یوګون‌پالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

یوګون‌پالنه (مونیزم – monism)، د خلقت په څېر یو جاج ته د یوګون‌والي یا جره‌توب (په یوناني: μόνος) نسبت ورکوي. د یوګون‌پالنې بېلابېلې بڼې نومېرلای شو:

  • د لومړیتوب یوګون‌پالنه بیانوي چې د ټولو موجوداتو د شتون ریښه یوې سرچینې ته رسېږي، چې له هغو سره په توپیر کې پرته ده؛ د بېلګې په توګه: په نوي افلاطونیزم کې، هرڅه له «یِکي یو – The One» څخه اخېستل کېږي. په دغه جاج کې یوازې همغه «یو» د نورو واړو څیزونو لپاره وجودي بنسټ یا لومړیتوب دی.[۱]
  • د وجودي یوګون‌پالنې د څرګندونې له‌مخې، په دقیق بیان سره، یوازې یو څیز شتون لري – زموږ نړۍ – چې کېدای شي په مصنوعي او اختیاري توګه ګڼ‌شمېر څیزونو ته ووېشل شي.[۱]
  • د جوهر یوګون‌پالنه ادعا کوي چې، د شته څیزونو بېلابېل ډولونه د یوه واحد واقعیت یا جوهر له لارې بیانېدلای شي. د دغې یوګون‌پالنې د څرګندونې له‌مخې، د جوهر یوازې یوه بڼه شته دې، که څه هم کېدای شي د مادې او ذهن په څېر، ګڼ‌شمېر څیزونه له دغه جوهر څخه رامنځ‌ته شوي وي.[۲]
  • دوه‌اړخه یوګون‌پالنه بیا وایي چې، «ذهني» او «جسمي» اړخونه، د یوه واحد جوهر په هکله لیدلوري یا اړخونه دي.
  • بې‌پلوه یوګون‌پالنه پر دې باور ده چې، د واقعیت بنسټیز ماهیت نه ذهني او نه هم جسمي دي؛ په بله وینا، «خنثی» دی.

تعریفونه[سمول]

د یوګون‌پالنې لپاره دوه تعریفونه شتون لري:

  1. پراخ هراړخیز تعریف: یوه فلسفه یوګون‌پاله ګڼل کېږي، که چېرې د ټولو موجوداتو د «آر» یووالی په‌کې فرض شوی وي؛ ټول موجودات خپلې سرچینې یا آر ته (چې له هغو څخه په توپیر کې واقع شوې) راګرځي. [۱]
  2. برخیز محدود تعریف: دغه سکالو کې یوازې د «آر» یووالی نه، بلکې د «جوهر» او «وږم» یووالی هم اړین دی.[۱]

که څه هم د «monism» ګړنه، په ذهن–جسم مسأله کې د دریځونو ښودلو په موخه، له لوېدیځې فلسفې څخه اخېستل شوې ده، خو د دیني/مذهبي دود دستورونو بېلګو ښودلو لپاره هم کارول کېږي. په نومهال هندوییزم کې، ادویتا وېدانتا لپاره د «مطلقې یوګون‌پالنې» ګړنه کارول کېږي.[۳][۴]

تاریخ[سمول]

د «monism» ګړنه لومړی ځل په اتلسمه پېړۍ کې د کریستین وُلف له‌خوا د هغه په «منطق» (۱۷۲۸ ز) کتاب کې وکارول شوه، ترڅو د هغو فلسفو ډولونه وټاکلای شي، چې په هغو کې هڅه شوې وه د جسم او ذهن دوه‌ګون‌والي لېرې، او ټولې ښکارندې د یوه واحد اصل یا د یوه واحد جوهر د راولاړېدنې په توګه بیان شي.[۵][۶]

په فلسفه کې، د ذهن–جسم مسأله د ذهن او مادې، په تېره بیا د شعور او ماغزو ترمنځ اړیکه څېړل کېږي. یاده مسأله، اوولسمې پېړۍ کې د رِنِه ډیکارت له‌خوا مطرح شوه، چې پایله یې د ډیکارتي دوه‌ګون‌پالنې او همدا راز د مخکې تر ارسطویي فلسفې فیلسوفانو له‌خوا، د ابن‌سینا فلسفې او لومړني اسیایي، په تېره بیا هندي دود دستورونو راپنځېدنه وه.[۷][۸][۹]

نوموړې ګړنه وروسته بیا د هګل او شېلینګ له‌خوا د مطلق پېژندنې وړاندې شوې تیوري کې هم پلي شوه. تر هغه وروسته، دغه ګړنه په لا پراخ ډول د یووالي اصل هر ډول فرض کوونکې تیوري لپاره وکارول شوه. د دوه‌ګون‌پالنې [سیاله] نظریه هم پنځېدلې وه چې کثرت‌پالنه کې راونغښتل شي. د اورمسون له نظره، د دغې پراخې کارونې پایله دا شوه چې ګړنه «په سیسټماتیک ډول ګونګه» بڼه غوره کړي. [۱۰]

