د ډیورنډ کرښې تړونلیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

په داسي حال کي چي د هند په خوا کي د افغانستان د سرحدي سيمي په هکله ځيني مسألي رامنځ ته شوې،او په داسي حال کي دواړه والاحضرت امير او د هند حکومت هيله من دي چي دغه مسألي د دوستۍ په فهم او د دواړو د نفوذ د ساحو د حد په ټاکلو سره حل کړي، تر څو په آينده کي د دغو متحدو حکومتونو تر منځ د دغي موضوع پر سر د نظر اختلاف نه وي، په دې وسيله په لاندې ډول سره موافقه وشوه.

  1. د والاحضرت د توابعو ختيځه او سهيلي سيمه دي له واخان نه د پارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغې نقشي باندي ښودل شوې چې له دغه توافق ليک سره مله ده.
  2. د هند حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغي ليکي نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې، او والاحضرت امير به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوا د هند په لور پرتي دې مداخله ونه کړي .
  3. د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوې چې والاحضرت امير دي اسمار او تر چاناک پوري پورته ساحه وساتي. له بلي خوا والاحضرت موافقه کوې چې دۍ په هيڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې د باشگل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوې. د برتانيې حکومت داسي هم موافقه کوې چې والاحضرت دي د برمل سيمه ولرې کومه چي په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوي چې والاحضرت ته لادمخه سپارل شوې ده، او والاحضرت د پاتې وزيرستان او د داوړ په هکله له خپلي ادعا نه تيريږي ،په همدې ډول والاحضرت د چاغي په باب له خپلي ادعا نه اوړې .
  4. د سرحدې سيمي ليکه به د افغان او برتانوي گډو کمشنرانو له خواله دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځاي کې چې د تطبيق وړ او مطلوب وي . د دغو کمشنرانو مقصد به دا وي چې د سرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسېږي داسي چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پوري د هغي نقشې له مخه وي چي له دغه توافق ليک سره مله ده، په داسي حل کې چې ددغي سرحدي سيمي دگانډيوکليو دموجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي .
  5. دچمن دموضوع په ارتباط والاحضرت دبرتانوي نوي قشلې په هکله له خپل اعتراض نه تېريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پرېږدې چې دسرکې تايلري په اوبوکې يې په خپله په بيه اخيستې و. دسرحدي سيمي له دغه ټکي نه به ليکه په لاندي ډول وکاږل شي .
  6. دغه ليکه به پشا کوتل ته نژدې دخوجه امران غروله لوړي نه چي دبرتانيې په سيمه کې به پاته کيږي ،په هغه لور کښله کيږي چې مرغه چمن او دشربو چينه به افغانستان ته پاته کيږي اود نوي چمن چاوڼۍ او د افغان پوستي چې خلگ يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پوري رسيږي . دغه ليکه به بيا دريل وي ستيشن اودهغي پوښتۍ تر منځ چې دميان بلاک په نامه ياديږي ،تر نيمايي پوري رسيږي او په داسي حال کي چي دجنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غروسره به بيا يو ځاي کيږي .په دې ډول غوښه پوسته به دبرتانيې په علاقه کې او دغوښي په جنوب او لويديځ کي دشوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدي . دبرتانيې حکومت به ددغه سړک تر نيم ميلي پورې مداخله نه کوې .
  7. ددغه توافق ليک دغه پورته فقرې دهندوستان دحکومت اودافغانستان دوالاحضرت له خوا دنظر ټول عمده اختلافات چې دسرحدي سيمي په باب ددوي تر منځ پيدا شوي وو ،دپوره او قناعت ښوونکې فيصلې په ډول گڼل کيږي او دواړه دهندوستان حکومت اووالاحضرت په ذمه اخلې چې جز ۀ ياتوپه باب ټول اختلاف لکه هغه چې له دي وروسته به دهغو منصبدارانو له خوا پري غور کيږي چې دسرحدي خط دحد بندۍ دپاره ټاکل کيږي ،ددوستۍ په روحيې سره به فيصله کيږي .ددي دپار چي تر هغو چې ممکنه وي ددواړو حکومتونو تر منځ دشکونواو غلط فهميو سببو نه له منځه ولاړ شي .
  8. دهندوستان حکومت چې دبرتانيې حکومت په نسبت دوالاحضرت له روغ نيتۍ نه په پوره ډول ډاډ من شوۍ او غواړي افغانستان پياوړۍ او خپلواک وويني دوالاحضرت لخوادجنگي لوازموپه رانيولواو واردولوباندي به اعتراض ونه کړې ،او دوي به په خپله دغه په هکله خه مرسته ورسره وکړې .برسېره پردي ددې دپاره چې دوالاحضرت دهغي دوستانه روحيې نښه وساتله شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې دهندوستان حکومت ژمنه کوي چي په هغه دولسو لکو کي شپږ لکه روپۍ زياتۍ راوستل شي چې والاحضرت ته هر کال دمالېي مرستي په ډول ورکول کيږي .

هېنري مورټېمر ډيورنډ د هند د حکومت د باندنيو چارو وزير

امير عبدالرحمن خان دافغانستان او دهغه دتوابعوامير

کابل دنومبر 1893.12