د عراق اسلامي دولت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عراق اسلامي دولت چې پخوا په عراق کې دالقاعدې په نامه یادېده یوه سلفي جهادي ډله ده چې د عراق د جګړې په مهال د عراق په سنې مېشته عربې سیمو کې اووروسته د سورېې د کورنۍ جګړې په مهال په سوریه کې یې د اسلامي دولت د جوړولو موخه درلوده.

دعراق اسلامي دولت خپله منشأ له جما عت التوحید والجهاد  تنظیم څخه چې د اردني تبعه ابو مصعب الزرقاوي له خوا په کال ۱۹۹۹ کې جوړشو اخلي. زرقاوي دا ډله په کال ۲۰۰۶ کې دهغه تر مرګ پورې په مختلفو نومونو رهبري کړه. جماعت  دعراق په جګړه کې له کال ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۱ پورې برخه درلوده چې په عراق باندې د غربي هیوادونو حمله په کال ۲۰۰۳ کې تر سره شوه. زرقاوي د کال ۲۰۰۴ د اکتوبر په ۱۷ دالقاعدې د شبکې مشر اسامه ین لادن ته خپل بیعت اعلان کړ او دا ډله د تنظیم القیادت بی بلاد رافیدان ( چې معمولا د عراق د القاعدې په نامه یادېده ) په نامه ونومول شوه. د کال ۲۰۰۶ په جنورۍ میاشت کې تنظیم او پنځه نورولو عراقي جنګیالي ډلو د مجاهدینو شورا جوړه کړه چې بیا همدوی د کال ۲۰۰۶ په اکتوبر کې د عراق اسلامي دولت جوړ کړ. په ۲۰۰۶- ۲۰۰۸ کلونو کې چې د دوی د عروج دوره وه، د عراق اسلامي دولت په موصل، بغداد، الانبار او دیالا کې نظامي استحکامات او واحدونه در لودل او بقوبه یې خپل پلازمینه باله. د هغوی تر کنترول لاندې سیمه په ناببره توګه هغه وخت کمه شوه  چې د کال ۲۰۰۷ حملو له موج څخه وروسته د اسلامي دولت مشران د ائتلافي قواوو په حملو کې ووژل شول.  [۱][۲][۳][۴][۵]

نوې تشکیل شوې ډلې ته په عراق کې د عراق د القاعدې نوم ورکول کېده. د زرقاوي له مړیني  لږ موده وروسته په عراق کې القاعدې یو نوی مشرمعرفی کړ چې ابو حمزه المهاجر نومېده چې فکر کېده هغه په بغداد کې مېشت مصري جنګیالي مستعار نوم دی چې امریکایي نظامیانو هغه ابو ایوب مصری باله. المصري او د عراق د اسلامي دولت مشر ابو عمرالبغدادی دواړه د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د کال ۲۰۱۰ د اپرېل په ۱۸ په یوه خوندي کور کې ووژل شول. د کال ۲۰۱۰ د مې په ۱۸ د ابوعمر په ځای ابوبکر البغدادي د اسلامي دولت مشر شواو د مصري په ځاي ابوسلیمان النصر ( چې په نصیر الدین ا لله په نامه هم مشهور و) وټاکل شو چې دا خلک هم په وارسره په ۲۰۱۱ کې ووژل شول. د سلیمان له مړینې وروسته، د جګړې د وزارت لپاره یو شورا وټاکل شوه چې د پخواني رژیم نظامیان پکې شامل او مشري حاجي بکر کوله. [۶][۷][۸][۹]

د کال ۲۰۱۳ د اپرېل په ۱۳، ابوبکرالبغدادي د عراق د اسلامی دولت نوم د عراق او شام اسلامي دولت نوم ته واړاوه چې په مختلفو نومونو لکه ( دعراق او شام اسلامي دولت، د عراق اوسوریې اسلامي دولت او د عزاقاسلامي دولت په نامه یادېدل چې تر اوسه په همدې نامه یادېږي. حاجي بکر چې اصلي نوم یې سمیر عبد محمد الخلیفوي و د کال ۲۰۱۴ په جنورۍ میاشت کې ووژل شو او په ځای یې ابو عبدالرحمن البیلاوي د عراق او شام داسلامي دولت د نظامي شورا دمشر په توګه وټاکل شو. د راپورونو له مخې، ابوعیدالرحمن البیلاوي د کال ۲۰۱۴ د جون په ۴ ووژل شو او ویل کېږي چې په ځای يې ابوموهاند السویداوي د اسلامي دولت نظامي مشر شو. داسې راپورونه و چې د کال ۲۰۱۴ په نومبر کې ابوموهاند السویداوي د عراق د دولت په یوه هوایې برید کې ووژل شو او ابوبکر بغدادي ټپي شو، د دایلی بیست ورځپاڼې له قوله، د السویداوي په ځای د عراق او شام د اسلامي دولت لوړپوړې څېره ابو علی الانباري وټاکل شو چې هغه هم د کال ۲۰۱۶ د مارچ په ۲۴ ووژل شو. ویل کېږي چې الانباري په سوریه کې د عراق او شام د اسلامي دولت دویم لوړپوړې نظامي قومندان و او د دې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي احتمالي ځای ناستی و. په عراق کې د اسلامې دولت دویم نظامي قومندان ابو مسلم الترکمنی و چې د کال ۲۰۱۵ د اګست په ۱۸ ووژل شو چې دهغه په ځای ابو فاطمه الجاوېشي په عراق کې د اسلامي دولت مشر شو.  [۱۰]

