Jump to content

ذهن په ختیځه فلسفه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په ختیځه فلسفه کې، د ذهن مطالعه، د ذهن د فلسفې له لوېدیځې مطالعې سره – چې د فلسفې د یوې څانګې په توګه د ذهن د ماهیت پر مطالعه بوخته ده – ورته‌والی لري. په لوېدیځ دود دستور کې «دوه‌ګون‌پالنه» او «یوګون‌پالنه» د ذهن–جسم مسألې د مطالعې لپاره دوه ستر فکري مکتبونه دي، که څه هم ځینې اختلافي لیدلوري راولاړ شوي دي چې لومړي یا دوه‌یم ډول ته یې په منظمه توګه سمون نه‌لري. دوه‌ګون‌پالنه په دواړو، ختیځو او لوېدیځو عقایدو کې موندل کېږي (د هندو فلسفې په ساڼخیا او یوګا مکتبونو او همدا راز د افلاطون په فلسفه کې)، خو لوېدیځې فلسفې ته د هغې راتګ په اوولسمې پېړۍ کې د رِنِه ډیکارټ د هڅو پایله ده. د «ذهن په ختیځه فلسفه کې» دغه لیکنه، اړوند سکالو ته د ختیځې فلسفې له دریڅې څخه ګوري او هغه راسپړي، چې له تاریخي پلوه، له لوېدیځو عقایدو او «د ذهن لوېدیځې فلسفې» ته له تګلارو سره، په پراخه توګه، توپیر لري. [۱][۲][۳]

ذهن په ختیځه فلسفه کې

[سمول]

ذهن په هندو فلسفه کې

[سمول]

دوه‌ګون‌پالنه

[سمول]

د مادې دوه‌ګون‌پالنه، د ساڼخیا، نیایا، یوګا او ادویتا وېدانتا په شمول، د هندو اُرتودوکس څوګونو مکتوبونو ګډه ځانګړنه ده. په دغو مکتبونو کې د مادې او غیرمادي اروا ترمنځ څرګنده توپیر راوړل کېږي او ویل کېږي چې اروا ابدي ده او د «سامسرا» – د مړینې او بیازېږون څرخ – په ترڅ کې اوړي رااوړي. نیایا مکتب استدلال کوي چې د ادراک او هیلې په څېر ځانګړتیاوې، ذاتي دي او د مازې مادي څیز هغه خپلولای نه‌شي، نو ځکه د مادو د بېلولو په لړۍ کې باید یو غیرمادي څیز – یعنې، آتمان – ته اړوند وګڼل شي. په ټولیز ډول، د دغو مکتبونو معنوي موخه د موکشا – د تناسخ له څرخ څخه خلاصون – ترلاسه کول دي.[۴]

د وېدانتا یوګون‌پال اېډیالیزم

[سمول]

د شانکرا (د اتمې پېړۍ هندي فیلسوف) په ادویتا وېدانتا کې، ذهن، جسم او نړۍ ټول د همهغه نه‌بدلېدونکي ابدي باخبره موجود څرګنده بڼه ده، چې د «بړاهمن» په نوم یادېږي. ادویتا، چې د غیردوه‌ګون‌والي په معنی ده، پر دې عقیده ده چې هر هغه څه چې شتون لري، کره مطلق شعور دی. دا واقعیت چې، ګنې نړۍ له بدلون موندونکو موجوداتو څخه جوړه شوې ده، یو توهم یا «مایا» دی. یوازینی څه چې شتون لري، بړاهمن دی، چې د ساتچیت‌آنندا په توګه (شتَوالی، شعور او سعادت) بیانېږي. ادویتا وېدانتا د دغه بند له لارې خورا ښه بیان شوی دی: «بړاهمن یوازې دی، سمه ده، او د کثرت دغه نړۍ یوه تېروتنه ده؛ وګړی په‌خپله له بړاهمن سره توپیر نه‌لري».[۵]

د یوګون‌پال وېدانتیا یوه بله بڼه، ویشیشت‌ادویتا ده – پر شرایطو برابره غیردوګون‌والي – چې د یوولسمې پېړۍ فیلسوف رامانوجا له‌لورې مطرح شوې ده. رامانوجا پر ادویتا وېدانتا باندې نیوکه کوي او استدلال کوي چې شعور تل ارادي دی او همدا راز، تل د یوه څیز ځانګړتیا ده. د رامانوجا «بړاهمن»، په یوه یوګون‌وال یوګړي موجود کې د کیفیاتو او ځانګړتیاوو له لارې تعریفېږي. دغه عقیدتي اصول د «سامانادي‌کرڼیا (څو څیزونه په یوه ګډ پوړ کې)» په نوم یادېږي.[۶]

