Jump to content

د ذهن–جسم مسأله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ذهن–جسم مسأله، د انسان په ذهن کې د تفکر او شعور، او په فزیکي جسم کې د ماغزو ترمنځ اړیکې په هکله بحث دی. دا بحث له هغې پوښتنې څخه چې «څرنګه ذهن او جسم په کېمیاوي او فزیولوجیکي ډول عمل کوي»، توپير لري؛ ځکه چې په نوموړې پوښتنه کې د ذهن–جسم اړیکې لپاره یوه دمخه فرض شوې تعامل‌پالنه په پام کې نیول شوې ده. دغه پوښتنه هغه مهال راولاړېږي چې ذهن او جسم، د هغو په ماهیت کې د بنسټیز توپیر شتون د انګېرنې له امله، سره جلا ګڼل کېږي.[۱][۲]

نوموړې مسأله د رِنِه ډیکارت له لورې په اوولسمې پېړۍ کې وړاندې شوه، چې پایله یې د ډیکارتي دوه‌ګون‌پالنې (دوه‌ګونی اصالت) او همدا راز د مخکې تر ارسطو فیلسوفانو له‌خوا، د ابن‌سینا فلسفې او لومړني اسیایي دودونو راپنځېدنه وه. د بېلابېلو تګلارو وړاندیز شوی دی؛ ډېري یې دوه‌ګون‌واله یا یوګون‌واله دي. دوه‌ګون‌پالنه د ذهن او مادې د پولو ترمنځ پر توپیر باندې په کلکه ټینګار لري؛ خو یوګون‌پالنه کې ویل کېږي چې په بې‌پلوۍ، اصالت، یا ذات کې یوازې یو متحد کوونکی واقعیت شتون لري، چې هرڅه د هغه پر بنسټ بیانېدلای شي.[۳][۴][۵]

پورتنۍ هره ډله بېلابېل ډولونه لري. د دوه‌ګون‌پالنې دوه اصلي بڼې، د مادې دوه‌ګون‌پالنه او د ځانګړتیا دوه‌ګون‌پالنه ده. د مادې په دوه‌ګون‌پالنه کې باور پر دې دی چې ذهن د مادې له یوه جلا ډول څخه رامنځ‌ته شوی دی او د فزیک قوانینو له لارې بیانېدلای نه‌شي؛ د ځانګړتیا په دوه‌ګون‌پالنه کې بیا داسې انګېرل کېږي چې د فزیک قوانینو له لارې بیانېدونکو بنسټیزو ځانګړتیاوو ترڅنګ، ذهني ځانګړتیاوې (چې شعوري تجربه په‌کې شامله ده) هم بنسټیزې ځانګړتیاوې دي. د یوګون‌پالنې درې اساسي بڼې، فزیکالیزم، اېډیالیزم او بې‌پلوه یوګون‌پالنه ده. په فزیکالیزم کې داسې ویل کېږي چې ذهن، د مادې د یوه ځانګړي ډول تنظیمولو په پایله کې رامنځ‌ته شوی دی؛ اېډیالیزم کې ټینګار پر دې دی چې، په رښتینې توګه، یوازې تفکر شتون لري او ماده یوازې د د ذهني بهیرونو انځور دی؛ بې‌پلوه یوګون‌پالنه بیا پر دې باور ده چې، ذهن او ماده د جلا اصالت اړخونه دي چې دغه اصالت په‌خپله له هغو سره کټ‌مټ یوشان نه‌دی. سایکوفزیکي موازیتوب، د ذهن او جسم – د دوه‌اړخیز عمل (دوه‌ګونی اصالت) او یواړخیزې اغېزې (یوګونی اصالت) – ترمنځ د اړیکې په تړاو، یو درېیم ممکنه بلونج دی.[۶]

د ذهن–جسم د دوه‌ګون‌والي د یو شمېر پنځول شویو لیدلورو له‌خوا ردېږي. د کارل مارکس او وروستیو لیکوالانو په تاریخي مادیت‌پالنه کې (چې په‌خپله د فزیکالیزم یوه بڼه ده) باور پر دې ؤ چې شعور د چاپېریال د احتمالي مادي پېښو پر مټ وده کړې ده. د دغه دوه‌ګون‌والي روښانه ردېدنه په فرانسوي رغښتوالي (جوړښت‌پالنه) کې د موندلو وړ ده او هغه داسې یو دریځ دی چې، په ټولیزه توګه، تر جنګ وروسته قاره‌یي فلسفه تشریح کوي.[۷][۸]

