د مایکروسافټ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مایکروسافټ د کمپیوټرونو د ټکنالوژۍ یو څو مليتي شرکت دی. مایکروسافټ د ۱۹۷۵ز کال د اپرېل په څلورمه نېټه د بِل ګېټس او پاول آلن له خوا د نیو مکسیکو په البوکرک (Albuquerque, New Mexico) کې تأسیس شو. د یاد شرکت اوسني تر ټولو ښه پلورل کېدونکي محصولات د مایکروسافټ وېنډوز عملیاتي سېستم؛ مایکروسافټ آفیس، د تولیدي سافټویرونو یوه ټولګه؛ Xbox، د لوبو، میوزیک او ویډیو د سرګرمۍ یوه مجموعه؛ Bing، د لټون انجنونو یوه بسته؛ او مایکروسافټ ازُور (Microsoft Azure) چې د کلاوډ خدمتونو پلټ فارم دی، شاملوي.[۱][۲]

په ۱۹۸۰ز کې، مایکروسافټ له IBM سره شراکت ایجاد کړ چې له مخې یې د IBM کمپیوټرونو سره د مایکروسافټ عملیاتي سېستم بنډل کېده؛ له دې معاملې سره، IBM مایکروسافټ ته د هر پلور لپاره د امتیاز حق قایل شو. په ۱۹۸۵ز کې، IBM له مایکروسافټ څخه غوښتنه وکړه چې د IBM د OS/2 په نوم کمپیوټرونو لپاره یو نوی عملیاتي سېستم جوړ کړي. مایکروسافټ غوښتل شوی عملیاتي سېستم تولید کړ، خو د خپل بدیل عملیاتي سېستم پلورلو ته یې هم دوام ورکړ، کوم چې د OS/2 سره په مستقیمه سیالي کې وځلېد. مایکروسافټ وینډوز په نهایت کې د پلور په له مخې OS/2 تر سیوري لاندې راوست. کله چې مایکروسافټ په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د مایکروسافټ وینډوز څو نسخې په کار واچولې، نوموړي شرکت د نړۍ د شخصي کمپیوټرونو د بازار ۹۰٪ ونډه خپله کړې وه.

د ۲۰۱۵ز کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې، مایکروسافټ په نړیواله کچه ۸۶.۸۳ میلیارده ډالره کلنی عاید او په ټوله نړۍ کې یې ۱۲۸۰۷۶ کارکوونکي لرل. مایکروسافټ د کمپیوټري وسیلو لپاره د سافټویري محصولاتو پراخه لړۍ پر مخ بیايي، تولیدوي، لایسنس کوي او ملاتړ یې کوي.[۳][۴][۵][۶]

له ۱۹۷۵- تر ۱۹۸۵ز: د مایکروسافټ بنسټ اېښودنه[سمول]

د ۱۹۷۴ز په وروستیو کې، پاول آلن، چې په هنیویل (Honeywell) کې یو پروګرام جوړونکی ؤ، د هارورډ چوک ته په لاره ؤ، کله چې هغه د ۱۹۷۵ کال د جنوري په میاشت کې د پاپولر الکترونیک مجلې د یوې ګڼې پوښ ولید چې د لومړني مایکرو کمپیوټر، الټایر ۸۸۰۰، ښودنه یې کوله. آلن یاده مجله وپېرله او په بیړه د هارورډ کالج کوریر هاوس (Currier House) ته ولاړ او هلته یې خپل د لېسې ملګري بېل ګېټس ته وښودله. دواړو د یاد سېستم لپاره د یو BASIC  په کار اچولو یا تطبیق اړتیا په ګوته کړه.[۷][۸][۹]

