زين العابدين بن علي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زين العابدين بن علي

زين العابدين بن علي (۳ د سېپتمبر، ۱۹۳۶ ز. - ) (په انگرېزي: Zine El Abidine Ben Ali) د تونس دويم ولسمشر او پخوانی ديکتاتور و چې په تونس کې د عربي پاڅون په پايله کې دې ته اړ شو چې واک له لاسه ورکړي او د سعودي عرب په هېواد کې پناه سياسي پناه وغواړي.

بن علي د ١٩٨٧م کال د نومبر پر اوومه د تونس ولسمشر شو، چې د ٢٠١١م کال د جنورۍ پر ١٤مه د فشارونو په نتيجه کې اړ شو، چې واک پرېږدي.

بن علي تونس ته د ١٩٨٧م کال په اکتوبر کې صدراعظم يا لومړى وزير وټاکه.

د تونس دغه ولسمشر د وروستي ځل لپاره د ٢٠٠٩م کال د اکتوبر پر ٢٥مه بيا پر دې مقام وټاکل شو.

د ٢٠١١م کال د جنورۍ پر ١٤مه په تونس کې يوه انقلاب زين العابدين بن علي دېته اړ ايست چې له خپل هېواد څخه عربستان ته لاړ شي.