د غیرفزیکي ذهن (که چېرې شتون ولري) او د هغه فزیکي پراخېدنې (که چېرې شتون ولري) ترمنځ د پېژندلو وړ ګډ ټکي نه‌شتون، پر دوه‌ګوني اصالت باندې، د یوې نیوکې په توګه، راپارېدلی دی او د ذهن ګڼ‌شمېر نومهاله فیلسوفان داسې انګېري چې، «ذهن له جسم څخه کومه جلا ښکارنده نه‌ده». دغه تګلارې، په ځانګړې توګه، ساینس او په تېره بیا ټولنیزه بیولوجي، کمپیوټر ساینس، تکاملي ارواپوهنه او عصبي علومو کې، اغېزمنې برېښېدلې دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ذهن یو لرغونی موډل (چې د پنځه-توکیز موډل په نوم پېژندل کېږي او په بودایي لوستونو کې راغلی دی)، ذهن د تل بدلېدونکو حسي اغېزو او ذهني ښکارندو په توګه بیانوي. دغه موډل ته په کتو سره، کېدای شي داسې وانګېرو چې، همدا تل بدلون موندونکې حسې اغېزې او ذهني ښکارندې (یعنې، ذهن) دي چې په نړۍ کې ټولې بهرنۍ ښکارندې، او په ورته شان، د جسم اناټومي په شمول دننۍ ښکارندې، عصبي سیسټم او همدا راز د ماغزو غړی تحلیل/تجربه کوي. دغه جاج‌جوړونه د شننې دوه کچې رامنځ‌ته کوي: ۱) هغه شننې چې د درېیم-ګړي له لیدلوري څخه د ماغزو د کارکړنې څرنګوالي په هکله ترسره کېږي؛ ۲) د یوه وګړي د ذهني جریان د «شېبه په شېبه» خوځېدنې شننه (دغه شننه د لومړی-ګړي د لیدلوري له لارې ترسره کېږي). وروستي ډول ته په کتو سره، د ذهني بهیر خوځېدنه داسې په پام کې نیول کېږي چې په هر وګړي کې د ټول ژوند په اوږدو کې پېښېږي، ان په هغه ساینس‌پوه کې چې، د ماغزو په هکله د فرضیه‌جوړونې او شننې په ګډون، د نړۍ بېلابېلو ښکارندو په اړه پر شننه او څېړنه بوخت دی.[۱۳][۱۴]

تاریخي مخینه

[سمول]

بودا

[سمول]

بودا (۴۸۰ تر ۴۰۰ م‌ز)، د بودیزم بنسټ اېښودونکي، د نی دوه ګېډۍ سره ودرولې او یو بل ته یې تکیه کړې، وروسته یې وویل چې ذهن او جسم هم په دغه ډول یو بل پورې تړاو لري؛ نړۍ له ذهن او مادې څخه جوړه شوې، چې په ګډه، خو خپلواکه توګه کار کوي. بودایي لوستونو له مخې، ذهن شېبه په شېبه لا خوځنده کېږي؛ د وخت په تېرېدو، داسې یوه شېبه رارسېږي چې ذهن د یوه چټک روان بهیر په څېر راڅرګندېږي. د ذهن د رامنځ‌ته کوونکو توکو ټولګه، د «پنځو توکو» په توګه پېژندل کېږي (مادي بڼه، احساسات، نومېرنه، اراده، او حسي شعور)، چې په پرله‌پسې توګه راولاړېږي او له‌منځه ځي. په دم‌مهال شېبه کې د دغو توکو راولاړېدنه او تېرېدنه د پنځو توسني (تعلیلي) قوانینو تر اغېزې لاندې بیانېږي: بیولوجیکي قوانین، ارواپوهنیز قوانین، فزیکي قوانین، ارادي قوانین او نړۍشموله قوانین. بودایی «ذهني باخبري» ازمایښت کې، د ذهني بهیر تل بدلون موندونکی حالت په پام کې نیول کېږي.[۱۵][۱۶]

په پای کې، د بودا فلسفه دا ده چې هم ذهن او هم بڼې، له یوې تل بدلېدونکې نړۍ څخه راولاړ شوي مشروط کیفیات دي؛ کله چې په دغه نړۍ کې نیروانا (nirvāna- د دنیوي ذهن د فعالیتونو او اړوند اندېښنو ختمول) ترلاسه شي، نو ټولې ښکارندیزې تجربې له‌منځه لاړې شي. د بودا د اناتا (anattā) عقیدتي اصولو له مخې، مفهوم په خپله د یوه فردي موجود ناڅیز ذهني جوړښت او په بنسټیزه توګه، لنډمهال توَهُم دی چې له بڼې، احساس، نومېرنې، تفکر او شعور پر مټ پایښت مومي. بودا استدلال کوي چې هر لیدلوري ته ذهني توسل، توهم او سترس منځ‌ته راولي، ځکه چې د هغه په اند، کله چې ذهن روڼ وي یو واقعي «خپل» (جاجي «خپل»، چې د لیدلورو او دریځونو بنسټ دی) د موندلو وړ نه‌دی.[۱۷][۱۸][۱۹]

افلاطون

[سمول]