بېل ګېټس د الټایر تولیدوونکی د مایکرو وسیلو او ټیلی مټري سېستمونو ((MITS)Micro Instrumentation and Telemetry Systems) په نوم یاد کړ، چې دا تطبیق د وړاندیز ښودنه وه. آلن او ګېټس سره له دې چې نه یې ژباړونکی یا - مفسر (interpreter) درلود او نه هم د الټایر سېستم، اما بیا هم له نندارتون څخه اته اونۍ وړاندې، نوموړو د مونټ ډیویډوف په مرسته یو مفسر جوړ کړ. کله چې آلن د MITS سره د لیدو لپاره البوکرک ته الوتنه وکړه، ژباړونکي سافټور کار وکړ او MITS موافقه وکړه چې Altair BASIC راوباسي او توزېع کړي. البوکرک ته د آلن په تګ سره، ګېټس هم ډېر ژر هارورډ پرېښود تر څو له آلن سره یوځای شي او هلته یې د مایکروسافټ بنسټ کېښود. د نوموړي شرکت مجموعي عايدات د ۱۹۷۶ز په پای کې ۱۶۰۰۵ ډالره وو.[۱۰]

آلن د مایکرو سافټ له اصلي نوم سره راغی چې د مایکرو کمپیوټرو او سافټویرونو یوه مجموعه وه. نوموړی شرکت تر دې نوم لاندې د ۱۹۷۶ز کال د نومبر په ۲۶مه، په داسې توګه چې په خپلو لومړنیو مظاهرو کې هایفین شوی و، د نیو میکسیکو ایالت له منشي سره راجستر شوی. د شرکت لومړنی نړیوال دفتر د ۱۹۷۸ز د نومبر په لومړۍ نېټه په جاپان کې د "ASCII مایکروسافټ" تر نامه لاندې (چې اوس د Microsoft جاپان په نوم یادېږي)  تأسیس شو، او د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۹مه، د مایکروسافټ کلیمه د لومړي ځل لپاره د بېل ګېټس له خوا وکارول شوه.  د ۱۹۷۹ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، مایکروسافټ شرکت له البوکرک څخه د واشنګټن په بیلیوو (Bellevue) کې یو نوي کور ته ولاړ، ځکه چې په البوکرک کې د جګې سویې لرونکو پروګرامرانو په کار ګمارل ستونزمن وو. بیلیوو ته له تګ څخه لږ موده مخکې، د شرکت ۱۱ کارکوونکو چې وروسته ۱۳ شول، په ښۍ خوا کې دغه ټیمي تصویر اخیستی و.[۱۱][۱۲]

سټیو بالمر (Steve Ballmer) د ۱۹۸۰ز د جون په یولسمه دغه شرکت ته راغی، او وروسته یې ۲۰۰۰ز کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۴ز کال تر فبرورۍ پورې د بېل ګېټس ځای ناستي عمومي رئیس په توګه کار کاوه. مایکرو سافټ شرکت د ۱۹۸۱ز کال د جون په ۲۵مه  له سره بیا تنظیم شو، ترڅو په خپل کور ایالت واشنګټن کې په یو جامع تجارتي شرکت بدل شي (چې وروسته یې خپل نوم په  "Microsoft Corporation, Inc." باندې واړاوه). د شرکت د بیا تشکیل د یوې برخې په توګه، بېل ګېټس د شرکت عمومي رئیس او د بورډ رییس وټاکل شو، او پاول آلن د اجراییوي معاون په توګه وټاکل شو. په ۱۹۸۳ز کې، د آلن په بدن کې د هودکین لیمفوما (Hodgkin lymphoma) تر تشخیص کېدو وروسته نوموړي شرکت پرېښود، خو هغه له دې سره سره د بورډ د مرستیال په توګه پاتې شو.[۱۳][۱۴]

د مایکروسافټ شرکت لومړني محصولات د مایکروسافټ بېسیک(Microsoft BASIC) مختلف واریانټونه وو چې د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسيزې په وروستیو کې او د ۱۹۸۰یمې زېږدیزې لسیزې  په لومړیو کې د کور کمپیوټرونو د پروګرامېنګ غالبه ژبه وه لکهApple II (Applesoft BASIC) او کموډور 64 (Commodore BASIC)، او همدارنګه د IBM  PC لومړنیو نسخو سره چې دIBM Cassette BASIC   په توګه چمتو شوي وو.