مخینه[سمول]

اردني جنګیالي ابومصعب الزرقاوي  په کال  ۱۹۹۹ کې د جماعت التوحید والجهاد ( د توحید او جهاد سازمان) په نامه یوه ډله جوړه کړه تر څو په اردن کې مرتد شاهي حکومت ړنګ کړي. داسې باور کېده چې هغوی به په کال ۲۰۰۲ کې امریکایی دپلومات لاورنش فولی وژلی وي له همدې امله دا ډله  په عراق کې د کال ۲۰۰۳ د اګست میاشت کې له تاوتریخوالې ډکې جګړې د پیل له امله بد نامه شوه.

دکال ۲۰۰۴ په اکتوبر میاشت کې زرقاوي اسامه بن لادن ته بیعت وکړ او او د ډې ډلې نوم یې تنظیم قیادت الجهاد فی بلاد الرادفیدیان) ته واړاوه چې په عراق کې د القاعدې په توګه یادېده چې په عراق کې په ډېرو کلنیو یرغلونو کې ښکېل و.

د کال ۲۰۰۶ د جنورۍ په میاشت کې، د عراق القاعده له نورو پنځه سني اسلامپالو ډلو سره یو ځای شوه او د مجاهدينو د شورا په نامه یې په عراق کې حملو ته دوام ورکړ. د کال ۲۰۰۶ په جون میاشت کې د امریکا په یوه هوایی حمله کې زرقاوي ووژل شو اود القاعدې مشري ابو ایوب انصارې ته ولېږدېدله. [۱۱][۱۲]

عمومي ځانګړنې[سمول]

تشکل[سمول]

د کال ۲۰۰۶ د اکتوبر په ۱۳ او ۱۵ د مجاهدینو د شورا په نامه پیغامونه خپاره شول چې د عراق د اسلامي دولت د جوړېدو خبر یې ورکاوه چې د بغداد، انبار، دیالا، صلاح الدین، نینیوه او د بابیل او واسط  تر منځ تړانګې سیمې چې د غربي عراق او مرکزي عراق تر ډۍره سني مېشته سیمې وې پکې شاملې وښودې. [۱۳][۱۴][۱۵]

موخې[سمول]

تر خپل پخواني نوم  جمعیت التوحید والجهاد لاندې، د دې ډلې موخې د شیعه ګانو جوماتونه، ملکیان، دعراق دولتي بنسټونه اوپه عراق کې د امریکا په مشرۍ  ګڼ ملیتیزه ځواکونه و. په کال ۲۰۰۵ کې ، د عراق القاعده تر نامه لاندې ددې ډلې موخې دا وې: له عراق څخه د امریکا وېستل، عراق کې سني اسلامي خلافت را منځ ته کول او د همدې برنامو غځول ګاونډیو هېوادونو ته. همدې موخو ته په دوام سره دا د عراق اسلامې دولت شو. [۱۶][۱۷]

رهبري[سمول]

کله چې د کال ۲۰۰۶ په اکتوبر میاشت کې د عراق اسلامي دولت تأسیس شو، نو ابوعمر البغدادي یې د  دې سازمان د امیر په توګه اعلان کړ. امریکا په پیل کې ابوعمر یوه ساختګې شخصیت باله جې د اسلامی دولت په مشرۍ کې د یوې عراقي څېرې د ښودلو لپاره او د القاعدې د شبکې د مخې سازمان په توګه کشف کړ، که څه هم وروسته د امریکا نظامي چارواکي دې باور ته ورسېدل چې د بغدادی رول د عراق د اسلامي دولت د مشر رول و. د کال ۲۰۰۶ له جون میاشتې را پدېخوا ابو ایوب المصري ( یومصری تبعه چې د ابو الحمزه المهاجر په نامه هم مشهور و) په عراق کې د القاعده مشر و، او په رسمی توګه د عراق د اسلامي دولت نظامي قوماندان او د کال ۲۰۰۷ له مې میاشتې څخه را پدې خوا د اسلامي دولت د جنګ وزیر و. د راپورونو له مخې، المصري او عمرالبغدادي دواړه د کال ۲۰۱۰ د اپرېل په ۱۸ د امریکایي او عراقی ځوآکونو په یوه حمله کې ووژل شول او ابو بکرالبغدادي د عراق د اسلامي دولت د نوې مشر په توګه اعلان شو چې مرستیال یې ابو عبد الله الحسینی القریشي و. [۱۸][۱۹][۲۰]

کابینه[سمول]

