Jump to content

کانګرس کتابتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د کانګرس کتابتون نه مخ گرځېدلی)
کانګرس کتابتون
Library of Congress (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
ځای
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
نور اړين مالومات
برخې
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
loc.gov (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پوسټ‌کوډ
20540-4560 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۸°۵۳′۱۹″شمال ۷۷°۰۰′۱۷″لويديځ / 38.8886°شمال 77.0047°لويديځ / 38.8886; -77.0047[۱۹] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د کانګرس کتابتون ( مخفف : LOC ) په واشنګټن ډي سي کي یو څیړنیز کتابتون دی چي د متحده ایالاتو د کانګرس د څیړنیز کتابتون او د متحده ایالاتو د حقیقت ملي کتابتون په توګه چاري مخته وړي. [۲۰] دا کتابتون په 1800 کي رامنځ ته سوی دی، او د متحده ایالاتو ترټولو پخوانی فدرالي کلتوري اداره بلل کیږي. کتابتون د کیپیټل هیل په کلپپر، ویرجینیا کي په درو پراخو ودانیو کي د ساتنې مرکز سره ځای پرځای سوی دی، او چاري یې د کانګرس د کتابتون د غړو لخوا څارل کیږي. همدارنکه د کتابتون ودانۍ د پلازمینې معمار لخوا ساتل کیږي. د کانګرس کتابتون په نړۍ کې یو له سترو کتابتونونو څخه دی، چي ټولګه یې شاوخوا 173 ملیون توکي لري، او له 3,000 څخه ډیر کارکوونکي پکښي بوخت دي.

د تاریخونو پر بنسټ کانګرس سازمان د نیویارک ښار او فلاډیلفیا په موقتي ملي پلازمینو کي د یوولسو کلونو غونډو له ترسره کولو وروسته په 1800 کي واشنګټن ډي سي ته ولېږدول سو، او په ذکر سویو دواړو ښارونو کي د کانګرس غړو د نیویارک د ټولنې کتابتون او د فلاډلفیا د کتابتون شرکت د پام وړ راټولوني ترسره کړې. په واشنګټن کي د کانګرس کتابتون د 19 پیړۍ پر مهال زیات وخت د متحده ایالاتو په پلازمینه کي ځای پر ځای سوی وو. ددۍ کتابتون ډیري اصلي ټولګي د 1812 د جګړې په ترڅ کي د برتانوي ځواکونو لخوا وسوځول سوې، چي کانګرس ددې پیښي له امله د توماس جیفرسن ټول شخصي 6,487 کتابونه وپلورل ترڅو خپل ټولګه بیرته جوړه او ځای پرځاي کړي. ددوی د هڅو له کبله په راتلونکو څو کلونو کي د کتابونو ټولګه ورو ورو پرمخ ولاړه، خو په 1851 کي د کیپیټل په خونو کي یو بل اور ولګېدی، چې د جیفرسن د ډیرو کتابونو په ګډون د ټولګي یوه لویه برخه یې بیا ویجاړه کړه.

د امریکا د کورنۍ جګړې وروسته د کانګرس د کتابتون اهمیت په رسمي توګه زیات سو او د ورک سویو کتابونو د پوره کولو لپاره یې د بدیل کاپي اخیستلو کمپاین پیل ترسره کړ. دوی په دې توګه کتابتون بیرته غني او د استملاک او بسپنې له لاري یې خپله ټولګه جوړه کړه. د 1888 او 1894 ترمنځ کانګرس د ټولګي تر جوړولو وروسته د کتابتون ودانۍ پلازمیني ته ولیږدول، چي اوس د توماس جیفرسن ودانۍ په نوم پیژندل کیږي. د کتابتون دوې نوري ودانۍ لکه د جان اډمز ودانۍ چي په 1930s کې جوړه سول او د جیمز میډیسن میموریل ودانۍ چي په 1970s کي جوړه سول د ټولګي پراخه برخي لري او د اضافي کتابونو د خدماتو لپاره ځای هم چمتو کوي.

کانګرس کتابتون د خلکو د څیړني لپاره هر وخت خلاص وي، خو یوازي د کانګرس غړي، د کانګرس کارمندان او د کتابتون کارمندان کولای سي ترڅو د کتابتون څخه بهر د کارولو لپاره کتابونه او توکي په پور واخلي.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ذکر کېدنه: Libraries.org. Libraries.org ID: 2263. Retrieved: ۱۲ اگسټ ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. سرچينې تړی: https://www.clir.org/about/current-sponsors-and-funders.
  3. سرچينې تړی: http://old.arl.org/arl/membership/members.shtml.
  4. سرچينې تړی: https://www.arl.org/list-of-arl-members/#L. Retrieved: ۱۲ اگسټ ۲۰۲۲.
  5. سرچينې تړی: https://www.wdl.org/en/partners/.
  6. سرچينې تړی: http://www.icam-web.org/memberlist.php?subnode_id=1&key=U. Retrieved: ۶ سپټمبر ۲۰۱۷.
  7. سرچينې تړی: http://biodivlib.wikispaces.com/BHL+Consortium#BHLparticipatingInstitutions. Retrieved: ۲۶ نومبر ۲۰۱۷.
  8. "BHL Consortium". لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  9. سرچينې تړی: https://www.w3.org/Consortium/Member/List. Retrieved: ۱۱ جون ۲۰۱۹.
  10. "List of members". لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  11. سرچينې تړی: https://geheugen.delpher.nl/nl/geheugen/pages/instelling/Library+of+Congress. Retrieved: ۷ مارچ ۲۰۲۰.
  12. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20230803111744/https://cdn.ifla.org/wp-content/uploads/ifla-members-and-association-affiliates_2023-07-21.pdf. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۳.
  13. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20240227092307/https://www.cni.org/about-cni/membership/members. Retrieved: ۲۷ فبروري ۲۰۲۴.
  14. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20240313141124/https://ndsa.org/membership/members/. Retrieved: ۱۳ مارچ ۲۰۲۴.
  15. سرچينې تړی: https://netpreserve.org/about-us/members/. Retrieved: ۲۲ اگسټ ۲۰۲۳. Archive URL: https://web.archive.org/web/20230822111345/https://netpreserve.org/about-us/members/.
  16. سرچينې تړی: https://www.aoc.gov/explore-capitol-campus/buildings-grounds/library-of-congress/james-madison-building. Retrieved: ۱ اپرېل ۲۰۲۱.
  17. د آرک انفارم پروژې پېژندپاڼه: 8225. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۳۱ جولای ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  18. Retrieved: ۱ مې ۲۰۲۰.
  19. سرچينې تړی: https://loc.gov/contact/. Retrieved: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۹.
  20. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Encyclopedia Britannica: Library of Congress