د هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړه
عامه معلومات
عمومي معلومات
د پېښې نېټه
۲۳ سپټمبر ۱۹۶۵ (۱۹۶۵) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
د پيل موده
اگسټ ۱۹۶۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پاي
۲۳ سپټمبر ۱۹۶۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ګډونوال

د هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړه چې د هند او پاکستان د دویمې جګړې یا د کشمیر جګړې په نوم هم یادیږي د ۱۹۶۵ کال له اپرېل څخه تر سېپټمبر میاشتې پورې د هند او پاکستان تر منځ یوه وسله‌واله نښته وه. نښته د پاکستان تر جبل الطارق عملیاتو وروسته چې په جمو او کشمیر کې د هند د حکومت پر وړاندې د پوځي نفوذ لپاره طرحه شوي وو، پیل شوه. ۱۷ اونۍ دوام لرونکې جګړه دواړو لورو ته د زرګونه تلفاتو لامل شوه چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو لویه نښته وه چې د لویو ټانګونو او زغره والو موټرو شاهده وه. د دواړو هېوادونو تر منځ دوښمني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۱۱م پرېکړه‌لیک په واسطه د اوربند تر اعلان وروسته د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو د دیپلوماتیکې مداخلې په بهیر کې د تاشکند اعلامیې تر صادرېدو وروسته پای ته ورسېده. ډېره جګړه د دغو هېوادونو د ځمکنيو ځواکونو په‌واسطه په کشمېر او د هند او پاکستان پر پوله وشوه. دا جګړه په ۱۹۴۷ کال کې د هند له تجزیې راهیسې په کشمیر کې د پوځيانو تر ټوله لویه راټولېدنه وه، هغه شمېر چې د هند او پاکستان تر منځ یوازې د ۲۰۰۱-۲۰۰۲ کلونو د پوځي انډول په بهیر کې له پامه وغورځول شو. ډېری جګړې د هوايي ځواکونو او سمندري علمیاتو په ملاتړ پليو پوځيانو او مخالفو زغره‌والو واحدونو ترسره کړې.[۱][۲][۳][۴][۵]

کله چې اوربند اعلان شو، هند پر پاکستان برلاسی و. که څه هم دواړو هېوادونو تر يو بن بنست پورې جګړه وکړه، دا نښته د پاکستان لپاره یوه سیاسي او ستراتيژیکه ماته بلل کېږي ځکه په کشمير کې د پاڅون په راپارولو کې بریالی نه و. که څه هم د هوايي جکړي له پلوه  د PAF (د پاکستان هوايي ځواک) له عددي ټیټوالي سره سره  پاکستان پر جنګي سیمو برلاسی و. هند ونه شو کولی چې خپله موخه یعنې پوځي راګرځونه ترلاسه کړي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

جګړه په نړیواله کچه د یوې لویې سړې جګړې په چوکاټ کې وکتل شوه او په قاره کې د پام‌وړ ژیوپولتیک بدلون لامل شوه. تر جګړې مخکې متحده ایالات او بریتانیا د پوځي سخت افزارو او د خارجي مرستو د پراختیا د اصلي تامینوونکو په توګه د هند او پاکستان اصلي مادي ملاتړي وو. د جګړې په بهیر کې هند او پاکستان دواړو په خپلو ګوښیو موقفونو کې د لویدیځو هېوادونو له نه ملاتړ څخه د خیانت احساس وکړ؛ د خیانت دا احساسات مقابلو خواوو ته پر پوځي مرستو د امریکا او بریتانیا له بندیزونو سره زیات‌ شول. په پایله کې هند او پاکستان په څرګند ډول په ترتیب سره له شوروي اتحاد او چين سره نږدې اړیکو ته پراختیا ورکړه. د نښتو او د ۱۹۷۱ کال جګړې په بهیر کې د لویدیځو قدرتونو منفي موضع همدارنګه د لویدیځ او فرعي قارې تر منځ اړیکې هم اغېزمنې کړې. د سړې جګړې راهیسې له متحده ایالاتو او بریتانیا سره د اړیکو له رغېدو سره سره دې نښتې په فرعي قاره کې د دواړو هېوادونو پر وړاندې ژوره بې‌باورې رامنځته کړه چې لاهم دوام لري. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

