د هند ایرلاین ۸۱۴ الوتکه
په ١٩٩٩ کال کې د هند يوه مسافر وړونکې الوتکه (د هند ایرلاین ۸۱۴ الوتکه) چې له ډيلي څخه د نيپال کتمندو پر لور روانه وه او ١٨٠ سپرلۍ پکښې وې اورپکو وتښتوله.
الوتکه اول په امرتسر، هند بيا په لاهور پاکستان او په آخر کې د افغانستان په کندهار نړیوال هوايي ډګر کې کښته شوه، کندهار په هغه وخت کې د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز و.
د الوتکې تښتونکو د خپلو نيول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره له هندي چارواکو سره هغه وخت خبرې پيل کړې.
هند د سپرليو په بدل کې درې کشميري نيول شوي اورپکي خوشي کړل خو د الوتکې پنځه تښتول شوي وسله وال کسان ونه نيول شول.
د ١٩٩٩ کال د دسمبر په ٢٤ نېټه اى سي ٨١٤ سپرلۍ وړونکې الوتکه تښتول شوې وه د سپرليو د خوشې کولو لپاره د هغه وخت د هند د بهرنيو چارو وزير اړ شو چې کندهار ته ورشي.
هند د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژاندۀ او پر هغوى يې شک کاوۀ چې د پاکستان ملاتړ ورسره دى او الوتکې تښتونکو ته هم خوندي لاره ورکوي. [۱]
نور ولولئ[سمول]
سرچینې[سمول]
- ↑ بي بي سي پښتو (14 سپتمبر 2012). "کندهار ته د تښتول شوې الوتکې تښتونکى ونيول شو". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في:|date=
(مساعدة)