د ژونکې تيوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
يو پروکاريوټ, يو ساده سلول

د ژونکې تيوري د ژواکپوهنې يو بنسټيزه ساينسي تيوري ده. په ټولگړي توگه ددې تيورۍ منل شوې برخې په داسې ډول دي:

  • يوه ژونکه د ژونديو شيانو د کړنو او د جوړښت يو بنسټيزه يوون دی.
  • ټول اورگانيزمونه د يو يا ډېرو ژونکو نه جوړ شوي.
  • ټولې ژونکې د پخوا نه موجودو ژونکو نه د ژونکو د وېش د پروسې له لارې پېدا شوي.
  • په ژونکو کې جنيټيکي توکي شته چې د ژونکيزو وېشنو په وخت کې ژونکې لور (نوې جوړېدلې ژونکه) ته ورلېږدول کېږي.
  • ټولې ژونکې د اهميت له مخې د يو ډول کيميايي جوړښت نه جوړې دي.
  • د انرژي-بهاو، (مېټابوليزم او ژونکيميا) کړنې په ژونکو کې دننه ترسره کېږي.

د ژونکې د تيورۍ درې اهمې برخې داسې دي:

  1. ټول ژوندي اورگانيزمونه د يوه يا ډېرو ژونکو نه جوړ شوي.
  2. ژونکه د ژونديو شيانو د کړنو او د جوړښت تر ټولو بنسټيزه يوون جوړوي.
  3. ټولې ژونکې د پخوا نه موجودو ژونکو نه رامېنځ ته کېږي.

په دغه تيورۍ کې دوه استثناء گانې هم شته:

  1. که څه هم چې ويروسونه د ژونکو نه جوړ دي، خو د ځينو له مخې بيا دا ژوندي گڼل کېږي.
  2. تر ټولو لومړنی ژونکه د پخوا نه موجودې ژونکې نه زېږېدلې.

د ژونکې تيوري په اصل کې د تيودور شوان او ماتياس ياکوب شليدن لخوا پرمخ يووړل شوه، او په بشپړه توگه د ليوس پاسچر په کارنو ومنل شوه، په ځانگړې توگه د وروستي نوموړي هغه کارونه چې د ميکروبونو په برخه کې يې ترسره کړي. ژونکه د ژواکپوهنې بنسټيز يوون دی.

ژونکه د لومړي ځل لپاره په ۱۶۶۳ زېږيز کال کې روبېرټ هوک وموندل. هغه بيا ډېر ژر وليدل چې کوم څه چې ده موندلي، هغه ژونکې ته ورته دی چې راهبانو يې څرگندونې کړي وې. که څه هم چې هغه څه چې ده موندلي وه د يوه وچ لرگي (يا مړ بوټوي) برخه وه او هغه يواځې يو تش سلول د زده کړې لاندې اچولی وه چې هېڅ کوم هسته يې په مرکز کې نه درلوده. لومړنی کس چې د مايکروسکوب ترلاندې د ژوندي سلول په ليدو بريالی شوی وه هغه په ۱۶۷۳ زېږيز کال کې آنتون وان ليوان هوک وه.


باندنۍ تړنې[سمول]