د کال ۲۰۰۷ د اپرېل په میاشت کې د عراق اسلامې دولت  د ابو عمر البغدادي په مشرۍ د لسو وزیرانو یوه کابینه اعلان کړه، چې وزیران یې داوه:[۲۱]

  • عبدالله الجانبي د امنیت وزیر، چې دعراق جرمونومحکمې له کال ۲۰۰۵ څخه را په دې خوا د هغه په لټه کې وه او په ۲۰۱۴ کې لاهم په فلوجه کې یو مخکښ جنګیالی و. [۲۲]
  • ابو ایوب المصري د جګړې وزیر، چې د امریکا او د عراق  د ائتلاف چارواکي یې په لټه کې و او د کال ۲۰۱۰ د اپرېل په میاشت کې د امریکایي عراقي ځواکونو له خوا ووژل شو او په ځای یې ابو سلیمان الناصر وټاکل شو. [۲۳][۲۴]

ابوبکر البغدادی  مخکې له دې چې د کال ۲۰۱۰ په مې میاشت کې د عراق د اسلامي دولت مشر شي، د اسلامې دولت د ولایتي شریعت کمېټې عمومي څارونکی او مشورتي شورا لوړ رتبه غړی و. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Abu Musab Al-Zarqawi, translated by Jeffrey Pool (په 18 October 2004 باندې). Zarqawi's pledge of allegiance to al-Qaeda: From Mu'Asker Al-Battar, Issue 21. Jamestown Foundation
  2. (په October 18, 2004 باندې). Al-Zarqawi group vows allegiance to bin Laden. NBC News
  3. Gordon Corera (په 16 December 2004 باندې). Unraveling Zarqawi's al-Qaeda connection. Jamestown Foundation
  4. Stephen Negus: "Call for Sunni state in Iraq". Financial Times, 15 October 2006. Retrieved 15 January 2015. (Free) registration required.
  5. Perkoski, Evan (2022). "5: Al-Qaeda and the Islamic State". Divided, Not Conquered: How Rebels Fracture and Splinters Behave. 198 Madison Avenue, New York, NY 10016, USA: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 158, 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780197627075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  6. Perkoski, Evan (2022). "5: Al-Qaeda and the Islamic State". Divided, Not Conquered: How Rebels Fracture and Splinters Behave. 198 Madison Avenue, New York, NY 10016, USA: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 158, 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780197627075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  7. Sources:
  8. Lund, Aron (3 February 2014). "A Public Service Announcement From Al-Qaeda". Carnegie Middle East Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jessica D. Lewis (September 2013). "Al-Qaeda in Iraq Resurgent" (PDF). Institute for the Study of War. د لاسرسي‌نېټه April 1, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 9 June 2013 باندې). Qaeda chief annuls Syrian-Iraqi jihad merger. Al Jazeera.
  11. Perkoski, Evan (2022). "5: Al-Qaeda and the Islamic State". Divided, Not Conquered: How Rebels Fracture and Splinters Behave. 198 Madison Avenue, New York, NY 10016, USA:  Oxford University Press. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780197627075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); no-break space character في |publisher= على وضع 1 (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  12. (په August 15, 2006 باندې). Guide: Armed groups in Iraq. BBC
  13. Stephen Negus: "Call for Sunni state in Iraq". Financial Times, 15 October 2006. Retrieved 15 January 2015. (Free) registration required.
  14. "The Rump Islamic Emirate of Iraq". The Long War Journal. 16 October 2006. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bunzel, Cole (5 October 2013). "al-Baghdadi Triumphant". Jihadica. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 22 November 2009 باندې). Resurgent Al-Qaeda in Iraq seeks to undermine government (page 1).
  17. Perkoski, Evan (2022). "5: Al-Qaeda and the Islamic State". Divided, Not Conquered: How Rebels Fracture and Splinters Behave. 198 Madison Avenue, New York, NY 10016, USA: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780197627075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  18. "The Rump Islamic Emirate of Iraq". The Long War Journal. 16 October 2006. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 18 July 2007 باندې). Senior Qaeda figure in Iraq a myth: US military. Reuters
  20. Bill Roggio (2010-04-19). "US and Iraqi forces kill Al Masri and Baghdadi, al Qaeda in Iraq's top two leaders". The Long War Journal. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 19 April 2007 باندې). Islamic State of Iraq Announces Establishment of the Cabinet of its First Islamic Administration in Video Issued Through al-Furqan Foundation. SITE Institute
  22. "Abdullah al Janabi openly preaches in Fallujah mosque". The Long War Journal. 18 January 2014. د اصلي آرشيف څخه پر September 6, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 25 February 2011 باندې). Al-Qaeda 'military leader' Abu Suleiman killed in Iraq. BBC News. BBC
  24. Benraad, Myriam (June 2010). "Assessing AQI's Resilience After April's Leadership Decapitations". CTC Sentinel. Combating Terrorism Center at West Point. 3 (6). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Abu Bakr al-Baghdadi: Islamic State's driving force". BBC World News. 31 July 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)