افلاطون (۴۲۹ تر ۳۴۷ م‌ز) پر دې باور ؤ چې مادي نړۍ د یوه لا ستر او لوړ واقعیت سیوری دی او دغه سیوری له یو لړ جاجونو څخه رامنځ‌ته کېږي، چې هغه یې «بڼې» ګڼي. د افلاطون په اند، زموږ په ورځنۍ نړۍ کې، څیزونه دغو بڼو ته «ننوځي» او مادي څیزونو ته پېژندګلوي او معنی وربخښي. د بېلګې په توګه: د شګو پر مخ یوه کاږل شوې دایره، یوازې په دغه دلیل به دایره وي، چې د بڼو د نړۍ په یوه ځای کې د یوې اېډیال شته دایرې جاج ته ننوتې ده. هغه استدلال کوي، څرنګه چې جسم مادي نړۍ پورې تړاو لري، اروا (روح) د بڼو له نړۍ څخه ده او ځکه نو تلپاتې او جاوېده ده. هغه په دې باور ؤ چې روح تر ټاکلي وخت پورې له جسم سره یوځای کېږي او یوازې د مړینې پر مهال جلا کېږي؛ که چېرې سپېڅلې وي، بېرته د بڼو نړۍ ته ورګرځي؛ پرته له هغې، تناسخ پېښېږي. څرنګه چې جسم په مهال او مکان کې شتون لري، او اروا شتون نه‌لري، نو اروا کولای شي د نړۍ په هکله حقیقتونو ته لاسرسی ومومي. د افلاطون لپاره، مفکورې (یا بڼې) رښتیني واقعیتونه دي او د اروا پر مټ تجربه کېږي. د هغه په اند، جسم تش دی او د نړۍ اقتباسي واقعیت ته یې لاس نه‌رسېږي؛ یوازې سیوري تجربه کولای شي. دغه بیان د افلاطون ذاتاً سولپالونکې پوهنپوهنې له لارې څرګندېږي.[۲۰]

سرچینې

[سمول]
  1. "Dualism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 2020.
  2. Skirry, Justin. "Rene Descartes: The Mind-Body Distinction". Internet Encyclopedia of Philosophy. ISSN 2161-0002. Archived from the original on 19 November 2016. نه اخيستل شوی 20 December 2016. The real distinction of mind and body based on their completely diverse natures is the root of the famous mind-body problem: how can these two substances with completely different natures causally interact so as to give rise to a human being capable of having voluntary bodily motions and sensations?
  3. Robert M. Young (1996). "The mind–body problem". In RC Olby; GN Cantor; JR Christie; MJS Hodges (eds.). Companion to the History of Modern Science (Paperback reprint of Routledge 1990 ed.). Taylor and Francis. pp. 702–11. ISBN 978-0415145787. Archived from the original on 2007-06-14.
  4. Robinson, Howard (Nov 3, 2011). "Dualism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2011 Edition). Ed. Edward N. Zalta. 
  5. Henrik Lagerlund (2010). "Introduction". In Henrik Lagerlund (ed.). Forming the Mind: Essays on the Internal Senses and the Mind/Body Problem from Avicenna to the Medical Enlightenment (Paperback reprint of 2007 ed.). Springer Science+Business Media. p. 3. ISBN 978-9048175307.
  6. کينډۍ:Cite EB1911
  7. K. Marx, A Contribution to the Critique of Political Economy, Progress Publishers, Moscow, 1977, with some notes by R. Rojas.
  8. Bryan S. Turner (2008). The Body and Society: Explorations in Social Theory (3rd ed.). Sage Publications. p. 78. ISBN 978-1412929875. ...a rejection of any dualism between mind and body, and a consequent insistence on the argument that the body is never simply a physical object but always an embodiment of consciousness.
  9. Pinel, J. (2009). Psychobiology (7th ed.). Pearson/Allyn and Bacon. ISBN 978-0205548927.
  10. LeDoux, J. (2002). The Synaptic Self: How Our Brains Become Who We Are. Viking Penguin. ISBN 978-88-7078-795-5.
  11. Russell, S. & Norvig, P. (2010). Artificial Intelligence: A Modern Approach (3rd ed.). Prentice Hall. ISBN 978-0136042594.
  12. Dawkins, R. (2006). The Selfish Gene (3rd ed.). Oxford University Press. ISBN 978-0199291144.
  13. Karunamuni N.D. (May 2015). "The Five-Aggregate Model of the Mind". SAGE Open. 5 (2): 215824401558386. doi:10.1177/2158244015583860.
  14. Kim, Jaegwan (1995). "Emergent properties". In Honderich, Ted (ed.). Oxford Companion to Philosophy. Oxford: Oxford University Press. p. 240. ISBN 9780198661320.
  15. Nalakalapiyo Sutta: Sheaves of Reeds Archived 2016-05-03 at the Wayback Machine.
  16. Karunamuni N.D. (May 2015). "The Five-Aggregate Model of the Mind". SAGE Open. 5 (2): 215824401558386. doi:10.1177/2158244015583860.
  17. Rohitassa Sutta: To Rohitassa Archived 2011-05-12 at the Wayback Machine.
  18. The Five Aggregates: A Study Guide Archived 2002-09-17 at the Wayback Machine.
  19. Sabbasava Sutta: All the Fermentations Archived 2006-06-25 at the Wayback Machine.
  20. NELSON, ALAN, ed. (2005), "A Companion to Rationalism", Blackwell Publishing Ltd, pp. xiv–xvi, doi:10.1111/b.9781405109093.2005.00003.x, ISBN 978-1-4051-0909-3 {{citation}}: Missing or empty |title= (help)