مخینه/پسمنظر[سمول]

د ۱۹۴۷ کال په اګست کې د هند او پاکستان له تجزیې راهیسې، هند او پاکستان پر څو موضوعاتو سره اختلاف درلود. که څه هم د کشمیر شخړه د دواړو هېوادونو تر منځ اصلي اختلافي موضوع وه، نور سرحدي اختلافات هم په ځانګړې ډول د هند د ګجرات ایالت په بایر سیمه کې د ران کوچ سرحدي سیمې پر سر موجود وو. دا موضوع د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ کال کې مطرح شوه چې پر لانجمنه سیمه د هند تر بیا ولکې او کنترول وروسته پای ته ورسېده. پاکستان په ۱۹۵۴ کال د دفاعي هوکړه لیک له لاسیک کولو سره په ۱۹۶۰مه لسیزه کې له متحده ایالاتو څخه ۷۰۰ میلیون ډالره پوځي مرسته ترلاسه کړه چې د پاکستان پوځي وسایل يې د پام وړ نوي کړل. په ۱۹۶۲ کال کې د هند او چین جګړه کې تر ماتې وروسته د هند پوځ د پوځي پروسونل او پوځي وسایلو په برخه کې د پراخو بدلونونو په حال کې و. په دې دوره کې د پاکستان وسله‌وال پوځيان له دې سره سره چې د شمېر له پلوه د هند تر پوځ لږ و خو د زغروال او هوايي ځواک په برخه کې د هند په پرتله له کیفي غوره‌والي څخه برخه‌من وو، داسې چې پاکستان د هند د دفاعي سیستم تر جوړېدو مخکې له هغه څخه د ګټې اخیستنې په لټه کې و. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

جګړه[سمول]

پاکستاني پوځیانو د ۱۹۶۵ کال په جنورۍ کې د هند تر کنټرول لاندې سیمو کې ګزمې پیل کړې، چې ورپسې د ۱۹۶۵ کال د اپریل په اتمه د دواړو هېوادونو له خوا د یو بل پر پوستو بریدونه وشول. په لومړیو کې د دواړو هیوادونو سرحدي پولیس په کې ښکېل وو، دا لانجمنه سیمه ډیر زر د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د متقابلو نښتو شاهده وه. پاکستان د شاهین دښتې (Desert Hawk) عملیات پيل کړل او کنجارکوټ کلا سرحدي سیمې ته نږدې يې د هند څو پوستې ولکه کړې. د ۱۹۶۵ کال په جون کې د بریتانیا لومړي وزیر هارولډ ویلسون په بریالیتوب سره دواړو هېوادونو ته قناعت ورکړ چې دوښمنیو ته د پای ټکی کېږدي. دواړو هېوادونو د ۱۹۶۵ کال د جون په ۳۰مه د عدالت نړیوالې محکمې په واسطه د نړیوال عدالت له لارې د لانجمنې پولې د حل لپاره یو هوکړه لیک امضا کړ. د دغو اختلافاتو د حل لپاره يوه محکمه جوړه شوه او د هغه فرمان پر اساس چې وروسته په ۱۹۶۸ کال کې صادر شو د دې لامل شو چې پاکستان په ران کوچ کې له خپلې اصلي ادعا څخه چې ۹۱۰۰ کیلومتر مربع وه ۷۸۰ کیلو متره مربع (۳۰۱ مایله مربع) هند ته اهدا کړي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

پاکستان د محمد ایوب خان په مشرۍ په ران کوچ کې تر بریالیتوب وروسته په دې باور و چې به هند د کشمیر په لانجمنه خاوره کې د یو چټک لښکر لېږد پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع ونه شي کړی، ځکه د هند پوځ په ۱۹۶۲ کال کې د چین او هند په جګړه کې د چین پر وړاندې له یوې ماتې څخه اغېزمن شوی و. پاکستان باوري و چې د کشمیر خلک په ټوله کې د هند له حکومت څخه ناراضه دي او کولی شي د څو نفوذي ورانکاریو له طریقه هغوی وپاروي. پاکستان هڅه وکړه د جبل الطارق عملیاتو په پټ نوم له یو پټ نفوذ څخه په ګټې اخیستنې د مقاومت غورځنګ اور ولګوي. پاکستاني نفوذي افراد ډېر زر کشف شول او سیمه‌ییزو کشمیریانو د هغوی د حضور راپور ورکړ او عملیات له ناکامۍ سره پای ته ورسېدل. [۴۶][۴۷]

