Jump to content

د لغتونو ټولګه (قاموس)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د قاموس تعریفونه

قاموس یا د لغتونو ټولګه د یوې ژبي پېژندل سوي لغاتونه په ځان کي رانغاړي، چي ډیری وختونه د الفبا په ترتیب سره تنظیم سوي وي. یاده ټولګه په عمومي توګه له ځان سره د هر وېي ځانګړۍ تلفظ او اصلي بڼه هم له ځان سره لري. [۱] [۲] .

د عمومي او تخصصي لغتونو تر منځ یو پراخه توپیر شتون لري، ځکه تخصصي لغتونه په ژبه کي د کلمو د هراړخیزي سلسلې پرځای په ځانګړو برخو کي کلمې له ځان سره لري. لغوي توکي چي په ځانګړو برخو کي مفاهیم بیانوي په عمومي ډول د کلمو پرځای لکه اصطلاحات غوندي ویل کیږي، دا په داسي حال کي چي په دې اړه هیڅ ډول توافق هم شتون نلري، ترڅو وښیي چي ایا لغتپوهنه او اصطلاحات د مطالعې دوې بیلي ساحي دي.په انګلیسي ژبه کي د Dictionary کلمه معمولا د عمومي هدف لپاره واحد ژبني قاموس ته راجع کیږي. [۳]

لومړني ثبت سوي قاموسونه د 2300 مخکي تر زیږد په شاوخوا کي د سومیریا په وختونو پوري اړه لري، او تر ټولو زوړ ژوندي پاته سوي واحد ژبني قاموسونه تر زیږد درې پېړۍ مخکي چینایي لغتونه دي. د انګلیسي ژبې لومړنی قاموس الفبایټکل (A Table Alphabeticall) وو، چي په ۱۶۰۴ کال کي لیکل سوی وو او په نورو ژبو کي یو ژبني قاموس هم په همدې وخت کي په اروپا کي راڅرګند سو. د لغتونو سیستماتیکه مطالعه د ساینسي ګټو په توګه د شلمي پیړۍ د سوداګرۍ په توګه رامینځته سوه چي د لیکسيګرافي په نوم یادیږي، او په لویه کچه د لادیسلاو زګوستا لخوا رامنځ ته سوې ده. [۳]

  1. . August 9, 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. Webster's New World College Dictionary, Fourth Edition, 2002
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ A Practical Guide to Lexicography, Sterkenburg 2003, pp. 3–4