د پیداېښت باورۍ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پیدایښت باورۍ تاریخ، د فکر په تاریخ پورې اړه لري. د دې فرضیې پربنسټ چې طبیعي کا‌ئناتو پیل درلود او په خارق العاده ډول رامنځته شوي. د پیدایښت باورۍ اصطلاح په خپل پراخ مفهوم کې د نظریاتو او تشرېحاتو پراخه لړی پوښي او د 19 پیړۍ له پای څخه مخکې په عام ډول نه کارول کېده. ډېری خلکو د ثبت شوي تاریخ په اوږدو کې، نړی د پیدا شوي وجود په توګه لیدلې. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډېری لرغوني تاریخي روایات د ځمکې او کائناتو رامنځته کیدو ته اشاره یا دلالت کوي. که څه هم د پیدایښت باورۍ ځانګړې تاریخي پوهې د تجربوي، روحاني او یا فلسفي بېلابېلودرجې کارولې دي، دا ټولې د دې نظریې پربنسټ دي چې کائنات پیدا کړل شوي دي. د Genesis د خلقت روایت د یهودي او عیسوي علم پوهې لپاره بنسټیز چوکاټ چمتو کړی چې څنګه کائنات د Yahweh (په اسرائیلو کې د خدای نوم) خدای د الهامي مداخلې له لارې رامنځته شوي. په تاریخي لحاظ، د دې روایت ادبي تشریحات د تشبیهاتو په پرتله خورا برلاسی وو. [۱][۲][۳]

له ۱۸ پېړۍ راهیسې بېلابېل نظرونه چې هدف یې ابراهیمي دینونه او Genesis د جیولوژي، بیولوژي او نورو علومو سره پخلا کول دي، په لویدیځ کلتور کې رامینځته شوي. په دې وخت کې، د پیدایښت باورۍ کلمه د روح رامنځته کولو عقیدې ته اشاره کوي. هغه کسان، لکه په ۱۸۵۷ زکال کې فیلیپ ګوس، چې وایي دا ډولونه لري، په جلا عمل کې رامنځته شوي عموماً "د خلقت مدافعین" بلل شوي، که څه هم دوی په خصوصي توګه له  ۱۸۵۶ ز راهیسې د داروین د ملګرو ترمنځ " پیدایښت باورونکي" بلل شوي.  [۴][۵]

په شلمه پېړۍ کې د " پیدایښت باورۍ" کلمه د ۱۹۲۰ ز لسیزې د تکامل ضد حرکت او د ځمکې ځوان پیدایښت باورۍ سره وتړل شوه، مګر په دې استعمال د نورو ډلو لکه د ځمکې زاړه پیداېښت باورلرونکو او د تکامل پیداېښت باورلرونکو له خوا اعتراض شوی چې د خلقت مختلف مفکورې لري، لکه د ځمکې عمر منل او بیولوژیکي تکامل چې د ساینسي ټولنې له خوا هم منل شوی. [۶]

جینیسز فلد The Genesis Flood (۱۹۶۱ز( د ۱۹۴۵ زکال وروسته د ځمکې ترټولو ځوانه پیداېښت باورلرونکې خپرونه شوه. د ۱۹۶۰ ز لسیزې له نیمایي څخه په متحده ایالاتو کې پیداېښت باورلرونکي د عامه ښوونځیو ساینس ټولګیو کې د "Flood geology " په کارولو سره د "ساینسي پیداېښت باوري " ښوونې ته وده ورکړه. د قضیې قانوني قضاوت وروسته ډینیل وی واټرز (۱۹۷۵ز) پریکړه وکړه چې په عامه ښوونځیو کې د پیداېښت باوروی ښوونه د متحده ایالاتو اساسي قانون کې د لومړي تعدیل د تاسیس قضیې سره مخالفه ده، محتوا یې د انجیل ملاحظاتو څخه په ښکاره توګه لرې شوې او د خلقت ساینس نوم یې ورکړ. کله چې د محکمې قضیه اډوارډز وی اګویلارډ (۱۹۸۷ز) پریکړه وکړه چې د خلقت ساینس په ورته ډول د اساسي قانون خلاف دی، د ښوونځی په کتابونو کې د "خلقت" ټولې مراجعې ځیرکې کړنلاره (intelligent design)  ته بدلې شوې چې د پیداېښت باورونکو له خوا د نوې ساینسي تیوري په توګه وړاندې شوه. د کټزمیلر وی ډوور ۲۰۰۵ حکم دې پایلې ته ورسید چې ځیرکه کړنلاره ساینس نه دی او د عامه ښوونځيو په ساینس ټولګیو کې په دین ښودلو باندې د اساسي قانون محدودیت سره مخالفت کوي. د ۲۰۱۲ زکال په سپتمبر کې، بیل نی ("The Science Guy") ) خپله اندېښنه څرګنده کړه چې د پیداېښت باورونکي نظرونه په متحده ایالاتو کې د ساینس زده کړې او نوښتونه ګواښي.    [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