د ۱۹۶۵ کال د اګست په ۵مه له ۲۶۰۰۰ تر ۳۳۰۰۰ پاکستاني سرتېري د سیمه‌یزو کشمیریانو په جامو کې چې د کشمیر په بېلابېلو سیمو کې د حرکت په حال کې وو د کنترول له کرښې څخه تېر شول. هندي پوځیان چې سیمه‌ییزو خلکو خبر کړي وو، د اګست په ۱۵ د اوربند له کرښې څخه تېر شول.

د هند پوځ په لومړيو کې د پام‌وړ بری وموند او د توپخانې د پرلپسې اوږدې کلابندۍ وروسته یې درې مهم غرني موقعیتونه ولکه کړل. که څه هم د اګست په پای کې دواړو لورو نسبي پرمختګ درلود؛ پاکستان د تیتوال، اوري او پونچ په سیمه کې پرمختګ کړی و او هند د پاکستان په ولکه کې کشمیر په ۸ کیلو مترۍ کې د حاجي پير غاښی ولکه کړی و. [۴۸]

پاکستان د ۱۹۶۵ کال د سېپټمبر په لومړۍ د ګرنډ سلم په نوم عملیاتو سره یو ځوابي برید وکړ تر څو په جامو کې د اکهنور مهم ښار چې هندي سرتېرو ته د تدارکاتي لارو او اړیکو د پرې کولو لامل کېده ولکه کړي. ایوب خان محاسبه وکړه چې د «هندیانو روحیه په مناسب وخت او مناسب ځای کې تر څو سختو ضربو ډېر تاب نه شي راوړی» که څه هم هندیانو په دې وخت کې جبل الطارق عملیات مات کړي وو او د حاجي پير غاښی يې نیولی و. [۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې[سمول]

