هندوشاهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هندوشاهي (چې د هندوشاه، اوړي شاهي، اډي شاهي، يا برهمن شاهي په نوم هم پېژندل کېږي: ۸۴۳ – ۱۰۲۶ز) هغه واکمنه کورنۍ وه چې د منځنيو پېړیو په لومړيو کې يې د هند په لويه وچه کې په کابل درې، ګندهارا او لويديځ پنجاب حاکميت درلود. د تېرو واکمنو په اړه تفصيلات له تاريخونو، سیکو او ډبرليکونو نه له دې امله راټول شوي دي چې د دوی د تاريخ اړوند متحده روايت په لاس کې نه شته. [۱]

سکالرشیپ[سمول]

استعماري پوهان – جيمز پرينسپ، الکساندر کانينګاهم، هنري ميرز اليوت، اډوارډ توماس او نورو – په لومړي ځل د هندو شاهي په اړه د وخت دود پيسې (سیکه) له نقطه نظره لیکنې خپرې کړې. د دې موضوع په اړه لومړۍ هراړخيزه نسخه په ۱۹۷۲ز کال کې د يوګندرا ميشرا له خوا خپره شوه، نوموړی د پټنا پوهنتون کې د تاريخ د څانګې يو پروفيسر و، خو هغه بايد د عربي- فارسي تاريخ په انګليسي ژباړه تکيه کړې وای. یو کال وروسته، دينا بانډو پانډی – د بنارس هندو پوهنتون کې د تاريخ هنر پروفيسر – د خپلې دوکتورا د تر لاسه کولو رساله خپره کړه، خو له اسلامي سرچينو او سیکو سره د چلند له تېروتنو نه ډکه وه. په لويه کې دا دواړه لېکنې منسوخې او ناسمې بلل کېږي.[۲][۳]

په ۱۹۷۹ز کال کې، عبدالرحمن د استراليا له ملي پوهنتون نه د«ارتور ليولين بشام» تر څارنې لاندې د ترک شاهي او هندو شاهي اړوند د «تاريخ، لرغون پېژندنې، د سیکې وهلو ، تاريخ او د لرغونو ليکونو د پېژندنې» دوکتورا تر لاسه کړه. دا کتاب له هماغه وخته په پراخه کچه خپور شوی دی او په دې موضوع کې د يوه اخځليک په توګه پېژندل کېږي. په ۲۰۱۰ز کال کې، مايکل ډبليومايستر-په يوپين پوهنتون کې د تاريخ پروفيسر-د شاهي د عبادتځای د معمارۍ اړوند يوه رساله خپره کړه، هغه د رحمان تر څآرنې لاندې په ګڼو څېړنيزو برخو کې کار کړی دی. په ۲۰۱۷ز کال کې، اعجاز خان د لستر پوهنتون د لرغوني تاريخ او لرغون پېژندنې له پوهنځي نه د «په شمال لويديځ پاکستان کې د هندو شاهيانو مشتېدو» پر موضوع د دوکتورا سند تر لاسه کړ.  [۳][۴]

سرچينه[سمول]

ادبيات[سمول]

د هندوشاهي له دربارونو نه هېڅ راز ادبيات نه دي پاتې. د ترک شاهانو په خلاف، يوازې تیت او پرک معلومات د ګاونډيو ځواکونو له تاريخ نه تر لاسه کېدای شي – لکه کشمير او غزنوي. له کشميري نه د کلهانا «راجاتارانګيني» (۱۱۴۸-۱۱۴۹ز) يوازينۍ موجوده سرچينه ده. له غزنوي نه موږ د البيروني تاريخ الهند (۱۰۳۰ز)، د ابو الفضل البيهقي، تاريخ البيهقي (د يوولسمې پېړۍ وروستي)، د ابوسعيد ګرديزي زين الاخبار او د العطبي کتاب يميني (۱۰۲۰ز) لرو.[۳][۳][۲][۵]

