د کارن خبرې اترې:ElhamJamalzai

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.

--دوتنه:Animalibrí.gifعثمان 09:53, 6 می 2015 (UTC)

د تولستوی په نامه یوه لیکنه له مخکې څخه موجوده وه[سمول]

ګران جمالزی صېب سلامونه! خوښ یو چې په ویکي کې مو خپلې ونډې پېل کړی. ان شاءالله چې ښه روان یاست. یوه هیله: کله چې هم یوه لیکنه په ویکي کې خپرول غواړئ، نو هڅه وکړئ چې ستاسو د لیکنې سرلیک په پورته کیڼ اړخ پلټل ځای کې د نوم یا تخلص په لیکلو سره وپلټئ (سرچ کړئ) که چېرې په ویکي کې نه و، نو بیا یې تاسې په کې اډډ کړئ، او که له مخکې په کې و، نو بیا کولای شئ چې خپله لیکنه او شته لیکنه سره پرتله کړئ، او هغه برخه چې په شته لیکنه کې نشته، له خپلې لیکنې کاپي او هلته یې پېسټ کړئ. لکه د تولستوی دا لېو نيكولايوويچ تولستوى لیکنه له مخکې څخه موجوده وه. تاسو بیا دا لیف نیکلایویچ تولستوی لیکنه دویم ځلې ورګډه کړه. اوس ښه خبره دا ده چې تاسې خپل متن په هماغې لومړۍ لیکنه کې ورزیات کړئ.

په درنښت--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 13:14, 9 می 2015 (UTC)

یادونه: که څه ستونزو سره مخ شوئ، نو د هرې لیکنې چې په کې ستونزې لرئ، د خبرې اترې په مخ کې یې خپله غوښتنه ولیکئ. :)

جمالزی صېب لیکنې مو بیخي سمې پر لیکه کړي خو دې ټکو ته پام وکړئ![سمول]

  1. کله چې غواړئ ستاسې د لیکنې د متن منځ کې یو سرلیک راشي نو هغه د ==سرلیک== څلور ځل مساوي نښو منځ کې ولیکئ.
  2. کله چې غواړئ ستاسې متن کې څو کرښې په شمېرو پیل شي لکه: 3، 2 ، 1 نو بیا د لیکې په سر کې دا # د هېش علامه چې عامه اصطلاح کې په زینه یادول کېږي، وکاروئ.
  3. کله چې وغواړئ لیکنه کې مو څو کرښې غټ ټکي (ګولۍ ډوله نښې) ولري، نو بیا * د کرښې په سر کې وکاروه.
  4. بل دې ټکي ته پام وکړئ چې کله هم د لیکنې متن تر خپل سرلیک لاندې اچوئ، نو هلته پام وکړئ چې ښي اړخ ته ټولې کرښې په یوه کتار کې وي، که کومه کرښه د یو یا دوه سپیس یا واټن په وسیله لږه مخکې راغلې وه چې عموما په ورډ پروګرام کې لومړۍ کرښه د هرې جملې مخکې راوتلې وي، نو هغه بیا چې کله تاسې متن خوندي کړئ، نو لیکنه به مو په مات او ګوډ شکل ښکاري. دې خبرې ته پام وکړئ.

یادونه: اړینه نه ده چې په لیکنه کې له مخکې څخه د شمېرو لپاره 1، 2، 3 ولیکی. دلته په ویکي کې په پورته ډول نښو کارولو سره به ستاسو لیکنو کې سرلیکونه، شمېرې او بولډ نښې کارول او ښکارول کېږي.

--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 20:15, 9 می 2015 (UTC)

سلامونه او هرکلی[سمول]

پښتو ويکيپېډيا کې مو هرکلی کوم!

خوښ يم چې پښتو ويکيپېډيا کې ليکنې خپروئ. زه ستاسې د سمونونو او ليکنو خپرولو کار ته په درنه سترگه گورم، خو يو څه چې بايد يادونه يې وکړم هغه دا دی چې ستاسې ليکنو کې کړۍ داره گافونه کارېدلي او هغه که سمو گافونو ته واړوئ نو په خلکو کې به د سم گاف ليکل دود شي. مننه --Khangul (خبرې اترې) 21:03, 9 می 2015 (UTC)

پښتو ویکې سره د همکارۍ مننه
په پښتو ویکې کې ستاسو له ګډونونډو او لیکنو د زړه له تله مننه.--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 22:31, 9 می 2015 (UTC)