Jump to content

د لغمان دویمه جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لغمان دویمه جګړه په ۹۹۱ زیږدیز کال کي لغمان ته څېرمه د جیپال په مشرۍ د هندو شاهي ځواکونو او سبکتیګین په مشرۍ افغان غزنوي ځواکونو تر منځ پېښه سول. یاده جګړه د افغانستان ، لغمان ولایت ته څېرمه رامنځته سول.

په جګړه کي افغانانو هندو شاهانو ته ماتي ورکړه او بريا یې د ځان کړه. دې جګړې د غزنویانو د واکمنۍ بنسټ ټینګ او د افغانستان او شمالي هند پر ځینو برخو یې واکمني ترلاسه کړه.

لنډیز[سمول]

افغان غزنوي واکمني تردې دمخه په ۹۸۸ کال کي د لغمان په لومړۍ جګړه کي هندوانو ته ماتي ورکړې وه. خو د هندو شاهي پاچا جیپال چي کله د جګړې وروسته د تړون لاسلیک کولو ته اړ سو، ورسره سم خپلي پلازمیني ملتان ته راستون او د ماتي د غچ اخیستلو لپاره یې چمتووالی پیل کړ. [۱] [۲]

جیپال په دې توګه د یو کنفدراسیون د جوړولو طرحه جوړه کړه چې پکښي د تومارا کورنۍ ، د ګجرارا-پراتیهارا کورنۍ ، چاهماناس او چندیلاس هندو مشران شامل وه. [۳] د دې اتحاد موخه د یوې مهمي جګړې لپاره چمتووالۍ وو. جیپال دخپل یاد پلان پر اساس د پام وړ ځواک راټول کړ، چي 100,000 سپاره او د پیاده عسکرو یوه لویه ډله پکښي شامله وه. [۲] [۴] [۵] [۶] [۷]

نښته[سمول]

جیپال د خپلو متحدینو سره یوځای د ملتان څخه د لغمان په لور حرکت وکړ. سبکتګین هم د خپل ډیر شمیر پوځ په ملتیا د جیپال سره مخامخ سو او د دښمن په ځواکونو کي یې د پام وړ توپیرونه وپیژندل. نوموړي په جګړه کي د بریا د چانس زیاتولو لپاره د هندوانو د ښکیلتیا لپاره ستراتیژیک چمتوالی ونیوی. سبکتیګین خپل عسکر په 500 نفریزه ګروپونو باندي وویشل او هر یوه ته یې لارښوونه وکړه چي په یو ځانګړي ځای کي پر دښمن برید وکړي. دې ستراتیژي ښه پایله ورکړه، او افغانان وتوانېدل څو د هندو شاهي پوځونه مات کړي. د زیاتو تلفاتو وروسته هندوان نور تسلیم سوه، خو د سیند هاخوا یې لوی شمېر ځواکونه له منځه ولاړه. [۸] [۹]

د بریا وروسته سبکتګین په پیښور کي د 10,000 سرتیرو سره خپل یو والي وټاکه. ورپسې یې د لغمان او پېښور تر منځ سیمه په رسمي توګه پخپله امپراتورۍ کي شامله کړه. [۱۰]

  1. . 1988. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . 1961. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  3. . 1976. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  4. . 1999. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  5. . 2016-01-01. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  6. . 2003. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  7. . 2022-07-18. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  8. . 1850. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  9. . 2006-10-01. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  10. . 2015-04-01. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)