  1. Hali, S. M. (2011). "Operation Gibraltar – an unmitigated disaster?". Defence Journal. 15 (1–2): 10–34 – عبر EBSCO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. David R. Higgins 2016.
  3. Lyon, Peter (2008). Conflict between India and Pakistan: an encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-712-2. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rachna Bisht 2015.
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Kux, Dennis (2006). India-Pakistan Negotiations: Is Past Still Prologue?. US Institute of Peace Press. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-929223-87-9. The conflict was short, but nasty. After seventeen days, both sides accepted a UN Security Council call for a cease-fire. Although the two militaries fought to a standoff, India won by not losing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. McGarr, Paul. The Cold War in South Asia: Britain, the United States and the Indian Subcontinent, 1945–1965. Cambridge University Press, 2013. د کتاب پاڼې 331. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-02207-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Satisfied that it had secured a strategic and psychological victory over Pakistan by frustrating its attempt to seize Kashmir by force, when the UN resolution was passed, India accepted its terms … with Pakistan's stocks of ammunition and other essential supplies all but exhausted, and with the military balance tipping steadily in India's favour."
  8. Small, Andrew (2015). The China-Pakistan Axis: Asia's New Geopolitics. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-021075-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "… the war itself was a disaster for Pakistan, from the first failed attempts by Pakistani troops to precipitate an insurgency in Kashmir to the appearance of Indian artillery within range of Lahore International Airport."
  9. Conley, Jerome (2001). Indo-Russian military and nuclear cooperation: lessons and options for U.S. policy in South Asia. Lexington Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7391-0217-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Profile of Pakistan Archived 2 August 2018 at the Wayback Machine. – U.S. Department of State, Failure of U.S.'s Pakistan Policy Archived 12 July 2010 at the Wayback Machine. – Interview with Steve Coll
  11. Speech of Bill McCollum Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. in United States House of Representatives 12 September 1994
  12. South Asia in World Politics By Devin T. Hagerty, 2005 Rowman & Littlefield, ISBN 0-7425-2587-2, p. 26
  13. McGarr, Paul. The Cold War in South Asia: Britain, the United States and the Indian Subcontinent, 1945–1965. Cambridge University Press, 2013. د کتاب پاڼې 315. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-02207-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "… after some initial success, the momentum behind Pakistan's thrust into Kashmir slowed, and the state's inhabitants rejected exhortations from the Pakistani insurgents to join them in taking up arms against their Indian “oppressors.” Pakistan's inability to muster support from the local Kashmiri population proved a disaster, both militarily and politically."
  14. Jogindar Singh (1993). Behind the Scene:An Analysis of India's Military Operations, 1947-1971. د کتاب پاڼې 238. In the final analysis Pakistan maintained air superiority over the combat zones from 6 September onwards الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. John Andreas Olsen (2018). Routledge Handbook of Air Power. Routledge. Careful analysis available in the public domain tends to list IAF losses as sixty-five aircraft to all causes and PAF losses at twenty-five aircraft….Finally, there was agreement that the losses suffered by the IAF were not commensurate with the value gained in terms of the effect on the adversary and its combat efficiency. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kaushik Roy (2017). Conventional Warfare in South Asia, 1947 to the present. Routledge. point that the PAF's superior strategy enabled it to win air superiority by 5 September bears serious consideration. The preemptive air strike over the Indian air fields and the subsequent provocation of the IAF to fight over the heavily defended Pakistani airfields did indeed result in heavy attrition of the IAF's aircraft. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Jeremy Black (2016). Air Power:A Global History. Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442250970. In the brief 1965 war between India and Pakistan, the two air forces were heavily engaged. The Pakistan Air Force (PAF) was able to inflict greater casualties despite being smaller. This owed much to the technical superiority of the PAF's F-86 Sabres over the IAF's Hunters and Mysteres. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Dijink, Gertjan (2002). National Identity and Geopolitical Visions: Maps of Pride and Pain. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-77129-5. The superior Indian forces, however, won a decisive victory and the army could have even marched on into Pakistani territory had external pressure not forced both combatants to cease their war efforts. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. McGarr, Paul. The Cold War in South Asia: Britain, the United States and the Indian Subcontinent, 1945–1965. Cambridge University Press, 2013. د کتاب پاڼې 331. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-02207-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Satisfied that it had secured a strategic and psychological victory over Pakistan by frustrating its attempt to seize Kashmir by force, when the UN resolution was passed, India accepted its terms … with Pakistan's stocks of ammunition and other essential supplies all but exhausted, and with the military balance tipping steadily in India's favour."
  22. Pakistan :: The Indo-Pakistani War of 1965. Library of Congress Country Studies, United States of America. April 1994. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Losses were relatively heavy—on the Pakistani side, twenty aircraft, 200 tanks, and 3,800 troops. Pakistan's army had been able to withstand Indian pressure, but a continuation of the fighting would only have led to further losses and ultimate defeat for Pakistan."
