ستوری
ستوری یو نجومي جسم دی چې له یوې ځلېدونکې کُره ډوله پلازما څخه تشکیل شوی دی چې یاده پلازما د خپلې جازبوي قوې په واسطه سره نښتې ده. ځمکې ته تر ټولو نږدې ستوری لمر دی. د شپې له خوا زیات شمېر نور ستوري هم له هېڅ ډول تجهیز پرته د لوڅو سترګو په واسطه د لېدل کېدو وړ دي، اما له ځمکې څخه د هغوی زښته زیاته فاصله د دې لامل شوې ده چې نوموړي د روښنایۍ د ثابتو نقطو په بڼه ښکاره شي. تر ټولو مشهور ستوري د فلکي او ستوریزو په توګه کټګوري شوي دي، او زیات شمېر تر ټولو ځلانده ستوري خپل ځانګړي نومونه لري. ستور پوهانو د ستورو داسې کتلاکونه راټول کړي دي چې پېژندل شوي ستوري تشخیصوي او د نجوم اړوند ستندر نومونه ورته په ګوته کوي. د لید وړ کاینات د ۱۰۲۲ څخه تر ۱۰۲۴ پورې ستوري لري. خو لا هم، زموږ د کهکشان، شیدو لارې، کهکشان څخه بهر د ټولو منفردو ستورو په شمول زیات شمېر یې له ځمکې څخه د عادي سترګو په واسطه د لیدل کېدو وړ نه دي. [۱]
د یوه ستوري ژوند د هغو موادو چې له هایدروجن، ورسره د هېلیوم او د یو څه درندو عناصرو د لږ مقدار ګازي نېبولا د جازبوي شړېدو سره پیل کېږي. د ستوري مجموعي کتله د هغه په تکامل او وروستي برخلیک کې اصلي فکتور بلل کېږي. یو ستوری د خپل فعال ژوند په زیاتره برخه کې په خپله هسته کې په هېلیوم باندې د هایدروجن د حرارتي هستوي ترکیب له کبله ځلېږي. دغه پروسه انرژي ازادوي چې د ستوري له د ننه څخه تېرېږي او باندینۍ فضا ته تشعشع کوي. د ستوري د ژوند په پای کې، د هغه هسته په یو نجومي پاتې شوني باندې بدلیږي: چې نوموړی پاتې شونی یو سپین لنډی جسم، یو نیوتروني ستوری، یا ــــ که چېرې په کافي اندازه جسامت ولري ــــ بیا یو تور ګوګ وي.
په ستورو کې د نجومي هستو ترکیب یا د هغوی پاتې شوني تقریبا ټول هغه طبیعي کېمیاوي مواد جوړوي کوم چې له لېتیَم څخه درانده دي. د ستورو د کتلې له لاسه ورکول یا د نویو سوپر ستورو چاودنې د ستورو تر منځ چاپېریال ته په کېمیاوي بڼه غني شوي مواد راوړي. چې نوموړي عناصر وروسته په نویو ستورو باندې تجزیه کېږي. ستور پوهان د یو ستوري د ظاهري روڼتیا، طیف او د وخت په اوږدو کې په اسمان کې د هغه د موقعیت د بدلون د مشاهداتو په تر سره کولو سره د نجومي اجسامو ــــ د کتلې، عمر، فلزیت (کېمیاوي ترکیب)، تغییر منلو، واټن او په فضا کې د حرکت په شمول ځانګړتیاوې تعینولی شي.
ستوري د نورو نجومي اجسامو سره په ګډه اوربېټالونه رامنځته کولی شي، لکه څرنګه یې چې د سیاره یي سېستمونو او د ستورو د سېستمونو په صورت کې له دوو یا نورو ستورو سره رامنځته کوي. هر کله چې دوه داسې ستوري له یو بل سره په نسبي ډول نږدې مدار ولري، نو د هغوی جاذبوي تعامل په لوړې پیمانې سره د هغوی په تکامل باندې اغېزه اچوي. ستوري کولی شي له جاذبوي پلوه د ډېرو لویو معینو جوړښتونو برخې لکه د ستورو کلسټرونه یا کهکشانونه رامنځته کړي.
