د ۲۰۱۶ز کال د جون ۱۲مې تورخم سرحدي شخړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د تورخم سرحدي سیمه

د ۲۰۱۶ز کال د جون ۱۲مې تورخم سرحدي شخړه هغه وخت د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځ او ملېشه ځواک سره ترسره شوه چې د گاونډي پوځي ځواکونو غوښتل په صفري نقطه کې یو ستره دروازه او اغزن تار ولگوي چې دا کار یې د افغان ځواکونو له عکس العمل سره مخ شو. په لومړي سر کې ماښام مهال پاکستاني ملیشې چې ورسره د پاکستان رسمی فوځیان چې په درنه وسله په شمول د زره دار ټانکونه سمبال وو په صفري نقطه ودریدل. په سیمه کې د افغان سرحدی ځواکونو قومندان په پاکستاني ځواکونه د صفري نقطی څخه په شا تگ غږ وکړ او همدارنگه د هر قسم تاسیساتو د جوړیدو څخه د مخنیوي سپارښتنه یې وکړه ولې پاکستاني فوځیان په خپلو کارونو بوخت ول او د افغان سرحدي ځواکونو د قومندان خبره یی بابیزه وگڼله. هم هغه وو چې افغان پلي سرحدي ځواکونه سنگرونه ته شول او د وسلو په ماشو يې گوتې کیښودلې. دی وخت کې لا هم په مخابره خبرې روانې وي چې د پاکستاني فوځیانو لخوا د افغانستان لورې ته د سپکو وسلو ډزی وشوی. د پاکستاني فوځیانو د سپکو وسلو ډزې وي چې په سنگرونو کې ناست افغان سرحدي ځواکونو بالمقابل د سپکو او پيوست د درنو وسلو ډزی پیل کړې. د افغان سرحدي ځواکونو لخوا په لومړنی هدف کې هغه پاکستاني ټانکونه په نښه شول چې په صفري نقطه کې ولاړ وو. پاکستاني ټانکونو کې څه هم ډزی وکړې ولې دا چې په رنړه میدان ولاړ وو نو فلهذا د ویشتل کیدو له ویرې شاتگ ته اړ شول او په یوه منډه زمونږ له سترگو پناه شول که څه هم یو پاکستانې ټانک د افغان سرحدي ځواکونو د راکټ د مرمي ښکار شو ولي باقی پاتي ټانکونه ټول شا ته ولاړل.

مخیېنه[سمول]

افغان سرحدي پولیس

که څه هم د دواړو خواوو له خوا په یو بل د سپکو وسلو باران شروع وو ولې د سپکو وسلو د ډزو څو دقیقې نه وې تیرې چې د شمشاد د لوړ غر په څوکه باندي میشت افغان سرحدي ځواکونو د توپونو او نورو درندو وسلو انداخت شروع کړ کوم چې د دی سبب شو چې طورخم له دروازی هغې خوا ته ټول سیمه د اور په لمبو بدله شوه. جگړه تر څو ساعتونو په شدت روانه وه چې په دی وخت کې پاکستاني فوځیانو د مچنی پوستی څخه د لری واټن ویشتونکو وسلو ډزی شروع کړې خو د هغوي ډزی ځکه زر بندی شوې چې د شمشاد د غره له څوکې افغان سرحدي ځواکونه د مچني پوسته هم په نښه کړه او هم هغه وو چې له هلته څخه ډزی بندی شوې. د جگړې د شروع کیدو څخه په نیم ساعت کې د ننه نور تازه افغان ځواکونه هم د جگړې سیمې ته راورسیدل او ورسره هم مهاله د غني خیلو د فوځې غنډ څخه هم د لرې واټن ویشتونکي توپونو ډزی شروع شوې خو دا ډزی بیرته د قومندان په امر بندی شوی. دی جگړي څو ساعته دوام وکړ چې پایله یې په لاندې ډول وه!

  1. تر ۲۵ تنو پاکستاني فوځیانو او ملیشو مړي تر سهار پورې صفري نقطی ته نږدی پراته وو
  2. د پاکستان یو ټانک د اور په لمبو کې لوخړه شو.
  3. د صفرې نقطی څخه هغی خوا د پاکستان دری پوستی ونیول شوې خو دا چې افغان مقاماتو په مخابره کې په ټولو ځواکونو غږ وکړ چې له پوستو څخه د پاکستان بیرغ کوز نه کړي او همدارنگه پس له یو څو ساعتونو یې بیرته د پوستو د پریښودو امر وکړ.
  4. د میچنی پوسته د توپونو په ډزو وویشتل شوه
  5. د صفري نقطې څخه ایخوا ته د نوي تاسیساتو د جوړه ولو مخه ونیول شوه
  6. د صفري نقطی څخه ایخوا ته تر ۳۰۰ میتره پورې په چپ لاس کې جوړ شوي ټول زاړه تاسیسات په شمول د پاسپورټونو د چک کولو دفتر او قومنداني وسوځول شوې.
  7. د صفرې نقطی څخه ایخوا ته په ښې لاس کې ټول هوټلونو د دی جگړی له وجې وسوځیدل

پاکستان نړیوال قوانین تر پښو لاندی کړي[سمول]