ماديت‌پالنه

[سمول]

په مسلم ډول، د فلسفې تاریخ په اوږدو کې د مادیت‌پالنې لومړنی تجربي بیان په چارواکا مکتب کې شوی دی (چې لوکایَتا هم نومېږي). د کارواکا مکتب پرته له مادې څخه (چې له «څلورو عنصرونو» څخه رامنځ‌ته شوي څیز په توګه یې پېژني) د هر څه شتون ردوي، ان د خدای او اروا شتون. له‌دې امله، هغوی پر دې باور وو چې حتی شعور له اټومونو څخه رامنځ‌ته شوي جوړښت څخه پرته بل څه نه‌دی. د کارواکا مکتب یوه څانګه پر دې باور وه چې اروا له هوا یا سا څخه رامنځ‌ته شوی مادي جوړښت دی، خو له هغه ځایه چې دا په‌خپله د مادې یوه بڼه ده، له مرګ څخه یې د ژغورلو لار نه‌لري.[۷]

د ذهن بودایي فلسفه

[سمول]

د بودایي لوستونو د بیان له مخې، ذهن شېبه په شېبه، د حسي اغېزو او تل بدلېدونکو ذهني ښکارندو په توګه، خوځنده راڅرګندېږي. د ذهني بهیر شېبه په شېبه خوځېدنه داسې په پام کې نیول کېږي چې ګنې په هر وګړي کې د ټول ژوند په اوږدو کې پېښېږي، ان په هغه ساینس‌پوه کې چې، د ماغزو په هکله د فرضیه‌جوړونې او شننې په ګډون، د نړۍ بېلابېلو ښکارندو په اړه پر شننه او څېړنه بوخت دی. همدا راز، د ذهني بهیر خوځېدنه داسې بیانېږي چې ګواکې د لاندې قوانینو تر اغېزې لاندې راغلې وی: فزیکي قوانین، بیولوجیکي قوانین، ارواپوهنیز قوانین، ارادي قوانین او نړۍشموله قوانین.[۸]

د بودایي فلسفې یوه ستره ځانګړتیا چې هغه له هندي اُرتودوکسي څخه جلا کوي، پر «یوازې ځان نه (پالي کې: اناتا، سانسکرېټ کې: اناتمن)» عقیدې باندې ټینګار دی. انسان، د بودا په «یوازې ځان نه» عقیدتي اصولو کې، د یوه ثابت یوګړي «ځان» پر ځای، له پنځو فزیکي او اروایي اړخونو د  ترکیب په توګه ګڼل کېږي. له دغه اړخه، هغه څه چې «زه» یا «خپل» نومېږي، یوازې یوه خیالي ارامه کیسه ده، یو توهم دی چې د هېڅ واقعي توکي په هکله د پلي کېدو وړ نه‌دی، مګر دا چې پنځو سره‌تړلو توکیز لاملونو تل بدلېدونکي بهیر ته له یوه ناسم یون څخه وګورو. ویل کېږي چې د دغو توکیزو لاملونو ترمنځ اړیکه، رامنځ‌ته کېدنې ته یوه تړلې اړیکه ده (پرتیتیاسموتپادا). دا په دې معنی ده چې هرڅه، د ذهني کانو په شمول، د نورو ګڼ‌شمېر لاملونو او شرایطو سره په پیوستون‌ډوله بڼې راڅرګندېږي. داسې برېښي چې دغه جاج، د د ذهن دواړه توسني جبرپالنه او ښکارندپالنه ردوي. [۹]

د ذهن ابهیدرما تیوري‌ګانې

[سمول]