سیکې[سمول]

له سیند نه نيولې بيا تر شمال ختيځې اروپا پورې په ګڼو سيمو کې د واکمنو سیکې موندل شوې دي. د ترک شاهي دودونو نه وروسته، په دې سیکو کې شخصي نومونه نه وو ياد شوي، بلکې عام القاب يادېدل، کوم چې (له تمې سره سم) د شته ادبياتو او موضوعاتو په پيدا کولو سره نه برابريږي.[۲][۲][۶][۷][۸]

کيندنې او لرغون پېژندنه[سمول]

د قايد اعظم پوهنتون ای.ار رحمان او احمد حسن داني د ۱۹۶۰ز کلونو په وروستيو کې نيمګړې سيمه ييزې ارزونې وکړې. له دې وروسته په پاکستان کې د لرغون پېژندنې ايټالوي ماموريت (IAMP) د سوات په دننه او شا اوخوا سيمو کې پراخې او هر اړخيزې ارزونې وکړې. [۳][۳]

ډېر کم ډبرليکونه موندل شوي دي. ډېری يې په «اوده بانډه» کې موندل شوي، دا ډبرليکونه يا د عبادت ځايونو د دندو يادونه کوي او يا هم د بتانو په پښو کې اېښودل شوی دي. د پخواني ډول –د مير علي ډبرليک، دېوال ډبرليک، ديوايي ډبرليک، رتنمامانجري ډبرليک، ويکا ډبرليک، هونډ ډبرې ډبرليک، کامسواريدو ډبرليک، بريکوټ ډبرليک او ايسواره ډبرليک-د دې له ډلې ډېری يې په منځنيو پېړيو کې د ميده کولو د ډبرو په توګه د کارولو له امله مسخه شوي او يوازې د ډېرې کمې برخې رمزونه يې د سپړلو وړ دي. دويم ډول يې په پرتليز ډول زیات دي، خو د معلوماتو يوازې څو برخې ښودلای شي.

دا ژبه په دقيق ډول يا له شاردا نه مخکې يا خپله شاردا ژبه ده. په دې ټولو کې د يو سموات يادونه شوې ده چې د ظالمکوټ د دوه ژبې ډبرليک پر بنسټ صفري کال يې له زېږد مخکې ۸۲۲ کال سره برابريږي؛ ګومان کېږي چې کالار د تاج پوشۍ پر مهال پيل کړې وه، کوم چې د منځنيو پېړيو پر مهال د هندوستان د ډېرو هندو واکمنو کورنيو دود و. د مسو د ځمکو ورکول او داسې نور تر اوسه مستند شوي نه دي.[۲][۲][۹]

اصليت[سمول]

د هندوشاهي د توکم پېژندنې شاليد په اړه تر دې دمه هېڅ هم قطعي او وروستي نه دي.

مسعودي دا پاچا له راجپوت قبيلې بولي چې هغه ته «» ويل کېدل. اليوټ دا تن د «هاهاج» په ډول ژباړلی دی او کنينګهام هغه د جانجوا قوم نه بللی دی، چې د جوان-جوان خاقانات له زوزات نه وو؛ رحمان په دې اند شک کړی او د «جی.حاج» په توګه يې ژباړي چې دا د چاچ د نوم عربي شوې بڼه ده، د عربي تاريخ ليکنې پر بنسټ، دا نوم د شاهي د ځمکې نوم و. توماس دې ځانګړتياوو ته پاملرنه نه ده کړې او تر فولکلور پورې تړلی دی او دوی د بهټي زوزات بولي. [۱۰]