خلقت او عصری ساینس[سمول]

په ۱۵ او ۱۶ پیړیو کې، په نوو ځمکو(هېوادو) کې موندنو د ژوند تنوع پوهه منځ ته راوړه. په  ۱۶۰۵ زکال کې  فرانسیس بیکن ټینګار وکړ چې په طبیعت کې د خدای کارونه موږ ته لارښوونه کوي چې څنګه انجیل تشرېح کړو او د بیکونین میتود Baconian method تجربوي تګلاره یې معرفي کړه چې د عصري ساینس مرکز شو. طبیعي خدای پېژنده Natural theology په طبیعت کې هغه شواهد لټولي چې د خدای د فعال رول څخه ملاتړ کوي، او د نوې پوهې سره د انجیل طوفان افسانې او د نوح کشتی کیسې د مطابقت هڅې شوې دي. په ۱۸ او ۱۹ پیړیو کې د عصري جیولوژي پرمختګ د جیولوژیکي طبقې او فوسل سلسلې وموندلې چې خورا پخوانۍ ځمکه ته اشاره کوي. د نوح د طوفان ځمکه پېژندنه د دوی د بریا قرباني شوه، لکه څنګه چې د ساینسي تحقیق روحیه چې دوی هڅولې وه، په تدریجي ډول د داسې موندنو لامل شوه چې د سیلاب جیولوژی او ناورین باوری catastrophism په اړه د انجیل فرضیې کموي.  [۱۲][۱۳]

د نولسمې پیړۍ له پیل راهیسې هغه نظریې لکه د ژان-باتیسټ لامارک د نوعو د لېږد مفهوم، په پاریس او اډینبورګ کې ملاتړ کوونکي پیدا کړل چې ډېری یې د اناتومیسټانو وو. په ۱۸۴۴ زکال کې د خلقت طبیعي تاریخ پاتې شوني Vestiges of the Natural History of Creation نامعلومه خپرونې د کویکرز Quakers او یونټیرینز Unitarians ملاتړ څخه پراخه عامه علاقه راوپاروله چې د کلک ملاتړ شوي ساینس غوښتنه یې کړې وه، مګر د مذهبي مؤسیسې او ساینسي ټولنې له خوا سختې نیوکې ورباندې وشوې. په  ۱۸۵۹ ز کال کې چارلس داروین د نوعو په اصل کې هغه شواهد د یوې معتبرې او محترمې سرچینې څخه چمتو کړل او د یوې لسیزې یا ډېرې مودې په اوږدو کې یې ساینس پوهانو ته قناعت ورکړ چې تکامل واقع کېږي. دا نظر د انګلستان په کلیسا کې د محافظه کاره انجیلیانو سره ټکر درلود، مګر په۱۸۶۰ ز کال کې د دوی پام د انګلیسي لبرال پوهانو liberal Anglican theologians له خوا د مقالو او بیاکتنو په اړه خورا ډیر شورماشور ته واوښت چې "لوړ انتقاد" یې معرفي کړ، لوړ انتقاد د تفسیر علم hermeneutic یو میتود دی چې د انجیل بیا کتنه او د لفظي لوستنو پلټنه کوي. تر ۱۸۷۵ ز پورې ډېری امریکایی طبیعت پوهانو د توحیدي تکامل نظریاتو ملاتړ وکړ چې ډېری وختونه د انسانانو ځانګړی جوړښت په کې شامل و.  [۱۴][۱۵]

په دې وخت کې هغه کسان چې وایي دا نوعې په جلا توګه رامنځته شوې وې، عموماً د "خلقت مدافعین" بلل کیدل، مګر دوی کله ناکله د چارلس داروین او د هغه ملګرو ترمنځ په خصوصي توګه "پیدایښت  باورونکي" بلل کیدل. دا اصطلاح په هغه لیکونو کې ښکاري چې داروین د  ۱۸۵۶ ز او ۱۸۶۳ ز کلنو ترمنځ لیکلي او د چارلس لییل له خوا په ځواب کې هم کارول شوي وه.    [۱۶]

