منځپانگې ته ورتلل

د لیبیا کورنۍ جګړه (۲۰۱۱)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لیبیا کورنۍ جګړه هغه اوښتون وو چي د لیبیا په ځینو ښارونو کي ددغه هیواد د پخواني کرنل معمر قذافي د رژیم په وړاندي د ولسي پاڅونونو په نتیجه کي د فبرورۍ په ۱۵مه د قربانیانو د وکیلانو له نیول کېدو وروسته پیل سو، او په شخصي توګه د قذافي د رژیم د نسکوریدو غږونه پکشي پورته سول. په دې لاریونونو کي له پوليسو وغوښتل سوه ترڅو د لاريون کوونکو پر وړاندي له تاوتريخوالي کار واخلي، خو لاريون ددې سره سره تر سهاره پوري دوام وکړ.

د ليبيا کورنۍ جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
Arab Spring (en) ژباړلLibyan crisis (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پيل موده
۱۵ فېبروري ۲۰۱۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پای
۲۳ اکتوبر ۲۰۱۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۱۱′۴۴″شمال ۱۶°۳۱′۱۷″ختیځ / 31.19562°شمال 16.52141°ختيځ / 31.19562; 16.52141 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

د لیبیا د لاریون په راتلونکې ورځ ددغه هیواد په لوېديځ کي الرقالدين، الجميل او الاحيلات سیمي هم له انقلاب سره یو ځای سوې، خو البيضاء د فبرورۍ په شپاړسمه کله چي یاده سیمه د لومړيو تلفاتو سره مخ سول د رژیم د نسکوریدو غوښتني پکښي زور واخیست. [۱] د لیبیا امنیتي ځواکونو د جبل نفوس، زینتان ، یفران ، نلوت او راجبان په ښارونو کي یو شمیر لاریون کوونکي په ډزو ووژل او په عیني وخت کي د [۲] الجیلات لاریونوالو د انقلابي کمیټو مرکزي دفتر، د محلي پولیسو مرکز او د ښار د املاکو بانک ودانۍ وسوځولې او په دې توګه لاریونونه نور هم [۳] زیات سول. د فبروري پر 17 نېټه د یو مشهور پاڅون په بڼه چۍ په ختیځه لیبیا کي ترسره سو، تر 400 زیات خلک د ګولیو له امله مړه یا ټپیان سول. د لیبیا یاد لاریونونه د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کي په عربي نړۍ کي د پراخو لاریونونو له اغیزي څخه رامنځ ته سول، هغه لاریونونه چي له امله یې د تونس انقلاب او د مصر د جنورۍ د ۲۵مې انقلاب چي د تونس ولسمشر زین العابدین بن علي او د مصر ولسمشر حسني مبارک یې نسکوره کړل. د معلوماتو پر بنسټ د دغه اوښتون مشري د ځوانو ليبيايانو له خوا ترسره سوه چي د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو غوښتنه يې کوله. اوښتون په پیل کي په سوله ییزه بڼه پیل سوه، خو د معمر قذافي سره تړلي لوا د بې وسلې لاریونوالو د ځپلو لپاره د درنو وسلو او هوايي بمباریو په کارولو سره پېښه په وسله وال انقلاب واړول. ددې لاریونو په پایله کي وروسته له هغه چي مخالفینو د لیبیا په ختیځ کي خپل کنټرول بشپړ کړ، سمدستي یې د ملي انتقالي شورا په مشرۍ د لیبیا د جمهوریت د جوړولو اعلان وکړ، ورپسې د اګست په 21 او 22 نېټه انقلابیان پلازمینې ته هم ننوتل او ټولو په ګډه د قذافي وروستی کلا بشپړه سقوط کړه.

  1. أنباء عن ثلاثة قتلى بمظاهرات ليبيا...
  2. بيان قبيلة الرجبان المجاهدة Archived 2017-11-07 at the Wayback Machine. ليبيا اليوم.
  3. إحراق مقرات إدارية وأمنية ومصادر تؤكد عدم سقوط قتلى صحيفة برنيق، تاريخ النشر: 17-02-2011.