البيروني شاهيان برهمن بولي. د هغه  نظر د مسعودي د نظر پر خلاف دی –هغه دوی راجپوت بللي، چې راجپوت کشتريان يا ان له هغوی نه هم د ټيټې فرقې اړوند بلل کېږي – همدا راز، د کلهانا خلاف دی، د چا همعصرو چې کشتريان د هندوشاهيانو له زوزاته بللي دي. رحمان اټکل کړی، يا خو دا ادعا چې دوی برهمن دي. هغه وروستۍ انګازه ده، تر څو اصلي غصب ته توجيه پيدا کړي، يا دوی هغه له منځه تللي برهمن و چې د سلطنتي دندو د تر سره کولو پر مهال يې د فرقې (طبقې) له اصولو سره مخالفت کړی و. هغه چې فرشته يې يادونه کړې، چې د هندو شاهي پوځ تر ډېره بريده له خوخارانو نه جوړ و، رحمان په دې بارو دی چې د شاهي لپاره دا ناشونې نه ده چې د داسې يوې قبيلې اړوند و اوسي.

د ۲۰۰۲ ز په خپرونه کې، رحمان د اوسنيو هندو اوسېدونکو په منځ کې دا ولسي روايات ومنل – چې له مسلمانو پاچايانو نه مخکې د دې سيمې پاچايان د هودو قبيلې اړوند وو – او وړانديز کوي چې دوی اودي اصليت درلود، هغه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د مشهورې سنوارما ډبرليک ته اشاره کوي. ميستر وايي چې: د رحمان استدلال د منلو وړ دی.  [۱۱][۱۲]

رامنځ ته کېدل[سمول]

له زېږد وروسته په ۸۱۵ ز کال کې د المامون په مشرۍ عباسيانو د ترکي شاهي د کابل څانګې ته ماتې ورکړه، کوم چې ترک شاهانو ته يوه سياسي سزا ورکول و، چا چې تر دې څه موده مخکې هڅه کړې وه، د خراسان د سرحدي ولسواليو واک په لاس کې واخلي. دوی نه يوازې دا چې د اسلام منلو ته اړ شول، بلکې اړ شول چې مهم ښارونه او سيمې هم خوشې کړي. له ګندهارا څانګې سره بله جګړه ډېره ژر پېښه شوه – هغه مهال کله چې خلافت د سیند سيند ته ورسېد – او له ماتې سره مخامخ شول. د دواړو سيمو د خپلواکۍ د حق په مقابل کې هر کال دروند خراج ورکول کېده.

شاهي په لړزانده حالت کې و او له زېږد وروسته په ۸۲۲ ز کال کې لاګاتورمن د کالار په نوم د يوه برهمني وزير له خوا له دندې لرې کړای شو. د دې پېښې يوازينې تشرېح له البيروني نه تر لاسه شوې ده: د لاګاتارمن له خوا د خپلو اتباعو سره ناوړه چلند د دې لامل وګرځېد ،چې کالار ته ډېر شکايتونه وشي، چا چې په تصادفي ډول خزانه په لاس راوړې وه او په چټکتيا سره واک ته د رسېدو لاره څارله. کالار د سمون په موخه پاچا زنداني کړ او مخکې تر دې چې د تل لپاره تاج او تخت تر لاسه کړي، د دولت سرپرست وټاکل شو. په دې ډول «هندو شاهي» کورنۍ (زنبيليانو) ته لاره هواره شوه – چې د مامون له بريدونو زيانمن شوي نه و  او مخکې تر دې چې په هغه نښته کې ښکېل شي، چې په بشپړ ډول يې له منځه يووړل، د دوو نورو لسيزو لپاره يې هم واکمني وکړه.

سرچینې[سمول]

  1. Sharma 2003.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ Rehman 1976.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ Khan 2017.
  4. Meister 2010.
  5. Rehman 1976، ص. 89.
  6. Khan 2017، ص. 23.
  7. Flood 2018، ص. 38.
  8. Flood 2018، ص. 25.
  9. Khaw 2016.
  10. Rehman 1976، ص. 48.
  11. Meister, Michael W. (2005). "The Problem of Platform Extensions at Kafirkot North" (PDF). Ancient Pakistan. XVI: 41–48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Rahman 2002a، ص. 41.