Jump to content

د لسټر لومړی ارل، رابرټ ډاډلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لسټر لومړی ارل، رابرټ ډاډلي
د لسټر لومړی ارل، رابرټ ډاډلي
د لسټر لومړی ارل، رابرټ ډاډلي

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل ملاريا   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
نظربندۍ مقام د لندن برج   ويکيډاټا کې (P2632) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت انګلستان پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ژوند ملګری لومړۍ الیزابېت   ويکيډاټا کې (P451) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
پوځي خدمت
مقام جنرال   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
د لسټر لومړی ارل، رابرټ ډاډلي
د لسټر لومړی ارل، رابرټ ډاډلي

د لسټر لومړی ارل، رابرټ ډاډلي (زوکړه: د ۱۵۳۲ زکال د جون ۲۴ مه – مړینه: د ۱۵۸۸ زکال د سپټمبر ۴ مه) انګلیسي سیاستوال و چې واک ته له رسېدو څخه تر مړینې پورې د ملکې لومړۍ الیزابت د خوښې وړ کس و. نوموړی د څو کلونو لپاره د ملکې خواستګار (غوښتونکی) و.

د ډاډلي ځواني په ۱۵۵۳ زکال کې د هغه د کورنۍ د پاشل کېدو تر اغېز لاندې وه، ځکه د نوموړي پلار چې د نورث اومبرلنډ لومړنی دوک و؛ وه یې نشو کولای سلطنت ته د لومړۍ ماري له رسېدو مخه ونیسي. رابرټ ډاډلي په مرګ محکوم شو، خو په ۱۵۵۴ زکال خوشی شو او د ماري د مېړه او مرستیال واکمن فیلیپ تر قوماندې لاندې یې په سنټ کینتان جګړې کې ونډه واخیسته او په دې توګه د بشپړې آزادۍ څخه برخمن شو. د ۱۵۵۸ زکال په نومبر میاشت کې هغه مهال چې الیزابت سلطنت ته ورسېده ډاډلي د نوموړې د تشریفاتي آسونو د ډلې مشر وټاکل شو. د ۱۵۶۲ زکال په اکتوبر میاشت کې نوموړی د ملکې د خصوصي مشاورینو په ډله کې ځای وموند او په ۱۵۸۷ زکال کې د سلطنتي کورنۍ خوانسالار وټاکل شو. په ۱۵۶۴ زکال کې ډاډلي د لسټر ارل وټاکل شو چې له ۱۵۶۳ زکال وروسته نوموړی د سلطنتي فرمانونو پر بنسټ په شمالي ویلز او د انګستان په لویدیځ میډلنډز کې تر ټولو لوی ځمکې لرونکی شو.

د لسټر ارل د الیزابت یو له مخکښو دولتي چارواکو څخه و چې د ویلیام سیسیل او فرانسېس والسینګهام په خوا کې یې په داخلي او بهرنیو پالیسیو کې ونډه لرله. په داسې حال کې چې نوموړي د سکاټلنډ له ملکې ماري سره له واده کولو ډډه وکړه، خو د اوږد مهال لپاره یې له هغې سره همدردي وکړه تر هغه چې د ۱۵۸۰مې لسیزې په نیمايي کې یې د نوموړې له اعدام څخه کلک ملاتړ هم وکړ. نوموړي د پیوریتان خوځښت د ملاتړي په توګه له ناسازګاره مبلغینوملاتړ وکړ، خو هڅه یې وکړه د انګلستان د کلیسا د کشیشانو او هغوی ترمنځ منځګړیتوب وکړي. نوموړی د پروتستانتانو د نړیوال آرمان یو له اتلانو څخه و چې د هالنډ له پاڅون (۱۵۸۵- ۱۵۸۷ زکال) څخه د ملاتړو انګلیسي هڅو مشري یې وکړه. د هغه له خوا د متحدو ایالتونو (د هالنډ د متحد جمهوریت) د ګورنر جنرالۍ د څوکۍ منلو د ملکې الیزابت غصه راوپاروله. د هغه اکتشافي سفر د نوموړي لپاره د سیاسي او پوځي ماتې لامل وګرځېد او ارل ته یې له مالي پلوه زیان واړوه. لسټر په ډېرو سوداګریزو پانګونو کې په لویه کچه ونډه لرله او د فرانسېس درک په ګډون د نورو کاشفینو او خصوصي کارکونکو ملاتړی و. د ملکې الیزابت د راپرځولو په موخه د هسپانوي ارمادا ځواک د عملیاتو پر مهال ارل د ټولو انګلیسي ځمکنیو ځواکونو قومانداني پر غاړه لرله. دغه مهال نوموړي ملکه الیزابت راوبلله څو په تیلبري کې له خپلو سرتېرو څخه لیدنه ترسره کړي. دغه چاره تر ټولو وروستۍ هغه چاره وه چې نوموړي د کلونو په اوږدو کې ورته چمتوالی نیولی و او تر ټولو پام وړ یې هم په ۱۵۷۵ زکال په کنیلورث قلا کې هغه نمانځغونډه وه چې د ملکې د درې اونیز سفر لپاره ترتیب شوې وه. د لسټر لارډ د هنر، ادبیاتو او الیزابتي تئاتر یو له اصلي ملاتړو څخه و. [۱]

