Jump to content

د کندهار واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کندهار واکمني
د کندهار د شهزاده‌ګانو واکمني
د کندهار د شهزاده‌ګانو حکومت
د کندهار سلطنت
سردار کهندل خان د کندهار واکمنۍ مشر
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۱۸۵۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مهمې پېښې

د کندهار واکمني یا د کندهار د شهزاده‌ګانو واکمني یا بیا د کندهار د شهزاده‌ګانو حکومت یا هم د کندهار سلطنت [۱] یو سیمه ییز حکومت وو چي په سوېلي آسیا کي یې شتون درلود. دا دولت د افغانستان او برتانوي هند سره پوله لرله. د کندهار د واکمنۍ سیمه د اوسني افغانستان د کندهار ولایت سیمه وه، نوموړي دولت له ۱۸۱۸ څخه تر ۱۸۵۵ پوري شتون درلود.

یاد سیمه ییز دولت د بارکزو د کورنۍ د یو شمېر غړو لخوا د یو کنفدراسیون په توګه واک مخته وړی.[۲] په ۱۸۵۵ کال کي دغه دولت د کابل میشته افغان واکمن [۳] دوست محمد خان له خوا فتح او د پای ټکئ ورته کښېښودل سو.[۴] [۲] [۵]

تاریخ

[سمول]

په ۱۸۱۸ زیږدیز کي بارکزیو وروڼو کندهار او شاوخوا سیمي لاندي او له کابل څخه یې خپلواکي اعلان کړه. د یادي خپلواکۍ په پایله کي شېردل خان د کندهار ولایت د امنیت مسوول وټاکل سو، خو په ۱۸۲۶ کال کي د هغه له مړیني سره سم بارکزیو وروڼو له یو بل سره جګړه وکړه چي په ترڅ کي یې د ښار دېوالونه ویجاړ سوه. [۶]

په ۱۸۴۲ کال کي کهندل خان، مهر دل خان او رحیم دل خان په کرمان کي تر اوږدې جلاوطنۍ وروسته کندهار ته ولاړه. هلته له رسېدو سره سم یې کندهار فتحه او خپله واکمني یې رامنځ ته کړه. [۷] د افغان-انګلیس د لمړۍ جګړې په پایله کي د کهندل خان موخه دا وه ترڅو خپل نفوذ په سیستان کي هم پراخه کړي او د دې اقدام د ترسره کولو لپاره یې د رودبر تر ولسوالۍ چي د سنجرانی بلوڅانو تر واک لاندي وه، پوري خپل نفوذ وغځوی. [۸] په ورته وخت کي د هرات یارمحمد خان الکوزي هم د سیستان پر خاوره د برید پلان درلود او د کهندل خان یاد اقدام ددوی ترمنځ د دښمنۍ تخم وشیندی.

په 1855 کې، کهندل خان مړ، او دده او رحیم دل خان د زامنو ترمنځ د واک پر سر کړکیچ رامینځته سو. افغان واکمن دوست محمد له دې حالت څخه په ګټي اخیستني په 1855 کال کي کندهار د یو برید په ترڅ کي بیرته سقوط او په افغان واکمنۍ پوري ونښلاوه.

دا هم وګوری

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. Samāddāra, Raṇabīra (2002). Space, Territory, and the State: New Readings in International Politics (in انګليسي). Orient Blackswan. ISBN 978-81-250-2209-1.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Noelle, Christine (2012-06-25). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826-1863) (in انګليسي). Routledge. ISBN 978-1-136-60317-4.
  3. Adamec, Ludwig W. (1975). Historical and political who's who of Afghanistan. Graz: Akademische Druck-u. Verlagsanstalt. p. 388. ISBN 978-3-201-00921-8.
  4. Lee, Jonathan L. (2019-01-15). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (in انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-010-1.
  5. Kuhzad, Ahmad Ali (c. 1950s). Men and events : through 18th and 19th century : Afghanistan. Robarts - University of Toronto. Kabul : [s.n.]
  6. Trousdale, William B. (2021-03-08). Kandahar in the Nineteenth Century (in انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-44522-2.
  7. Yusuf, Mohamed (1988). A History of Afghanistan, from 1793 A.D. to 1865 A.D. ISBN 1466222417.
  8. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries) (in انګليسي). Austrian Academy of Sciences Press. ISBN 978-3-7001-7202-4.