د جاناتان شافر له ژبې، د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د تحلیلي فلسفې د راپنځېدنې له امله (چې د نویو هګل‌پالونکو پر وړاندې یې پاڅون وکړ)، یوګون‌پالنې خپل ګرانښت له لاسه ورکړ. روډولف کارنَپ او آلفرېد جولس آیر، چې په کلکه پر اثبات‌پالنې (پوزتیفیزم) ولاړ وو، «واړه مسأله یې، د یوه نااړوند «عرفان» په توګه، په ملنډو ونیوه».[۱۱]

ذهن–جسم تعامل ته لېوالتیا او د کارتیزیني ذهن–جسم دوه‌ګون‌پالنې ردېدنه، په ساپوهنې او اړوندو څانګو کې یې، د ذهن–جسم مسأله، د یوګون‌پالنې نومهالې بڼې په توګه بیا راولاړه شوې ده. یوګون‌پالنه لا هم د ذهن فلسفې پورې اړوند ده، چې د بېلابېلو دریځونو له لارې یې ننګه کوي.[۱۲][۱۳][۱۴]

ډولونه[سمول]

یوګون‌پالنه بېلابېل ډولونه لري:[۱۰][۱۵]

  1. د جوهر یوګون‌پالنه: هغه لیدلوری دی چې «د جوهرونو څرګند ډېرښت د د یوه واحد جوهر بېلابېل حالتونه یا ښکارندې دي».[۱۰]
  2. د ځانګړنې یوګون‌پالنه: هغه لیدلوری دی چې «د جوهرونو شمېر که هر څومره وي، یوه واحد وروستي ډول پورې اړوند دي».[۱۰]
  3. برخیزه یوګون‌پالنه: هغه لیدلوری دی چې «په یوه ټاکلي وجودي ډګر کې (که څه هم شمېر یې زیات وي) یوازې یو جوهر شتون لري.[۱۰]
  4. وجودي یوګون‌پالنه: هغه لیدلوری دی چې «یوازې یو رښتونی عیني رمز شتون لري (یِکي یو، The One، Τὸ Ἕν، یا The Monad).[۱۶][۱۰]
  5. د لومړیتوب یوګون‌پالنه: هغه لیدلوری دی چې «کل پر اجزاوو باندې یې لومړیتوب لري» یا «نړۍ اجزاوې لري، خو اجزاوې یې یوه یوموټي بشپړ کل ته اړوند ټوټې دي».[۱۷]
  6. د ځانګړتیا یوګون‌پالنه: هغه لیدلوری دی چې «ټولې ځانګړتیاوې یوه واحد ډول پورې تړاو لري (د بېلګې په توګه: یوازې فزیکي ځانګړتیاوې شتون لري).
  7. د ډلې/طبقې یوګون‌پالنه: هغه عقیدتي اصول دي چې «یوه لوړه ډله/طبقه شتون لري؛ د بېلګې په توګه: شته‌والی.[۱۸]

هغه لیدلوري چې له یوګون‌پالنې سره په توپیر کې راڅرګندېږي:

  • مېتافزیکي دوه‌ګون‌پالنه: ادعا لري چې په پای کې، د خیر او شر په څېر، دوه نه‌پخلاکېدونکي جوهرونه یا واقعیتونه شتون لري، د بېلګې په توګه: مانیکییزم.[۱]
  • مېتافزیکي کثرت‌پالنه: چې د درې یا لا زیات‌شمېر بنسټیزو جوهرونو یا واقعیتونو د شتون ادعا لري.[۱]
  • مېتافزیکي اپلت‌پالنه (نهیلیزم): پورتنۍ هره ډله (جوهرونه، ځانګړتیاوې، عیني موجودات او داسې نور) نفی کوي.[۱]

د ذهن په نومهاله فلسفه کې، یوګون‌پالنه په درې سترو ډلو وېشلای شو:

  1. اېډیالېسته ذهن‌پاله یوګون‌پالنه: چې باور لري یوازې ذهن یا اروا شتون لري.
  2. بې‌پلوه یوګون‌پالنه: چې باور لري، د څیز یو بنسټیز ډول شتون لري او دواړه ذهني او جسمي حالتونه ورته محدود ګرځولای شو.
  3. مادي یوګون‌پالنه: (چې د فزیکالیزم او مادیت‌پالنې په نوم هم پېژندل کېږي) باور لري چې، مادي نړۍ لومړیتوب لري او شعور، له مادي نړۍ سره د تعامل له لارې رامنځ‌ته کېږي.
    1. حذفي مادیت‌پالنه: چې باور لري، هرڅه فزیکي دي او ذهني څیز شتون نه‌لري.
    2. تقلیلي فزیکالیزم: چې باور لري، ذهني څیز شتون لري او د فزیکي څیز یوه بڼه ده.