د لسټر د لارډ خصوصي ژوند د نوموړي له درباري ژوند او همدغه ډول په سرچپه ډول له یو بل سره تړلي و. هغه مهال چې په ۱۵۶۰ زکال کې د نوموړي لومړۍ مېرمن امی رابسرت په زینو کې راولوېده او مړه شوه، هغه آزاد و څو له ملکې سره واده وکړي. ورته مهال رامنځته شوې رسوايي د نوموړي دغه چانس له سختو ننګونو سره مخ کړ. دغو ګنګوسو شتون درلود چې هغه د خپلې مېرمنې په وژنه کې لاس درلود، په داسې حال کې چې د عدلي طب څېړنو دغه پېښه تصادفي وبلله. نوموړي د ۱۸ کلونو لپاره د ملکې په تمه بیاځلي واده ونکړ؛ خو هغه مهال چې یې له لتیس نولیز سره واده وکړ د تل لپاره له دربار وویستل شو. دغې چارې او د هغه د یوازني مشروع وارث زوی مړینې هغه سخت ژوبل کړ. په ۱۵۸۴ زکال کې د هغه د ماشوم له مړینې لا ډېر وخت نه و تېر شوی چې د لسټر کامن ویلت (لسټر ټول ګټو) تر نامه لاندې کتاب کې په هغه شدید تورونه پورې شول چې تر ټول انګلستان پورې ورسېدل. دغه کتاب ادبي او د تاریخ لیکنې دود رامنځته کړ چې ارل یې تر ډېره پورې ماکیاولي «یا د دربار ارباب» بللی و او هغه یې د الیزابت په خوا کې د خواشیني کوونکي شخصیت په توګه معرفي کاوه. د نوموړي اړوند وروستۍ څېړنۍ د الیزابت په سلطنت او ټولنه کې د نوموړي د ځایګي د بیاځلي ارزونې لامل ګرځېدلې دي. [۲][۳]

ځواني

[سمول]

زده کړې او واده

[سمول]

رابرټ ډاډلي د نورث اومبرلنډ د لومړي دوک جان ډاډلي او د اډوارډ ګیلډفورډ د لور جین پنځم زوی و. د هغه پلرنی نیکه اډمونډ ډاډلي د پاچا اووم هنري سلاکار و او په ۱۵۱۰ زکال کې د پاچا اتم هنري له خوا د خیانت په تور اعدام شو. جان او جین ډاډلي په ټولیزه توګه ۱۳ ماشومان لرل چې د خوشاله کورني ژوند لرلو له امله یې شهرت درلود. د هغه د خویندو وروڼو ښوونکي جان ډي، توماس ویلسون او راجر آشام و. راجر آشام باوري و چې رابرټ ډاډلي په لیک لوست په ځانګړې توګه په لاتین ژبه کې ځانګړی استعداد لري؛ خو له دې امله چې دغه زده کوونکي یې ریاضیاتو ترجیح ورکړې، ځان ته یې زیان اړولی او په دې خواشینی و. رابرټ د دربار هنر د اتم هنري او په ځانګړې توګه د پنځم اډوارد په دربار کې د هغو کسانو ترمنځ زده کړ چې هلته یې کار کاوه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په ۱۵۴۹ زکال کې رابرټ ډاډلي د کېټ پاڅون په ځپلو کې ونډه واخیسته او احتمالا همدلته یې د لومړي ځل لپاره له امي رابسرت سره ولیدل چې په پام کې وه د ۱۵۵۰ زکال د جون په څلورمه د ځوان پاچا اډوارډ پر وړاندې له هغې سره واده وکړي. نوموړی د نورفولک د اشرافي کروندګر جان رابسرت د وارثې او لور همزولی و. دا یوه عاشقانه سیالي وه چې ځوانې جوړې په کلکه سره د خپلو پلرونو په ځانګړې توګه د رابرټ د پلار ډالیو ته اړتیا لرله. جان ډاډلي چې له ۱۵۵۰ زکال څخه یې په عملي بڼه پر انګلستان واک چلاوه، په دې خوشاله و چې د زوی په واده سره یې په نورفولک کې نفوذ پیاوړی کېږي. لارډ رابرټ له دې امله چې د دوک زوی و په مخکښ سیمه ئیز چارواکي واوښت او له ۱۵۵۱ زکال څخه د ۱۵۵۳ زکال تر مارچ میاشتې او بیاځلي یې په ۱۵۵۹ زکال کې د نورفولک په استازولۍ د پارلمان د غړي په توګه خدمت وکړ. له دې سربېره ورته مهال په دربار کې هم د هغه دندې دوام درلود. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