  23. Hagerty, Devin (2005). South Asia in world politics. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-2587-0. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: The invading Indian forces outfought their Pakistani counterparts and halted their attack on the outskirts of Lahore, Pakistan's second-largest city. By the time the United Nations intervened on 20 September, Pakistan had suffered a clear defeat.
  24. Wolpert, Stanley (2005). India (الطبعة 3rd ed. with a new preface.). Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼې 235. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-24696-6. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: India, however, was in a position to inflict grave damage to, if not capture, Pakistan's capital of the Punjab when the cease-fire was called, and controlled Kashmir's strategic Uri-Poonch bulge, much to Ayub's chagrin.
  25. Kux, Dennis (1992). India and the United States : Estranged democracies, 1941–1991. Washington, DC: National Defense University Press. د کتاب پاڼې 238. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7881-0279-0. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: India had the best of the war.
  26. (په 1 October 1965 باندې). Asia: Silent Guns, Wary Combatants. Quote: India, by contrast, is still the big gainer in the war. Alternate link content.time.com Archived 2 November 2018 at the Wayback Machine.
  27. Riedel, Bruce (2013). Avoiding Armageddon: America, India, and Pakistan to the Brink and Back. Brookings Institution Press. د کتاب پاڼي 67–70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8157-2408-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. McGarr, Paul. The Cold War in South Asia: Britain, the United States and the Indian Subcontinent, 1945–1965. Cambridge University Press, 2013. د کتاب پاڼي 324–326. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-02207-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. McGarr, Paul. The Cold War in South Asia: Britain, the United States and the Indian Subcontinent, 1945–1965. Cambridge University Press, 2013. د کتاب پاڼي 350–353. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-02207-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"In retrospect, it is clear that the Indo-Pakistani War of 1965 represented a watershed in the West's association with the subcontinent."
  30. McGarr, Paul. The Cold War in South Asia: Britain, the United States and the Indian Subcontinent, 1945–1965. Cambridge University Press, 2013. د کتاب پاڼي 360–363. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-02207-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"By extending the Cold War into South Asia, however, the United States did succeed in disturbing the subcontinent's established politico-military equilibrium, undermining British influence in the region, embittering relations between India and Pakistan and, ironically, facilitating the expansion of communist influence in the developing world."
  31. Riedel, Bruce (2013). Avoiding Armageddon: America, India, and Pakistan to the Brink and Back. Brookings Institution Press. د کتاب پاڼي 69–70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8157-2408-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "The legacy of the Johnson arms cut-off remains alive today. Indians simply do not believe that America will be there when India needs military help … the legacy of the U.S. “betrayal” still haunts U.S.-Pakistan relations today."
  32. Brecher, Michael; Wilkenfeld, Jonathan (November 1997). A study of crisis. University of Michigan Press. د کتاب پاڼي 171–172. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-10806-0. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. "India and the United States estranged democracies", 1941–1991, ISBN 1-4289-8189-6, DIANE Publishing, pp 235, 238
  36. SCHOFIELD, JULIAN (2000). "Militarized Decision-Making for War in Pakistan: 1947-1971". Armed Forces & Society. 27 (1): 140. doi:10.1177/0095327X0002700108. ISSN 0095-327X. JSTOR 45346403. S2CID 144532810. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مې ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۲. …and the balance of military capabilities: India was in the early stages of a military buildup against China, which prompted Pakistani military decision-makers to exploit what they saw as a window of opportunity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Brecher, Michael; Wilkenfeld, Jonathan (November 1997). A study of crisis. University of Michigan Press. د کتاب پاڼي 171–172. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-472-10806-0. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 14 September 2009 باندې). Pak's intrusions on borders triggered 1965 war: Durrani.
  39. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  42. Bhushan, Chodarat. “Tulbul, Sir Creek and Siachen: Competitive Methodologies” Archived 21 April 2006 at the Wayback Machine.. South Asian Journal. March 2005, Encyclopædia Britannica and Open Forum – UNIDIR Archived 27 March 2006 at the Wayback Machine.
  43. "Pakistan Boundaries – Flags, Maps, Economy, History, Climate, Natural Resources, Current Issues, International Agreements, Population, Social Statistics, Political System". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. https://www.stimson.org/wp-content/files/file-attachments/MaritimeCBMs.PDF کينډۍ:Bare URL inline
  45. "LAND AND GEOGRAPHY OF PAKISTAN: BIG MOUNTAINS, GLACIERS AND DISPUTED TERRITORY | Facts and Details". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Defence Journal. September 2000
  47. Mankekar, D. R. (1967). Twentytwo fateful days: Pakistan cut to size. Manaktalas. د کتاب پاڼي 62–63, 67. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "Giving Haji Pir back to Pak a mistake: Gen Dyal". مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Underestimating India". Indian Express. 4 September 2009. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Pakistan's Endgame in Kashmir – Carnegie Endowment for International Peace". Carnegieendowment.org. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Indian Air Force :: Flight of the Falcon". Bharat-rakshak.com. 28 August 2010. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Underestimating India". Indian Express. 4 September 2009. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)