په دې وخت کې  ځمکپوهانو تشخیص کړل چې ځمکه ملیونونه کاله عمر لري. د داروین له خوا وړاندې شوې دقیقه کرونولوژي د نورو ځمکه پوهانو له خوا رد شوه، او مخکښ فزیک پوه ولیم تامسن (وروسته د لارډ کیلون لقب ورکړل شو) د ځمکې او لمر تودوخې انرژي او تودوخې تاریخ تحلیلونه رامینځته کړل چې د عمر اټکلونه یې ورکړل چې د تدریجي تکامل لپاره خورا لنډ وو. د تامسن همکار فلیمینګ جینکن د داروین د نوعو په اصل باندې  ۱۸۶۷ ز بیاکتنې لیکلې چې د موجود وخت لنډوالي پربنسټ د تکامل مخالفت کړې. د کیلوین د عمر تناقض حل شوی نه و، تر هغه چې په شلمه پیړۍ کې وموندل شوه، دا چې ځمکه د راډیو اکټیو وړانګې سره تودېږي، دا چې د هغې داخلي حرارتي تدریج د پوښ ارتباط له خوا اغېزمن کیږي، او دا چې لمر د اټومي څپو د ګډېدو له امله ګرمېږي.   [۱۷][۱۸]

د ۱۹۸۰ ز لسیزې راهیسې د لویې چاودنې تیوري big-bang theory د کائناتو لپاره د نړی پېژندنې برلاسی ماډل دی. هغه په ۱۹۳۰ زلسیزه کې د روم کاتولیک کشیش، مونسیګور جورجز لیماتری لخوا تصور شو. لیماټری وړاندیز وکړ چې د کائنات څرګنده پراختیا  که په وخت کې یې وړاندوینه وشي، په دې معنا وه چې په تېرو محدودو وختونو کې د کائناتو ټوله کتله په یوه نقطه "لومړني اتوم"  کې متمرکزه شوې، کوم ځای او کله چې د وخت جوړښت او فضا رامنځته شوه.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Montgomery 2012, pp. 4–9
  2. Numbers1992
  3. Forster او Marston 2001.
  4. Numbers, Ronald L. "The 'Ordinary' View of Creation". Counterbalance Interactive Library. Seattle, WA: Counterbalance Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Darwin, Charles (July 5, 1856). "Darwin, C. R. to Hooker, J. D." Darwin Correspondence Project. Cambridge, UK: Cambridge University Library. Letter 1919. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Darwin, Charles (May 31, 1863). "Darwin, C. R. to Gray, Asa". Darwin Correspondence Project. Cambridge, UK: Cambridge University Library. Letter 4196. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Haarsma 2010, p. 168,[سرچينه پکارده] "Some Christians, often called 'Young Earth creationists,' reject evolution in order to maintain a semi-literal interpretation of certain biblical passages. Other Christians, called 'progressive creationists,' accept the scientific evidence for some evolution over a long history of the earth, but also insist that God must have performed some miracles during that history to create new life-forms. The theory of Intelligent Design, as it is promoted in North America is a form of progressive creation. Still other Christians, called 'theistic evolutionists' or 'evolutionary creationists,' assert that the scientific theory of evolution and the religious beliefs of Christianity can both be true."
  7. Numbers, Ronald L "Creationism". Microsoft Encarta Online Encyclopedia 2009. Redmond, WA: Microsoft Corporation.  Archived 2009-10-22 at the Wayback Machine.
  8. Flank, Lenny (April 24, 2006). "Creationism/ID: A Short Legal History". Talk Reason. د اصلي آرشيف څخه پر August 23, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په September 24, 2012 باندې). Bill Nye Warns: Creation Views Threaten US Science.
  10. Fowler, Jonathan; Rodd, Elizabeth (August 23, 2012). "Bill Nye: Creationism Is Not Appropriate For Children". YouTube. New York: Big Think. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په November 3, 2014 باندې). A Fight for the Young Creationist Mind – In 'Undeniable,' Bill Nye Speaks Evolution Directly to Creationists. New York Times.
  12. کينډۍ:Cite interview
  13. "History of the Collapse of 'Flood Geology' and a Young Earth". PhilVaz.com. Philip J. Porvaznik. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Adapted from Young 1995
  14. Forster, Roger; Marston, Dr Paul (2001). "Chapter 7 – Genesis Through History". Reason Science and Faith. Chester, England: Monarch Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85424-441-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Desmond او Moore 1991.
  16. Numbers, Ronald L. "Antievolutionists and Creationists". Counterbalance Interactive Library. Seattle, WA: Counterbalance Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Burchfield, Joe D. (1990). Lord Kelvin and the Age of the Earth (په انګلیسي ژبه کي). University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 69 ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0226080437. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Stacey, Frank D. (2000). "Kelvin's age of the Earth paradox revisited". Journal of Geophysical Research. 105 (B6): 13155–13158. Bibcode:2000JGR...10513155S. doi:10.1029/2000JB900028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "People and Discoveries: Big Bang Theory". A Science Odyssey. PBS. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lemaître, G. (1931). "The Evolution of the Universe: Discussion". Nature. 128 (3234): 699–701. Bibcode:1931Natur.128..704L. doi:10.1038/128704a0. S2CID 4028196. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kragh, H. (1996). Cosmology and Controversy. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-02623-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)