د مهدي پوځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مهدي پوځ په نجف کی

د مهدي پوځ (په عربي کی:جيش المهدي) د عراقي ملېشو د ځواکونو څخه دی چی په ۲۰۰۳ کال کی د شیعه گانو مذهبي مشر مقتدی الصدر لخوا جوړ شو. دغه پوځ په ابریل ۲۰۰۴ کال کی د امریکائی اشغالو د ځواکونو په خلاف لوی قیام پېل کړ. دغه قیام په جون ۲۰۰۴ کال کی پای ته ورسېده. مگر تر څو میاشتو وروسته د مهدي پوځ او د اشغالو ځواکونو په منځ کی نوی شخړه پېل شوه.

تاریخ

د مهدي پوځ د مذهبي شاگردانو یوه ډله وه چی د بغداد په بلازمېنې کی د مدینة الصدر په منطقې کی یی قرآن زده کول. د بغداد تر ونیولو وروسته د مهدي پوځ د غریبو شیعه گانو سره مرسته کاوه او د هغو شیعه گانو څخه یی هم دفاع کاوه. د ځوانو شیعه گانو د مقتدی الصدر ستاینه کول او د مهدي د پوځ سره یوځای کېدل او تر څو میاشتو وروسته د مهدي پوځ د غړو شمېر ۱۰،۰۰۰ تنو ته ورسېده.

د شیعه گانو قیام

د عراق په پارلمان کې اختلافات رامنځته شول چې په اړه يې عراق له امريکا څخه د مسودې د بېرته جوړلو غوښتنه هم کړې وه د امنيت د تړون په مخالفت تر ټولو مخکې مذهبي مشر مقتدی الصدر غبرگون څرگندکړ او په اړه يې ډېر احتجاجي لاريونونه يې هم په لاره واچول دغه راز په عراق کې د امنيت معاهدې په ضد په بغداد کې د مقتدى الصدر په زرگونو پلويانو لاريونونه کړي ، لاريون کوونکو د ولسمشر بش په جوړ کړي تمثال د بوتلونو او بوټونو گوزارونه وکړل او د امريکا پر ضديې نارې کولې د نادولتي رسنيو د خبرونو له مخې ، شيخ عبدالحدي المحمودي امريکا يې د اسلام دښمن بللى او زياتوي ، که چېرې حکومت له هېواد څخه د بهرني پوځيانو وېستل وغواړي نو عراقي وگړي به يې په پوره توگه ملاتړ وکړي ، دا مهال په عراق کې د مقتدى الصدرد ملگرو سربېره يو شمېر نورو ډلو هم د امنيت تړون پر ضد خپل غبرگونونه ښودلي دي دا مهال په عراق کې پنځوس زره امريکايي پوځيان موجود دي چې د عام ښاري څنډو څخه به را يوځاى او د ٢٠١١ زېږديز کال پورې له عراق څخه خپل ستنېدنه پېل کړي ، خو د مقتدی الصدر غواړي چې امريکا او د هغه متحدپوځونه بايد ژرترژره عراق پرېږدي په ۲۰۰۴ کال کی د الحوزة پانې دفتر د امریکایی ځواکونو لخوا تړل شو او د مقتدی الصدر همکار هم ونیول شو. تر څو وروځونو وروسته لوی پاچون پېل شو او په ۴.۴. ۲۰۰۴ کی د مهدی پوځ د تصرفو پر ځواکونو برید وکړ او مدینة الصدر، نجف، بصرة، الكوفة او الكوت یی ونیول. په دی وخت کی سنی مخالفینو سامراء، الرمادي او الفلوجة ونیو. ۱۶. ۴. ۲۰۰۶ د اشغال ځواک د الكوت پر ښار برید وکړ او په دی جگړې کی د مهدی د پوځ ماته وخورله. مگر تر جگړې وروسته نجف، الكوفة او كربلاء د مقتدی الصدر په لاس کی ول.

د نجف جگړه