د کندهار برید، جولای ٢٠١٩
ونگبڼه
| د کندهار برید | |
|---|---|
| ځای | کندهار، کندهار ولايت، افغانستان |
| نېټه | (سيمييز وخت+4½) |
| موخه | د کندهار ولايت امنيه قومندانۍ (د نشه یي توکو مخنیوي څانګه) |
بريد ډول | ځانمرګی برید |
| مړي | ۴ شاوخوا |
| ټپيان | ۴۸ |
| ترسره کوونکي | طالبان (خو افغان حکومت پړا پر پاکستان اچوي) |
د کندهار ولايت پر امنيه قومندانۍ برید (١٨ جولای، ٢٠١٩) يو بريد وو چې د طالبانو ډلې لخوا ترسره سو، دا برید په کندهار کي د طالبانو د لويې کچې د حملو برخه وه. طالبانو د کندهار د امنيه قوماندانۍ په دروازه کې د موټر بم چاودنه وکړه. ویل کېږي، چې د بریدګرو موخه د کندهار پولیسو د نشه یي توکو مخنیوي څانګه وه.
مړي او ټپيان
[سمول]- د بي بي سي پښتو په وینا:
- تر چاودنې وروسته وسله والو پر پولیسو ډزې کړې دي. لومړنی رپوټونه وايي، دغه برید کې له لسو ډېر کسان وژل سوي او نژدې سل کسه ټپیان سوي دي چې ډېری پکې ملکي کسان دي.
- د کندهار والي په وینا:
- تر اوسه رسېدلي معلومات ښيي چې نژدې ۱۲ کسان شهیدان دي او نژدې ۶۰ ټپیان دي، چې اکثر یې ملکي کسان دي. امنیتي او دفاعي ځواکونو د امنیې قومندانۍ او ګمرک په ودانۍ کې پلټنې پیل کړې، چې کوم بریدګر ژوندی پاتې نه وي.