مایکروسافټ هم د فلوریډا په وېسټ پالم بيچ کې د اپل د یو تاجر له لارې د راډیو-شیک TRS-80 د دوو محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړه. یو یې "ټایپینګ ټیوټر" ( Typing Tutor) ؤ چې کارونکو ته یې د کیبورډ کارولو زده کړې ورکولې. بل یې  "MuMATH" نومېده چې د هاوایی پوهنتون د یو پروفېسور په واسطه لیکل شوی ؤ او د دې وړتیا یې درلوده چې د ریاضي د اوږدو حقیقي اعدادو محاسبه وکړي ترڅو د سیارو ممیزو اعدادو مخه ونیسي.

لومړی هارډویري محصول Z-80 سافټ کارډ ؤ چې اپل II ته یې د دې وړتیا ورکړه تر څو د CP/M عملیاتي سېستم پرمخ بوزي، کوم چې په هغه وخت کې د سوداګریزو سافټویرونو چلولو لپاره په مایکرو کمپیوټرونو کې د زیاترو لوړې کچې ژبو لپاره د زیات شمېر کامپلایرونو او مفسرینو د صنعت معیاري عملیاتي سېستم و. سافټ کارډ د لومړي ځل لپاره د ۱۹۸۰ز په مارچ کې د لوېدیځ ساحل کمپیوټرونو په نندارتون کې په عامه توګه نندارې ته وړاندې شو. دا نندارتون په یوه سمدستي بریا واوښت؛ په لومړیو دریو میاشتو کې ۵۰۰۰  کارډونه چې هغه وخت د کمپیوټرونو په بازار کې یو لوی شمېر و، هر یو یې په ۳۴۹ ډالره بېه وپلورل شول او نوموړي کارډونه په ۱۹۸۰ز کال کې د مایکروسافټ د عایداتو لومړی نمبر سرچینه وه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

