ژوندلیک لیکونکی اري هوګن بوم (Ari Hoogenboom) لیکي چې: د هېز لویه لاسته راوړنه دا وه، چې په ولسمشرۍ یې بېرته عامه باور رامنځته او د اجرائیي واک زوال یې معکوس څرګند کړ، چې په ۱۸۶۵ ز کال کې د ابراهام لېنکولن له ترور وروسته تثبیت شوی و. د هغه ملاتړي، د مدني خدمتونو په برخه کې د هغه ژمنتیا ستایي. متنقدین یې بیا د پخواني کنفدریشن له ایالتونو سره د ده په نرم چلند او د افریقايي الاصله امریکایانو د رایو کارولو او مدني حقونو څخه په مستقیم ډول د فدرال ملاتړ څخه په پر شا کېدو ملنډې وهي. تاریخ پوهان او څېړونکي هېز، د منځنې کچې او یا هم له هغې لږ ښکته پوړۍ ولسمشر بولي.[۱۳][۱۴][۱۵]
کورنۍ او لومړنی ژوند
[سمول]رادرفورد بریچارد هېز د ۱۸۲۲ ز کال د اکتوبر په ۴ مه د اوهایو په ډېلاور(Delaware, Ohio) سیمه کې د جی ار.رادرفورد هېز(Rutherford Hayes, Jr.) او سوفیا بریچارد(Sophia Birchard) په کورنۍ کې وزېږېد. د هېز پلار په وېرمونټ کې د یوې مغازې ساتونکی و، هغه په ۱۸۱۷ ز کال کې خپله کورنۍ اوهایو ته وړې وه. هغه د هېز له زېږون ۱۰ اونۍ وړاندې ومړ. سوفیا د کورنۍ مسئولیت پر غاړه واخیست، هېز او د هغه خور، فني (Fanny)، یې لوی کړل، د دې له څلورو بچیانو څخه دوه وو، چې تر لوی والي ژوندي پاتې شول. هغې بیا واده ونه کړ، د سوفیا کوچنی ورور ساردېس بریچارد یو څه مودې لپاره د دوی له کورنۍ سره و اوسېد. هغه تل هېز ته نږدې و او د هغه لپاره یې د پلار رول درلود، چې د هغه په لومړنیو زده کړو کې یې هم مرسته کوله.[۱۶][۱۷]
ولسمشری(۱۸۷۷-۱۸۸۱ ز)
[سمول]لوړه (تحلیف)
[سمول]له دې امله چې د ۱۸۷۷ ز کال د مارچ ۴ مه د یکشنبې ورځ وه، هېز د مارچ په درېیمه د شنبې په ورځ په خصوصي ډول د سپینې ماڼۍ په سره خونه کې لوړه وکړه، نوموړی لومړنی ولسمشر و چې د لوړې مراسم یې په اجرائیوي ماڼۍ کې ترسره کړل. هغه د مارچ په ۵ مه نېټه په عامه محضر کې د امریکا د متحده ایالتونو د کپیټول (United States Capitol) ماڼۍ په ختیځ پورټیکو کې لوړه وکړه. هېز په خپله اپرانستونکې وینا کې وویل: "خپل ګوند ته یې غوره خدمت کړی، کوم چې هېواد ته غوره خدمت کوي". هغه ژمنه وکړه چې، په سويل کې د"عاقلانه، رېښتوني او سوله ییز سیمه ییز حکومت" ، د مدني خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو او د طلا د ستڼډرډ د بیا جوړولو ملاتړ کوي. د هغه د پخلاینې په پیغام سربېره، ډېری دیموکراتانو د هېز د بریا ټاکنې روا نه بللې او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې یې، هغه د "رادرفورد" او د هغه د "چلوټۍ په نوم" یادولې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
بهرنۍ پالیسي
[سمول]د هېز د بهرنۍ پالیسۍ ډېری اندېښنې لاتینې امریکا ته اړوند کېدلې. په ۱۸۷۸ ز کال کې د پارګواین له جګړې وروسته، هغه د ارجنټاین او پاراګوای ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې منځګریتوب وکړ. هېز د ګران چاکو(Gran Chaco) سیمې جنجالي برخه پاراګوای ته ورکړه، د پاراګوای وګړو له هغه څخه د ستایلو په موخه یو ښار د هېز ویلا (Villa Hayes) او یو ډیپارټمنټ د ولسمشر هېز(Presidente Hayes) په نوم ونوماوه. هیز د سویز کانال جوړوونکي فردیناند دي لیسپس (Ferdinand de Lesseps) له نقشې اندېښمن و، چې له مخې یې د پاناما په استموس کې چې هغه مهال د کولمبیا برخه وه، کانال جوړېده. هېز چې یو ځل بیا په مکزیک کې د فرانسویانو د ستونزې جوړولو له تکرار څخه اندېښمن و، د مونرو دکتورین یې په کلکه تفسیر کړل. هغه کانګرس ته په خپل پیغام کې د دغه کانال اړوند خپل نظر وړاندې کړ: "د دغه هېواد پالیسي د امریکا تر کنټرول لاندې کانال دی... د امریکا متحده ایالات نه شي کولای، هېڅ یو اروپایي ځواک او یا هم د اروپايي ځواکونو یو جوړښت ته د دغه کانال د کنټرول سپارلو سره هوکړه وکړي. "[۲۲][۲۳]
مړینه