رېښه
[سمول]د "ستوري" کلیمه په نهایت کې له اصلي-اندو-اروپايي رېښې"h₂stḗr" څخه چې نوموړې هم د ستوري معنا ورکوي، اما د h₂eh₁s- ("سوځولو" په توګه لا نور د تجزیې وړی دی، همدارنګه د یادې کلیمې سرچینه "ash" یعنې ایرې) + تر (tērــ یعنې منفي پسوند) ده.
لاتیني کلیمه ستېلا (stella)، یوناني استر (aster )، جرمني ستېرن (Stern) سره مقایسه کړئ. ځینې پوهان په دې باور دي چې د ستوري کلیمه له اکدي "ایستار" (istar- یعنې زهرې) څخه مستعاره شوې ده، حال دا چې ځینې نور د دغې وړانديز په اړه شکمن دي.
ستوری له لاندینیو کلیمو: استریسک، استروید، استرال، کونستېلیشن، استر سره له یوې ګنډې (ګډې رېښې) څخه دی.[۲]
د مشاهداتو تاریخچه
[سمول]له تاریخي اړخه، ستوري په ټوله نړۍ کې د مدنیتو لپاره له اهمیت څخه برخمن دي. نوموړي د مذهبي اعمالو یوه برخه دي چې د روحاني جهت موندنې، موقعیت موندنې، د موسمونو د تېرېدو په نښه کولو، او د جنتریو د تعریفولو لپاره کارول کېږي.
لومړنیو ستورپوهانو د ثابتو ستورو، د کومو موقعیت چې په اسماني کُره کې تغییر نه مومي، او د سرګردانو ستورو (سیارو)، کوم چې د ثابتو ستورو په نسبت د ورځو او اونیو په اوږدو کې په د پام وړ توګه په حرکت کې وي. زیات شمېر لرغوني ستورپوهان په دې باور وو چې ستوري په دایمې ډول په یوه اسماني کره باندې ورنښتي دي او تغییر منونکي نه دي. د توافق له مخې، ستور پوهانو مشهور ستوري په دوو کټګوریو، ستورو او فلکي اجسامو باندې طبقه بندي کړي دي او د سیارو د حرکت او د لمر د استنباط شوي موقعیت د څارلو لپاره یې کارولي دي. د شاوخوا ستورو (او افق) پر وړاندې د لمر حرکت د جنتریو د رامنځته کولو لپاره له کومو چې د کرهڼیزو چارو د تنظیم لپار ګټه پورته شوه، وکارول شو. زېږدیزه جنتري، چې اوسمهال نږدې د نړۍ په هر ځای کې کارول کېږي، د ځمکې د سیمه ییز ستوري یعنې لمر سره په نسبت د ځمکې د دوراني محور د زاویې پر بنسټ یوه لمریزه جنتري ده[۳][۴][۵]
د ستورو تر ټولو پخوانی سم تاریخ لرونکی جدول په ۱۵۳۱م.ز کال کې د لرغونو مصري ستور پوهانو د کار پایله وه. تر ټولو لومړني کتلاکونه د دویمې مخزېږدې زریزې په وروستیو کې د کاسیت په دور کې ( نږدې له ۱۵۳۱م.ز کال څخه تر ۱۱۵۵م.ز کال پورې) د بین النهرین د لرغونو بابلي ستور پوهانو له لوري راټول شوي وو. [۶][۷]
په یونانۍ ستور پوهنه کې د ستورو لومړنی کتلاک په شاوخوا ۳۰۰م.ز کال کې د تیموچاریس په مرسته د اریستیلوس له لوري رامنځته شو. د هیپارخوس د ستورو کتلاک (په دویمه مخزېزږده پېړۍ کې) ۱۰۲۰ ستوري لرل، او د بطلیموس د ستورو د کتلاک په ترتیبولو کې وکارول شو. هیپارخوس د لومړني ثبت شوي نوا (نوي ستوري) د کشف لپاره پېژندل کېږي. د زیاتره فلکي اجرامو او ستورو نومونه چې نن ورځ کارول کېږي له یونانۍ ستور پوهنې څخه مشتق شوي دي.[۸][۹][۱۰]