د بودا له مړینې څخه درې پېړۍ وروسته (کابو ۱۵۰ م‌ز)، د څوګونو بودایي سیال مکتبونو کې د «ابهیدرما» په نوم ادبیاتو پراخه وده لېدل کېږي. د ذهن په ابهیدرمایي شننه کې، معمولي فکر، پراپانکا (جاجي پراختیا) نومول کېږي. د دغې تیوري له‌مخې، نومیرنیزه تجربه په ګڼ‌شمېر جاج‌جوړونو (تمې، قضاوتونه او هیلې) کې ښکېل ده. د جاج‌جوړونو دغه پراختیا، د ګڼو ښکارندو د تل بدلېدونکي بهیر پر بنسټ، زموږ د «خپل» او «نور» جاجونو توهمي پياوړي جبر ته بڼه او رنګ وربخښي. د ذهن په دغه جاج کې، د شعوري ځواک او د بېلابېلو ښکارندو نومېرنې واقعي حسي ترمنځ هېڅ کوم برخیز توپیر نه ترسترګو کېږي. د هغه په ځای ویل کېږي چې شعور پر شپږو حسي ډولونو باندې وېشل کېږي، پنځه د پنځه‌ګونو حسونو او شپږم یې د ذهني ښکارندو د نومېرنې لپاره. داسې ویل کېږي چې ادراکي باخبري، حسي نومېرنې، په‌خپله ذهني ځواک په هکله باخبري (چې ورته د باطن‌لېدنې باخبري یا «منوويجنانا-manovijñāna» ویل کېږي) او پاملرنې (یا «آوارتانا» – د حسي اغېزو له تل بدلېدونکي بهیر څخه د څیزونو رااېستنه) پورې تړاو لري.  [۱۰]

د یوه تلپاتي عامل ردېدنه د یو لړ فلسفي مسألې رامنځ‌ته کړې؛ د بېلګې په توګه: د ذهن څرګنده پایښت مسأله او همدا راز، د دغې مسألې بیان چې څرنګه بیازېږون او کارما له یوې داسې عقیدې سره په تړاو کې پاتې کېږي چې ابدي ذهن په کې نشته. دغې ننګونې ته د «تېره‌وادَه» مکتب له لورې، د شتون عامل په توګه د ذهن په معرفي کولو سره، ځواب ورکړل شو. دغه د «ژوند-بهیر» (بهاوڼګا-سوتا) هغه پټ بهیرونه دي چې د ژوند شرایطو ته بڼه وربخښي. نو له‌دې امله، د یوه کارمایي «وګړي» پایښت، د ذهن-بهیر (سیتا-سنتانا) په چوکاټ، د ذهن تلپاتې پټ شعور (بهاوڼګا-سیتا) څخه راپاڅېدلې بهانده ذهني شېبو په یوې لړۍ، ذهني محتوا، او پاملرنه کې تضمین کېږي.[۱۰]

سرچینې

[سمول]
  1. Sri Swami Sivananda. "Sankhya:Hindu philosophy: The Sankhya". Archived from the original on May 15, 2006.
  2. Plato (1995). E.A. Duke; W.F. Hicken; W.S.M. Nicoll; D.B. Robinson; J.C.G. Strachan (eds.). Phaedo. Clarendon Press. ISBN 978-1-4065-4150-2.
  3. Descartes, René (1998). Discourse on Method and Meditations on First Philosophy. Hacket Publishing Company. ISBN 978-0-87220-421-8.
  4. The Internet Encyclopedia of Philosophy, archived from the original on 2012-10-04 Nyāya, Matthew R. Dasti
  5. The Internet Encyclopedia of Philosophy, archived from the original on 2015-06-26 Advaita Vedanta, Sangeetha Menon
  6. The Internet Encyclopedia of Philosophy, archived from the original on 2014-07-17 Ramanuja, Shyam Ranganathan
  7. The Internet Encyclopedia of Philosophy, archived from the original on 2010-06-11 Lokāyata/Cārvāka – Indian Materialism, Abigail Turner-Lauck Wernicki
  8. Karunamuni N.D. (May 2015). "The Five-Aggregate Model of the Mind". SAGE Open. 5 (2): 215824401558386. doi:10.1177/2158244015583860.
  9. "Mind in Indian Buddhist Philosophy", Coseru, Christian, "Mind in Indian Buddhist Philosophy", Metaphysics Research Lab, Stanford University, 2017, The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2012 Edition), Edward N. Zalta (ed.)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ "Mind in Indian Buddhist Philosophy", Coseru, Christian, "Mind in Indian Buddhist Philosophy", Metaphysics Research Lab, Stanford University, 2017, The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2012 Edition), Edward N. Zalta (ed.)