د سپي ورځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سپي ورځې - Dog days هغه موده چې ډېره گرمه وي، د جولای او اگسټ په میاشت کې وي، لوندوالی او گرمي خپل حد ته رسیږي د سپټمبر تر پېله پورې دوام کوي. د دې نوم اصلي کارونکي یونانیان د روم خلک او مصریان گڼل کیږي. دوي باور لره چې د سیریس (Sirius) په نامه سپی ستوری په دې موده کې له لمر سره یوځای راخیژي او خپله گرمي لمر ته ور اضافه کوي او په همدې وجه گرمي زیاتیږي. په دې موده کې ډېر وخت سپیان هم لیونیان کیږي او په همدې وجه ېې دا نوم پرې ایښی. دوي باور لره چې د سیریس (Sirius) یا سپی ستوری د انسانانو په فعالیت ځانگړی اغیز لري.