د اسمانونو له ظاهري بدلون نه مننې سره سره، چینایي ستور پوهان پوهېدل چې د نویو ستورو ظهور ممکن دی. په ۱۸۵ز کال کې، چینایي ستور پوهان لومړني هغه پوهان وو چې یو نوی سوپر ستوری یې مشاهده کړ او په اړه یې لیکنې وکړي، کوم چې اوسمهال د SN 185 په توګه پېژندل کېږي. په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو رڼه ستوريزه پېښه د SN 1006 نوی سوپر ستوري لیدل کېدل وو، کوم چې په ۱۰۰۶ز کال کې مشاهده شو او د مصري ستور پوه علي بن رضوان او یو شمېر چینایي ستور پوهانو له خوا یې په اړه لیکنې وشوې. د SN 1054 په نامه نوی سوپر ستوری هم، کوم چې د چنګاښ سحاب وزیږاوه، د چینایي او اسلامي ستور پوهانو له لوري وڅېړل شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د منځنیو پېړیو اسلامي ستور پوهانو زیات شمېر ستورو ته عربي نومونه ورکړل کوم چې تر نن ورځې پورې کارول کېږي او د ستور پوهنې اړوند زیات شمېر الې یې اختراع کړې کومو چې د ستورو موقعیتونه محاسبه کولی شول. هغوی د مشاهداتو لومړنی تر ټولو لوی څېړنیز انستیتیوت جوړ کړ، چې په عمده توګه د ستورو د زیج کتلاکونو د جوړولو لپاره و. د دغو کتلاکونو په منځ کې د ثابتو ستورو کتاب (۹۶۴ز کال) د فارسي ستور پوه عبد الرحمن الصوفي له خوا ولیکل شو چا چې یو شمېر ستوري، ستوریز کلسترونه (د اومېکرون وېلوروم او بروشي کلسترونو په ګډون) او کهکشانونه ( د اندرومېدا کهکشان په ګډون) مشاهده کړل. د الظهور په حواله، په ۱۱مه زېږدیزه پېړۍ کې، فارسي بحر العلم ابو ریحان البېروني په ۱۰۱۹ز کال کې د شیدو د لارې کهکشان د کوچینیو ټوټو د یوې مجموعې په توګه چې سحابي ستورو ځانګړتیاوې یې لرلې، تعریف کړ او د بېلابېلو ستورو عرض البلدونه یې د یوې سپوږمۍ نیونې یا خسوف په بهیر کې لاسته راوړل. [۱۷][۱۸][۱۹]
د جوزېپ پویګ له قوله، اندلسي ستور پوه ابن بجاح داسې وړاندیز وکړ چې د شیدو لارې کهکشان له زیات شمېر ستورو څخه جوړ شوی دی کوم چې تقریباً له یو بل سره نښتي دي او د نیمه قمري موادو د انکسار د اغېزې له کبله د یو تړلي انځور په بڼه لیدل کېږي، چې په ۵۰۰ هــ.ق (۱۱۰۶-۱۱۰۷ز کال) کې یې له یو بل سره د مشتري او مریخ په نښلېدنه باندې د شواهدو په توګه استناد وکړ. لومړنیو اروپایي ستور پوهانو لکه تایکو براهه په شپني اسمان کې نوي ستوري تشخیص کړل ( چې وروسته نوا ونومول شول)، چې دې کار دا څرګنده کړه چې اسمانونه بدلون نه منونکي نه دي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Grego, Peter; Mannion, David (September 9, 2010). Galileo and 400 Years of Telescopic Astronomy. Springer New York. ISBN 9781441955920.
- ↑ Harper, Douglas (2001–2022). "*ster- (2)". Online Etymology Dictionary. بياځلي په 28 February 2022.
- ↑ Forbes, George (1909). History of Astronomy. London: Watts & Co. ISBN 978-1-153-62774-0.
- ↑ Forbes, George (1909). History of Astronomy. London: Watts & Co. ISBN 978-1-153-62774-0.