لومړی عملیاتي سېستم چې مایکروسافت شرکت له لوري  بازار ته راوویستل شو د یونېکس (Unix) یو ډول و چې د ۱۹۸۰ز کال د اګست په ۲۵مه اعلان شو. څرنګه چې دغه محصول له  AT&T څخه د توزېع د له لارې ترلاسه شوی و، مایکروسافټ ورته Xenix  نوم ورکړ، او د سانټا کروز عملیاتې شرکت (Santa Cruz Operation) یا سیسکو یې وګوماره ترڅو نوموړی عملیاتي سېستم څو پلټ فارمونو ته پورټ/آنټرفېس کړي. د یونېکس دا بڼه بیا وروسته  د مایکروسافټ د ورډ پروسېسر (word processor) او مایکروسافټ ورډ (Microsoft Word) د لومړۍ نسخې لپاره بنسټ شو. مایکروسافټ ورډ چې په پیل کې یې مولټې ټوول ورډ سرلیک درلود، د "هغه څه چې تاسو وینۍ،  هغه څه دي چې تاسو یې ترلاسه کوئ"، یا WYSIWYG  لپاره د پام وړ وګرځېد چې په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د Xerox Alto او Bravo  متن اېډېټور له لوري په لاره اچول شوی و.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ورډ پروګروام د لومړي ځل لپاره د ۱۹۸۳ کال په پسرلي کې راوویستل شو، او د نوموړي سافټویر وړیا کاپۍ د ۱۹۸۳ز د نومبر میاشتې PC World ګڼې سره بنډل شوې، چې په دې توګه نوموړی سافټویر یو له هغو لومړنیو برنامو څخه شو چې له یوې مجلې سره به یو ځای په ډېسک کې توزېع کېده.  (له دې نه پخوا له مجلې سره آن-ډیسک توزېع کې Robert Uiterwyk's BASIC شامل و چې د معلوماتو د دور د ۱۹۷۷ز د مې میاشتې په ګڼه کې خپور شوی و.  په هر حال، زینکس هیڅکله په مستقیم ډول وروستیو کاروونکو یا مشترکینو ته نه و پلورل شوی که څه هم نوموړی د بیا پلور لپاره د زیات شمېر سافټویرونو له اصلي توليد کوونکو (OEMs) سره لایسنس شوی و. زینکس په دې توګه د یونیکس ترټولو مشهوره نسخه شوه، چې د هغو تجهیزاتو د شمېر له مخې اندازه کېده، کوم چې له نوموړي سافټویر سره چلېدل. (د یادونې وړه ده چې یونېکس د څو کاروونکو(multi-user) یو عملیاتي سېستم دی، چې په عین وخت کې یو ماشین ته د څو کاروونکو له خوا د لاسرسي اجازه ورکوي). د ۱۹۸۰یمې لسیزې په نیمایي کې مایکروسافټ، په SCO کې د ملکیت له ونډې پرته د یونېکس له ټولې سوداګرۍ څخه ووت.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په June 15, 2006 باندې). Bill Gates: A Timeline. BBC News.
  2. "FY19 Q2[[:کينډۍ:Snd]] Press Releases[[:کينډۍ:Snd]] Investor Relations". Microsoft. January 30, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  3. "Microsoft 2014 Facts". مؤرشف من الأصل في January 13, 2015. د لاسرسي‌نېټه October 22, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Microsoft 2005 Annual Report". Microsoft. د اصلي (DOC) آرشيف څخه پر October 8, 2005 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 1, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Fast Facts About Microsoft". microsoft.com. Microsoft Corporation. August 1, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر August 9, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. MSFT Investor Relations (July 19, 2007). "Microsoft Fourth Quarter FY 2007 Earnings Release: Microsoft's Annual Revenue Surpasses $50 Billion". microsoft.com. Microsoft Corporation. د اصلي آرشيف څخه پر September 12, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په May 19, 2008 باندې). What We'll Miss About Bill Gatesکينډۍ:Snd a Very Long Good-Bye.
  8. (په 2000-12-31 باندې). Alter Egos.
  9. "Key Events in Microsoft History". د اصلي آرشيف څخه پر October 21, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 26, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (DOC format)
  10. "Microsoft Company 15 September 1975". The History of Computing Project. مؤرشف من الأصل في July 23, 2005. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په October 2, 1995 باندې). Bill Gates & Paul Allen Talk. CNN.
  12. "Iconic Albuquerque Photo Re-Created". Microsoft. د اصلي آرشيف څخه پر April 24, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Paul Allen (May 2011). "Microsoft's Odd Couple". Vanity Fair. د لاسرسي‌نېټه November 11, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په May 19, 2008 باندې). What We'll Miss About Bill Gatesکينډۍ:Snd a Very Long Good-Bye.
  15. (په May–June 1980 باندې). An Apple Breakthru. Compute!.
  16. "Z-80 Board Puts CP/M on Apple". InfoWorld. Popular Computing. 2 (6): 3. April 28, 1980. ISSN 0199-6649. مؤرشف من الأصل في March 14, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Seminar Spills Negotiating Secrets". InfoWorld. Popular Computing. 2 (21): 24. November 24, 1980. ISSN 0199-6649. مؤرشف من الأصل في March 14, 2017. Unsure of the demand for the product, Microsoft took a prototype to the last West Coast Computer Faire الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ballmer, Steve. "Microsoft Surface Keynote". YouTube. مؤرشف من الأصل في June 20, 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Xerox Alto[[:کينډۍ:Snd]] CHM Revolution". مؤرشف من الأصل في January 2, 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  20. "BRAVO text editor screen[[:کينډۍ:Snd]] CHM Revolution". مؤرشف من الأصل في October 14, 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  21. Jason Levitt (په June 12, 2000 باندې). Is It Time Again For Microsoft And Unix?. Information Week
  22. Dafydd Neal Dyar (په November 4, 2002 باندې). Under The Hood: Part 8. Computer Source
  23. Holley, Michael (December 26, 2005). "Robert Uiterwyk's BASIC". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. A. Allen, Roy (October 2001). "Chapter 12: Microsoft in the 1980s". A History of the Personal Computer: The People and the Technology (الطبعة 1st). Allan Publishing. د کتاب پاڼي 12–13. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 2, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jason Levitt (په June 12, 2000 باندې). Is It Time Again For Microsoft And Unix?. Information Week
  26. Leffler, Samuel J.; et al. (October 1989). The Design and Implementation of the 4.3BSD UNIX Operating System. Addison-Wesley. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-201-06196-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)