محکومیت او بخښنه

[سمول]

د ۱۵۵۳ زکال د جولای په ۶ مه پاچا شپږم اډوارډ ومړ او د نورث اومبرلنډ دوک هڅه وکړه څو د انګلستان سلطنت لېډي جېن ګرې ته وسپارلي چې د هغه له دویم ځوان زوی لارډ ګیلډفورډ ډاډلي سره یې واده کړی و. رابرټ ډاډلي یو ۳۰۰ کسیز ځواک د نورفولک خوا ته ولېږه چېرې چې د اډوارډ میرنۍ خور ماري خپل ملاتړي راغونډ کړي و. دلته له نږدې ۱۰ شپو وروسته چې یو شمېر ښارونه یې د جېن لپاره خوندي ساتلي و، هغه د کېنګز لېن سوداګریز ښار ونیو او د نوموړې د واکمنۍ اعلان یې وکړ. راتلونکې ورځ د جولای په ۱۹ مه د جېن واکمني په لندن کې پای ته رسېدلې اعلان شوه. د کېنګز لېن ښار وګړو ډېر ژر رابرټ ډاډلي او د هغه لږ شمېر ځواکونه ونیول او له لومړۍ ماري یې وړاندې هغوی فراملینګهام قلا ته ولېږل. [۱۵][۱۶][۱۷]

رابرټ ډاډلي د لندن په برج کې بندي شو او د خپل پلار او څلورو وروڼو سره په اعدام محکوم شو. پلار یې اعدام کړای شو. په دغه بند کې ډاډلي د خپل ماشومتوب له ملګرې او د اډوارد او ماري له میرنۍ خور الیزابت سره یوځای بندی و چې په ویاټ پاڅون کې د شکمن لاس لرلو په تور دلته راوړل شوې وه. ګلیډفورډ ډاډلي د ۱۵۵۴ زکال په فبروری کې اعدام شو. پاتې ژوندي وروڼه په مني کې خوشي شول. [۱۸][۱۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Haynes 1992 p. 12; Wilson 1981 pp. 151–152
  2. Adams 2002 pp. 145, 147
  3. Adams 2002 p. 52
  4. Adams 2008b
  5. Adams 2002 p. 133
  6. Wilson 1981 p. 16
  7. Chamberlin 1939 pp. 55–56
  8. Chamberlin 1939 p. 55; Adams 2008b
  9. Wilson 1981 pp. 23, 28–29; Adams 2008b; Loades 1996 p. 225
  10. Wilson 1981 pp. 31, 33, 44
  11. Adams 2002 pp. 135, 159
  12. Loades 1996 pp. 179, 225, 285; Haynes 1987 pp. 20–21
  13. Virgoe 1982 p. 66
  14. Loades 1996 pp. 225–226; Wilson 1981 pp. 45–47
  15. Loades 1996 pp. 256–257, 238–239
  16. Ives 2009 pp. 199, 209; Haynes 1987 pp. 23
  17. Haynes 1987 pp. 23–24; Chamberlin 1939 pp. 68-69
  18. Loades 1996 pp. 266, 270–271
  19. Adams 2002 p. 134