- ↑ Tøndering, Claus (2008). "Other Ancient Calendars". Calendars Through The Ages. Webexhibits. بياځلي په 28 February 2022.
- ↑ von Spaeth, Ove (2000). "Dating the Oldest Egyptian Star Map". Centaurus. 42 (3): 159–179. Bibcode:2000Cent...42..159V. doi:10.1034/j.1600-0498.2000.420301.x. بياځلي په 2007-10-21.
- ↑ North, John (1995). The Norton History of Astronomy and Cosmology. New York and London: W.W. Norton & Company. pp. 30–31. ISBN 978-0-393-03656-5.
- ↑ Murdin, P. (2000). "Aristillus (c. 200 BC)". Encyclopedia of Astronomy and Astrophysics. Bibcode:2000eaa..bookE3440.. doi:10.1888/0333750888/3440. ISBN 978-0-333-75088-9.
- ↑ Pinotsis, Antonios D. (2008). "Astronomy in Ancient Rhodes". Protostellar Jets In Context. University of Athens, Greece. خوندي شوی له the original on September 7, 2021. بياځلي په February 28, 2022.
- ↑ Grasshoff, Gerd (1990). The history of Ptolemy's star catalogue. Springer. pp. 1–5. ISBN 978-0-387-97181-0.
- ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ Zhao, Fu-Yuan; Strom, R. G.; Jiang, Shi-Yang (2006). "The Guest Star of AD185 must have been a Supernova". Chinese Journal of Astronomy and Astrophysics. 6 (5): 635. Bibcode:2006ChJAA...6..635Z. doi:10.1088/1009-9271/6/5/17 – via IOPScience.
- ↑ Isbell, Douglas; Benoit, Phil (5 March 2003). "Astronomers Peg Brightness of History's Brightest Star". NOIRLab. National Optical Astronomy Observatory. خوندي شوی له the original on 6 January 2022. بياځلي په 28 February 2022.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) - ↑ Frommert, Hartmut; Kronberg, Christine (2006-08-30). "Supernova 1054 – Creation of the Crab Nebula". SEDS. University of Arizona.
- ↑ Duyvendak, J. J. L. (April 1942). "Further Data Bearing on the Identification of the Crab Nebula with the Supernova of 1054 A.D. Part I. The Ancient Oriental Chronicles". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 54 (318): 91–94. Bibcode:1942PASP...54...91D. doi:10.1086/125409.Mayall, N. U.; Oort, Jan Hendrik (April 1942). "Further Data Bearing on the Identification of the Crab Nebula with the Supernova of 1054 A.D. Part II. The Astronomical Aspects". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 54 (318): 95–104. Bibcode:1942PASP...54...95M. doi:10.1086/125410.
- ↑ Brecher, K.; et al. (1983). "Ancient records and the Crab Nebula supernova". The Observatory. 103: 106–113. Bibcode:1983Obs...103..106B.
- ↑ Zahoor, A. (1997). "Al-Biruni". Hasanuddin University. خوندي شوی له the original on 2008-06-26. بياځلي په 2007-10-21.
- ↑ Jones, Kenneth Glyn (1991). Messier's nebulae and star clusters. Cambridge University Press. p. 1. ISBN 978-0-521-37079-0.
- ↑ Kennedy, Edward S. (1962). "Review: The Observatory in Islam and Its Place in the General History of the Observatory by Aydin Sayili". Isis. 53 (2): 237–239. doi:10.1086/349558.
- ↑ Montada, Josep Puig (2007-09-28). "Ibn Bajja". Stanford Encyclopedia of Philosophy.
- ↑ Drake, Stephen A. (2006-08-17). "A Brief History of High-Energy (X-ray & Gamma-Ray) Astronomy". NASA HEASARC. بياځلي په 2006-08-24.
- ↑ Greskovic, Peter; Rudy, Peter (2006-07-24). "Exoplanets". ESO. بياځلي په 2012-06-15.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Ahmad, I. A. (1995). "The impact of the Qur'anic conception of astronomical phenomena on Islamic civilization". Vistas in Astronomy. 39 (4): 395–403 [402]. Bibcode:1995VA.....39..395A. doi:10.1016/0083-6656(95)00033-X.