منځپانگې ته ورتلل

د کندهار هایجک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کندهار های‌جیک
د کندهار هایجک
د هند ایرلاین ۸۱۴ الوتکه
The Kandahar Hijack
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
ډېسمبر ۱۹۹۹ (۱۹۹۹) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مرګ ژوبله
۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ژوبلې
۱۷ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای
هېواد
 هند پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
چلوونکی
نور اړين مالومات
پيل موده
۲۴ ډېسمبر ۱۹۹۹ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پای
۳۱ ډېسمبر ۱۹۹۹ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

د کندهار هایجک یا د کندهار های‌جیک (په انګرېزي؛ The Kandahar Hijack يا هم Indian Airlines Flight 814) يا بيا د هند ایرلاین ۸۱۴ الوتکه د هند يوه مسافر وړونکې الوتکه وه، چې په ١٩٩٩ کال کې د اورپکو لخوا په داسې حال کې وتښتول سول، چې د نېپال د کټمندو څخه د هند د ډيلي ښار پر لور روانه وه، په دې الوتکه کې ١٨٠ مسافر سپاره وه.

الوتکه اول په امرتسر، هند بيا په لاهور پاکستان او په آخر کې د افغانستان په کندهار نړیوال هوايي ډګر کې کښته سوه، کندهار په هغه وخت کې د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز و.

د الوتکې تښتونکو د خپلو نيول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره له هندي چارواکو سره هغه وخت خبرې پيل کړې.

هند د سپرليو په بدل کې درې کشميري نيول شوي اورپکي خوشي کړل خو د الوتکې پنځه تښتول شوي وسله وال کسان ونه نيول شول.

د ١٩٩٩ کال د دسمبر په ۲۴ نېټه اى سي ٨١٤ سپرلۍ وړونکې الوتکه تښتول سوې وه د سپرليو د پرېښولو لپاره د هغه وخت د هند د بهرنيو چارو وزير اړ سو چې کندهار ته ورسي.

هند د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژانده او پر هغو يې شک کاوه چې د پاکستان ملاتړ ورسره دى او الوتکې تښتونکو ته هم خوندي لاره ورکوي. [۱]

نور ولولئ

[سمول]

سرچینې

[سمول]
  1. بي بي سي پښتو (14 سپتمبر 2012). "کندهار ته د تښتول شوې الوتکې تښتونکى ونيول شو".{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)