د لندن پل
| د لندن پل | |
|---|---|
د لندن پل په 2017 کي | |
| تېرېدونکې لارې | Five lanes of the A3 |
| په | River Thames |
| ځای | مرکزي لندن |
| پاملرنه | Bridge House Estates, City of London Corporation |
| بڼه | Prestressed concrete box girder bridge |
| ټول اوږدوالی | ۲۶۹ م (۸۸۲٫۵ فوټه) |
| پراخوالی | ۳۲ م (۱۰۵٫۰ فوټه) |
| اوږده برخه | ۱۰۴ م (۳۴۱٫۲ فوټه) |
| Clearance below | ۸٫۹ م (۲۹٫۲ فوټه) |
| کارولو وخت |
|
| پرانېسته | ۱۶ مارچ ۱۹۷۳ |
| Preceded by | Cannon Street Railway Bridge |
| Followed by | د ودانۍ پل |
| کوارديناتونه | ۵۱°۳۰′۲۹″ شمال ۰°۰۵′۱۶″ لویدیځ / 51.50806°شمال 0.08778°لويديځ |
د لندن برج یا هم لندن پل د لندن یو تاریخي برج دی چي د رومن وخت راهیسي په مرکزي لندن کي د لندن ښار او ساوت وارک ترمنځ د تیمس پر سیند سربېره جوړ سوی دی. د پل اوسنی ډیزاین او سړک چي په 1973 کي د ترافیکو پرمخ پرانستل سو، د بکس ګیرډر پل دی چي له کانکریټ او فولادو څخه جوړ سوی دی. یاد ډیزاین په نولسمه پیړۍ کي د تیږو لرونکی پل ځای خپل کړ او په پایله کې یې د 600 کلن ډبریز پل د منځنی پیړۍ جوړښت ور واړاوه. د منځنیو پیړیو پل چي مخکي پردغه ځای باندي جوړ سوی وو د بنسټ ډبره یې لومړی د 50 AD په شاوخوا کې د لندن ( Londinium ) د روم بنسټ ایښودونکو لخوا کښېښودل سوه.
اوسنی پل د لندن د حوض په لویدیځ پای کي ولاړ دی او ۳۰ متر (۹۸ فوټه) د پخوانیو ترتیبونو او موقعیت څخه پورته جوړ سوی دی.
اوسنی پل د A3 سړک پخپل ځان کي رانغاړي، کوم چي د لوی لندن ادارې لخوا ساتل کیږي.