پاکستان په تورخم کی دجګړی دپیل له امله ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندی کړل او د وضعیت په خرابولو غواړي چې د نړیوالو پام له اصلي مسلو په بله واړوي. د ملګرو ملتونو پخواني مرستيال ويلي دي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي او نړۍ باید په دې واقعيت پوی شي , د کاناډآ پخواني سفیر او د ملګرو ملتونو پخواني مرستيال کريس الکساندر ويلي دي چې پاکستان نه غواړي طالبان سوله وکړي او د همدې په خاطر يي د دوی کورنۍ برمته کړې. نوموړی وايي:« پاکستان له طالبانو دملاتړ په لړ کې ټول نړۍ وال قوانين تر پښو لاندې کړي دی ای اس ای او پاکستانی پوځ د طالبانو رسمي ملاتړ کوي طالبان د حقاني شبکه او د کوټې شورا ده او ټوله نړۍ باید د پاکستان پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړي.» دا کاناډایی وايي:« ډيری طالبان له روانې نښتې شرميږي خو دا چې يو ډول يي کورنۍ برمته شوي دي او نه شي کولای ځان خلاص کړي نو نيابتي او پردۍ جګړې ته دوام ورکوي.» الکساندر وايي:« له ډيرو طالب مشرانو سره مې خبرې کړي دي د ډيرو کورنۍ په پاکستان کې دي که چیرته په افغانستان کې بريدونه ونکړي کورنۍ يي ګواښل کيږي.» دا په داسې حال کې ده چې اوس اوس د افغان حکومت د سياست په لړ کې پاکستان د نړۍ والې انزوا لوري ته تلی دی او افغان حکومت هم ويلي دي چې نور به پاکستان ته زارۍ ونکړي. (سرچینه: افغان مجله)

د تورخم کړکيچ ولې اوس رامينځته شوو ![سمول]

سولې په اړه افغانستان څرګنده پاليسي او ښګاره غوښتنې هغه څه وه چې پاکستان پاتې راغی د څلور اړخيزو ناستو ژمنې يې پوره نه کړې . کله چې د افغانستان بهرنۍ پاليسي قوي کېږي او اقتصادي پروژې يې پرمخ ځي، د چابهار بندر پرانيستل کيږي، سلما بند کټې اخيستنې لپاره پرانيستل کېږي؛ په دغه وخت کې پاکستان پرېکړه کوي چې د ويزې نه پرته څوک نشي کولای د تورخم له لارې پيښور ته داخل شي افغانستان د موجوده پاليسۍ له مخې هيڅ کوم حرکت ونکړ. پاکستان مجبوريږي پر افغانستان باندې د فشار لپاره په تورخم کې د دروازې جوړولو باندې شروع کوي چې د افغانستان له سخت غبرګون سره مخ کېږي.

افغان ځواکونو زیانونه[سمول]

د افغان سرحدي ځواکونو څخه دوه تنه شهیدان شوي او شپږ ټپیان دي.

پاکستاني ځواکونو زیانونه[سمول]

د رپوټونو سره سم د پاکستاني امنیتي ځواکونو څخه لیفتینیټ کرنل عامل، میجر جواد او یو افسر ټپي شوي دي چې سي ایم ایچ روغتون ته لېږدول شوي. تورخم کې د نادرا دفتر او د گومرک ودانۍ په راکټي بریدونو کې زیانمنې شوي. په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدې زون قومندان درستېزوال محمد ایوب حسین خیل انعکاس ته وویل چې دا جگړه تېرماښام ۷ بجې دریدلې چې په ترڅ کې يې بیا هم پاکستانیو ملېشو ته درنه مرگ ژوبله اړولې ده. حسین خیل وویل، د جگړې پرمهال د پاکستانیو ملېشو درې پوستې، یو د مهماتو ډیپو سوځېدلی او یو زیکویک ټانگ يې له منځه وړل شوي دي. بل اړخ ته د جیو نیوز ټلویزیون د خبر له مخې د افغان ځواکونو په ډزو کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي او څو نور ژوبل دي. [۱]

لومړۍ ورځ[سمول]

جگړه د شپې نهه بجې پیل شوه، اوه ساعته یې دوام وکړ، د جگړې له امله یو سرحدي پولیس شهید او نهه نور ټپیان شوي دي . د ملي امنیت رئيس د معلوماتو له مخې په دغه جگړه کې ۲۱پاکستاني سرتېرې مړه او ۲۳نور ټپیان دي . په دواړو ورځو کې دواړو لورو ته گڼ شمېر مالي زیانونه هم اوښتي .

دویمه ورځ[سمول]

تېره ورځ د مۍ په ۱۳مه نیټه یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د ماسپښین پر څلورو بجو بریدونه پیل کړل،چې جگړې تر اوه بجو دوام وکړ. د سرحدي پولیسو د معلوماتو له مخې : د دغه جگړې له امله یو سرحدي پولیس شهید او دولس نور ټپيان شوي . د مومندرې ولسوال د معلوماتو له مخې: د پاکستاني ځواکونو د توغندي د لگیدو له امله د مومندرې ولسوالۍ په غورکۍ سیمه کې دوه ماشومان چې عمرونه یې د اوو او نهه کلونو ترمنځ دي شهیدان شوي . د ملي امنیت رئیس د معلوماتو له مخې : د دغه جگړې له امله څلور پاکستاني سرتېرې وژل شوي او اوه نور ټپیان دي،همدا راز د دوی یو ټانک او یو سکواټر هم تخریب شوي دي . تېره شپه شاوخوا ته بجې د پاکستاني ځواکونو یوه چورلکه زموږ سیمې ته را داخله شوې،چې د څو لحظو گرځیدو وروسته بېرته اوښتې ده .

درېیمه ورځ[سمول]

په درېیمه ورځ یو ځل بیا مازیگر مهار پاکستاني ځواکونو د جگړی پیل وکړ او په افغان خاوره یې د سپکو او درنو وسلو گوزارونه پیل کړل.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. https://www.facebook.com/AfghanZwaan/photos/a.499490770205454.1073741828.498823233605541/617621158392414/?type=3&theater