ځیني ځانګړي دریځونه په اسانۍ سره پورتنیو ډلو سره جوړ نه‌راځي، د بېلګې په توګه: کارکړنپالنه، نوستلې یوګون‌پالنه او غبرګوني یوګون‌پالنه. سربېره پر دې، نوموړلې ډلې د «واقعیت» معناوې نه تعریفوي.

یوګون‌پاله فیلسوفان[سمول]

تر سقراط دمخه[سمول]

کله چې د معلوماتو د کمښت له امله په ځینو حالتونو کې د جزییاتو په هکله ډاډ ترلاسه کول ستونزمن برېښي، لاندې «تر سقراط دمخه فیلسوفانو» په یوګون‌پال ډول فکر کاوه:

  • تالیس: اوبه
  • انكسیماندروس: اپیرون (چې معنی یې «نامعینه لایتناهي» ده). واقعیت یو څه دی، خو پوهېدلای نه‌شو چې څه دی.
  • مېلټوس‌مېشته انکسیمنېس: هوا
  • هېراکلیتس: بدلون، د اور په واسطه ښودل شوی (له‌دې پلوه چې هرڅه په ثابت بهیر کې دي).
  • پارمېنيدېس: وجود یا واقعیت یوه نه‌خوځېدونکې بشپړه کُره ده – نه‌بدلېدونکې، نه‌وېشېدونکې.[۱۹]

له سقراط وروسته[سمول]

  • د تیانامېشتي اپولونیوس په څېر، نوي فیثاغورث پلویان، د خپلو کیهان‌پوهنو له لارې پر موناد (یِکي یو) باندې تمرکز وکړ.[۲۰]
  • رواقیونو داسې ښودله چې یوازې یو جوهر شتون لري، چې د «خدای» په توګه پېژندل کېږي.
  • منځنۍ افلاطون‌پالنه کې، د نومېنیوس اثرونو په څېر نورو اثرونو پر بنسټ، جاج پر دې دی چې نړۍ له موناد (یِکي یو) څخه سرچینه نیسي.
  • نوې افلاطوني فلسفه بیا یوګون‌پاله ده. پلوتینوس داسې ښودله چې یو لوړ مقام لرونکی خدای شتون لري او په خبرو یې وصف نه‌شي کېدلای، «The One – یِکي یو»، چې وروستي واقعیتونه هم له هغه څخه پیلېږي. له هغه «یِکي یو» څخه الهي ذهن (Nous)، کیهاني اروا (Psyche) او نړۍ (Cosmos) خپرېږي.

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ Brugger 1972.
  2. Cross او Livingstone 1974.
  3. Chande 2000، ص. 277.
  4. Dasgupta 1992، ص. 70.
  5. jrank.org, Monism
  6. "monism", Columbia Electronic Encyclopedia, 6th Edition. Retrieved 29 October 2014.
  7. Robert M. Young (1996). "The mind-body problem". In RC Olby; GN Cantor; JR Christie; MJS Hodges (المحررون). Companion to the History of Modern Science (الطبعة Paperback reprint of Routledge 1990). Taylor and Francis. د کتاب پاڼي 702–11. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415145783. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Robinson, Howard (Nov 3, 2011). "Dualism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2011 Edition). Ed. Edward N. Zalta. 
  9. Henrik Lagerlund (2010). "Introduction". In Henrik Lagerlund (المحرر). Forming the Mind: Essays on the Internal Senses and the Mind/Body Problem from Avicenna to the Medical Enlightenment (الطبعة Paperback reprint of 2007). Springer Science+Business Media. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9048175307. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ ۱۰٫۴ ۱۰٫۵ Urmson 1991، ص. 297.
  11. Schaffer 2010.
  12. McLaughlin 2009.
  13. Mandik 2010.
  14. Fiske 2010، ص. 195-196.
  15. Schaffer, Jonathan, Monism: The Priority of the Whole, http://www.jonathanschaffer.org/monism.pdf
  16. Schaffer, Jonathan, "Monism", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2015 Edition), Edward N. Zalta (ed.), URL=http://plato.stanford.edu/archives/sum2015/entries/monism/
  17. Schaffer, Jonathan, Monism: The Priority of the Whole, http://www.jonathanschaffer.org/monism.pdf
  18. Schaffer, Jonathan, Monism: The Priority of the Whole, http://www.jonathanschaffer.org/monism.pdf
  19. Abernethy او Langford، صص. 8,9.
  20. Abernethy او Langford، صص. 1–7.