[سمول]په ۱۸۸۹ ز کال کې د هېز د مېرمنې مړینې، هغه ډېر زیات خواشینی کړ. هغه مهال چې هغه مړه شوه، ده ولیکل: "ارواه یې تللې". د لوسي له مړینې وروسته، د هېز لور فني د هغه د سفر ملګرې شوه او هغه له خپلو لمسیانو څخه په لیدو خوند اخیست. په ۱۸۹۰ ز کال کې نوموړي د تور پوستو په مسئله کې د لیک موهونوک کنفرانس (Lake Mohonk Conference) په نامه، د اصلاح غوښتونکو د هغه کنفرانس مشري وکړه، چې په نیویارک کې د نژادي مسایلو اړوند راغونډ شوي وو. هېز د ۱۸۹۳ ز کال د جنوري میاشتې په ۱۷ مه نېټه، د اویا کلونو په عمر د زړه د سکتې له امله ومړ. د هغه وروستۍ خبره دا وه چې: "زه پوهېږم چې هغه ځای ته ځم، چېرې چې لوسي ده. " ولسمشر، کلیولنډ او د اوهایو والي مک کینلي مؤظف کړل، تر هغو پورې چې د ده مړی په اوک ووډ(Oakwood) هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي، د ده د جنازې مراسم رهبري وکړي.[۲۴][۲۵][۲۴][۲۶][۲۷]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12133924f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Rutherford-B-Hayes — subject named as: Rutherford B. Hayes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6x34w7n — subject named as: Rutherford B. Hayes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/38503335 — subject named as: Rutherford Birchard Hayes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/464 — subject named as: Rutherford Birchard Hayes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32341.htm#i323401 — subject named as: Rutherford Birchard Hayes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hayes-rutherford-birchard — subject named as: Rutherford Birchard Hayes
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=rutherfordbirchardhr — subject named as: Rutherford B. Hayes
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=rutherford+birchard;n=hayes — subject named as: Rutherford Birchard Hayes
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=24651 — subject named as: Rutherford Birchard Hayes — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ "Rutherford B. Hayes". The White House (په انګليسي ). لاسرسينېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ ""Betrayal of the Freedman: Rutherford B. Hayes and the End of Reconstruction"". Rutherford B. Hayes Presidential Library & Museums (په انګليسي ). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۲۲ باندې. لاسرسينېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Hamilton, Neil A. (2010). Presidents: A Biographical Dictionary. Washington, DC: Facts on File. مخونه 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7708-3. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په October 30, 2014 باندې). The Place Where Rutherford B. Hayes Is A Really Big Deal. NPR.
- ↑ (په November 16, 2000 باندې). Rating the Presidents of the United States, 1789–2000: A Survey of Scholars in History, Political Science, and Law. Federalist Society.
- ↑ Trefousse 2002، م. 4.
- ↑ Hoogenboom 1995، مم. 7–8.
- ↑ Barnard 2005، مم. 402–403.
- ↑ Hoogenboom 1995، مم. 298–299.
- ↑ Trefousse 2002، مم. 85–86.
- ↑ Hoogenboom 1995، مم. 295–297.
- ↑ Clendenen 1969، م. 244.
- ↑ Trefousse 2002، مم. 90–93.
- ↑ ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Hoogenboom 1995، مم. 466–467.
- ↑ Hoogenboom 1995، مم. 524–525.
- ↑ Hoogenboom 1995، مم. 447–465.
- ↑ Calhoun 2017، م. 549.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1893م وفاتونه
- 17 جنوري وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P2048
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P607
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کي چي د انګليسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي