Jump to content

د موسیقۍ سوداګري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سندرو جوړولو برخې کارکوونکي
د کنسرت ګډونوال د سندرې اورېدلو او کتلو پرمهال

د موسيقۍ صنعت يا سوداګري د دې برخې اړوند پېر، پلور او ټولو هغو لارو چارو ته ویل کېږي چې له امله يې پيسې ګټل کېږي، د بېلګې په توګه؛ د سندرو ليکل، د سندرو ویل، کنسرټونه، ګيتار وهل، د سندرو کمپوزونه او ډېر نور داسې کارونه چې هر يو يې په خپله برخه کې پيسې ګټي او دې تګلارې ته د موسيقۍ سوداګري ويل کېږي.


د موسيقۍ سوداګري تر ډېره د سازمانونو په لاس کې ده، هغه سازمانونه يا سوداګريز کسان چې د سندرو لپاره يې ودانۍ جوړې کړي ترڅو خلک د سندرو اورېدلو او ليدلو ته ورشي په دې توګه ياد کسان د ټيکېټونو پيسې ترلاسه کوي د دغو پيسو يوه برخه يې د موسیقۍ پر ډلې يعنې پر سندرغاړي او کاري ټیم يې لګول کېږي، او پاتې برخه يې د یاد کس جېب ته ځي.


همداراز د سندرو ليکل او جوړول خپله يو سوداګري ده، په ځينو آند تر ډېری هېوادونو کې د سندرو لپاره جوړ شوي شعرونه خورا په ډېره لوړه بيه پلورل کېږي، بيا ترڅنګ يې کمپوز جوړول هم خپل لګښتونه لري. دا ټول لګښتونه هغه مهال پوره کېږي چې سندرغاړی د ډېرو خلکو په مېنځ کې کېنسرټ ترسره کړي په دې سره هره برخه خپله سوداګري کوي او پيسې ګټې.

د سوداګرۍ جوړښت او ډولونه

[سمول]

د موسيقۍ اصلي څانګې د لايف سندرو، ريکارډينګ، او ټول هغه شرکتونه دي چې د سندرې جوړولو ټیم روزنه، ملاتړ او د دې برخې استازيتوب کوي.

د ريکارډينګ سوداګرۍ برخه درې بېل محصولات تولیدوي: کمپوزونه (سندرې، دیکلومه او سازونه)، ریکارډونه (آډیو او ویډیو) او بله بڼه يې د دوتنې په توګه وي (لکه سې‌ډي ګانې CDs یا ايم‌پي‌تري MP3s او DVDs )

د دغه اړوند کارونه سندريز سوداګريز شرکتونه او يا رسنۍ ترسره کوي، چې په پایله کې د خپلې برخې ځانګړي پيسې ترلاسه کوي.

لايف سندرې

[سمول]
د کولون پرایډ لايف سندره په 2013ز کال کې

لايف يا په ژوندۍ بڼه سندرې په ځانګړو ودانيو کې د کنسرټ په ترسره کولو سره ویل کېږي، رسنۍ او هغه سوداګريز شرکتونه يا سازمانونه چې په دې برخه کې کار کوي د کنسرټونو لپاره ودانۍ لري او د قرارداد په ترڅ کې د سندرغاړو يا سندريزو ټیمونو سره تفاهم ته رسېږي.


کنسرټ ته راتلونکي کسان باید د پيسو په وسيله ټیکېټ واخلي، د دغو پيسو يوه برخه د کنسرټ ترسره کوونکي مالک ته رسېږي او پاتې يې د سندرغاړي يا سندريزو ټیم سره شريکېږي کوم چې له مخکې يې په اړه خبرې کړي او يوې پايلې ته سره رسېدلي.


په ژوندۍ بڼه سندرې خورا ډېرې محبوبې شوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خورا ډېر خوښوونکي لري. دا ډول سندرې د پيسو ګټلو او سوداګرۍ لپاره ترټولو لویه وسيله ده او په دې برخه کې خورا ډېرې پيسې ګټل کېږي.

پښتو سندرې او سوداګري

[سمول]

د تېرو څو لسیزو راهيسي په پښتونخوا او افغانستان کې پښتو ژبې هم د نورو ژبو په څېر د پراختيا او سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه درلودلي، سندرې د پښتنو په مېنځ کې د خورا ښه محبوبیت لامل شوي او ډېرو خلکو ورته مخه کړې.

په پښتونخوا او افغانستان کې زرګونه ښځينه او نارینه سندرغاړي په دې برخه کې په کار کولو بوخت دي خو ډېره برخه يې د پښتونخوا سندرغاړي جوړوي. په افغانستان کې له پخوا څخه سندرې دود وې خو په دې مېنځ کې د داخلي جنګونو او ځينو حکومتونو راتګ سره موسيقي فلج شوې چې بيا بېرته فعاله شوې، د بېلګې په توګه په افغانستان کې د طالبانو لومړي ځل راتګ سره موسيقي بنده شوه خو د حامدکرزي حکومت له راتګ سره موسيقي بېرته د پخوا په څېر فعاله شوه او په شلو کلونو کې يې په نړیواله کچه د پام وړ پرمختګونه وکړل.


په افغانستان کې د پښتو ژبې سندرو سره د مينې له امله ډېرو د نورو ژبو ويونکيو سندرغاړو هم پښتو ژبې ته مخه کړه، او په دې ژبه يې سندرې ویلې، کنسرټونه يې ترسره کولو، رسنيو يا ټلويزيوني خپرونو کې برخې اخيستلې.


په پښتونخوا کې د پښتو ژبې سندرو سوداګري او صنعت له شاوخوا دوه پېړيو راهيسي دود شوې، زرګونو ښځينه او نارینه سندرغاړي په دې برخه کې کار کوي او پښتو سندرې وايي، چې د پام وړ سوداګريزه بڼه لري، په دې برخه کې د سندرغاړو ترڅنګ هغه کسانو ته هم پيسې ځي چې سندرې جوړوي یا کنسرټونه لري.

سرچينې

[سمول]